محمود طرزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمود طرزي
محمود طرزي

محمود طرزي د غلام محمد خان طرزي ځوي ، په ۱۲۸۵ ﻫ ق کال په کابل کې زیږېدلی دی او په ۱۳۵۳ ﻫ ق کال په استانبول کې مړ شو. او ځنې دده د زیږېدنې ځای د غزني دال ملک ښئي . پلار یې د سردار رحمدل خان زوی او د سردار پاینده محمد خان لمسی وو. د سردار پاینده محمد خان اولادې تر ډیره وخته د افغانستان حاکمیت په لاس کې درلود چې دا سلسله د افغانستان په تاریخ کې د محمد زو د واکمنۍ په نامه یادیږي. ددوی د حاکمیت په وخت کې ددې قبیلې د سردارانو تر مینځ د سلطنتي رقابت له امله افغانستان تر ډیره وخته د جنګونو، ګډوډیو او اغتشاشونو ښکار وو.


د دده پلار غلام محمد طرزي د امیر عبدالرحمن د سلطنت په وخت کې په دې تور چې ګواکي د امیر مخالفینو سره اړیکي لري لومړی بندي او بیا د خپلي کورنۍ سره چې دا وخت محمود طرزي لا سپاړس کلن وو هند تبعید شو. محمود طرزي له دې وروسته له خپلي کورنۍ سره بغداد، دمشق او بیا استانبول ته لاړ. طرزي د ژوند په دې مرحله کې اردو، ترکي، عربي او فرانسوي ژبي زده کړې او د غرب له فرهنګ سره یې پوره آشنايي پيدا کړه. هغه د عصري زده کړو سره سره په ترکیې کې د سیکولر حاکم مصطفی کمال اتاترک ( د ترکانو پلار) چې زیات ترکان یې د ایتاترک ( د ترکانو سپي ) په نامه هم یادوي، له اسلام ضد او غربي افکارو او په ایران کې د رضا شاه پهلوي له بې دینه او سیکولرستي افکارو متاثره شو.. دی یو لیکوال او شاعر شخصیت ؤ ،په نظم او نثر کې د یو مکتب خاوند بلل کیږي. د امير حبيب الله خان د سلطنت په موده کې ئې د سراج الاخبار او سراج الاطفال په خپرونو، ژباؤنو او نورو لیکنو لاس پورې کړ او د افغانستان په ادبي او سیاسي چاپېریال کې لوی انقلاب او بدلون راووست. که څه هم اثا ر ئې د لفظا له مځې متو سط او نظم ئې کمزوری دی خو د معنی له مخې د ستاینې وړ دی او له ده نه وروسته تر ډیره وخته ځنې کسان دده د سبک تر اغیزې لاندې وو.
ده خپلې دوې لوڼي سریا او خیریه د امیر حبیب الله خان دوو زامنو سردار امان الله خان او سردار عنایت الله خان ته په نکاح کړې. د امیر حبیب الله خان تر مرګ وروسته چې کله امان الله خان واکمن شو، د محمود طرزي لور ثریا لومړۍ ملکه وه چې بې حجابه او لوڅ سر عام محضر ته راووتل.

محمود طرزي

محمود طرزي په داسې وخت کې هیواد ته راغی چې افغانستان د کورنیو او بهرنیو جگړو نه لږ څه دمه وهلې وه نو ځکه په هیواد کې ادبې او علمي هلو ځلو لپاره زمینه برابره وه. دوه ملکي او عسکري ښونځي د حبیب الله خان په زمانه کې د حبیبه او خربیه په نومونو پرانیستل شول. سراج الاخبار چې د لومړۍ ګڼې څخه وروسته متوقف شوی وو، بیرته د محمود طرزي په کوښښونو د دویم ځل لپاره د سراج الاخبار افغانیه په نوم خپل نشریات پیل کړل. دې اخبار محمود طرزي ته له لویدیځ څخه هیواد ته د نورو تعلیمي او پرمختیايي موادو سره سره د سیکولرستي او غرب پلوو افکارو د رانقلولو ښه زمینه برابر کړل. طرزي له لویدیځو ادبیاتو څخه په پراخه پیمانه مقالې ژباړلې او بیا یې د سراج الاخبار افغانیه له لاري نشرولې چې دې کار په خلکو کې یو فکري او ادبې غورځنگ او د خپلواکۍ غوښتنې د احساس سره سره غربپالنه او ویسټرنایزیشن هم راوزېږوی . د حبیبې په ښونځي کې د قرانکریم،دیني علومو او ادبیاتو، سر بېره زمک انځورنه، تاريخ، ریاضیات، کيميا، فزيک، دري، اردو او انگلیسي ژبې هم تدریس کیدلې او د لومړي ځل له پاره د پښتو ژبه ددې ښونځې په تعلیمي نصاب کې شامله شوه، د درسي چارو د پرمختگ او پراختیا لپاره په دې ښونځې کې دارالتالیف تا سیس شو او د حبیبې د دارالتالیف په نامه یادېده. ځنې کتابونه به دلته او ځنې به هندوستان په سنگي چا پخونو کې چاپېدل.
د سراج الا خبار پنځلس ورځنۍ مهالنۍ د محمود طرزي په لیکنې په ډیره ښه ژینگو گرافي له چا په راوتله. دې جریدې په خپل وروستي کال ۱۲۹۷ د سراج الاطفال په نامه یوه بله خپرونه هم خپره کړه، څنگه چې له نامه نه ئې څرگندیږي دا خپرونه په څلورو پاڼو کې د کوچنیانو لپاره خپریده او څو میاشتې وروسته ئې له سراج الا خبار سره یو ځای سقوط وکړاو خپل ځای ئې دامان افغان او ارشاد النسوان خپرونو ته پریښود .

محمود طرزي که څه هم په ادبي لحاظ ډیري لاسته راوړني لري، خو پر عام ژوند یې لویدیځ پالنه غالبه وه او ویل کیږي چې افغانستان ته سیکولري افکار دده له لوري راوارد شوي دي. ده ته په مطبوعاتي ډګر کې د مطبوعاتو د پلار او په فرهنګي ډګر کې د سیکولرزم د پلار لقب ورکړل شوی دی.