استنبول
استنبول | |
---|---|
isˈtɑnbuɫ | |
استنبول | |
د استنبول انځور
| |
استنبول
| |
Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found. | |
کورډېناټونه: ۴۱°۰۰′۴۹″ شمال ۲۸°۵۷′۱۸″ ختیځ / 41.01361°شمال 28.95500°ختيځ | |
په توګه جوړه | ډیر پخوا |
قسطنطنیه | 330 CE |
ادارې وېش | |
هیواد | تورکيه |
جغرافيا | مرمرې جغرافيا |
ولایت | استنبول |
پلازمینه د: | عثماني پېر (۱۴۵۳–۱۹۲۲)
|
ولسوالي | 39 |
حکومت | |
• والۍ | کدیر توبپاس (کينډۍ:Polparty) |
سیمه | |
• غټ ښار | 5343 کیلومتره مربع |
• مناطق حضرية | ۱٬۵۳۹ کلوميټر٢ (۵۹۴ میله مربع) |
• التجمع الحضري | ۵٬۳۴۳ کلوميټر٢ (۲٬۰۶۳ میله مربع) |
لوړوالی | ۳۹ ميټره (۱۲۸ فوټ) |
د نفوس شميرنه (31 December 2015)[۱][۲][۳] | |
• غټ ښار | ۱۴,۰۲۵,۶۴۶ |
• ترتيب | 1st |
• منطقة حضرية | ۱۴,۱۰۰,۰۰۰ |
• مدن كبرى | ۱۴,۶۵۷,۴۳۴ |
• Metro density | ۲٬۶۹۱/کلوميټر٢ (۶٬۹۷۰/ميله مربع) |
تسمية السكان | Istanbulite (modern) (کينډۍ:Lang-tr) Stambouliote Constantinopolitan |
آخر معلومات | |
وخت زون | FET (ه.ن.و+3) |
پسټ کوډ | 34000–34990 |
سيمييز د زنګ کوډ | 0212 (اروپا اړخ) 0216 (آسیا اړخ) |
جيو کوډ | 745044 745042 |
لوحة مركبات | 34 |
خورلڼې ښارونه | رايو ډي جينېرو (۱۹۶۵–)[۴]
لاهور (۱۹۷۵–)[۴] جده (۱۹۸۴–)[۴] قاهره (۱۹۸۸–)[۴] هیوستون (۱۹۸۸–)[۴] برلين (۱۹۸۹–)[۴] سینټ پیټرزبورګ (۱۹۹۰–)[۴] ربات (۱۹۹۱–)[۴] بارسلونا (۱۹۹۷–)[۴] دوبۍ (۱۹۹۷–)[۴] شانګهای (۱۹۹۷–)[۴] آمان (۱۹۹۷–)[۴] الماته (۱۹۹۸–)[۴] خرطوم (۲۰۰۱–)[۴] کازان روسیه (۲۰۰۲–)[۴] اسکوپیه (۳ اپرېل ۲۰۰۳–)[۴][۵] د مشق (۲۰۰۶–)[۴] جکارتا (۲۰۰۷–)[۴] بانګکوک (۲۰۰۹–)[۴] بېروت (۲۰۱۰–)[۴] مکسیکو ښار (۲۰۱۰–)[۴] تونس ښار (۲۰۱۰–)[۴] بنغازی (۲۰۱۳–)[۴] انجامنا (۲۰۱۴–)[۴] تفلیس (۱۸ اپرېل ۲۰۱۶–)[۴][۶] نيکوزيا (۲۰۲۰–)[۴] |
نمایشي GDP | 2012 |
- سراسر | $301 میلیارده[۷] |
-پر نفر | $22,765[۷] |
جنرال جغرافيايي د لوړ پوړو شپولونو | .ist, .istanbul |
رسمي ويبپاڼه | www.ibb.gov.tr www.istanbul.gov.tr |
![]() |
|
سمول ![]() |
استانبول چې پخوانی نوم يې قسطنطنیه یا Constantinople و، د ترکیې تر ټولو ستر ښار او اقتصادي، کلتوري او تاریخي مرکز دی. دا ښار د بسفر تنګي پر دواړو غاړو هم په آسیا او هم په اروپا کې پروت دی؛ له ۱۵ میلیونو ډېر اوسېدونکي لري، او د ترکيې د ټول نفوس ٪۱۹ جوړوي. استانبول د اروپا تر ټولو ګڼمېشتی او د نړۍ تر ټولو ستر پنځلسم ښار دی. [۸][۹]
د دې ښار بنسټ په اوومه قبل المیلاد پېړۍ کې د مګاري ښکېلاګرو لخوا د بیزانتیون په توګه کېښودل شو خو وروسته ستر قنسطنطین په ۳۳۰م کال کې د نوي رومي پایتخت په ډول لومړی "نوی روم" ونوماوه او بیا يې وروسته ډېر ژر نوم کونستانتینوپول پرې کېښود. د دې ښار اغېز او اندازه ډېرېده او په تاریخ کې د ورېښمو لارې د لارښود او یو له مهمو ښارونو بدل شو. دا ښار نږدې د شپاړلسو پېړیو لپاره د امپراطوریو پلازمېنه وه؛ د روم/بیزانتین پر مهال (۳۳۰-۱۲۰۴)، لاتین (۱۲۰۴-۱۲۶۱)، بیزانتین (۱۲۶۱-۱۴۵۳) او عثماني (۱۴۵۳-۱۹۲۲) امپراطوري ګانې. دې ښار د رومي او بیزانتیني امپراطوریو پر مهال د مسیحیت په لوړاوي کې ستر نقش درلود او د کلیساګانو د اوو جهاني شوراګانو څخه (چې ټولې په ننۍ ترکیه کې وې) د څلورو مرکزونه يې په همدې ښار کې وو (لکه په اسیايي برخه چالسېدون (Kadıköy)، خو وروسته په کال ۱۴۵۳م کې د کونستانتینوپول په سقوط سره دا ښار په اسلامي پایګاه واړول شو، په ځانګړې توګه چې کله په ۱۵۱۷م کال کې د عثماني خلافت پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۳م کال کې، د ترکیې د خپلواکۍ له جګړې څخه وروسته، انقره د ترکيې د نوي جوړ شوي جمهوریت پلازمېنه شوه. به ۱۹۳۰م کال کې، د دې ښار نوم په رسمي توګه استانبول ته واړول شو، ځکه آن د یوولسمې پېړۍ څخه راپدېخوا د یونانیانو لخوا یاد ښار ته همدا نوم کارول کېده. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په ۲۰۱۸م کال کې، له ۱۳,۴ میلونو څخه ډېرو بهرنیو وګړو له استانبول څخه لیدنه وکړه. اته کاله وروسته له هغه چې استانبول د اروپا کلتوري پلازمېنه ونومول شوه، دا ښار د نړي تر ټولو ډېر لیدل شوی اتم ښار شو. په استانبول کې د یونیسکو د نړیوال میراث ګڼ ځایونه شتون لري او پدې ښار کې زیاد شمېر ترکي شرکتونه مرکزونه لري چې د هېواد د اقتصاد له ٪۳۰ څخه ډېره فیصدي یواځې همدا ښار جوړوي. [۱۵][۱۶][۱۷]
د ځای د نوم پېژندنه
د دې ښار لومړی معروف نوم بیزانتین (یوناني: Βυζάντιον، Byzántion) و چې په ۶۵۷ قبل المیلاد کې د جوړولو پر مهال میګاري ښکېلاګرو همدا نوم پرې اېښی و. مېګاري ښکېلاګرو د ښار د بنسټګرانو سره د مستقیم ارتباط خبره وکړه؛ بیزاس، چې د خدای پوسېدون او ښاپېرۍ سېروئېسا زوی و. معاصرو کیندنو د دې شونتیا ډېره کړې چې د بیزانتین نوم د هغو ځایونو منعکس کوونکی دی چې تراکي ځايي خلک پکې وړاندې د دې ښار له بشپړو جوړېدلو اوسېدل. کونستانتینوپول د یوناني ژبې له کونستانتینوس څخه اخیستل شوی او په رومي امپراطور ستر کونستانتین پورې تړاو لري چې دا ښار يې په ۳۲۴ کې بېرته جوړ کړ. تر ۱۸۳۰مو کلونو پورې په لویدیځ کې د کونستانتینوپول نوم ډېر عام و، خو بیا وروسته ترکي چارواکو په بهرنیو ژبو کې د "استانبول" په کارولو ټینګار وکړ. قسطنطنیه، یا مقام قسطنطینیه محمیمه (د کونستانتینوپول خوندي ساتل موقعیت) او استانبول هغه نومونه دي چې عثمانیانو د خپل حاکمیت په زمانه کې کارول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
استانبول تر ډېره د منځنیو پېړیو د یوناني تلفظ εἰς τὴν Πόλιν (استېمبولین) څخه اخیستل شوی دی چې مانا "ښار لوري ته" ده او ځايي یونانیانو به کونستانتینوپول په همدې نامه یاداوه. دې دا خبره هم روښانه کوله چې په ټوله شاوخوا سیمه کې یواځې همدغه ستر ښار و. په عثماني نړۍ کې د کونستانتینوپول ارزښت له دې معلومېږي چې په عثماني ترکي ژبه کې به یې دیرِ سعادت (د هوساینې دروازه) باله. یوه بل لیدلوری دا هم وايي چې د یاد ښار نوم مستقیماً د کونستانتینوپول له نامه څخه راغلی دی، یواځې لومړۍ او درېیمه هجاء يې لرې کړل شوې. د ۱۷مې پېړۍ ځینې عثماني سرچینې، لکه اولیاء چلبي، دا د هغه مهال عادي ترکي نوم بولي؛ د ۱۷مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۸پېړۍ د وروستیو تر منځ دا نوم هم په رسمي توګه کارول کېده. په سکو په لومړي ځل د اسلامبول نوم په ۱۷۳۰م کال د سلطان محمود لخوا ضرب شو. په عصري ترکي کې يې نوم استانبول لیکل کېږي او هغه کسان چې په استانبول کې اوسېږي ترکان یې استانبول لي İstanbullu (جمع استانبول ليلر İstanbullular) بولي او په انګلیسي کې Istanbulite لیکل کارول کېږي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
تاریخ
دا ستره ډبره ښايي په کونستنتین ټولنه کې په طاقِ ظفر پورې تړاو ولري (نن ورځ يې چمبرلي تاش (Çemberlitaş) بولي).
د نوسنګي عصر آثار د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې د لرغون پوهانو لخوا کشف شوي دي ښيي چې د استانبول تاریخي تاپووزمه کې ان له شپږ زره کاله قبل المیلاد وړاندې خلک اوسېدل. په لومړي ځل چې هلته کوم خلک مېشت شول، دوی له نږدې ختیځ څخه اروپا ته د نوسنګي عصر انقلاب په وروړلو کې مهم رول درلود، خو دوی زر کاله پاتې شول او بیا دا سیمه اوبو لاندې کړه. په آسیايي برخه کې، په لومړي ځل انسانان د مسو په عصر کې په اوسنۍ فکرتپه (Fikirtepe) کې مېشت شول چې د دوی آثار ۵۵۰۰ څخه ۳۵۰۰ قبل المیلاد ته رسېږي. په اروپايي برخه کې، د ټاپووزمې څوکې ته نږدې (سرای بورنو (Sarayburnu)) له میلاد څخه زر کاله مخکې تراکي وګړي مېشت شول. اوسني لیکوالان دا مسله د تراکي ځای نومونې لایګاس سره تړي چې د رومي لیکوال پلایني په اثارو کې د دې ځای پخوانی نوم بیزانتیوم ښودل شوی دی. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
د دې ښار تاریخ په شاوخوا ۶۶۰ قبل المیلاد کې هغه مهال پیلېږي چې د مېګارا یوناني اوسېدونکو د بسفر په اروپايي برخه کې بیزانتیوم جوړ کړ. اوسېدونکو د پخوانیو تراکي وګړو پر سیمه د طلايي ښکر (Golden Horn) سره جوخت اکروپولیس (د یونان د زمانې کلا) جوړه کړه او د دې نوي راجوړېدونکي ښار اقتصاد يې په خوځښت راووست. د پنځمې قبل المیلاد پېړۍ په وروستیو کې پدې ښار د لنډ مهال لپاره فارسي واکمنانو حاکمیت درلود خو یونانیانو د یونان-فارس جګړو پر مهال دا ښار بېرته ونیو. بیزانتیوم د آتن د اتحاد (Athenian League) او د هغه د ځایناستي، د آتن دویم اتحاد (Second Athenian League) یوه برخه وه خو په ۳۵۵ قبل المیلاد کې یې خپله خپلواکي ترلاسه کړه. له رومیانو سره د اوږدمهال لپاره له متحد پاتې کېدو وروسته، بېزانتیوم په ۷۳م کال کې په رسمي توګه د رومي امپراطورۍ برخه شوه. د بیزانتیوم دا پرېکړه چې د امپراطور سېمپتیمیوس سېوېروس پر وړاندې له رومي غاصب پېسکېنیوس نیګېر څخه ملاتړ وکړي، ډېره درنه تمامه شوه، کله چې په ۱۹۵م کال کې بیزانتیوم تسلیمي ومنله، نو دوې کلنې محاصرې یاد ښار سخت ځپلی و. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
آبادي
اسنبول کې آبادي (د خلکو شمېر) ډير په تيزۍ سره دي۔د دې اندازه تاسې د دې لښتيال څخه لگولي شئ:
کال | آبادی (خلکو شمېر) | |
---|---|---|
330ء | 40،000 | |
440ء | 400،000 | |
530ء | 550,000 | |
545ء | 350,000 | |
715ء | 300,000 | |
950ء | 400,000 | |
1200ء | 150,000 | |
1453ء | 36,000 | |
1477ء | 75,000 | |
1566ء | 600,000 | |
1817ء | 500,000 | |
1860ء | 715,000 | |
1885ء | 873,570 | |
1890ء | 874,000 | |
1897ء | 1,059,000 | |
1901ء | 942,900 | |
1914ء | 909,978 | |
اکتوبر 1927ء | 680,857 | |
اکتوبر 1935ء | 741,148 | |
اکتوبر 1940ء | 793,949 | |
اکتوبر 1945ء | 860,558 | |
اکتوبر 1950ء | 983,041 | |
اکتوبر 1955ء | 1,268,771 | |
اکتوبر 1960ء | 1,466,535 | |
اکتوبر 1965ء | 1,742,978 | |
اکتوبر 1970ء | 2,132,407 | |
اکتوبر 1975ء | 2,547,364 | |
اکتوبر 1980ء | 2,772,708 | |
اکتوبر 1985ء | 5,475,982 | |
اکتوبر 1990ء | 6,620,241 | |
نومبر 1997ء | 8,260,438 | |
اکتوبر 2000ء | 8,803,468 | |
جنوری 2005ء | 9,797,536 | |
جنوری 2006ء | 10,034,830 |
سرچينې
- ↑ "Turkey: Provinces and Major Cities". www.citytpopulation.de. Citypopulation. 31 December 2014. د لاسرسينېټه ۲۶ جون ۲۰۱۵.
The population of the Turkish cities and provinces according to census results and latest register-based tabulations
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "All urban agglomerations of the world with a population of 1 million inhabitants or more". www.citypopulation.de. Citypopulation. 1 April 2015. د لاسرسينېټه ۲۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Results of Address Based Population Registration System, 2015". Turkish Statistical Institute. 31 December 2015. د لاسرسينېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ İstanbul’un Kardeş Şehir, İşbirliği Protokolleri Ve Mutabakat Zaptı/İyi Niyet Mektupları — د نشر نېټه: ۲۵ فبروري ۲۰۲۲
- ↑ https://starportal.skopje.gov.mk/DesktopDefault.aspx?tabindex=0&tabid=172
- ↑ https://tbilisi.gov.ge/img/original/2018/6/12/tbilisiinfigures.pdf
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ https://www.brookings.edu/wp-content/uploads/2016/07/Istanbul-1.pdf
- ↑ Wells, John C. (2008). Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd). Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Upton, Clive; Kretzschmar, Jr., William A. (2017). The Routledge Dictionary of Pronunciation for Current English (الطبعة 2nd). Routledge. د کتاب پاڼې 704. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-138-12566-7. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Istanbul". britannica.com. Encyclopædia Britannica. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ کينډۍ:ODB
- ↑ Çelik 1993, p. xv
- ↑ "Istanbul". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Masters & Ágoston 2009, pp. 114–15
- ↑ "Top city destinations by overnight visitors". Statista (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Heper, Metin (2018). "Istanbul". Historical dictionary of Turkey (الطبعة Fourth). Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5381-0224-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ OECD Territorial Reviews: Istanbul, Turkey. Policy Briefs. The Organisation for Economic Co-operation and Development. March 2008. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-64-04383-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Forum of Constantine". www.byzantium1200.com. د لاسرسينېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Istanbul". britannica.com. Encyclopædia Britannica. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Room 2006, p. 177
- ↑ Georgacas 1947, p. 352ff.
- ↑ Necipoğlu 2010, p. 262
- ↑ Necdet Sakaoğlu (1993/94a): "İstanbul'un adları" ["The names of Istanbul"]. In: Dünden bugüne İstanbul ansiklopedisi, ed. Türkiye Kültür Bakanlığı, Istanbul.
- ↑ Grosvenor, Edwin Augustus (1895). Constantinople. Vol. 1: Roberts Brothers. د کتاب پاڼې 69. د لاسرسينېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link) - ↑ Finkel 2005, pp. 57, 383
- ↑ Göksel & Kerslake 2005, p. 27
- ↑ Keyder 1999, p. 95
- ↑ Rainsford, Sarah (2009-01-10). "Istanbul's ancient past unearthed". www.bbc.com. BBC. د لاسرسينېټه ۲۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Algan, O.; Yalçın, M.N.K.; Özdoğan, M.; Yılmaz, Y.C.; Sarı, E.; Kırcı-Elmas, E.; Yılmaz, İ.; Bulkan, Ö. et al. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Holocene coastal change in the ancient harbor of Yenikapı–İstanbul and its impact on cultural history"]. Quaternary Research 76 (1): 30. doi:10.1016/j.yqres.2011.04.002. Bibcode: 2011QuRes..76...30A.
- ↑ "Bu keşif tarihi değiştirir". hurriyet.com.tr. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Marmaray kazılarında tarih gün ışığına çıktı". fotogaleri.hurriyet.com.tr. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Cultural Details of Istanbul". Republic of Turkey, Minister of Culture and Tourism. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسينېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Janin, Raymond (1964). Constantinople byzantine. Paris: Institut Français d'Études Byzantines. د کتاب پاڼي 10ff. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pliny the Elder, book IV, chapter XI:
"On leaving the Dardanelles we come to the Bay of Casthenes, ... and the promontory of the Golden Horn, on which is the town of Byzantium, a free state, formerly called Lygos; it is 711 miles from Durazzo, ..."". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسينېټه ۲۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Istanbul". britannica.com. Encyclopædia Britannica. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bloom & Blair 2009, p. 1
- ↑ Çelik 1993, p. 11
- ↑ De Souza 2003, p. 88
- ↑ Freely 1996, p. 20
- ↑ Freely 1996, p. 22
- ↑ Grant 1996, pp. 8–10
- ↑ Limberis 1994, pp. 11–12
- Pages with script errors
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- CS1 maint: location
- د انځور خرابه اندازه
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1376
- د خاصيت کارولو پاڼې P2046
- د خاصيت کارولو پاڼې P281
- جيو کوډونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- مدينة توأم من ويكي بيانات
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- صفحات تستخدم قالب:معلومات مستوطنة مع وسائط غير معروفة
- ترکیه
- استانبول