کيميا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Chemistry is the science concerned with the composition, structure, and properties of matter, as well as the changes it undergoes during chemical reactions.
کيميا د کيميايي مرکباتو او له يو بل سره د انرژي د خپلمنځي تعاملاتو او تړنگونو زده کړه ده

کيميا کېمد مصر نه راوتلی نوم (الکېمي) چې د ځمکې مانا لري د پوهنې په ډگر کې هاغه پوهنه ده چې د څيزونو (مادو) ټولټال، جوړښتي او څېريز بدلونونه او توپيرونه رانغاړي. کيميا ته فيزيکل ساينس يا پږنيزه پوهه هم وايي کوم چې دبېلابېلو اټمي، ماليکيولي، او کرسټالي زده کړو برسېره د شاوخوا ماتو يا دخورو ورو څيزونو (مادو) يوځای کولو او يا بېلولو پوهنې پورې هم اړه لري، کوم چې بيا د يو غونډاليزې انرژۍ ترکيب راپنځوي، کیمیا د فیزیکي پوهنې سره تړاو لري چې د ډول ډول اټومونو، مالیکیولونو، کرسټالیاتو او د نوروڅيزونو(مادو) د راغونډو که په خپل ځان کې تجریدي يا سره يوځای کېدو زده کړه وي هم يو پر بل کې سره د انرژۍ او اېنټروپي انټروپي ((د تودوخې غیر ارادي حالت) (د هاغې انرژۍ زېږېدنه چې له وجې ېې په تدریجي توگه اوبتیا(ویلول) يا تودوخه رامنځ ته کوي))چې د spontaneity (خپل ځاني تودوخه يا انرژي چې پرته د کومې محرکې وسیلې نه په ځان کې ولري ) په اړیکوسره د يوې کمیاوي عملیې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي. دننه په کیميا کې د مادو د زده کړې يا د کیمیا د بل اړخ د زده کړې لپاره يو دودیزه په څانگو او گروپونو کې د وېش منظم ترتیب شته. په دې کې دغيرعضوي کيمياچې دغيرعضوي غیر ژواندو (غیر جسمي) زده کړې په شمول د عضوي کيميا د عضوي (جسمي، د ژواندي) په هکله د زده کړو، د ژونکيميا چې د substances تومنې(مادې،جسم، بنسټيز جوهر) زده کړې کوم چې په biological organisms کې موندل کېږي شاملې زده کړې دي. فيزيکي کيميا د انرژي په تړاو په پراخې کیميايي سیسټم پورې اړوندې زده کړې چې په مالیکیولي او دننه لا ورپسې د نورو مالیکیولونو په کچو پورې اړه لري.همداسې شننيزه کيمياياتجزيوي کيميا د مادو د نمونو شننه کوي،چې ترڅو د chemical composition (د کیمیايي تړنگونو (مرکباتو)) او د ترکیب په پوهې کې مو مالومات ډېر شي. ډېر خاص(ځانگړي) ډسپلینونه په همدې نژدو کلونو کې راپورته شوي دي، ل.خ (لدې اړخه) نیوروکېمسټري neurochemistry کوم چې د ماغزو په هکله کیمیايي زده کړې دي.

لنډه کتنه

کیمیا د کيميايي توکو د خپلمنځي تعاملاتو د زده کړې يو ساینسي ډگر دی چې د اټومونو يا د اټوم نه په ټيټه کچه پرتو ذراتو لکه، اېلېکټرانونو، پروټانونو او نيوټرانونو د رامېنځ ته شوو جوړښتونو په اړه بحث کوي. اټومونه چې يوځای شي مالیکیولونه يا کرسټالونه پنځوي. کیمیا ته اکثراً "مرکزي ساینس" وايي، دا ځکه چې د ساینس نورې زده کړې لکه ستورپېژندنه، پږنپوهنه (فزیکد توکو ساینس، ژونپوهنه، او ځمکپېژندنه د کيميا د ونډې نه بې برخې نه ده. د کیمیا د آر لومړنی څرک په لرغوني پېر کې د منځنۍ اسیا په سيمه پورې اړونده دی. چې د همدغې سيمې د اوسيدونکو لخوا د هغوی په ژبه منصوبه شوه او دغې پوهنې ته د الکېمي نوم ورکړ شو. چې تر اوسه پورې په همدې علمي زده کړې زر کاله تېر شوي دي.

په عامه توگه موږ د يو شي له جوړښت نه او د مادې د خوصوصیاتو څخه په ښکېلې متقابلي عمل کار اخلو او وینو چې دا د کمیاوي اجسامو،تومنو، په ښکېل عمل پورې اړه پیدا کوي. د بېلگې په توگه.، پولاد د وسپنې څخه کلک دی، دا ځکه چې د پولاد اټومونه په ډېرکلکه توگه لکه د crystalline lattice يو بل کې سره راټول شوي دي. لرگي اور اخلي او ډېر ژر د oxidation (اکسیډشن په يوې مادې کې د الیکټران کمزوري کېدو او له منځه تلو ته وايي) پړاو پرمخ ځي، دا هم ځکه چې کولی شي په کیمیاوي بدلون کې د اکسیجن سره د يوې معینې تودوخې پر بنسټ بې اختیاره عمل ترسره کړي. شکره او مالکه په اوبو کې حل کېږي دا ځکه چې د هغوی مالیکیولي برقي خصوصیات داسې دي چې په محدوده راگېر حالت کې د حل جوگه کېدی شي. په کیمیا کې د تبدیلیو په اړه چې ولولو نو پايله ېې دا راوځي چې يا خو د کیمیايی اجسامو ترمنځ د غبرگې ښکېلتیا (interaction) له کبله رد مل بدلون رامنځته کېږي او یا هم د مادې او د انرژۍ په منځ کې داسې پېښېږي. د کیمیا په دودیزې طریقې سره د مادو، تومنې، کیمیاوي اجسامو ترمنځ د غبرگ ښکېلتابه دخل ښکاري. د کیمیا په لابراطوار کې راز راز ښيښه ایز اوزار کارېږي.

کیمیاوي تعاملات د کیمیاوي اجسامو، تومنو، په نورو تومنو، مادو يا کیمیایی اجسامو باندې اوښتلو ته وايي. دا په يوې کیمیاوي معادله کې په نښيزو څېرو کې انځورېږي. په يوې معادلې کې د اټومي نمرو ښي اړخ او کیڼ اړخ د کیمیاوي اوښتون لپاره اکثراً يو برابر وي. د کیمياوي تعاملاتوطبعي حالت، يوه تومنه، ماده، کېدی شي چې يوه ندازه مرحله ووهي، او د کومې انرژۍ په اساسي بدلون چې کېدی شي د ځينو معینوقانونونوپه درشل کې په ټينگارسره بدرگه شي همدې ته کیمياوي قانونونه وايي.

په کیمیاوي متالعاتو کې د انرژيEnergy اواېنټروپي په پام کې نیول هر وخت اړین وي. کیمیاوي اجسام د هغوی د جوړښتي حالت، مرحلواو کیمیاوي مرکباتو په اساس ټولگیز بېلېږي. ددغو شننه د کیمیاوي شننې chemical analysis په اوزارو لکه سپکټروسکاپيspectroscopy، او کروماټوگرافي chromatography باندې ېې شننه کېدی شي.

کیمیا د ساینس پوهنې يوه پوره ټولگه ایزه اړخ دی، يو عام نصاب په منځنۍ لېسه کې او په لومړي سرد پوهنځي په زده کړه کې. په دغه ترڅ کې ډېر ځله د عامې کیمیا زده کړې په توگه يادېږي کوم چې په پراخه کچه لومړني، بنسټيز مالومات زده کوونکو ته ورکوي، دې سره زده کوونکي د ماهرې پوهې لپاره چمتو کوي چېرته چې بیا راتلونکي کې د لا مخته اړوندې پوهې په وده کې مرسته ورسره کوي. همداسې کیمیا د کیمیا په نورو برخو کې هم بیخي اړینه زده کړه ده ساینسپوهان چې د کیمیا په برخه کې پلټنې کوي او کیمیا سره اخته دي،کیمسټ يا کیمیا پوهان بلل کېږي. ډېری کیمیا پوهان د کیمیا په يوې يا څو برخو کې زده کړې او تخصص ترلاسه کوي.

تاريخ

کينډۍ:دا هم وگورۍ

څلور زره کاله مخکې مصریان د کمیا په هنري اړخ يانې مصنوي لمدې کیمیا په ډگر کې ترټولو لومړني قدم ايښودونکي و. ۱۰۰۰ کاله مخکې د زېږدي څخه لرغونو تمدونونو د کمیا په ډگرکې له داسې تخنیکونو څخه کار واخیست چې د راز رازو کیماوي بنسټونو چوکاټ گڼل کیږي. پدغو کې : د وسپنه لرونکوکاڼو څخه وسپنه جلاکول، د کلالي هنرپه وجه د خټو توکي جوړول او رنگونه ورکول، د اوربشو خوسا کول اوترې بير او شراب جوړول، د انځورگرۍ لپاره او ښځينه و سینگار لپاره پاخه ډول ډول رنگونه، توکي جوړول، له بوټو څخه کیمیاوي توکي د درملو جوړولو او عطرونو لپاره را ايستل، د پوڅې (پنیر) ډولونه جوړول، ابلکه ټوټه جوړول، د څرمن خړول يا رنگ وربدلول، د غوړو اړول صابن باندې، د ښيښې جوړول، او د فلز څخه ژېړ جوړول يادېږي.

د کیمیا آر په پراخه توگه د تودولو او سوځولو ځليزې پورې اړه لري کوم چې د( Metallergy) د وسپنې په کاراچولو کې ښکاري (د کاڼو او خاورې څخه وسپنې بېلولو هنر ته او د سوځولو، اوبه ولو هنر ته هم وايي (د هند لرغوني وسپنې پورې اړونده ترکیبونو ته اشاره ده)). د طلا ( سروزرو) په لالچ سراښ کې خلکو د سوچه توب رمز پیدا کړ. که څه هم چې نوموړي چلندلارې د پوهېدو نه وې. تر ډېره د اړونې بدلونې لار ښکارېده نسبتاً د سوچه توب طریقې ته . ډېرو علماو په هماغه لرغوني وخت کې داسې وپتيېله چې معقوله ېې دا ده چې چلندلار د فلز څخه سروزرو ته د اوړون اسانه او ارزانه وسیله گڼل کېږي . همدغې د الکېمي (کیميا) لومړنيو پنځونو ته لار پرانیسته او د کانونو څخه د فلزاتو کاڼي راوېستلو او هغه په سروزرو بدلولو چې ښايي د يوازې لمسولو سره ېې د بدلون چلندلار راوتلي وي غبرگه کړه.

لکه څنگه چې د ٫٫ دي ريروم ناتورا ٬٬ (د څيزونو طبيعيت ) لیکي څخه څرگنده ده د يونان د اټوم پلټنو نېټه ۴۴۰ مخزېږدي ته رسېږي . دا د روم د لوکرېتوس لخوا په ۵۰ مخزېږدي کې لیکل شوی. د سوچتابه متوډونود وخت لرغونې پرمختيايي لارې چارې ېې پکې تشريح کړي دي دا د پلني دي الډر لخوا پخپل اثر ناتورا لیس هيستوریه کې راغلي دي.

ازمويښتي طرحه ېې په لاندې ډول ده :

  1. مصري الکیمیا (کیميا) (له ۴۰۰ مخزېږدي ـ ۳،۰۰۰ مخزېږدي پورې) د لرغوني پېر ٫٫ عناصر٬٬ او تيوري گانې پکې مسجمه شوي لکه د (اوگدود ).
  2. يوناني الکېمي ( ۳۳۲ مخزېږدي ــ ۶۴۲ مخزېږدي پورې) د يونان باچا سکند اعظم مصر اشغال کړ او الکسنډريا ښار بنسټ ېې کېښود. د نړۍ تر ټولو غټ کتابتون ېې ترلاسه کړ، چېرته چې علما او هوښياره بنیادمان د زده کړو او متالعاتو لپاره راټولېدل.
  3. عربي الکیمې (د کیمیا پير) ( ۶۴۲ وروسته د زېږدي ــ ۱۲۰۰ ) د مصر مسلمانانو ولکې (په ځانگړي توگه په الکسانډريا باندې ). دالهېثم او جابر بن حیان لخوا د کيمیا په ساینسي پرمختللي ډگرکې يو لوی پاڅون رامنځته شو.
  4. د پوهنځي کور ( بیت الحکمهّ : عربي) (الاندلس : عربي)، سکندريه د نړۍ ترټولو پرمخ تللې ټولنه روزنتون وگڼل شو. کوم ځای چې د نړۍ ټول ساینسپوهان راټول او سره ېې د پرمختگ لپاره په ارامه فضا کې پرته د توکمي توپيره لاسته راوړنې پیل کړې. د کیمیا همدا پیر د سروزرو اسلامي پیر ونومول شو.
  5. جابر بن حیان، يوسف الکندي، الرازي، البېروني او ابن الهېثم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ او همدوی د کیميا په ډگر کې وتلې څېرې او قابو ساینسپوهان يادېږي. همدوی کیميا ته پرمختگ راوست او د کیمیا د پوهې پولې ېې وغځوې تجربات ېې وکړل.
  6. اروپايي الکېمي (د اروپا د کیميا ډگر ) ( ۱۳۰۰ زېږدي نه اوسمهال) سيډو جیبر، له عربي کیميا تیوري څخه اغېزمن شوی.
    • کیمیا (۱۶۶۱) بوايل خپل کلاسیکه د کیمیا رساله ( شکمن کیمیاپوه) ولیکله.
    • کیمیا (۱۷۸۷) ٫٫ له واسیر٬٬ خپله (د کیمیا کلاسیکه عناصر) رساله ولیکه
    • کیمیا (۱۸۰۳) ډالټن خپله (اټمي تيوري ) خپره کړه.

د کیمیا لرغوني مخکښه پېلامگران او د نن ورځې د ساینس د نوې تيوري بنسټيز لارښودگران د منځيني پیر اعراب او د پارس علما و. دوی په ډېره جوته توگه څارلیدنې (Observations)او قابوکیمیاوي تجربې ېې د کیمیا په ډگر کې مونږ ته راوپېژندلې او د کیميا گڼ شمېر طبعي اجسام اوعناصر ېې راپیدا کړل. کيمیا د ساینس (پوهنې) په توگه مسلمانانو وپنځوله : په همدې کې تر کومه ځایه چې مونږ پوهېږود يونان برخه په تخنیکي تجربو(انډسټري) پورې محدوده وه او همدارنگه مبهمو فکري تیورۍ (هايپاتسس) باندې محدود و. د رومیانو ٫٫ سارسن ٬٬ خلکو په ډېره جوته څارلید (Observation)، د سمو قابو تجربو او د هغوپه سمه او احتیاطه توگه کښلو (ثبتولو) کړنچارې راوپېژندلې. دوی د ٫٫ الانبق ٬٬ کیمیاوي شننيز نه شمېرونکي توکي راپیدا کړل او وې نومول، همدا رنگه ېې lapidaries)) ـ (په قیمتي کاڼو اړونده ) جوړ کړل، د القلي او سوځوبي (اسیدو) تر منځ توپير ېې څرگند کړ، د دواړو القلي او سوځوبي ترمنځ ېې د ورته والي نه ورته والي څېړنه وکړه، په سل هاو درمل ېې مطالعه او جوړ کړل. الکېمي چې مسلمانانو ته له مصر څخه په میراث پاتې ده، وروسته د زرو شاوخوا موندونکو پېښوڅخه ددوی برخه ورگړندۍ شوه او ددوی کړنچاره (متوډ) کومه چې د منځيني پېر تر ټولو پوهنيزه ساینسي عمليې کړنې دي

The genesis of chemistry can be traced to the widely observed phenomenon of burning that led to metallurgy- the art and science of processing ores to get metals (e.g. metallurgy in ancient India). The greed for gold led to the discovery of the process for its purification, even though, the underlying principles were not well understood—it was thought to be a transformation rather than purification. Many scholars in those days thought it reasonable to believe that there exist means for transforming cheaper (base) metals into gold. This gave way to alchemy, and the search for the Philosopher's Stone, which was believed to bring about such a transformation by mere touch.[1]

Some consider medieval Muslims to be the earliest chemists, who introduced precise observation and controlled experimentation into the field, and discovered numerous chemical substances.[2] The most influential Muslim chemists were Geber (d. 815), al-Kindi (d. 873), al-Razi (d. 925), and al-Biruni (d. 1048).[3] The works of Geber became more widely known in Europe through Latin translations by a pseudo-Geber in 14th century Spain, who also wrote some of his own books under the pen name "Geber". The contribution of Indian alchemists and metallurgists in the development of chemistry was also quite significant.[4]

The emergence of chemistry in Europe was primarily due to the recurrent incidence of the plague and blights there during the so called Dark Ages. This gave rise to a need for medicines. It was thought that there exists a universal medicine called the Elixir of Life that can cure all diseases, but like the Philosopher's Stone, it was never found.

For some practitioners, alchemy was an intellectual pursuit, over time, they got better at it. Paracelsus (1493-1541), for example, rejected the 4-elemental theory and with only a vague understanding of his chemicals and medicines, formed a hybrid of alchemy and science in what was to be called iatrochemistry. Similarly, the influences of philosophers such as Sir Francis Bacon (1561-1626) and René Descartes (1596-1650), who demanded more rigor in mathematics and in removing bias from scientific observations, led to a scientific revolution. In chemistry, this began with Robert Boyle (1627-1691), who came up with an equations known as the Boyle's Law about the characteristics of gaseous state.[5] Chemistry indeed came of age when Antoine Lavoisier (1743-1794), developed the theory of Conservation of mass in 1783; and the development of the Atomic Theory by John Dalton around 1800. The Law of Conservation of Mass resulted in the reformulation of chemistry based on this law and the oxygen theory of combustion, which was largely based on the work of Lavoisier. Lavoisier's fundamental contributions to chemistry were a result of a conscious effort to fit all experiments into the framework of a single theory. He established the consistent use of the chemical balance, used oxygen to overthrow the phlogiston theory, and developed a new system of chemical nomenclature and made contribution to the modern metric system. Lavoisier also worked to translate the archaic and technical language of chemistry into something that could be easily understood by the largely uneducated masses, leading to an increased public interest in chemistry. All these advances in chemistry led to what is usually called the chemical revolution. The contributions of Lavoisier led to what is now called modern chemistry - the chemistry that is studied in educational institutions all over the world. It is because of these and other contribtuions that Antoine Lavoisier is often celebrated as the "Father of Modern Chemistry". The later discovery of Friedrich Wöhler that many natural substances, organic compounds, can indeed be synthesized in a chemistry laboratory also helped the modern chemistry to mature from its infancy.

The discoveries of the chemical elements has a long history from the days of alchemy and culminating in the creation of the periodic table of the chemical elements by Dmitri Mendeleev (1834-1907)[6] and later discoveries of some synthetic elements.

آرپوهه

پېژند

د وخت په تېرېدو سره په تېرو کلونو کې د نويو پنځونو او څېړنو په مټ د کيميا په تشريح کې هم توپیر راغی او د همدې برخې په پوهنه کې تېزوالی رامنځته شو. لاندې د نومياليو کيمياپوهانو لخوا د کيميا راز راز معياري تشريحات رابرسېره کېږي.

  1. الکېمي (۳۳۰) : د اوبلنتوکو په هکله زده کړې، خوځېدل، ودې، ملتيا، غير ملتيا، د بدن څخه د جوهر کښنه او بيا ېې پخپله بدن سره تړنه. (زوسيموس) [7]
  2. کیمیا (۱۶۶۱) : د څيزونو يا مادو سره د گډولو قانونونو سکالو. (بوايل) [8]
  3. کیمیا (۱۶۶۳) : يو ساينسي هنر چې څوک ېې د دوه و اجسامو تر منځ د حلېدو زده کړه ترې اخلي، او له هغه ټولگې څخه بيا د راز رازو توکو وېستنه، بيا سره گډوونه او تر بشپړه، پوره حده پورې ېې سمبالښت روان وي. (گلاسر).[9]
  4. کیمیا (۱۷۳۰) : د داسې قوانينو مجمع چې له مخې ېې د حلولو گډو اجماع هنر گڼل کېږي. او له هماغه تگلارو قوانينو څخه يو بل توکی پنځول کېږي. (سټاهل).[10]
  5. کیمیا (۱۸۳۷) : هاغه پوهه يا ساينس چې د ماليکيولو د قوانينو، اغېزو د سېک په هکله څرخي. (ډوماس).[11]
  6. کیمیا (۱۹۴۷) : د توکو ساينس : د جوړښت، ځانتيا د رد عمل له مخې ېې چې په بل توکي واوړي او بل توکی ترې جوړ شي. (پاولنگ) [12]
  7. کیمیا (۱۹۹۸) : د څيزونو (مادې) زده کړو ته وايي چې له مخې ېې نورو بدلونونو خوا ته ورکاږي. (چنگ) [13]

بنسټيز اصول

اټوم

اټوم د کيميا بنسټيز يوون (واحد) دی. ددغه منځی د مثبتو چارجي ځانتياو لرونکی دی.کوم کې چې بیا پروټانونه، او نيوټرانونه شتون لري، همدې سره څه شمېر الکټرانونه د مثبتو چارجي ځانتياو د انډول د برابرۍ په موخه په نيوکلس (منځي) کې شتون لري.اټوم تر ټولو هغه وړوکې ذره، واحد هم دی چې د عنصر ځينې کیمياوي ځانتياوې له ځان سره لري.لکه د بېلگې په توگه : الکټرونگټيويټي، آيونايزېشن پوټنشل، د اور اخیستو (آکسيډشن سټېټ) حالت، د عنصر د شمېرې د تنظیم، او د بانډز وړانديز شوي ډولونه کوم چې د وسپنيزې (مېټالک)، برقي (آيانېک)، چارج لرونکي، او کوويلنټ په بڼه کې وي

عنصر

تړنگ

شی

ماليکيول

مول

آيونونه او مالگه

بڼه

کيميايي تړ

کيميايي تعامل

انرژي

کيميايي قانونونه

د کيميا نورې څانگې

کيميايي صنعت

سرچينې

  1. Alchemy Timeline - Chemical Heritage Society
  2. Will Durant (1980), The Age of Faith (The Story of Civilization, Volume 4), p. 162-186, Simon & Schuster, ISBN 0-671-01200-2:
    "Chemistry as a science was almost created by the Muslims; for in this field, where the Greeks (so far as we know) were confined to industrial experience and vague hypothesis, the Saracens introduced precise observation, controlled experiment, and careful records. They invented and named the alembic (al-anbiq), chemically analyzed innumerable substances, composed lapidaries, distinguished alkalis and acids, investigated their affinities, studied and manufactured hundreds of drugs. Alchemy, which the Muslims inherited from Egypt, contributed to chemistry by a thousand incidental discoveries, and by its method, which was the most scientific of all medieval operations."
  3. Dr. K. Ajram (1992), Miracle of Islamic Science, Appendix B, Knowledge House Publishers, ISBN 0-911119-43-4.
    "Humboldt regards the Muslims as the founders of chemistry."
  4. Will Durant (1935): Our Oriental Heritage: Simon & Schuster:
    "Something has been said about the chemical excellence of cast iron in ancient India, and about the high industrial development of the Gupta times, when India was looked to, even by Imperial Rome, as the most skilled of the nations in such chemical industries as dyeing, tanning, soap-making, glass and cement... By the sixth century the Hindus were far ahead of Europe in industrial chemistry; they were masters of calcinations, distillation, sublimation, steaming, fixation, the production of light without heat, the mixing of anesthetic and soporific powders, and the preparation of metallic salts, compounds and alloys. The tempering of steel was brought in ancient India to a perfection unknown in Europe till our own times; King Porus is said to have selected, as a specially valuable gift from Alexander, not gold or silver, but thirty pounds of steel. The Moslems took much of this Hindu chemical science and industry to the Near East and Europe; the secret of manufacturing "Damascus" blades, for example, was taken by the Arabs from the Persians, and by the Persians from India.""
  5. BBC - History - Robert Boyle (1627 - 1691)
  6. Timeline of Element Discovery - About.com
  7. Strathern, P. (2000). Mendeleyev’s Dream – the Quest for the Elements. New York: Berkley Books.
  8. Boyle, Robert (1661). The Sceptical Chymist. New York: Dover Publications, Inc. (reprint). ISBN 0486428257. 
  9. Glaser, Christopher (1663). Traite de la chymie. Paris.  as found in: Kim, Mi Gyung (2003). Affinity, That Elusive Dream - A Genealogy of the Chemical Revolution. The MIT Press. ISBN 0-262-11273-6. 
  10. Stahl, George, E. (1730). Philosophical Principles of Universal Chemistry. London. 
  11. Dumas, J. B. (1837). 'Affinite' (lecture notes), vii, pg 4. “Statique chimique”, Paris: Academie des Sciences
  12. Pauling, Linus (1947). General Chemistry. Dover Publications, Inc.. ISBN 0486656225. 
  13. Chang, Raymond (1998). Chemistry, 6th Ed.. New York: McGraw Hill. ISBN 0-07-115221-0. 

نورې لوستنې

نامتو ليکنې

بنسټيزه درسي کتابونه

  • Chang, Raymond. Chemistry 6th ed. Boston: James M. Smith, 1998. ISBN 0-07-115221-0.
  • Atkins, P.W., Overton, T., Rourke, J., Weller, M. and Armstrong, F. Shriver and Atkins inorganic chemistry (4th edition) 2006 (Oxford University Press) ISBN 0-19-926463-5
  • Clayden, J., Greeves, N., Warren, S., Wothers, P. Organic Chemistry 2000 (Oxford University Press) ISBN 0-19-850346-6
  • Voet and Voet Biochemistry (Wiley) ISBN 0-471-58651-X

Advanced undergraduate-level or graduate text books

  • Atkins, P.W. Physical Chemistry (Oxford University Press) ISBN 0-19-879285-9
  • Atkins, P.W. et al. Molecular Quantum Mechanics (Oxford University Press)
  • McWeeny, R. Coulson's Valence (Oxford Science Publications) ISBN 0-19-855144-4
  • Pauling, L. The Nature of the chemical bond (Cornell University Press) ISBN 0-8014-0333-2
  • Pauling, L., and Wilson, E. B. Introduction to Quantum Mechanics with Applications to Chemistry (Dover Publications) ISBN 0-486-64871-0
  • Stephenson, G. Mathematical Methods for Science Students (Longman)ISBN 0-582-44416-0
  • Smart and Moore Solid State Chemistry: An Introduction (Chapman and Hall) ISBN 0-412-40040-5

څانگييزې ټولنې

باندنۍ تړنې