ژونکيميا

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
وهلر د يوريا د جوړښت کتنه کوي.

ژونکيميا په ژونديو اورگانيزمونو کې د کيميايي کړنو د شننو او څېړنو زده کړې ته وايي.[1] همدا نوم د ژوند او کيميا د وييونو يو تړنگنوم دی. ژونکيميا ته په انگرېزي ژبه بايوکېمېسټري يا "biochemistry" وايي. د انگريزي ژبې همدا نوم خپل آر له يواني لغت βιοχημεία biochēmeia, چې مانا يې ده "د ژوندانه کيميا" څخه اخيستې.[2] د پوهې همدا ډگر د سلولي توکيو د جوړښت او کړنو سره سروکار لري، د ساري په توگه پروټينونه، کاربوهايډرېټ، هشمي توکي، هستوي اسيدونه او ډېر نور ژونماليکيولونه. د کيميايي ژونپوهنې موخه دا ده چې د ژونکيميا په ډگر کې راپورته شويو پوښتنو ته د هغه پرمختللي اوزارونو په مرسته چې په کيميايي جوړښتونو کې دي، ځواب ووايي.

که څه هم چې داسې گڼ شمېر ژونماليکيولونه شته، چې ډېری يې پېچلي او لوی ماليکيولونه دي (پوليمر بلل کېږي) چې د يو شان پر له پسې يوونونو څخه جوړ شوي (مونومر بلل کېږي). د ژونماليکيولونو هر پوليمريز ټولگی د يو ډول بېلابېلو يوونونو يو سيټ لري. د ساري په توگه، يو پروټين يو داسې پوليمر دی چې له ۲۰ او يا هم ډېرو امينو اسيدونو څخه جوړ شوی. ژونکيميا د اهمو ژونماليکيولونو لکه پروټينونه، په ځانگړي توگه د اينزايمونو د کټلايز شوي تعاملونو، د کيميايي ځانتياوو په اړه يوه څېړنه او د زده کړې ارت ډگر دی.

د سلولي ميټابوليزم او اېنډوکراين غونډال ژونکيميا په پراخه کچه سپړل شوې. د ژونکيميا په نورو برخو کې د ژنيټيک کوډونو (ډي ان اې، آر ان اېد پروټينو جوړښت، سل مېمبرېن لېږد, او د لېږدنده سېگنالونو زده کړې شاملې دي.


سرچينې