ډي ان اې

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د ډي ان اې د يوې برخې جوړښت.

ډي آکسي رابونيوکليک اسيد (په انګرېزي: DeoxyriboNucleic Acid) يو ډول نيوکليک اسيد دی چې د ژوندي اورګانيزمونو د کړنو، دندو او ودې جنيټيکي لارښوونې په ځان کې لري. د ځينو ويروسونو او د آر ان اې د جينومونو په استثنا، نور ټول ژوندي د ډي ان اې نه برخمن دي. په ژونکو (سلولونو) کې د ډي ان اې اهمه دنده د اوږدمهالو جنيټيکي مالوماتو زېرمه کول دي. په ډي ان اې کې شته جنيټيکي عملي لارښوونې، په ژونکو کې د پروټينونو او د آر ان اې د ماليکيولونو په جوړولو کې کارېږي. د ډي ان اې هغه برخې چې د ځان سره جنيټيکي مالومات لېږدوي د جين په نامه يادېږي، خو د ډي ان اې ځينې نورې کړۍ، د جوړېدو او رغولو په مقصد کارېږي او يا هم دا سلسلې د جنيټيکي مالوماتو په څرګندولو او منظم کولو کې ښکېل دي. د کيميايي جوړښت له مخې ډي ان اې له دوؤ اوږدؤ پوليميري ريتاړو، چې جوړښتي يوونونه (واحدونه) يې نيوکليوټايډونه دي جوړه شوې. د ډي ان اې همدا پوليمري ريتاړې د يو ډول کيميايي شمزۍ چې د قندونو او فاسفېټونو د ډلو نه جوړه ده سره يوځای نښلوي. د ډي ان اې دا دوه ريتاړې يو بل ته په موازي ډول پرتې دي. د ډي ان اې شمزۍ په ځان کې څلور ډوله ماليکيولونه لري چې د بېزونو په نامه يادېږي او دا د همدغو څلورو بېزونو د تسلسل سبب دی چې جنيټيکي مالومات د کوډونو په توګه خوندي پراته دي. د ډي ان اې تر ټولو لويه دنده د جنيټيکي کوډونو په کارولو سره د امينو اسيدو د لړۍ نه د پروټينو جوړېدنه ده.

په ايوکاريوټونو کې لکه ژوي او بوټي، ډي ان اې د ژونکو په هستو کې وي، خو په پروکاريوټونو کې لکه باکټريا، ډي ان اې د ژونکو په سايټوپلازم کې موندل کېږي. انزايمونو ته ناورته، ډي ان اې په ماليکيولونو مستقيمه اغېزه نه لري، بلکه د بېلابېلو انزايمونه کړنې ډي ان اې اغېزمن کوي، او د نورو ډي ان اې په جوړولو کې، د ډي ان اې په ريپلېکېشن يا تکرار او يا هم د پروټيونو په ټرانسکرايب يا مخليکنې کې د ډي ان اې مالومات کاپي کوي. په کروموزومونو کې، کروماټيني پروټين لکه هېسټونونه، ډي ان اې سره راټولوي او منظموي يې. همدا شان په هستې کې دننه، کروموزومونه د نورو پروټينو سره، د خپلمنځي تعاملاتو په کنټرول کې مرسته کوي.

ډي ان اې يو اوږد پوليمير دی چې ساده يوونونه (واحدونه) يې د نيوکليوټايډ په نامه يادېږي. دا پوليميري لړۍ د قندونو او فاسفېټو د ډلو نه جوړه شوې شمزۍ په مرسته سره يوځای نښتې. همدا شمزۍ په ځان کې څلور ډوله ماليکيولونه لري چې د بېزونو په نامه يادېږي او دا د همدغو څلورو بېزونو لړۍ (سلسله) ده چې جنيټيکي مالومات د کوډونو په بڼه اړوي. د ډي ان اې تر ټولو لوی کار د جنېټيکي کوډ په کارولو سره، د امينو اسيدو د سځرزيو د لړۍ نه د بېلابېلو پروټينونو جوړول دي. د جنيټيکي کوډ د لوستلو لپاره، سلولونه د ډي ان آې د ريتاړې کاپي په هستوي اسيد آر ان اې کې جوړوي. د آر ان اې همدا کاپي شوې بڼې بيا د پروټينونو په جوړېدنه کې کارېږي، خو د دوی نه په مستقيمه توګه د رايبوسومونو يا سپلايسوزومونو د برخې په توګه هم کار اخيستل کېږي.







سرچینې