امينو اسيد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فېنيل آلانين د معياري امينو اسيدونو څخه يو امينو اسيد دی.

په کيميا کې امينو اسيد يو داسې ماليکيول دی کوم چې هم اماين او هم کاربوآکسيل کړنډله په ځان کې لري. په ژونکيميا کې همدا اصطلاح د الفا-امينو اسيدونو لور ته اشاره کوي او عام فورمول يې H2NCHRCOOH, دی په همدغه فورمول کې R يو عضوي ماده ده.[۱] په الفا-امينو اسيدونو کې د امينو او کاربوآکسيلات گروپونه په يوه کاربون پورې سره تړلي دي، چې دې ته α–کاربون وايي. بېلابېل الفا-امينو اسيدونه د يو بل نه د خپل اړخي زنځير (R گروپ) کې چې د الفا کاربون سره تړلی وي، سره توپير لري. دا اسيدونه په جسامت کې هم توپير لري، لکه په گلايسين کې چې يو هايډروجن اټوم لري، آلانين چې د ميتايل گروپ په ځان کې لري او تر ټرېپټروفان پورې چې يو لوی هېټروسايکلېک گروپ لري.

سره له دې چې په هر ډول ژونديو کې امينو اسيدونه موندل کېږي، ډېر نور داسې غېر-طبيعي امينو اسيدونه هم شته چې ډېر گټور او اهم دي. او د دغو ښه بېلگه د چېلاتنگ اجنټونو EDTA او نيټريلواسېټيک اسيدونه دي چې دا دواړه د هغه الفا-امينو اسيدونو په کتار کې راځي کوم چې په صنعتي ډول په فابريکو کې جوړېږي (کله ناکله د طبيعي امينو اسيدونو نه هم لاس ته راځي).

کتنه

الفا-امينو اسيدونه د پروټينونو د جوړولو بنسټيزه توکي دي. يو پروټين د امينو اسيدونو د راغونډېدلو په پايله کې هغه وخت جوړېږي کله چې امينو اسيدونه د يو ځای کېدو وروسته يوه ځنځيري کړۍ جوړوي چې همدا کړۍ د پېپټايډ بانډونو په مرسته د يو بل سره تړل کېږي. پروټينونه د امينو اسيدونو د پاتې شوونکو له پرله پسې بې مثالو سلسلو له مخې څرگندېږي. همدا پرله پسې تسلسل د پروټينونو لومړنی جوړښت دی. لکه څنگه چې جوته ده چې د بېلابېلو ابېڅو د سره يوځای کولو په مرسته يو گڼ شمېر وييکي لاس ته راځي، همداراز کله چې امينو اسيدونه په بېلابېلو سلسلو کې سره يو ځای تړل کېږي نو دوی هم يو گڼ شمېر پروټينونه جوړوي.

د بدن سلولونه ۲۰ معياري امينو اسيدونه د پروټينو ژونجوړښت په پروسه کې کاروي، او دا ۲۰ امينو اسيدونه د عام جنيټيک کوډ له مخې ټاکل کېږي. همدا ۲۰ امينو اسيدونه د نورو ماليکيولونو څخه ژواکي-جوړښت مومي، خو دا جوړښت په اورگانيزمونو کې هم توپير لري او دا هر ځانگړي اورگانيزم پورې اړه لري چې کوم يو ډول امينو اسيد دوی جوړوي او کوم اسيدونه بايد د دوي د خواړو برخه وي. هغه امينو اسيدونه چې په يوه اورگانيزم کې نه جوړېږي او د هماغه اورگانيزم ژوند پرې تړلی دی، د اهم امينو اسيد په نامه يادېږي.

په پروټينو کې کړنې

يو polypeptide د امينو اسيدونو يو ځنځير دی.

امينو اسيدونه د پروټينو بنسټيزه جوړښتي يوونونه (واحدونه) دي. همدا اسيدونه لنډ پوليميري زنځيرونه جوړوي چې د پېپټايډونو په نامه يادېږي او يا همدا شان د پېپټايډونو اوږده زنځيري کړۍ هم جوړوي چې د پوليپېپټايډونو يا پروټينونو په نامه يادېږي. د پروټينونو ژونجوړښت (بيالوژيکي-جوړښت) ته چې د ام آر ان اې د کېنډيو په مرسته ترسره کېږي، د ټرانسلېشن يا ژباړې پروسه وايي او همدا پروسه د پروټينونو د جوړښت اهمه برخه ده. په دغه پروسه کې ۲۰ امينو اسيدونه د معياري جنيټيک کوډونو په مرسته په کوډونو کې سره راغونډېږي چې همدغو ته پروټينوجېنيک يا معياري امينو اسيدونه وايي. نور امينو اسيدونه چې په پروټينو کې موندل کېږي، اکثراً د ټرانسلېشن د پروسې وروسته د پوسټ ټرانزېشنل موډيفيکېشن د پروسې له لارې کوم چې د پروټينو په جوړښت کې يو بدلون دی رامېنځ ته کېږي. د پروټين د تنظيم يا عمل لپاره همدا موډيفيکېشنونه يا بدلونونه اهم گڼل کېږي؛ د ساري په توگه د گلوټامېټ کاربوآکسيلېشن د کلسيم د کېتاينونو د ښه تړنگ چاپېريال برابروي، او د پرولين هايډروآکسيلېشن د کولاجين د ثبات لپاره او د هايپوآکسيا يا د آکسيجن کمی ته په ځواب وييلو کې اهم گڼل کېږي. همداسې موډيفيکېشنونه د پروټينو د ځای او موقيعت په جوتولو کې هم مرسته کولای شي، د ساري په توگه د اوږدو اوب-کرکجنو ماليکيولي گروپونو ورگډېدنه پروټين دې ته اړ باسي چې د فوسفوليپېډ پردې پورې ځان وتړي.

په غېرپروټينو کې کړنې

همدا ۲۰ معياري امينو اسيدونه دي چې د پروټينو او ژونماليکيولونو په جوړېدنه کې کارېږي، او يا هم د يوريا او کاربون ډای آکسايډ د آکسيډايز کولو سره د انرژي د سرچينې په توگه کارېږي.[۲] د آکسيډېشن پروسه د ټرانسامينېس په مرسته د امينو گروپ په لرې کولو سره پېلېږي او په همدې توگه د امينو گروپ بيا د يوريا څرخ ته ورننوځي. کيټو اسيد د ټرانساميډېشن يو بل توليد دی کوم چې د سېټريک اسيد څرخ ته ورننوځي.[۳] گلوکوز-جوړونکي امينو اسيدونه د گلوکوزجوړېدنې د پروسې له مخې په گلوکوزو بدلېږي.[۴]

په طبيعت کې په سلگونو ډوله غېر پروټيني امينو اسيدونه موندل شوي او همدا امينو اسيدونه په ژونديو اورگانيزمونږ کې گڼ شمېر کړنې ترسره کوي. مايکرواورگانيزمونه او بوټي گڼ شمېر ناعامه امينو اسيدونه توليدوي. په ميکروبونو کې يې ښې بېلگې 2-امينوآيسوبوټيريک اسيد او لېنتيونين، کوم چې د آلانين ډايمر يو سلفايډي اړخ دی. همدا دواړه امينو اسيدونه په پېپټايډيک لانټيبايوټکسو لکه آلاميتاسينو کې موندل کېږي.[۵] خو په بله خوا په بوټو کې، 1-امينوسايکلوپروپېن-1-کاربوآکسېلېک اسيد یو وړوکی disubstituted څرخيزه امينو اسيد دی چې د بوټو د يو ډول هورمون ايتايلينو په جوړونه کې يو اهم منځگړی تړنگ دی.[۶]

په انسانانو کې، غېر پروټيني امينو اسيدونه هم ژواکپوهنيزه اهم رول لري. د ساري په توگه گلايسين، گاما-امينوبوټيريک اسيد او گلوټامېټ نيوروټرانسمېټرونه دي او گڼ شمېر نور امينو اسيدونه د ډېرو نورو ماليکيولونو په جوړښت کې هم کارېږي، د بېلگې په توگه:

همدا شان هايډروآکسيپرولين، هايډروآکسيليسين، او سرکوسين هم د بېلو ځانتياو سره د امينو اسيدونو تړنگتوکي دی. د تايرايډ هورمونونه هم د الفا امينو اسيدونو له ډلې څخه شمېرل کېږي.

ځينې امينو اسيدونه بيا په لکۍ داره ستورو، کې هم پېژندل شوي، په ځانگړې توگه يو ډول چې د کاربونلرونکي کونډرايټو په نامه يادېږي.[۷] د همدغو کتنو په سبب، ځينې په داسې اند دي چې کېدای شي د زمکې ته ژوند هم د يوې ناخاورينې سرچينې نه راغلی وي.

ټولگړی جوړښت

د الفا امينو اسيدونو (α-amino acid) يو ټولگړی کيميايي جوړښبېلگه چې د امينو گروپ يې کيڼ لور کې او د کاربوآکسيل گروپ يې ښي لور کې ښکاري.

دلته په کيڼ لور ورکړ شوي انځور کې R د امينو اسيدونو اړخي زنځير ښکاره کوي. هر يو امينو اسيد ځان ته يو ځانگړی اړخي زنځير لري. همدلته مرکزي کاربون اټوم د الفا کاربون يا Cα په نوم يادېږي او همدا کاربون يو مرکزي چېرال اټوم دی چې دوه پخښې او د R-ډله ورپورې تړلې ده. د ډلبندۍ په وخت کې، امينو اسيدونه اکثراً د دوی د اړخي زنځيرونو د ځانگړتياؤ له مخې په څلورو ډلو وېشل کېږي. د امينو اسيدونو همدا اړخي زنځيرونه د يو کمزوره اسيد، يو کمزوره القلي، يو اوب مين (که چېرته قطبي وي) او اوب کرکجن (که چېرته غېرقطبي وي) ځانگړتياوې لري. د ۲۰ معياري امينو اسيدونو کيميايي جوړښت، د هغوی د کيميايي ځانگړنو سره يوځای د معياري امينو اسيدونو لړليک کې راغونډ شوي.

The phrase "branched-chain amino acids" or BCAA is sometimes used to refer to the amino acids having aliphatic side-chains that are non-linear, these are leucine, isoleucine and valine. Proline is the only proteinogenic amino acid whose side group links to the α-amino group, and thus is also the only proteinogenic amino acid containing a secondary amine at this position. Proline has sometimes been termed an imino acid, but this is not correct in the current nomenclature.[۸]

The two optical isomers of alanine.

آيسومريزم

تعاملونه

د پېپټايډ بانډ جوړښت

د دوه امينو اسيدونو يوځای کېدنه د پېپټايډ تړ جوړوي.

کينډۍ:Details

زويټريونونه

يو امينو اسيد، په (1) نورماله (بې آيون) او په (2) کې زويټريونيک بڼې.

اوب-مين او اوب-کرکجن امينو اسيدونه

د معياري امينو اسيدونو لنډونونه او د اړخي زنځيرونو ځانگړنې

آرنۍ ليکنه: د معياري امينو اسيدونو لړليک
امينو اسيد ۳-حرفي لنډون ۱-حرفي لنډون قطبي اړخي زنځير اسيدي يا القلي اړخي زنځير هايډروپاتي انډېکس[۹]
آلانين Ala A غيرقطبي neutral 1.8
آرگېنين Arg R قطبي قليايي (ځواکمن) -4.5
آسپراگين Asn N قطبي neutral -3.5
آسپارټيک اسيد Asp D قطبي تېزابي -3.5
سيسټېن Cys C قطبي neutral 2.5
گلوټاميک اسيد Glu E قطبي تېزابي -3.5
گلوټامين Gln Q قطبي neutral -3.5
گلايسين Gly G غيرقطبي neutral -0.4
هسټيډين His H قطبي قليايي (کمزوری) -3.2
آيسوليوسين Ile I غيرقطبي neutral 4.5
ليوسين Leu L غيرقطبي neutral 3.8
ليسين Lys K قطبي قليايي -3.9
مېتيونين Met M غيرقطبي neutral 1.9
فېنيل-آلانين Phe F غيرقطبي neutral 2.8
پرولين Pro P غيرقطبي neutral -1.6
سيرين Ser S قطبي neutral -0.8
تريونين Thr T قطبي neutral -0.7
ټرېپټوفان Trp W غيرقطبي neutral -0.9
تيروسين Tyr Y قطبي neutral -1.3
وآلين Val V غيرقطبي neutral 4.2

In addition to the normal amino acid codes, placeholders were used historically in cases where chemical or crystallographic analysis of a peptide or protein could not completely establish the identity of a certain residue in a structure. The ones they could not resolve between are these pairs of amino-acids:

Ambiguous امينو اسيدونه ۳-حرفي لنډون ۱-حرفي لنډون
آسپراگين يا آسپارټيک اسيد Asx B
گلوټامين يا گلوټاميک اسيد Glx Z
ليوسين يا آيسوليوسين Xle J
ناځانگړی يا ناپېژندلی امينو اسيد Xaa X

Unk is sometimes used instead of Xaa, but is less standard.

غېر معياري امينو اسيدونه

The amino acid selenocysteine.

د ۲۰ معياري امينو اسيدونو تر څنگ گڼ شمېر غېر معياري امينو اسيدونه هم شته. د نامعياري امينو اسيدونو نه، دوه امينو اسيدونه د جنېټيک کوډ له مخې د څرگنولو وړ دي، خو داسې امينو اسيدونه په پروټينو کې ډېر کم وي. سېلېنوسيسټين يو Selenocysteine is incorporated into some proteins at a UGA codon, which is normally a stop codon.[۱۰] Pyrrolysine is used by some methanogenic archaea in enzymes that they use to produce methane. It is coded for with the codon UAG.[۱۱]

لېنتيونين، ۲-امينوآيسوبوټيريک اسيد، ډيهايډروآلانين او نيوروټرانسمټر گاما-امينوبوټيريک اسيد د نامعياري امينو اسيدونو هغه بېلگې دي چې په پروټينو کې موندل کېږي. ډېر ځلې غېر معياري امينو اسيدونه د معياري امينو اسيدونو په ميټابوليکو لارو کې د منځگړو امينو اسيدونو په څېر رابرسېره کېږي. د ساري په توگه اورنېتين او سټرولين په يوريا څرخ کې کوم چې د امينو اسيدونو کېټابوليزم دی رابرسېره کېږي.[۱۲]

ډېر وار داسې کېږي چې غېر معياري امينو اسيدونه د معياري امينو اسيدونو د بدلونونو په پايله کې مېنځ ته راځي. د دې يوه ښه بېلگه هوموسيسټين دی، دا هغه غېر معياري امينو اسيد دی چې د ټرانس سلفرېشن له لارې رامېنځ ته کېږي او يا هم د ميتيونين د ډيميتايلېشن چې د منځگړي ميټابولايټ، اس-اډينوسيل ميتيونين يا S-adenosyl methionine په مرسته ترسره کېږي، رامېنځ ته کېږي، [۱۳] خو ډوپامين بيا د l-DOPA څخه، او هايډروآکسيپرولين بيا د پرولين د پوسټ ټرانزېشنل بدلون په مرسته جوړېږي.[۱۴]

په تخنيک کې ددوی کارېدنه

د امينو اسيد اشتقاقونه په صنعت کې کارېدنه
اسپارټېم (آسپارټيل-فېنيل آلانين-1-ميتايل اېسټر) د ټيټې کچې کالورۍ مصنوعي خواږه
5-HTP (5-هايډروآکسيټرېپټروفان) د خپگان او نورو عصبي ناروغيو او فېنيلکېتون-يوريا د عوارضو په درملنه کې کارېږي.
L-DOPA (L-ډای هايډروآکسيفېنيل آلانين) د پارکنسونيزم درملنه.
مونوسوډيم گلوټامېټ Food additive that enhances flavor. Confers the taste umami.

غذايي ارزښت

نور ولولئ: [[په خوړو کې پروټين]]

د 20 معياري پروټين جوړونکو امينو اسيدونو په کتار کې، ۸ اهم امينو اسيدونه دي چې د انسانانو بدن يې په نورمال ډول د نورو تړنگونو نه چې د انسان ودې ته اړين دي نه شي جوړولای، او په همدې خاطر پکار ده چې همدا امينو اسيدونه د خواړو له لارې انسانان ترلاسه کړي.[۱۵] سيسټېن، تيروسين، هسټيډين او آرگېنين په ماشومانو کې نيم-اهم امينو اسيدونه گڼل کېږي، دا ځکه چې په ماشومانو کې د هغه ميټابوليکې لار چې د هغې په مرسته همدغه امينو اسيدونه جوړېږي لا په بشپړه توگه پرمختللې نه وي.[۱۶]

اهم نااهم
آيسوليوسين آلانين
ليوسين آسپراگين
ليسين اسپارټېټ
مېتيونين سيسټېن*
فېنيل-آلانين گلوټامېټ
تريونين گلوټامين*
ټرېپټوفان گلايسين*
وآلين پرولين*
آرگېنين* سيرين*
هسټيډين* تيروسين*

(*) يواځې په ځينو وختونو کې اهم گڼل کېږي.[۱۷][۱۸]

Several common mnemonics have evolved for remembering the ten amino acids often described as essential. PVT TIM HALL ("Private Tim Hall") uses the first letter of each essential amino acid, excluding arginine.[۱۹] Another mnemonic that frequently occurs in student practice materials is "These ten valuable amino acids have long preserved life in man".[۲۰]

دا هم وگورۍ

سرچينې او يادښتونه

  1. Proline is an exception to this general formula. It lacks the NH2 group because of the cyclization of the side chain.
  2. Sakami W, Harrington H. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Amino acid metabolism"]. Annu Rev Biochem 32: 355-98. PMID 14144484. 
  3. Brosnan J (2000). "Glutamate, at the interface between amino acid and carbohydrate metabolism". J Nutr 130 (4S Suppl): 988S-90S. PMID 10736367. http://jn.nutrition.org/cgi/content/full/130/4/988S. 
  4. Young V, Ajami A (2001). "Glutamine: the emperor or his clothes?". J Nutr 131 (9 Suppl): 2449S-59S; discussion 2486S-7S. PMID 11533293. http://jn.nutrition.org/cgi/content/full/131/9/2449S. 
  5. Whitmore L, Wallace B (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Analysis of peptaibol sequence composition: implications for in vivo synthesis and channel formation."]. Eur Biophys J 33 (3): 233-7. PMID 14534753. 
  6. Alexander L, Grierson D (2002). "Ethylene biosynthesis and action in tomato: a model for climacteric fruit ripening". J Exp Bot 53 (377): 2039-55. PMID 12324528. http://jxb.oxfordjournals.org/cgi/content/full/53/377/2039. 
  7. Llorca J (2004). "Organic matter in meteorites.". Int Microbiol 7 (4): 239-48. PMID 15666244. http://www.im.microbios.org/0704/0704239.pdf. 
  8. Claude Liebecq (Ed) Biochemical Nomenclature and Related Documents, 2nd edition, Portland Press, 1992, pages 39-69 ISBN 978-1-85578-005-7
  9. Kyte J & RF Doolittle (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A simple method for displaying the hydropathic character of a protein"]. J. Mol. Biol. (157): 105-132. PMID 7108955. 
  10. Driscoll D, Copeland P. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mechanism and regulation of selenoprotein synthesis."]. Annu Rev Nutr 23: 17-40. PMID 12524431. 
  11. Krzycki J (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The direct genetic encoding of pyrrolysine."]. Curr Opin Microbiol 8 (6): 706-12. PMID 16256420. 
  12. Curis E, Nicolis I, Moinard C, Osowska S, Zerrouk N, Bénazeth S, Cynober L (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Almost all about citrulline in mammals"]. Amino Acids 29 (3): 177-205. PMID 16082501. 
  13. Brosnan J, Brosnan M (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The sulfur-containing amino acids: an overview"]. J Nutr 136 (6 Suppl): 1636S-1640S. PMID 16702333. 
  14. Kivirikko K, Pihlajaniemi T. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Collagen hydroxylases and the protein disulfide isomerase subunit of prolyl 4-hydroxylases"]. Adv Enzymol Relat Areas Mol Biol 72: 325-98. PMID 9559057. 
  15. Young VR (1994). "Adult amino acid requirements: the case for a major revision in current recommendations". J. Nutr. 124 (8 Suppl): 1517S–1523S. PMID 8064412. http://jn.nutrition.org/cgi/reprint/124/8_Suppl/1517S.pdf. 
  16. Imura K, Okada A (1998). "Amino acid metabolism in pediatric patients". Nutrition 14 (1): 143-8. PMID 9437700. http://jn.nutrition.org/cgi/content/full/130/7/1835S. 
  17. Fürst P, Stehle P (2004). "What are the essential elements needed for the determination of amino acid requirements in humans?". J. Nutr. 134 (6 Suppl): 1558S–1565S. PMID 15173430. http://jn.nutrition.org/cgi/content/full/134/6/1558S. 
  18. Reeds PJ (2000). "Dispensable and indispensable amino acids for humans". J. Nutr. 130 (7): 1835S–40S. PMID 10867060. http://jn.nutrition.org/cgi/content/full/130/7/1835S. 
  19. "Chapter 39 PVT TIM HALL". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Memory aids for medical biochemistry. http://mednote.co.kr/Yellownote/BIOCHMNEMON.htm Archived 2007-10-16 at the Wayback Machine. Access date 25 February 2006

باندنۍ تړنې


biochemical families:prot · nucl · carb (glpr, alco, glys· lipd (fata/i, phld, strd, gllp, eico· amac/i · ncbs/i · ttpy/i
آلانين (dp) | آرگېنين (dp) | آسپراگين (dp) | آسپارټيک اسيد (dp) | سيسټېن (dp) | گلوټاميک اسيد (dp) | گلوټامين (dp) | گلايسين (dp) | هسټيډين (dp) | آيسوليوسين (dp) | ليوسين (dp) | ليسين (dp) | مېتيونين (dp) | فېنيل-آلانين (dp) | پرولين (dp) | سيرين (dp) | تريونين (dp) | ټرېپټوفان (dp) | تيروسين (dp) | وآلين (dp)