کاربون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Carbon,  6C
Graphite-and-diamond-with-scale.jpg
Graphite (left) and diamond (right), the two most well-known allotropes of carbon
Carbon Spectra.jpg
Spectral lines of carbon
عمومي خواص
Pronunciation /ˈkɑrbən/
KAR-bən
Allotropesgraphite, diamond
Appearancegraphite: black
diamond: clear
Carbon په دوراني جدول کې
Hydrogen (diatomic nonmetal)
Helium (noble gas)
Lithium (alkali metal)
Beryllium (alkaline earth metal)
Boron (metalloid)
Carbon (polyatomic nonmetal)
Nitrogen (diatomic nonmetal)
Oxygen (diatomic nonmetal)
Fluorine (diatomic nonmetal)
Neon (noble gas)
Sodium (alkali metal)
Magnesium (alkaline earth metal)
Aluminium (post-transition metal)
Silicon (metalloid)
Phosphorus (polyatomic nonmetal)
Sulfur (polyatomic nonmetal)
Chlorine (diatomic nonmetal)
Argon (noble gas)
Potassium (alkali metal)
Calcium (alkaline earth metal)
Scandium (transition metal)
Titanium (transition metal)
Vanadium (transition metal)
Chromium (transition metal)
Manganese (transition metal)
Iron (transition metal)
Cobalt (transition metal)
Nickel (transition metal)
Copper (transition metal)
Zinc (transition metal)
Gallium (post-transition metal)
Germanium (metalloid)
Arsenic (metalloid)
Selenium (polyatomic nonmetal)
Bromine (diatomic nonmetal)
Krypton (noble gas)
Rubidium (alkali metal)
Strontium (alkaline earth metal)
Yttrium (transition metal)
Zirconium (transition metal)
Niobium (transition metal)
Molybdenum (transition metal)
Technetium (transition metal)
Ruthenium (transition metal)
Rhodium (transition metal)
Palladium (transition metal)
Silver (transition metal)
Cadmium (transition metal)
Indium (post-transition metal)
Tin (post-transition metal)
Antimony (metalloid)
Tellurium (metalloid)
Iodine (diatomic nonmetal)
Xenon (noble gas)
Caesium (alkali metal)
Barium (alkaline earth metal)
Lanthanum (lanthanide)
Cerium (lanthanide)
Praseodymium (lanthanide)
Neodymium (lanthanide)
Promethium (lanthanide)
Samarium (lanthanide)
Europium (lanthanide)
Gadolinium (lanthanide)
Terbium (lanthanide)
Dysprosium (lanthanide)
Holmium (lanthanide)
Erbium (lanthanide)
Thulium (lanthanide)
Ytterbium (lanthanide)
Lutetium (lanthanide)
Hafnium (transition metal)
Tantalum (transition metal)
Tungsten (transition metal)
Rhenium (transition metal)
Osmium (transition metal)
Iridium (transition metal)
Platinum (transition metal)
Gold (transition metal)
Mercury (transition metal)
Thallium (post-transition metal)
Lead (post-transition metal)
Bismuth (post-transition metal)
Polonium (post-transition metal)
Astatine (metalloid)
Radon (noble gas)
Francium (alkali metal)
Radium (alkaline earth metal)
Actinium (actinide)
Thorium (actinide)
Protactinium (actinide)
Uranium (actinide)
Neptunium (actinide)
Plutonium (actinide)
Americium (actinide)
Curium (actinide)
Berkelium (actinide)
Californium (actinide)
Einsteinium (actinide)
Fermium (actinide)
Mendelevium (actinide)
Nobelium (actinide)
Lawrencium (actinide)
Rutherfordium (transition metal)
Dubnium (transition metal)
Seaborgium (transition metal)
Bohrium (transition metal)
Hassium (transition metal)
Meitnerium (unknown chemical properties)
Darmstadtium (unknown chemical properties)
Roentgenium (unknown chemical properties)
Copernicium (transition metal)
Nihonium (unknown chemical properties)
Flerovium (unknown chemical properties)
Moscovium (unknown chemical properties)
Livermorium (unknown chemical properties)
Tennessine (unknown chemical properties)
Oganesson (unknown chemical properties)


C

Si
boroncarbonnitrogen
اټومي شمیره (Z)6
گروپ, پیریودgroup 14 (carbon group), period 2
بلاکp-block
Element category  polyatomic nonmetal, sometimes considered a metalloid
معياري اټومي وزن (Ar)
  • [12.0096, 12.0116][۱]
  • conventional: 12.011
Electron configuration[He] 2s2 2p2
Electrons per shell
2, 4
فزیکي خواص
حالت (at STP)جامد
Sublimation point3915 K ​(3642 °C, ​6588 °F)
Density near r.t.amorphous: 1.8–2.1 g/cm3[۲]
graphite: 2.267 g/cm3
diamond: 3.515 g/cm3
Triple point4600 K, ​10,800 kPa[۳][۴]
Heat of fusiongraphite: 117 kJ/mol
Molar heat capacitygraphite: 8.517 J/(mol·K)
diamond: 6.155 J/(mol·K)
اټومي خواص
Oxidation states+4, +3,[۵] +2, +1,[۶] 0, −1, −2, −3, −4[۷] ​(a mildly acidic oxide)
ElectronegativityPauling scale: 2.55
Ionization energies
  • 1st: 1086.5 kJ/mol
  • 2nd: 2352.6 kJ/mol
  • 3rd: 4620.5 kJ/mol
  • (more)
Covalent radiussp3: 77 pm
sp2: 73 pm
sp: 69 pm
Van der Waals radius170 pm
Miscellanea
Crystal structuregraphite: ​simple hexagonal
Simple hexagonal crystal structure for graphite: carbon

(black)
Crystal structurediamond: ​face-centered diamond-cubic
Diamond cubic crystal structure for diamond: carbon

(clear)
Speed of sound thin roddiamond: 18,350 m/s (at 20 °C)
Thermal expansiondiamond: 0.8 µm/(m·K) (at 25 °C)[۸]
د تودوخې تېرېدنهgraphite: 119–165 W/(m·K)
diamond: 900–2300 W/(m·K)
Electrical resistivitygraphite: 7.837 µΩ·m[۹]
Magnetic orderingdiamagnetic[۱۰]
Magnetic susceptibility (χmol)−5.9·10−6 (graph.) cm3/mol[۱۱]
Young's modulusdiamond: 1050 GPa[۸]
Shear modulusdiamond: 478 GPa[۸]
Bulk modulusdiamond: 442 GPa[۸]
Poisson ratiodiamond: 0.1[۸]
Mohs hardnessgraphite: 1–2
diamond: 10
CAS Number7440-44-0
History
DiscoveryEgyptians and Sumerians[۱۲] (3750 BCE)
Recognized as an element byAntoine Lavoisier[۱۳] (1789)
Main isotopes of carbon
آيسو­ټوپ Abun­dance نیم ژوند (t1/2) Decay mode Pro­duct
11C syn 20 min β+ 11B
12C 98.9% stable
13C 1.1% stable
14C trace 5730 y β 14N
| references | in Wikidata

کاربون (په انگرېزي: Carbon) له کیمیاوي عناصرو څخه یو دی چې په تناوبي جدول کې د C سمبول او ۶ اتمي شمېرې په وسیله ښودل شوی دسه التروپ

کاربن یو کیمیاوي عنصر دی چې د کیمیاوي عناصرو په جدول کې یې سمبول C او اتومي شمېره یې ۶ ده. دا یو غیر فلزي عنصر دی چې د کوولانټ کیمیاوي رابطو د جوړولو لپاره په وروستي مدار کې څلور  ازاد الکترونونه لري. دا عنصر د کیمیاوی عناصرو د جدول په څوارلسم ګروپ پورې اړوند دی. کاربن یوازې د ځمکې ۰.۰۲۵ سلنه قشر جوړوي. په طبیعي ډول درې ایزوتوپونه لري چې 12C او 13C یې پایدار دي او 14C یو رادیونوکلویید دی چې په نیم عمر سره په شاوخوا ۵۷۳۰ کلونو کې تجزیه کېږي او له منځه ځي. کاربن د څو هغو عناصرو له ډلې یو دی چې له لرغونې زمانې راهیسې پېژندل شوی دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

کاربن د ځمکې په قشر کې پنځلسم او په نړۍ کې تر هایدروجن، هیلیم او اکسیجن وروسته څلورم پرېمانه یا ډېر موندل کېدونکی عنصر دی. دا چې کاربن پرېمانه دی، د عضوي مرکباتو بې‌سارې تنوع لري او د ځمکې په معموله تودوخه کې د پولیمرونو د جوړولو لپاره غیر عادي وړتیا لري، له دې امله د ټولو پېژندل شویو ژوندیو موجوداتو د ګډ یا مشترک عنصر په توګه عمل کوي. دا عنصر د حجم له نظره (۱۸.۵ سلنه شاوخوا) تر اکسیجن وروسته د انسان په بدن کې دویم پرېمانه موجود عنصر دی.[۱۸]

د کاربن اتومونه په بېلابېلو طریقو له یو بل سره یوځای کېدای شي چې په پایله کې یې د کاربن بېلابېل الوټروپونه جوړېږي. په مشهورو الوټروپونو کې ګرافیټ، الماس، امورف کاربن او فولیرینونه شامل دي. د کاربن فزیکي خواص له الوټروپیک شکل سره ډېر توپیر لري. مثلاً ګرافیټ مکدر او تور دی، په داسې حال کې چې الماس ډېر روڼ دی. ګرافیټ دومره نرم دی چې پر کاغذ خط جوړولی شي (له همدې امله یې نوم له یوناني کلمې اخیستل شوی چې معنا یې لیکل دي) په داسې حال کې چې الماس تر ټولو کلکه پېژندل شوې طبیعي ماده ده. ګرافیټ د برېښنا ښه هادي یا لېږدوونکی دی، خو الماس د برېښنا ټيټه هادي ځانګړنه لري. په عادي شرایطو کې الماس، کاربن نانوتیوبونه او ګرافين د ټولو پېژندل شویو موادو تر ټولو لوړ حرارتي هادي یا لېږدوونکي دي. تر عادي شرایطو لاندې د کاربن ټول الوټروپونه جامد دي او ګرافيټ په معیاري تودوخه او فشار کې له ترموډینامیکي پلوه تر ټولو پایدار شکل دی. د کاربن الوټروپونه له کیمیاوي پلوه مقاوم دي او ان له اکسیجن سره د تعامل لپاره لوړې تودوخې ته اړتیا لري.

په غیر عضوي مرکباتو کې د کاربن د اوکسیډېشن تر ټولو عام حالت ۴+ دی، په داسې حال کې چې ۲+ د کاربن مونو اکسایډ په کاربونیل کمپلېکسونو ‎او هادي فلزاتو کې موندل کېږي. د غیر عضوي کاربن تر ټولو سترې سرچینې د چونې ډبرې، ډولومايټ او کاربن ډای اکسایډ دي. خو د پام وړ اندازې یې د ډبرو سکرو په عضوي زېرمو، نارسېدلو ډبرو سکرو، تېلو او د میتان په کلېټراټونو کې موجودې دي. کاربن د نورو عناصرو په پرتله ډېر شمېر مرکبات جوړوي چې تر دې مهاله د تشرېح شویو مرکباتو شمېر یې شاوخوا لس میلیونو ته رسېږي او دا شمېر تر معیاري شرایطو لاندې له تیوریکي پلوه د ممکنه مرکباتو د شمېر یوه برخه ده. له همدې امله کاربن ډېری وخت د «عناصرو پاچا» بلل کېږي.[۱۹][۲۰]

تاریخچه او ریښه پېژندنه[سمول]

د کاربن انګلیسي نوم (carbon) د لاتیني ژبې له (carbo) څخه اخیستل شوی چې د ډبرو د سکرو او لرګیو د سکرو معنا لري او په فرانسوي ژبه کې هم د لرګي د سکرو په معنا دی. په جرمني، هالنډي او ډنمارکي ژبو کې د کاربن نوم له (Kohlenstoff)، (koolstof) او (kulstof) څخه اخیستل شوی چې دا ټول د کلمې په اصلي معنا د ډبرو د سکرو مادې ته ویل کېږي.[۲۱]

کاربن په ماقبل‌التاریخ زمانه کې کشف شو او د لومړنیو بشري تمدنونو تر مهال پورې د دود او د لرګیو د سکرو په شکل پېژندل کېده. الماس احتمالاً تر میلاد ۲۵۰۰ کاله وړاندې په چین کې پېژندل شوي وو، په داسې حال کې چې کاربن د رومیانو د دورې په شاوخوا کې د اوسنۍ کیمیا په مرسته د لرګیو د سکرو په بڼه جوړېده چې د هوا د مخنیوي لپاره به په خټو د پوښل شوي هرم په منځ کې لرګي ته حرارت ورکول کېده.[۲۲][۲۳]

په ۱۷۲۲ کال کې «ريني انټوین فیرشول ډو ریومور» څرګنده کړه چې اوسپنه د هغې مادې د جذب له لارې پر پولادو بدلېږي چې دا مهال یې کاربن بولو. په ۱۷۷۲ کال کې «انټوین لاوازیر» څرګنده کړه چې الماس د کاربن یو شکل دی؛ کله یې چې د لرګیو د سکرو او الماسو نمونې وسوځولې، ویې مونده چې یو هم اوبه نه تولیدوي او دواړه په هر ګرام کې مساوي اندازه کاربن ډای اکسایډ ازادوي. په ۱۷۷۹ کال کې «کارل ویلهلم شیل» د ګرافیټ په اړوند مشاهدات وکړل. ګرافیټ چې د سرپو یو ډول بلل کېده، ده ولیدل چې د لرګیو له سکرو سره ورته‌والی لري خو څه ناڅه اوسپنه هم په کې ګډه ده. په ۱۷۸۶ کال کې فرانسوي ساینس پوهانو «کلوډ لویس برتولت»، «ګاسپارډ مونګ» او «سي. اې. وانډرمونډ» له اکسیجن سره د ګرافیټ د اکسیډایز کولو له لارې تایید کړه چې ګرافیټ تر ډېره پورې کاربن دی. دوی ګرافیټ او اکسیجن په داسې ډول اکسیډایز کړل لکه څرنګه چې «لاوازیر» الماس او اکسیجن سره اکسیډایز کړي وو. فرانسوي ساینس پوهانو په خپله خپرنۍ یا نشریه کې د کاربن لاتیني نوم په ګرافیت کې د یوه داسې عنصر لپاره وړاندیز کړ چې د ګرافیټ د سوځېدو پرمهال د ګاز په شکل ازادېږي. وروسته لاوازیر په ۱۷۸۹ کال کې په خپل درسي کتاب کې کاربن د عنصر په توګه یاد کړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د کاربن په نوي الوټروپ «فوليرین» کې چې په ۱۹۸۵ کال کې کشف شو، نانوجوړښت ډوله شکلونه لکه باکي‌بالس او نانوتیوبونه شامل دي. د دغه الوټروپ کشفوونکو «رابرټ کرل»، «هارولډ کروټو» او «ریچارډ سمالي» په ۱۹۹۶ کال کې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه وګټله. په نویو شکلونو کې بیاځلي لېوالتیا د دې لامل شوه چې د شیشه‌يي کاربن په څېر ناپېژندل شوي الوټروپونه کشف شي، د دې تر څنګ یې د دې موضوع په درک کې مرسته وکړه چې «اموروف کاربن» په بشپړ ډول بې‌شکله نه دی.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د کارولو ځایونه[سمول]

کاربن او د کاربن مرکبات په ډېرو بېلابېلو ډولونو کارول کېږي. له اوسپنې سره په یوځای کېدو قلعي جوړولی شي چې تر ټولو عام ډول یې کاربني پولاد دي. ګرافیټ له خټې سره یوځای سرپ جوړوي چې د لیکلو او انځورګرۍ لپاره په کارېدونکو پنسلونو کې کارول کېږي. د دې تر څنګ د ګریسو او رنګ په توګه هم کارول کېږي، د ښیښو په جوړولو کې د قالب‌اخیستنې د موادو په توګه کارېږي، د وچو بېټریو د الکټروډونو او د الیکټروپلېټېنګ او الکتروفارمېنګ لپاره هم کارېږي، د برېښنایي یا الکټریکي موتورونو په بورسونو (د برېښنايي جریان په لېږدوونکو) کې او په اټومي بټیو کې د نیوټرون د کنترولوونکي په توګه کارول کېږي.

د لرګیو سکاره په هنري کارونو، د اوسپنې په ویلې کولو او ډېرو نورو ځایونو کې کارول کېږي. لرګي، د ډبرو سکاره او تېل د انرژۍ او تودوخې د تولید لپاره د سون‌توکو په توګه کارول کېږي. قېمتي الماس په زېوراتو او صنعتي الماس د فلزاتو او ډبرو د برمه کولو، پرې کولو او پالش کولو په ماشین الاتو کې کارول کېږي.

تور کاربن په چاپ کې د تور رنګ په توګه کارول کېږي. تور کاربن په ربړي محصولاتو لکه ټایرونو او پلاستيکي ترکیباتو کې د ډکوونکي په توګه هم کارول کېږي. د لرګیو فعال سکاره د فېلټر په موادو کې د جذبوونکو په توګه په بېلابېلو ځایونو کې کارېږي چې د ګاز په ماسکونو، د اوبو پاکولو په فېلټرونو او د پخلنځي په استخراجي دودکشو، او په طب کې له هاضمې سیستم څخه د مسموموونکو موادو، زهرجنو موادو، یا ګاز د جذبولو لپاره کارېدل یې د بېلګې په توګه یادولی شو. کاربن په لوړو تودوخو کې د کیمیاوي ریډکشن لپاره هم کارول کېږي. کوک پر اوسپنه د اوسپنې د ډبرې په بدلولو (ویلې کولو) کې کارول کېږي.[۳۲]

احتیاطي تدابیر[سمول]

خالص کاربن د انسان لپاره کم زهري دي او د ګرافیټ یا د لرګیو د سکرو په شکل کې په خوندي ډول کنترولېدای شي. د هاضمې سیستم د تېزابي موادو په ګډون د انحلالیت یا د کیمیاوي برید پر وړاندې مقاوم دي. که د بدن نسجونو ته ننوځي، ښايي تر نامعلوم وخت پورې هلته پاتې شي. تور کاربن احتمالاً د لومړنیو هغو رنگه موادو له ډلې و چې پر بدن د خالونو وهلو یا ټټو لپاره وکارول شو. د «اوتسي» نومي کس پر یخ وهلي جسد کاربني خالونه وو چې د ژوند پر مهال او تر مړینې ۵۲۰۰ کاله وروسته هم پرې پاتې وو. که د ډبرو سکرو (تور کاربن) ډېر دود تنفس کړل شي، ښايي ډېر خطرناک وي، د سږو نسجونو ته زیان رسوي او سږو ته د اکسیجن د نه رسېدو ناروغۍ او د ډبرو سکرو په کارکوونکو کې د سږو د پنوموکونیوز ناروغۍ (د سږو تورېدلو) لامل کېږي. د الماسو ګرد چې د سولوونکي په توګه کارول کېږي. که تنفس شي ښايي زیان رسوونکی وي. د کاربن کوچني ذرات چې د ډيزلي انجنونو په دود کې تولیدېږي، په سږو کې راټولېدای شي. په دغو بېلګو کې ښايي د زیان لامل د کاربن پر ځای ککړوونکي (لکه عضوي کیمیاوي مواد او درانده فلزات) وي.[۳۳][۳۴]

په ټولیز ډول کاربن د ځمکې پر مخ د ژوندیو موجوداتو لپاره لږ زهري دی، خو کوچني ذرات يې د «ډروزوفیلا» کوچنیو الوتونکو د وژلو لامل کېږي.[۳۵]

کاربن ښايي د هوا په موجودیت کې په لوړې تودوخې سره په شدت او روښانه ډول وسوځېږي. د ډبرو د سکرو لویې زېرمې چې د سلګونو میلیونو کلونو په اوږدو کې د اکسیجن په نشتوالي کې بې اغېزې پاتې دي، ښايي د ډبرو سکرو د کانونو په پاتې شونو، د کارګو بېړیو په لېږد ځایونو او د ډبرو سکرو په ساتن‌ځایونو کې وسوځېږي.[۳۶][۳۷]

مشخصات[سمول]

تاریخچه[سمول]

مرکبات[سمول]

د استعمال ځایونه[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. Meija, J.; Coplen, T. B. (2016). "Atomic weights of the elements 2013 (IUPAC Technical Report)". Pure Appl. Chem. 88 (3): 265-91. doi:10.1515/pac-2015-0305. https://www.degruyter.com/downloadpdf/j/pac.2016.88.issue-3/pac-2015-0305/pac-2015-0305.xml. 
  2. کينډۍ:RubberBible86th
  3. Haaland, D (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Graphite-liquid-vapor triple point pressure and the density of liquid carbon"]. Carbon 14 (6): 357. doi:10.1016/0008-6223(76)90010-5. 
  4. Savvatimskiy, A (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Measurements of the melting point of graphite and the properties of liquid carbon (a review for 1963–2003)"]. Carbon 43 (6): 1115. doi:10.1016/j.carbon.2004.12.027. 
  5. کينډۍ:Citeweb
  6. کينډۍ:Citeweb
  7. کينډۍ:Citeweb
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ Properties of diamond, Ioffe Institute Database
  9. "Material Properties- Misc Materials". www.nde-ed.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Magnetic susceptibility of the elements and inorganic compounds, in Handbook of Chemistry and Physics 81st edition, CRC press.
  11. Weast, Robert (1984). CRC, Handbook of Chemistry and Physics. Boca Raton, Florida: Chemical Rubber Company Publishing. د کتاب پاڼي E110. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8493-0464-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "History of Carbon and Carbon Materials - Center for Applied Energy Research - University of Kentucky". Caer.uky.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Senese, Fred (2000-09-09). "Who discovered carbon?". Frostburg State University. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "carbon | Facts, Uses, & Properties". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "carbon". Britannica encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "History of Carbon". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Carbon – Naturally occurring isotopes". WebElements Periodic Table. مؤرشف من الأصل في ۰۸ سپټمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Reece, Jane B. (31 October 2013). Campbell Biology (الطبعة 10). Pearson. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780321775658. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Deming, Anna (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "King of the elements?"]. Nanotechnology 21 (30): 300201. doi:10.1088/0957-4484/21/30/300201. PMID 20664156. Bibcode2010Nanot..21D0201D. 
  20. Chemistry Operations (December 15, 2003). "Carbon". Los Alamos National Laboratory. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Shorter Oxford English Dictionary, Oxford University Press
  22. (په 17 May 2005 باندې). Chinese made first use of diamond. BBC News.
  23. van der Krogt, Peter. "Carbonium/Carbon at Elementymology & Elements Multidict". مؤرشف من الأصل في ۲۳ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ferchault de Réaumur, R.-A. (1722). L'art de convertir le fer forgé en acier, et l'art d'adoucir le fer fondu, ou de faire des ouvrages de fer fondu aussi finis que le fer forgé (English translation from 1956). Paris, Chicago. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Carbon". Canada Connects. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Senese, Fred (2000-09-09). "Who discovered carbon?". Frostburg State University. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Giolitti, Federico (1914). The Cementation of Iron and Steel. McGraw-Hill Book Company, inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Kroto, H. W.; Heath, J. R.; O'Brien, S. C.; Curl, R. F.; Smalley, R. E. (1985). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cکينډۍ:Sub: Buckminsterfullerene"]. Nature 318 (6042): 162–163. doi:10.1038/318162a0. Bibcode1985Natur.318..162K. 
  29. Unwin, Peter. "Fullerenes(An Overview)". مؤرشف من الأصل في ۰۱ ډيسمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "The Nobel Prize in Chemistry 1996 "for their discovery of fullerenes"". مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Harris, PJF (2004). "Fullerene-related structure of commercial glassy carbons". Philosophical Magazine 84 (29): 3159–3167. doi:10.1080/14786430410001720363. Bibcode2004PMag...84.3159H. http://www.physics.usyd.edu.au/~powles/PDFs/Harris_2004.pdf. Retrieved 2011-07-06. 
  32. Cantwell, W. J.; Morton, J. (1991). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The impact resistance of composite materials – a review"]. Composites 22 (5): 347–62. doi:10.1016/0010-4361(91)90549-V. 
  33. Dorfer, Leopold; Moser, M.; Spindler, K.; Bahr, F.; Egarter-Vigl, E.; Dohr, G. (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "5200-year old acupuncture in Central Europe?"]. Science 282 (5387): 242–243. doi:10.1126/science.282.5387.239f. PMID 9841386. Bibcode1998Sci...282..239D. 
  34. Donaldson, K.; Stone, V.; Clouter, A.; Renwick, L.; MacNee, W. (2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ultrafine particles"]. Occupational and Environmental Medicine 58 (3): 211–216. doi:10.1136/oem.58.3.211. PMID 11171936. 
  35. Carbon Nanoparticles Toxic To Adult Fruit Flies But Benign To Young Archived 2011-11-02 at the Wayback Machine. ScienceDaily (Aug. 17, 2009)
  36. "Press Release – Titanic Disaster: New Theory Fingers Coal Fire". www.geosociety.org. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. McSherry, Patrick. "Coal bunker Fire". www.spanamwar.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

Wiki letter w.svg دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.