کلسيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلسيم تاريخچه[سمول]

دا عنصر د لمړي ځل لپاره ديوانګلسې عالم چه ډيوي (Davy) نوميده په کال (1808م) کې وپيژندل شواودکلسيم نوم دلاتينې کلمې څخه چې (Calx) کالکس چې داهکوډبري څخه اخستل شوى دى. داعنصرددورانې جدول په څلورمه دوره اودوهم A ګروپ کې موقعيت لري اودځمکني القلي فلزاتودډلې څخه دى چې اتومي وزن يې(40) اواتومي نمبر (20) دى سخت اونقرې رنګه فلزدى. دويلي کيدوټکى يې (840 )درجي دسانتي ګريد اودجوش ټکى يې (1484 )درجي دسانتي ګريد دى،کثافت يې ( ) دى.

د کلسيم طبعي پيدايښت[سمول]

کلسيم په ازادحالت نه پيداکيږي اوطبعي منابع يې عبارت دي:دکلسيم کاربونيټ يعنې داهکوډبره،کلسيم سلفيټ يعنې دګچ ډبره،کلسيم فاسفيټ وکلسيم کلورايډ( )دالکتروليزپه واسطه په اسانۍ سره حاصليږي. دکلسيم څخه په خالص ډول دارجاعي موادو په توګه کاراخلي اوپه ازاده هواکې اکسيدايزکيږي يعنې زنګ نيسې،دالقلي فلزاتو د ډلي څخه دى نوځکه دالقلي فلزاتوپه شان دهوا داکسجن سره اکسايډجوړوي.

د کلسيم اتوم په هکله عمومې معلومات[سمول]

د(Ca)دولانسي الکترونوعمومي فرمول عبارت دى( )څخه. کلسيم دالقلي فلزاتودډلي څخه دى نوځکه دالقلي فلزاتوپه شان دهوا داکسيجن سره اکسايډجوړوي.

کلسيمې مالګې دالکتروليت حليدوقابليت نلري اودبدن دهډوکوپه جوړولوکې مهم رول لري. کلسيم کاربونيټ( )اوکلسيم فاسفيت مالګې دهډوکواوغاښونوپه جوړولوکې اوپه ايونې شکل دبدن داعضاوپه وظايفوکې اوهمدارنګه دحجروي غشادجذب په قابليت کې مهم رول لري . دځمکې په قشرکې دزياتوالي په اساس پينځم عنصردى چي( )برخې دمځکې پرمخ موجوديت لري کلسيم زيات شميرمرکبات په مځکه کې وجودلري،لکه فلدسپار، کلسيم کاربونيټ،کلسيم اکسايډ،دولوميت اوکلسيم بايې کاربونيټ چې دکلسيم اودهغه مرکبات ديومحلول په شکل دنباتاتودرښيوپه واسطه دنباتاتومختلفوبرخوته رسيږي اوهلته دکلسيم عنصردعضوي موادوسره مختلف مرکبات جوړوي چې دغه مرکبات دنباتاتودحجراتواوانساجووظايف په نورمال حالت ساتي،دکلسيم په موجوديت کې نباتات نورماله وده کوي.


د کلسيم فزيکې خواصPhysical properties کلسيم نسبتاً کلک اوسپک فلزدى اودنوکانوپه مرسته ګرول کيداى شي او دسيم کيدوقابليت لري اودسپينو زروپه شان ځلالري کثافت يې( ) دى اودويلي کيدوټکى يې ( )اودايشيدوټکى( ) دي.


د کلسيم کيمياوي خواص[سمول]

کلسيم په وچه هوا کې خپله فلزي ځلا ساتي مګر په لمده هوا کې دکاربن داى اکسايدغازات ورباندي اغيزه کوي په کلسيم اکسايداوکلسيم کاربونيټ باندي بدليږي.


کلسيم داوبوسره ترکسب کيږي اوداوبودهرماليکول څخه يواتوم هايدروجن اوداوبو د دوه ماليکولو څخه دوه اتومه هايدروجن جلاکوي اوکلسيم هايدرواکسايدجوړوي مګر کيمياوي فعاليت يې نسبت سوديم اوپوتاشيم ته کمزورى دى .

دکلسيم تعاملونه دنوروعناصرو اومرکباتوسره الف:دکلسيم تعامل داکسجن سره که چيري کلسيم په ازاده هواکې کېښودل شي دهوا اکسيجن ورباندي اثر کوي اومخ يې دکلسيم اکسايد يوه نوي طبقه پوښوي اودتودوخې په اثر په نارنجي لمبه سوزي چې په نتيجه کې دلاندي معادلې سره سم کلسيم اکسايدجوړوي.


ب -دکلسيم تعامل داوبوسره

کلسيم دسړو اوبوسره وروتعامل کوي خوګرمو اوبوسره په شدت تعامل کوي اود لاندې معادلې سره سم کلسيم هايدرو اکسايدتشکيل اوهايدروجن ازادوي


ج-دکلسيم تعامل دتيزابوسره

تيزابونه خصوصاًدخوړومالګې اوګوګړوتيزاب دکلسيم سره په شدت تعامل کوي اوپه نتيجه کې هايدروجن ازادوي دمثال په توګه دکلسيم تعامل دمالګې تيزابوسره په لاندې ډول صورت مومي.


دقلوي اغيزه په کلسيم باندې[سمول]

پرکلسيم باندې قلوي کومه اغيزه نکوي. دکلسيم سره دنورو غيرفلزاتوتعامل کلسيم دنوروغيرفلزاتوسره لکه نايتروجن،سلفر،فاسفورس اونورو سره تعامل کوي او ډول ډول مرکبات جوړوي. مثلاً:کلسيم دنايتروجن سره تعامل کوي ځکه داتعامل ډيرارزښت لري نايتروجن په لوړه تودوخه کې دکلسيم سره تعامل کوي اونايترايدونه جوړوي.


دغه تعامل معمولاً الياژونو څخه دمنحل نايتروجن دليري کولولپاره اوهمدارنګه دنايتروجن دترکيب لپاره دنجيبه غازونوداستحصال په وخت کې استعاليږي. دکلسيم لاسته راوړل 1_څرنګه چې کلسيم يوفعال فلزدى له دي کبله نه شوکولاى دځينونورو فلزاتوپه شان په اسانۍ سره هغه داکسايدونو دارجاع په وسيله يې لاسته راوړو خوکولاى شوکلسيم دويلي شوي کلسيم کلورايد دبرقي تجزيې په وسيله لاسته راوړو. په دي عمليه کې دګرافيتولوښى دانود دنده او اوسپنېزه ميله دکتود دنده ترسره کوي. دالکتروليزپه بهير کې د لاندينۍ معادلي سره سم کلسيم داوسپنېزي ميلي په شاوخوا راغونډيږي او رسوب کوي .




2_کلسيم ايودايد ( ) اوسوديم (Na) ته حرارت ورکوو داچې سوديم يو قوي فلزي عنصردى نوپه کلسيم ايودايدکې دکلسيم ځاى نيسي اوکلسيم ازاديږي.

دکلسيم داستعمال ځايونه[سمول]

فلزي کلسيم خورا لږ داستفادې وړګرځي.خودکلسيم خورا زيات مقداردالياژو په جوړولوکې دنوروفلزونودکلکولولپاره په کاروړل کيږي. له بلي خوا څرنګه چې کلسيم يوقوي ارجاع کوونکى دى له دي کبله دهغوفلزاتودايستلولپاره دهغواکسايدونوله ارجاع څخه چې دکاربن په وسيله متشکل دى په کارورځي په همدي شان کلسيم دايون دژوندانه په ميتابوليزم کې مهم رول لرې اودهډوکواوغاښونو په جوړښت کې مهمه برخه لري.

دکلسيم دنده[سمول]

کلسيم په عضويت کې لاندې مهمې دندې سرته رسوي. الف- دکلسيم ايون دوينې تحثرکې ډيره مرسته کوي فکر کېږي چې دکلسيم ايون د دموي صفحاتوڅخه ترمبوپلاستين ازادوي چې دغه ترمبوپلاستين دپروترومبين سره ترومبين جوړوي چې ترومبين دوينې په لخته کيدو کې مهم رول لرې. ب- دکلسيم ايون دزړه حرکاتو په تنظيم کې مرسته کوي اوبايد دمنګنيزيم (Mg) پوتاشيم (K) اوسوديم(Na) په تناسب غلظت موجود وي. ج-دکلسيم ايون دعضلاتوحرکاتواوتقلصات تنظيموي. د-کلسيم دعضويت دهډوکو اوغاښونوپه جوړښت کې مهم رول لرې.

           هـ-دکلسيم لږوالي په بدن کې دهډوکونرموالى مينځ ته راوړي اودهډوکودماتيدوسبب ګرځي.

دکلسيم مرکبات کلسيم کاربونيټCaco3  : طبعې حالت:کلسيم کاربونيټ يا دچونې ډبره په طبعيت کې خورا ډيره پيداکيږي چې ځينې ډولونه يې په لاندې ډول دي چې هريو يې دڅيړنې لاندي نيسو. داهکوډبره: Caco3 داهکو ډبره د ډيروکوچنيوبلوروڅخه تشکيله شويده اودځمکې دمخ يوه برخه يې تشکيله کړيده چې ډيرغرونه اوغونډۍ داهکود ډبروڅخه جوړي شوي دي،لکه دالپ دغره شمالي اوجنوبي سلسلې د دغو ډبروڅخه پيداشويدي اوهمدارنګه دلوګر په وادي ميدان اونورو برخوکې ډيرغرونه او غونډۍ له دغو ډبروکلسيم کاربونيټ(Caco3)څخه جوړي شويدي. داهکوډبروقسمونه: الف- سپين مرمر:دکلسيم کاربونيتوڅخه جوړشوې دي لکه دلوګردمرمرو او ډبرو کان.


ب-رنګينه ډبره: رنګينه مرمربرسيره په کلسيم کاربونيټ ځينې فلزي اکسايدونه لکه دمسواکسايدونه(Cuo) لري اودا اکسايدونه دمختلفو رنګونوسبب ګرځيدلي دي. دمثال په ډول دمسواکسايد(Cuo) شين رنګ اوداوسپنې اکسايد (Feo) هغه ته سور رنګ ورکوي د دي مرمر ډيرمهم مثال دهلمند په ولايت کې دسبت دکانونو رنګينې ډبري دي. ج-تباشير: تباشيرهم داهکو د ډبرو دقسمونو څخه دى چې په اصل کې دبحري کوچنيوحيواناتو دپوستکوڅخه توليدشويدي چې د بحري حيواناتودمنځه تللواودمړوحيواناتو په انبارکيدوسره قدرت هغه ته دکلسيم کاربونيټ شکل ورکړى اونور مواد يې له منځه تللي دي . دولوميت: دکلسيم اومنګنيزيم دکاربونيتودمخلوط څخه عبارت دى او مهم خاصيت ئې دادي چې يوه نقطه دوه ښائې دولوميت دشکل اوخاصيت په سبب چې مختلف نارنجې او ارغوانې رنګونه لرې چې د ليدلواوننداري وړدي،دالپ دغره معروفه او مهمه برخه يې دايټالياپه شمالې کې جوړه کړيده اوداهکوډبره عموماًعضوي مبدا لري دا ډبري دسيندونوحيواناتو اوانسانانو دهډوکوپه جوړيدوکې فوق العاده رول لري. همدارنګه دچرګودهګيو پوستکې هم داهکوڅخه جوړشوي نوځکه په اوسنيو وختوکې ددې لپاره چې دچرګانودضرورت وړغذا دپوره کيدوپه نتيجه کې چې چرګان لوي شي او ډيرې هګۍ واچوي نودهګيوپوستکې ميده کوي او اوړو سره يې ګډوي اوچرګانوته يې ورکوي.


د چوني ډبري(Caco3) خواص:[سمول]

داهاکوډبري عموماًسختې وي اوپه خالصواوبوکې ښه حليږي اوکه چيرې دتيزابوسره مخلوط شي په جوش راځې او په نتيجه کې دکاربن ډاى اکسايدغازاو اوبه ورڅخه خارجيږي.

کلسيم کاربونيټ داوبوسره ښه خوند پيداکوي نوځکه هغه اوبه چې دځمکې لاندې داهکو دډبروڅخه تيريږي ښه خوند لرې لکه دځينوکاريزواو چينو اوبه مګرخالصې اوبه خوند نه لري،اوکه چيري کلسيم کاربونيټ( ) کلسيم سلفيټ( )دمګنيزيم( )کلورين( ) مګنيزيم سلفيټ( )سره ترکيب شي اوبوته خوندورکوي په داسي اوبوکې صابون ځک نه کوي اودڅښلواوپخلي لپاره وړکيداى نشي،دمخه مو ويل چې کلسيم کاربونيټ دکوهيانوپه اوبوکې محلول دى ددي خبري سبب دادى چې دباران اوبه دوريدلوپه وخت کې لږ څه دهوا کاربن داى اکسايد( )دځانه سره اخلي دکاربن ډاى اکسايد( ) او اوبه( ) دکيمياوې تعاملاتو په اساس دکاربن تيزاب جوړوي که د کلسيم

کاربونيټ سره تماس وکړي په کلسيم هايدروکاربونوبدليږي.


دکلسيم کاربونيټ داستعمال ځايونه کلسيم کاربونيټ( )دشکرين جوړولوپه فابريکواودکاربن داى اکسايد( )دحاصلولولپاره استعماليږي اوداهکوډبري د ودانيوسيمنټواودچاپ دډبرينې مطبعې او کيمياوي سري په جوړولواوداوسپنې په استحصال کې ترېنه کاراخستل کيږي. کلسيم کاربونيټ يا د اهاکو ډبره:

چي د تون (سرې خاورى) سره يوځاي شي سيمنټ جوړوي. چي د ريګ (شګو) او سوډا سره يو ځاي شي ګيلاس يعنې الکلي سليکات جوړوي. چي د تيزابو سره يو ځاي شي د همغه تيزابو مالګي جوړوي. په لابراتوارونوکې دکلسيم کاربونيټ څخه کاربن ډاى اکسايدلاس ته راوړي.غاښونوپه کريموکې هم کارځينى اخستل کيږى.په سرو کې هم اچول کيږى.

                        کلسيم اکسايد  

هغه چونه ده چې اوبه ورته نه وي رسيدلې. دجوړيدو طريقه: داوبونه رسيدلې چونې دجوړيدو لپاره دچونې پخولو بټيو په نوم مخصوصي بټۍ وجود لري نوموړي بټۍ څومتره لوړ والي لرې دهغوۍ په لاندينۍ برخه کې يو نغرى شته چې هميشه دفعاليت په حال کې وي دډبروسکاره سوځي اودمخصوص سوري څخه دچونې ډبرې وراچوي نوموړي ډبرې ورو، ورو ښکته توېږي اوسانتې ګريدله( )څخه( )درجو تودوخې کې نوموړي ډبره په کاربن داى اکسايد( ) اوکلسيم اکسايد( ) تجزيه کيږي.


دکاربن داي اکسايد( )غازله مخصوص سوري څخه چه په بټۍ کې جوړشوى دى وځي اوپه کيمياوي صنايعوکې دډيرې ارزښتمنې مادې په حيث استعماليږې.

دکلسيم اکسايد خواص. که چيرې اهک خالص وي اوبه و نلري نو رنګ يې سپين وي په( )کې ويلي کيږي اوکه چيرې اوبه ولري نورنګ به يې خړوي هغه اهک چې اوبه ورسيدلي نه وي نواوبه جذبوي نوځکه دغه ډبري درطوبت جذبوونکو ډبروپه حيث استعماليږي اوکه اوبه جذب کړي دمړي چوني يااوبه درسيدلي چوني دکلسيم هايدرواکسايدپه نامه ياديږي.

هغه اهک چې اوبه نه وي ورسيدلي مګر دنورو نه ويلي کيدونکې اجسامو په ډول دتودوخي په لوړودرجو کې يومخصوصه رڼا پيداکوي دغه خاصيت څخه په سينما کې استفاده کيږي هغه اهک چې اوبه نه وي رسيدلي په برقي داشونو کې يې دسکرو په واسطه ژوندي کولې شي اوهم دکلسيم کاربايد په جوړولو کې لاندي معادلي سره سم ورڅخه استفاده کيږى.


کلسيم هايدرواکسايد يااوبه رسيدلي اهک  :

تاسي به ځينې ډبرې ليدلې وي چې په بټيو کې تودوخه ورکوي اوبيايې دپخولو وروسته دبټيو څخه راوباسي ،که چيري په دغو ډبرو باران ووريږي اويااوبه پري واچوئ نوډبرى چوى اويو ګرم بخار ورڅخه پورته کېږي اوګرميږي.

تجربه لږ څه ژوندۍ اهک( اوبه نه رسيدلي چونه) راواخلۍ اوڅوڅاڅکي اوبه ورباندي واچوى وبه ګورۍ چې وروسته له څوثانيو به جوش وکړى اوزياته تودوخه به ورځني توليد شي اويو مقدار اوبه به تبخير کړي بيانو دغه اهک چې پخواکلک جسم ؤچوي اوپه يوسپين پوډرتبدليږي چې دي ته اوبه رسيدلي اهک ،مړه اهک وايې چې کيمياوي نوم يې کلسيم هايدرو اکسايد دى .

دکلسيم هايدرواکسايدخواص.

مړه اهک په اوبوکې واچوۍ اوښه يې وخوروۍ وبه وينۍ چې مړه اهک په سختۍ سره په اوبوکې حل کيږي اوداوبوسره يوه سپينه شيره جوړوي چې داهکواوبه ورته وايې که اوبه پکې ډيرې وي هغي ته داهکوشيره وايې چې دودانيواوديوالونودسپينولولپاره ورڅخه کاراخستل کيږي اوداهکواوبه القلي خاصيت لري. داهکومحلول دالقلي فلزاتوکاربونيتونو تجزيه کول اودهغه فلزهايدرو اکسايدونه توليدوي.


داهکو محلول دکاربن داى اکسا يدبخارډيرزرجذبوى

 Ca (OH) 2+CO2                 Caco3+H2O

همداسبب دى چه کلسيم هايدرواکسايددکاربن داى اکسايددغازدتشخيص اوپيژندنى لپاره استعماليږى.

  داهکومحلول دکاربن داى اکسايدبخار ډير زرجذبوي اوکلسيم کاربونيت جوړوي

. همداسبب دى چې کلسيم هايدرواکسايد دغازدتشخيص اوپيژندنې لپاره استعماليږي. دکلسيم هايدرواکسايدداستعمال ځايونه: دکلسيم هايدرواکسايد څخه دالقلي فلزو دهايدرواکسايدونو،امونيا په جوړولوکې،دڅرمنوپخولوکې،دشکرې جوړولو فابريکه کې ترينه کار اخستل کيږي. کلسيم سلفيټ  : دکلسيم سلفيت مرکب دکلسيم دمهمومالګوڅخه دى چه په طبيعت کې په زياته اندازه پيداکيږي . هغه بلوري کلسيم سلفيت چې اوبه ونلري ان هايدرايت ورته وايې بلوري اوبه لرونکي کلسيم سلفيت څخه عبارت دي ، دسپين ګچ څخه چې ښايسته دانې اوښايسته بلورونه لري اودپلاستر په نامه مشهور دى دګچوکيمياوي فارمول دى يعنې دګچوپه يوماليکول کې دوه ماليکوله اوبه شته چې د 120 تودوخې په واسطه برخې اوبه دلاسه ورکوي اوکله چې بيا اوبه ورواچول شي کلکيږي او دوچېدوڅخه وروسته خپل حجم لويوي .


تجربه: يوڅه ګچ راواخلۍ او ښه يې مېده کړۍ بيايې په يوامتحانې نل کې واچوۍ او 120 تودوخه ورکړۍ په دغه وخت کې به دتست تيوب دسرپه برخه کې داوبو څاڅکې پيداشي اوګچ به دخپلو ماليکولي اوبو برخې اوبه دلاسه ورکړي اوپه پوډرو به بدل شي چې دغې پوډروته مړه ګچ وايې. اوکه چيرته نورې اوبه ورزياتې شي اوبه جذبوي اوپه دغه وخت کې له هغه څخه تودوخه خارجېږي چې دهمدي حرارت په واسطه دګچوحجم لوېږي اوبيا په کلکوکلسيم سلفيتوبدليږي هم دا سبب دى چې زيات داستعمال ځايونه لري، لکه د ودانيوپه ديوالونوکې دسيخونوټينګول،د ديوالودچاودوترميمول، دمجسموجوړلواوپلستروجوړول .

      برسيره پردې  دګچودډبروڅخه دګوګړوتيزاب هم په زيات مقدار حاصليږي همدارنګه دګچوڅخه دچينې لوښودجوړولوپه فابريکوکې دقالب اومودل نيولو اودچينې لوښو دګليزيا سپين رنګ په جوړولوکې کاراخلي .

لکه چې دمخه مو وويل ګچ ډبري دحرارت په اثر دخپلوماليکولي اوبو څخه يوه برخه اوبه دلاسه ورکوي اوپه مړوګچو بدليږي. هرکله چې مړه ګچ داوبوسره مخلوط شي بيا اوبه جذبوي او کلکيږي اودګچ په ډبره بدليږي،له همدي کبله بايد وويل شي هغه عمليه چې دګچ د ډبرې بدلېده په مړوګچو اودمړوګچوبدلېدل دګچوپه ډبروپه دي ډول چې بيخې قطع نه شي صورت نېسي، مګر مسله داسي نه ده او وروسته له دي چې مړه ګچ اوبه جذب کړي اودګچ په ډبره بدل شوي بياد بل ځل لپاره دحرارت په واسطه په ګچ نه بدليږي اوهمداسبب دى چې استعمال شوى ګچ ددوهم ځل لپاره نه استعماليږي . د پلستراستعمال:

    په طبابت کي دګچوڅخه دپلسترپه نامه دماتوهډوکو په تړلوکې اوهمدارنګه دځينوزخمونوپه تړلوکې کاراخلې.
   مورتل: 

ديوه ودانۍ دننۍ اويادباندنۍ خوا پرديوالو باندي دمښلو وړ مواد دى چې دخښتو ديودبل سره دنښلولوکار ورځينې اخستل کيږي هغه مواد چې په مورتل کې برخه لري په لاندي ډول دي: (اوبه+تړونکې مواد(دلته کاربن داى اکسايد)شګې(ريګ) مورتل په دوه ډوله دى يوډول يې هغه مورتل دى چې په هواکې کلکيږې اوبل ډول يې بيا په اوبوکې کلکيږي. دکلکوالي سبب يې کيميايې تړون کول په منځ دنوموړوموادوکې دى. 1. هغه مورتل چې په هوا کې کلکيږي: داډول مورتل د( ) او( ) اوبه او( ) ريګ(شګې) څخه جوړيږي.د دي پورته موادو دسريښناکه کيدوسبب دکاربن ډاى اکسايد ( )جذبول دهوا څخه دي.


 ګيپس مورتل:

ګيپس مورتل دري زره شپږسوه(3600)کاله پخواپه مصرکې دپيراميدوپه جوړولوکې استعماليده دکلکوالي سبب يې داوبو جذبول دي.

داوبومورتل: داوبومورتل هغه مورتل دى چې په اوبوکې کلکيږي دداسي ډول مورتل دموښيليدوسبب داوبو جذبول دي دسيمټو موښيليده په کيمياوې تړون پوري اړه لرې يعنې داچې کله سيمنټ اوبه جذب کړي نوبياکلکيږي.

کلسيم کاربايد : دکلسيم کاربيدته دکلسيم تړون دايتين( )وايي.

             دکلسيم کاربيډلاس ته راوړل:                                                             
 که چيري کلسيم اکسايد اوسکروته ( ) تودوخه يوبخارۍکې ورکړل شي نوبياکلسيم کاربيد لاسته راځي.

دکلسيم کاربايډخواص که چېري دکلسيم کاربيډسره نور مواد ګډ نه وي نو په هغه وخت کې بي رنګه وي اوکه چيرې په تخنيکې ډول توليدشي نوپه هغه وخت کې يې رنګ نسواري وي په دغسې کلسيم کاربيډ کې ( )يا( ) کلسيم کاربيډوي اونوره پاتې برخه يې کلسيم اکسايد( ) ياکلسيم فاسفيټ ( )وي. کلسيم سلفايډ( ) کلسيم نيترايد( ) اوسليکان کاربيډ( ) وي،کلسيم کاربيډ چې داوبوسره يوځاى شي نواسيتلين لاسته راځي.

دايستلين دجوړلو په وخت ډير بد بوي منځته راځي داځکه چې اړخيز ياپه څنګ کې توليد شوي مواد داوبوسره فوسفان ( ) ،امونيا( ) او هايدروجن سلفايډ( )جوړوي . نوځکه بايد دهغه لوښو خوله وتړل شي په کوموکې چې نوموړى تړون منځته راځې اوکه خوله يې خلاصه پرېښودل شي نوبيا هغه وخت دهوا داوبوسره تعامل کوي او پورته بوي لرونکې اوزهرې مواد ورځينې جوړيږي. دکلسيم کاربيډځينې ګټه اخستل دکلسيم کاربيډڅخه ايتلين اوکلسيم نايتريت ( ) دلاسته راوړلو لپاره ترينه ګټه اخستل کيږي. کلسيم فلورايډ کلسيم فلورايډ( ) په اوبوکې نه حليدونکې سپين پوډرې رنګ لري که چيرې دګوګړوتيزابوسره ګډشي نودفلورايډ تيزاب ورځينې لاسته راځي .

دکلسيم هغه تړونونه چې دهغوي څخه دسري په توګه  کاراخستل کيږي کلسيم کاربونيټ( )کلسيم هايدرو اکسايد( )کلسيم اکسايد( )کلسيم کاربونيت    مخلوط دى.

داپورته مواد نباتاتو ته يوازي دکلسيم ايون( ) نه ورسوي بلکې دمځکې تيزاب دځان سره تړي يعنې تعمل ورسره کوي او په همدې اساس يې ( ) لوړيږي همدايې ارزښت دى او په همدي ډول سره دپټيو اوکروندي حاصلات لوړيږي يعنې داچې پټي ډيره غله(حاصل) ورکوي. داوبودکلکوالي سبب داوبودکلکوالي سبب دکلسيم اومګنيزيم دايونونو شته والى اوياډيروالى دي. په هره اندازه چې دنوموړو ايونونو شميرډير وي په هغه اندازي سره اوبه کلکې وي. داوبودکلکوالي اندازه داوبو دکلکوالي دمعلومولولپاره دکلسيم او مګنيزيم ايونونه دنوموړوعنصرونوپه اکسايډونو باندي اړوي اودهغوڅخه بياداوبوکلکوالى معلوميږي.

داوبويوګرادکلکوالى دامانا لري چې په يو ليتر اوبو کې ( ) لس ميلي ګرامه کلسيم اکسايډ وجودلري اولس ملي ګرامه کلسيم اکسايد بيا دامانالري چې په دغواوبوکې ( ) دکلسيم ايونونه او ) دمګنيزيم ايونونه په يوه ليتراوبوکې شته . ډيري پستي اوبه = پستي اوبه = نيمې کلکې اوبه = نسبتاًکلکې اوبه = کلکې اوبه = ډيري کلکې اوبه = داوبوکلکوالى دکالو پر صابون باندي ډيرتاُثير لري.هرڅومره چې اوبه پستې وې په هغه اندازه دکالودپريمنځلولپاره لږصابون په کاريږي.

صابون دکالودپريمنځلوپه وخت کې تر هغوپورې ځګ نه کوي تر څوپوري چې داوبوکلکوالى له منځه نه وي تللى يعنې داچې ټول ايونونه دکلسيم او مګنيزيم لکه چې په پورته تړون کي تړل شويدې نه وې تړل شوي. مصنوعي صابونونه داوبو کلکوالي پورې اړه نلرې دمصنوعي صابون لپاره داوبوکلکوالي اهميت نلري .

داوبوکلکوالي دلمنځه وړل • کلکې اوبه بايدوايشول شي يعنې تودوخه ورکړل شي.

                                                  داسي کيمياوي مواد بايد ورواچول شي چې هغه دکلسيم هايدروجن کاربوناټ سره تړون(تعمل) وکړي .



څرنګه چې کلسيم فاسفيټ دکلسيم کاربوناټ په نسبت په اوبوکې لږ حل کيږي نوځکه دسختو اوبو (کلکواوبو) ته داوبو دسختوالي دمخنېوي لپاره ترسوديم فوسفات وراچوي اويايې په صابون کې ګډوي. • دکلکو اوبو اوياسختو اوبو دپستولو لپاره ايونونه بدلوونکې مواد اوبو ته وراچوي ايونونه بدلونکې مواد داخوي لرې چې داوبو څخه دکلسيم او مګنيزيم ايونونه جذبوي اوپر ځاى يې دسوديم ايونونه اوبوته ورکوي په نتيجه کې داوبو دسختوالي مخنېوى کيږي.

• سوديم پولي فاسفيټ او يا سوديم ميتا فاسفيټ دصابون سره ګډوي اويايې اوبوته وراچوي ددي لپاره چې داوبودسختوالي مخه ونيول شي. • ډيرى پستى اوبه سړى کولاي شي چې لاسته يې راوړي که چيري سړى اوبه په بخار بدلى کړي او بيا دا بخارسوړکړى دداسى اوبو لاسته راوړل ډيره انرژي غواړي دکالو دمينځلو ارزښت ډيريږي . لنډيز کلسيم يو القلي فلز دى چې د دورانى جدول په څلورم پريوت او دوهم ګروپ کې واقع دى چې ولانس يې مثبت دوه (+2 ) دى اتومي نمبر يې (20) او اتومي وزن يې (40) دى . داچې کلسيم يو فعال فلز دى نو ځکه په طبيعت کې په آزاد ډول نه پيداکيږي او هغه مهم مرکبات د اهکوډ ډبرى ،چونې ،تباشير،مرمر،کلسيم کاربونيټ کلسيم سلفيټ او کلسيم باى کاربونيټ دي . کلسيم د حيواناتو او نباتاتو دحجرو په عصاره کې په مايع حالت وجود لري کلسيم په لمده هوا کې متاثره کيږي او د هوا اکسيجن سره کلسيم اکسايدجوړوي . کلسيم او اوبه چې سره تعامل وکړي کلسيم هايدرواکسايد جوړوي .








اخځليکونه

١- اڅکزى،پوهنمل ډاکټر درويزه،غيرعضوى کيميا،نارنج خپرندوى ټولنه کال ١٣٨٧ ل ل . ٢- حکيمى، محمدغوث ،عمومي کيميا ، پولى تخنيک کابل ،کال ١٣٥١ ل ل. ٣- مندوزى ،پوهنوال عارف الله ،عمومي کيميا،جلا ل اباد ،کال ١٣٧٩ ل ل. ٤- تڼى وال ، پوهندوي محمدعارف ، غيرعضوي کيميا ،کابل ، کال ١٣٨٢ ل ل. ٥- مستمندي ،همکار ،عبدالله ، محمدظفر ، عمومي کيميا ،اول جلد کابل ١٣٦٧ ل ل .