د سېټريک اسيد څرخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سېټريک اسيد د څرخ پړاونه

د سېټريک اسيد څرخ، چې د ټرايکاربوآکسېليک اسيد څرخ (TCA څرخ) يا د کرېبس څرخ په نومونو سره هم يادېږي، د کټلايز شوي انزايمونو د کيميايي تعاملونو يوه لړۍ ده. دا کيميايي څرخ په ټولو هغو ژونديو سلولونو کې چې د سلولي سااخيستنې په کړنه کې له آکسيجن نه کار اخلي پېښېږي. په ايوکاريوټ سلولونو کې د سېټريک اسيد څرخ د مايټوکونډريا په مېټرکس کې سرته رسي. د لومړي ځل لپاره د سېټريک اسيد څرخ د توکيو او تعاملونو موندنه د البېرټ شېنټ گيورگي او د هانس آډولف کرېبز د څېړنو په پايله کې وموندل شول.

په اېروبيکو ژوانديو کې د سېټريک اسيد څرخ مېټابوليکو پړاوونو يوه برخه ده چې کاربوهايډرېټونو، غوړو او پروټينو د کيميايي ادلون بدلون په شتون کې کاربون ډای آکسايډ او اوبو بدلولو سره د کارولو وړ اېنرژي توليدوي. همداسې نور اړونده تعاملونه چې په ميټابوليک پړاوونو کې پېښېږي هغه دي چې په گلايکوليسېز او د پايروېټ آکسيډېشن په پروسو کې د سېټريک اسيد څرخ د رامېنځ ته کېدو نه دمخه رامېنځ ته کېږي خو آکسيډېټيف فاسفوريلېشن بيا د سېټريک اسيد څرخ نه وروسته رامېنځ ته کېږي.