گلايکوليسېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دا هم وگورۍ: گلوکونيوجنېسېز, which carries out a process wherein glucose is synthesized rather than catabolized.

گلايکوليسېز د گڼ شمېر تعاملونو د لړۍ نوم دی چې گلوکوز په پايروېټ بدلوي او ورسره يو مقدار اډينوسين ټرايفاسفېټ هم توليدوي.دا تړنگنوم د يوناني ژبې د وييکو γλυκύς (خوږ) او λύσις (حل کېدنه) څخه جوړ شوی.

گلايکوليسېز يوه مېټابوليکي پروسه ده چې په دې پروسه کې گلوکوز يا قنديات په پايروېټ بدلېږي. د همدې پروسې د ترسره کېدو وروسته چې کومه انرژي په لاس راځي هغه د هغې لوړې انرژۍ لرونکي مرکبونو په جوړېدنه کې لکه، د ATP اډېنوسين ټرای فاسفېټ او NADH نيکوټين اډېنين ډای نيوکليوټايډ کارېږي. گلايکوليسېز د لسو پرله پورې تعاملونو يوه لړۍ ده چې لس مېنځگړي تعاملي مرکبات پکې ونډه ترسره کوي. همدا مېنځگړي مرکبات په گلايکوليسېز پروسه کې دننه کېدو ځايگی هم برابروي، د بېلگې په توگه ډېري يوقندي شکرې لکه فرکټوز، گلوکوز او گلاکټوز کولای شي چې د همدغو منځگړو مرکباتو په يوه يا بل پړاو کې تعاملي برخه واخلي.








سرچينې