هورمون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

           

په ګڼ حجروي موجوداتو کې د هر ډول سګنل ورکوونکو ماليکولونو هر غړي ته هورمون (د يوناني ژبې له اسم صفت ὁρμῶν نه اخستل شوی، چې معنا يې ده «په خوځښت کې ځای پر ځای کېدل) ويل کېږي، کوم غړي چې د يوې پېچلې بيالوژيکي پروسې په مټ لرې غړيو ته لېږدول شوی وی، تر څو فيزيالوژي او د هغوی چلند منظم کړی. هورمونونه د ژويو، بوټو او فونګي د سمې ودې لپاره اړین دي، (فونګي هغو نباتاتو ته ويل کېږی، چې پاڼې، ګل او شين رنګ ونه لري، لکه مرخیړی). د هورمونونو يو ډېرعادي تعريف (يعنې هغه اشاره کوونکی مالیکول چې د زېږېدو له ځايه ډېر لرې فعالیت کوي) ته په کتنې سره څرګندېږي چې، د ماليکولونو ډېر ډولونه به د هورمونونو په ډول وپېژندل شي. د هغو مادو په منځ کې چې هورمونونه بلل کېدای شي دا شامل دي: eicosanoids (لکه: prostaglandins او thromboxanes)، سټيروايډز (لکه اوسټروجين او براسينواسترورايډ)، د امینو اسيد مشتقات (لکه اپينيفرين او اوکسين) (يعنې له امينو اسيد نه تر لاسه شوي)، پروټين/پيپټايډز (لکه انسولین او CLE پيپټآيډز) او ګازونه (لکه ايتيلين او نايټروس اوکسايډ).[۱]

هورمونونه د غړيو او نسجونو ترمنځ د اړيکو لپاره کارول کېږي. په ملا تير لرونکو موجوداتو کې هورمونونه د ډېرو فيزيالوژيکي پروسو او تګلاريزو فعاليتونو د تنظیم کولو دنده په غاړه لري، لکه: هاضمه، ميټابوليزم، ساه اخستل، حسي پوهېدل، خوب، په کار اچول، فشار اچول، وده او پرمختګ، خوځښت، بیا توليد او د حالت اداره کول. په بوټو کې، هورمونونه نږدې د ودې ټول اړخونه برابروي، له راشين کېدو نيولې تر زړېدو پورې.[۲][۳][۴]

هورمونونه په ټاکلو حجرو کې له ځانګړو تر لاسه کوونکو پروټينونو سره په يو ځای کېدو سره په لرې حجرو اغېزې کوي، د کوم په پايله کې چې د حجرې په دنده کې بدلون راځي. کله چې یو هورمون له يوه تر لاسه کوونکي سره يو ځای شي، په پايله کې د سیګنل د لېږد لاره په فعاليت راځي، کوم چې په عمومي توګه د جين په کاپي کولو پيل کوي او په دې ډول د ټاکلو پروټينونو د څرګندېدو وده زیاتيږی (په دې ځای کې د څرګندېدو يا expression  معنا د يو جن د ځانګړتيا يا اغېر څرګندېدو ته ويل کېږي). شونې ده چې هورمونونه په چټکو، غېرجينومي لارو کې هم کار وکړي چې شونې ده له جينومي اغېزو سره همغږي ولري. په اوبو کې وېلې کېدونکي هورمونونه، (لکه پيپټايډز او اماینز) په عمومي توګه د دويمو پیغام وړونکو په مټ د ټاکلو حجرو په سطحه باندې عمل کوي. په غوړيو کې د وېلې کېدو (حل کېدو) وړ هورمونونه، (لکه سټيرايډز) په عمومي توګه د ټاکلو حجرو د پردو د پلازما (که هغه سيټوپلازميک وي او که هستوي) له لارې تېرېږي، تر څو د هغوی په هسته (منځ/زړي) کې فعاليت وکړي. په دوی کې د پام وړ استثنا په بوټو کې «براسينو سټيرايډز» دي، کوم چې که څه هم په غوړو کې د حل کېدو وړ دي، بيا هم د حجرې په سطحه کې د خپل تر لاسه کوونکي سره نښلي. [۵][۶]

په ملا تير لرونکو ژويو کې، افرازېدونکې غدې ځانګړي غړي دي، کوم چې په افرازوونکي اشاروي نظام کې هورمونونه خوشې کوي. د هورمونونو ترشح (افراز/اخراج/ايستل) د ځانګړو بايوشيميايي اشارو په غبرګون کې منځ ته راځي او په عمومي توګه د منفي غبرګونو د برابرولو موخه وي. د بېلګې په ډول: د وينې زيات شکر (د سيروم ګوليکوز راټولېدل) د انسولینو  جوړېدو ته وده ورکوي. له دې وروسته انسولين د ګوليکوزو د کچې د کمولو عمل کوي او «هوميوستاسژ» په خپل ځای ساتي، دا چاره د انسولين د کچې د کمېدو لامل ګرځي. په اوبو کې حل کېدونکي هورمونونه له افراز سره سم د جرياني نظام له لارې په چټکۍ سره لېږدول کېږي. په غوړو کې د حل کېدو وړ هورمونونه بايد د لېږدونکي د «ګلايکوپروټينونونو» (شکر لرونکي پروټينونه) له پلازما سره ونښلي (د بېلګې په ډول: له ګلوبولين سره نښتي تاروکسين (TBG))، تر څو د «ليګانډ-پروټين» ټولګې جوړې کړي. شونې ده ،چې بشپړ فعال هورمونونه د وينې په جريان کې خوشې شي، (لکه: چې په انسولين او وده کړيو هورمونونو کې ليدل کېدای شي)، خو شونې ده چې ځینې د «پروهورمونونو» په څېر حرکت وکړي، کوم چې بايد په ځانګړو حجرو کې د فعاليدو د يو لړ اقداماتو په مټ فعال کړای شوي وي، دوی په عمومي توګه په لوړه کچه منظم وي. افرازونکی نظام نېغ په نېغه هورمونونه د وينې په جريان کې افرازوي (خوشې کوي)، په عمومي توګه دا چاره د پرانيستو لارو لرونکو رګونو په مټ تر سره کېږي، په داسې حال کې چې «ايکسوکراين نظام» (ايکسوکراين هغه نظام دی چې بهر ته ترشح کوي) د لارو په کارولو سره په غیر مستقیم ډول خپل هورمونونه افرازوي. هغه هورمونونه، چې «پاراکراين» دنده پر مخ وړي، د حجرې او نسج تر منځ د شته تشو په مټ تر ټولو نژدې موخه نسج ته شيندل کېږي.[۷]

بوټې د هورمونونو د افرازو لپاره ځانګړي غړي نه لري، خو د هورمونونو د توليد ځانګړې وېش لري. د بېلګې په ډول: «اوکسين» (د بوټو هورمونونه) تر ډېره بريده د نويو پاڼو په څوکو او د څانګو د سرونو په «ميريسټيم» کې توليديږي. د ځانګړو غودو کمښت دا معنا چې ،شونې ده د بوټي د ژوند په اوږدو کې د هورمونونو د توليد مرکزي ځای بدلون ومومي او د توليد ځای يې د بوټي د عمر او چاپېريال پورې اړه لري. [۸]

پېژندنه او ټولکتنه[سمول]

په هارموني اشارو (سيګنل استونه) کې لاندې پړاونه ښکېل دي:[۹]

  1. په يو خاص نسج کې د يو خاص هورمون جوړېدل.
  2. د هورمون زېرمه کول او خوشې کول.
  3. ټاکلې حجرې (حجرو) ته د هورمون لېږدول.
  4. د يوې اړوندې حجرې د پردې يا د حجرو تر منځ د تر لاسه کوونکي پروټين په مرسته د هورمون پېژندل.
  5. د اشارو د لېږد د يوې پروسې په مټ د تر لاسه شوي هارموني اشارې ساتل او پراخول: همدا چاره بيا د حجروي ځواب لامل ګرځي. شونې ده چې د ټاکلو حجرو غبرګون د اصلي هورمونونو د توليدونکو حجرو په مټ وپېژندل شي او له همدې امله ،د هورمونونو په توليد کې کمښت راځي. همدا د هوميوسټيټيک منفي غبرګون کړۍ يوه نمونه ده.
  6. د هورمون ماتېدل.

د هورمون توليدونکې حجرې په افرازي غدو کې موندل کېږي، لکه: د «تايرايډ» غده، د هګيو ځای او خصيتين. «ايکسوسايټوسيس» او د پردې د لېږد نورې طريقې هغه مهال د هورمونونو د افرازولو لپاره کارول کېږي، کله چې د افراز غدودو ته اشاره ورکړل شي. د پرله پسې والي نمونه د هورموني اشارو د پروسې ډېر ساده کېدل دي. شونې ده چې د يوې ځانګړې هورموني اشارې تر لاسه کوونکې حجره، د حجرو د هغو ګڼو ډولونو نه يو ډول وي، کوم چې په بېلا بېلو نسجونو کې پرتې وي، لکه چې په انسولین کې همدا چاره تر سره کېږي، کوم چې د بدني فزيولوژۍ د اغېزو مختلفې لړۍ په جريان راولي. ممکنه ده چې د نسجونو بېلا بېل ډولونه، هماغه يوې هورمونې اشارې ته جلا جلا غبرګون وښيي.[۱۰]

موندنه[سمول]

ارنولډ اډولف برتولډ (۱۸۴۹)[سمول]

ارنولډ اډولف برتولډ فيزيالوژي پوه او ژوپوهاند و، چا چې په ۱۸۴۹ز کال کې، د خصيتينو د دندې په اړه يوه پوښتنه درلوده. هغه په خصي شوو چرګانو کې وليدل چې دوی د هغو چرګانو په څېر جنسي خاصيتونه نه لري، کوم خاصيتونه چې د روغو خصيو والا چرګان لري. هغه پرېکړه وکړه چې په نارینه چرګانو يوه تجربه تر سره کړي، تر څو دا ښکارنده و ازمايي. هغه د روغو خصيو لرونکي يو شمېر چرګان وساتل او ويې لیدل چې دوی د عادي اندازې ججوري او ککرې لري (دا دويمه درجه جنسي غړي دي)، عادي اذان کوي او عادي جنسي او تېری کوونکې ځانګړتياوې لري. هغه داسې چرګان ساتلي وو چې خصيې يې د جراحي عملياتو په مټ لرې کړای شوې وې، هغه ولیدل چې د دې چرګانو د دويمې درجې جنسي غړيو اندازه کمه شوې وه، کمزوری اذان يې کاوه، د ښځينه چرګانو په وړاندې يې جنسي تمايلات نه درلودل او تېري کوونکي نه وو. د دې حالت د لا زياتې ازموينې لپاره، هغه يوه خصيه لرې کړه او دا يې د خيټې په تشه کې ځای پر ځای کړه. چرګانو فعاليت پيل کړ او عادي فزيکي اناتومي يې درلوده. هغه وتوانېد چې وویني چې د دې خصيتينو ځای کوم اهميت نه لري. له دې وروسته هغه غوښتل چې وګوري چې ايا دا جنيتيکي لامل و، کوم چې په خصيتونو کې ښکېل دی او دا دندې وړاندې کوي. هغه د يو بل چرګ يوه خصيه په هغه چرګې وکرله، چې يوه خصيه يې لرې کړای شوې وه، هغه وليدل چې دوی عادي چلند او همدا راز فزيکي اناتومي درلودله. برټولډ پرېکنده و چې د جنسي غړيو او چلندونو په اړوند د دې خصيتونو ځای او جينيتيکي لاملونه اهميت نه لري، بلکې په خصيتونو کې ځينې افراز شوي کيمياوي مواد د دې ښکارندې لامل ګرځېدلي دي. وروسته دا څرګنده شوه، چې دا لامل هارموني «ټيسټوسټرون» و، (يسټوسټرون د نارينه جنسي هارمون دی).[۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. Shuster M (2014-03-14). Biology for a changing world, with physiology (الطبعة Second). New York, NY. OCLC 884499940. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781464151132. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Neave N (2008). Hormones and behaviour: a psychological approach. Cambridge: Cambridge Univ. Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521692014. ضع ملخصاProject Muse. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Hormones". MedlinePlus. U.S. National Library of Medicine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Hormone - The hormones of plants". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "30 Years of the Mineralocorticoid Receptor: Nongenomic effects via the mineralocorticoid receptor"]. The Journal of Endocrinology 234 (1): T107–T124. July 2017. doi:10.1530/JOE-16-0659. PMID 28348113. 
  6. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "BRI1 is a critical component of a plasma-membrane receptor for plant steroids"]. Nature 410 (6826): 380–3. March 2001. doi:10.1038/35066597. PMID 11268216. Bibcode2001Natur.410..380W. 
  7. Miller, Benjamin Frank (1997). Miller-Keane Encyclopedia & dictionary of medicine, nursing & allied health. Claire Brackman Keane (الطبعة 6th). Philadelphia: Saunders. OCLC 36465055. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7216-6278-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Plant Hormones/Nutrition". www2.estrellamountain.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nussey S, Whitehead S (2001). Endocrinology: an integrated approach. Oxford: Bios Scientific Publ. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85996-252-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Nussey S, Whitehead S (2001). Endocrinology: an integrated approach. Oxford: Bios Scientific Publ. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85996-252-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Belfiore A, LeRoith PE (2018). Principles of Endocrinology and Hormone Action. Cham. OCLC 1021173479. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319446752. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Molina PE, المحرر (2018). Endocrine Physiology. McGraw-Hill Education. OCLC 1034587285. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781260019353. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)