سردار پاینده محمد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار پاينده خان

سردار پاينده خان (1758 ز. - اکتوبر، 1800 ز.) (په انگرېزي: Sardar Payinda Khan Muhammadzai) چې بشپړ نوم يې سردار پاينده خان محمدزی دی، په 1774 ز. کې د بارکزيو مشر شو او د تېمور شاه لخوا ورته د سرفراز خان لقب ورکړل شو. خو په 1799 ز. کال کې د سياسي تربگنيو له مخې يې ټول لقبونه له لاسه ورکړل. هغه ته د سردارۍ لقب د تېمور شاه ابدالي لخوا ورکړل شوی و.

مخينه او زده کړې

سردار پاينده خان محمدزی د حاجي جمال خان محمدزي زوی و. هغه په ځانگړي توگه زده کړې ترلاسه کړي وې.

شخصي ژوند

نوموړي اته ماندينې درلودې چې په دې توگه دي:

  1. لومړنۍ ښځه يې د محمدزيو د نصرت خېل له ټبره وه.
  2. دويمه ښځه يې د بارکزيو د ملک دين زيو له ټبره وه.
  3. درېمه ښځه يې يوه کوهستانۍ وه
  4. څلرومه ښځه يې يوه نصرت خېله وه
  5. پنځمه ښځه يې د هوتکو د ادوخېلو د ټبر نه وه.
  6. شپږمه ښځه يې يوه الکوزۍ وه
  7. اوومه ښځه يې زينب بېگم (د موسی خان واخ جوانشېر قزلباش لور) وه
  8. اتمه ښځه يې يوه هزاره وه

زامن

د سردار پاينده خان پنځه ويشت زامن او څلور لورگانې وې.

  1. سردار فتح علي خان
  2. نواب اسدالله خان
  3. سردار تېمور قلي خان
  4. نواب عبدالجبار خان
  5. سردار محمد اعظم خان
  6. نواب عبدالصمد خان
  7. سردار پردل خان محمدزی
  8. سردار شېردل خان محمدزی
  9. سردار عطا محمد خان
  10. سردار يار محمد خان
  11. امير المومنين امير کبير امير دوست محمد خان
  12. سردار کهندل خان
  13. سردار امير محمد خان
  14. نواب توراباز خان
  15. سردار سلطان محمد خان طلايي
  16. سردار رحيم دل خان
  17. سردار مهردل خان
  18. سردار سيد محمد خان
  19. سردار پير محمد خان
  20. سردار محمد زمان خان
  21. سردار محمد زمر خان
  22. سردار حيدر خان
  23. سردار اسلم خان
  24. سردار جمعه خان
  25. سردار خيرالله خان

لوڼې

وفا بېگم

مړينه

نوموړی د 1888 ز. کال د اکتوبر په مياشت کې په کندهار کې د شاه زمان په امر او په دې تور چې د شاه په وړاندې توطيه جوړه کړې ووژل شو.

باندنۍ تړنې

سرچينې