منځپانگې ته ورتلل

محمد هاشم ميوندوال

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد هاشم ميوندوال
محمد هاشم ميوندوال
محمد هاشم ميوندوال

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۲ مارچ ۱۹۲۱
کابل   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 1 اکتوبر 1973 (52 کاله)[۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
کابل   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د افغانستان پرمختللی دیموکراتیک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د افغانستان لومړی وزير   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹۶۵  – ۱۹۶۷ 
عملي ژوند
تعلیم حبيبيه عالي ليسه   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک سياستوال ،  ډیپلوماټ ،  خبريال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه دري ،  انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
محمد هاشم ميوندوال

محمد هاشم ميوندوال (زوکړه: ۱۹۲۱ د مارچ ۱۲ - مړینه: ۱۹۷۳ د اکتوبر لومړۍ نېټه) د افغانستان پخوانی لومړی وزير او په متحده ایالاتو، برتانیې او پاکستان کي د هیواد استازی وو. نوموړی د محمد داود خان د جمهوري دورې له مسلکي او لوړ پوړو غړو څخه ګڼل کېدی. میوندوال په ۱۹۷۳ کال کي د خلق او پرچم له لوري په زندان کي د یو توطیې پر بنسټ بندي او بیا ووژل سو.

ژوندلیک او سیاست

میوندوال د یوه ملا زوی وو چي په اصل کي یې د بخارا (ننني ازبکستان) سره اړه درلوده. نوموړی په کابل کي له لېسې څخه تر فارغېدو وروسته ژورنالیست سو او څو ورځپاڼي یې مخته وړلې. د ۱۹۵۰مو کلونو په ترڅ کي میوندوال د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له خوا د ۱۹۵۵ څخه تر ۱۹۶۳ پوري د انګلستان، متحده ایالاتو او همدارنګه پاکستان لپاره یو په بل پسې د استازي او ډیپلوماټ په توګه وټاکل سو.

د ۱۹۶۵ کال په اکتوبر کي د نوې مقننه شورا تر ټاکنو وروسته کله چي د کابینې له لوري د تصویب پر سر سیاسي ستونزي راپورته سوې، په هیواد کي لاریونونو زور واخیست او د شاهي پوځ د مداخلې له امله لږ تر لږه درې محصلین ووژل سول. د یادي پیښي له کبله وړاندیز سوې کابینه بیرته واخیستل سوه، او نوې کابینه د محمد هاشم میوندوال په مشرۍ پرته له کوم مخالفت څخه ومنل سوه.

میوندوال ډېر ژر له محصلینو سره مثبتي اړیکي ټینګي کړې، او ددې ترڅنګ یې دا هم په ډاګه کړه چي د محصلینو سیاسي فعالیتونه به محدود وي.

میوندوال د ۱۹۶۵ کال د نومبر له ۲مي تر ۱۹۶۷ کال د اکتوبر تر ۱۱مي د افغانستان د صدراعظم (لومړي وزیر) په توګه دنده تر سره کړه. نوموړی د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارې هم څه وخت سمبال کړې، او وروسته یې د خرابي روغتیا له امله استعفا ورکړه. میوندوال اولاد نه درلود، او خپله ټوله شتمني یې خپل وراره ته پرېښوده، کوم چي کاناډا ته کډوال سوی وو، خو شتمني یې وروسته دولت ضبط کړه.

په ۱۹۶۶ کال کي میوندوال د (Progressive Democratic Party) بنسټ کېښود، چي یو چپي خو سلطنتي ګوند وو. دغه ګوند تدریجي سوسیالیزم او پارلماني دموکراسۍ ته ژمن وو. میوندوال چي تر دې یو کال مخکي په ۱۹۶۵ کي پارلمان ته بریالی سوی وو، خپله څوکۍ یې بیرته له لاسه ورکړه.

وژنه

په هیواد کي د شهزاده محمد داوود خان له خوا د ۱۹۷۳ز د کودتا له لاري قدرت ته رسېدل، هغو کسانو ته ډېره درونه تمامه سوه چي تر ظاهرشاه وروسته یې د واک د ترلاسه کولو تمه لرله، لکه سردار عبدالولي او ځیني نور کسان.

د راپورونو پر بنسټ یوه بله کودتا چي ښايي میوندوال به یې هم برخه وو که یا، خو خلق او پرچم د نوموړي پر وړاندي توطیه په لاره واچول او هغه یې په زور او جبر په برخه لرلو باندي تورن کړ، دا ځکه میوندوال لوېدیځ پلوه شخصیت ګڼل کېدی، او له کمونسټي افکارو سره یې نه لګېدل. په حکومت کي دننه خلق او پرچم ډلو د ۱۹۷۳م کال د سپټمبر په ۲۰مه نېټه میوندوال او شل نور کسان نیول، چي پکښي د هوايي ځواکونو نوی لوړپوړی قوماندان، دوه برحاله جنرالان، پنځه کرنلان، او د شاهي دورې د له منځه تللي ولسي جرګې یو غړی هم شامل وو.

ویل کېږي چي د میوندوال د نیولو خبر د ډېرو لپاره حیرانونکی وو، ځکه چي ولسمشر داوود له هغه سره ډېره مینه درلوده، او میوندوال دا وخت د بهرنیو چارو په وزارت کي دنده تر سره کوله، او ددې ترڅنګ یې د ولسمشر داوود له ورور محمد نعیم سره ښې اړیکي درلودې. د کمونسټ ګوند د پرچم څانګي دا مهال د کورنیو چارو وزارت تر بشپړ کنټرول لاندي راوستلی وو، او دوی وېره لرله چي ښايي ولسمشر داوود، میوندوال بیرته وبخښي، نو ځکه یې د ۱۹۷۳ز کال د اکتوبر په ۲۰مه، نېټه اوازه خپره کړه چي ګواکي میوندوال د محکمې تر پرېکړي وړاندي ځان وژنه کړې ده. خو په هیواد کي د خلق او پرچم وروستیو جنایاتو دا باور قوي کړ، چي هغه د کمونسټانو له لوري د شکنجو په پایله کي وژل سوی دی.

د هغه مړی د پولیسو له خوا په پټه توګه د کابل په جنوب کي د شهداي صالحین په هدیره کي خاورو ته وسپارل سو، چي وروسته دا ځای په ۲۰۰۴ز کال کي د داوود ملکیار له خوا وموندل سو.

د معلوماتو پر اساس د پرچمیانو په لاس ددې جنایت له امله ولسمشر داوود خان وروسته د خپل حکومت له کابینې څخه پرچمیان وشړل.

انځورتون


  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/123329639 — خپرېدونېټه: ۱۴ اگست ۲۰۱۵ — سرليک: Lua error د چلنوال:Unicode_data په 310 کرښه کې: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). — منښتلیک: Creative Commons CC0 License