منځپانگې ته ورتلل

عبدالله يکتا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالله يکتا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۶ می ۱۹۱۴ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۷ جولای ۲۰۰۳ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

عبدالله يکتا, چې عبدالله يفتلي هم يادېده (۶ د مۍ، ۱۹۱۴ ز. – ۱۷ د جولای، ۲۰۰۳ ز.)[۲][د سمو سرچينو د ښودلو اړتيا] له ۱۱ د اکتوبر نه تر ۱ د نومبر ۱۹۶۷ ز. کال پورې د افغانستان د کورنيو چارو وزير و. هغه په کابل کې زېږېدلی و او بيا وروسته په ۲۰۰۳ کي د امريکا متحده ايالاتو کې د کډوالۍ پر مهال ومړ.

لومړی ژوند

عبدالله یفتلي د ۱۲۹۳ لمريز کال د ثور په ۱۵مه چي د ۱۹۱۴ زیږدیز کال د می له ۶مي سره سمون خوري، په کابل ښار کي نړۍ ته سترګي پرانیستلې. نوموړی د میرزا محمد خان یفتلي یوازینی زوی وو، او له آره یې د بدخشان د یفتل سیمي سره اړیکه درلوده. د یفتلي پلار، میرزا محمد د افغانستان د مشروطه‌ غوښتونکو د غورځنګ، چي د "ویښو زلمیانو" په نوم یادېدی. له مخکښو غړو څخه وو. عبدالله یفتلي خپل لوړي زده کړي په جاپان هیواد کي بشپړي کړې، او تر هغه وروسته هیواد ته راستون سو.[۳]

حکومت او دندي

یفتلي په ۱۹۴۹ کال کي د مالیې وزارت د عوایدو رئیس وټاکل سو، او په ۱۹۵۰مو کلونو کي یې د پلان په وزارت کي دنده ترسره کړه. په ۱۹۶۲ کال کي نوموړی د پلان وزارت مرستیالي ته ورسېدی، او ورپسې په همدغه کال د پلان وزیر سو. یفتلي درې کاله وروسته د ۱۹۶۵ له نومبر څخه د ۱۹۶۷ تر جنوري پوري د مالیې وزیر وو، او په ۱۹۶۷ کي یې بیرته د پلان وزارت لاسته راوړ. هغه همدارنګه په ۱۹۶۷ کي د افغانستان دویم مرستیال صدراعظم هم وو، او له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۱ پوري یې د لومړي مرستیال صدراعظم په توګه دنده ترسره کړه.یفتلي له ۱۱ اکتوبر تر ۱ نومبر ۱۹۶۷ پوري د افغانستان سرپرست صدراعظم ګڼل کېدی.

مړینه

عبدالله یفتلي په ۲۰۰۳ کال کي د امریکا په متحده ایالاتو کي وفات سو.

سرچينې