سلطان علي کشتمند
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
زدکړنځی | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات |
---|
سلطان علي کشتمند (۱۳۱۶ هـ. ل. - ) (په انگرېزي: Sultan Ali Keshtmand) يو افغان کيڼ لاسی سياستپوه دی. نوموړی په ۸۰ مې لسيزې کې دوه څله د افغانستان د کمونسټ ډيموکراټيک جمهوريت د لومړي وزير دنده پر غاړه لرله، د هغه د لومړي وزيرۍ، لومړنۍ دوره له ۱۹۸۱ ز. نه تر ۱۹۸۸ ز. پورې وه او دويمه دوره يې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۰ ز. کال پورې وه. نوموړی د خلقي او پرچمي دوه روسپالو مارکسيستي ډلو څخه د پرچم د اړخ سياسي گوند غړی و. لکه څنگه چې اوس دغه دوه سياسي اړخونه د حامد کرزي د حکومت په ملاتړ د جبه متحد په نوم يادېږي ، نوموړی هم د همدې ډلې فعال غړی دی .
مخينه
سلطان علي کشتمند د نجف علي زوی دی. هغه په کابل کې زېږېدلی. هغه د هزاره توکم پورې تړاو لري. نوموړي خپلې زده کړې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنڅي کې سر ته رسولي او د زده کړو له مهال نه د افغانستان د خلق او پرچم د يوازيني گوند غړيتوب يې ترلاسه کړی. کله چې د پرچم په نامه گوند د خلق له گوند څخه بېل شو نو بيا دی هم د خلق له گونده بېل شو او د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې ېې د پرچم گوند سره واړوله .
دندې
- له ۱۳۴۰ هـ. ل. کال نه د کانونو د وزارت د صنايع په رياست کې دنده.
- له ۱۳۴۴ هـ. ل. کال نه د کانونو د وزارت د لاسي صنايع په رياست کې دنده.
- له ۱۳۴۵ هـ. ل. کال نه د منجمنټ مديريت د کانونو په وزارت کې
- له ۱۳۵۸ هـ. ل. کال نه د پلان وزير او د لومړي وزير مرستيال.
- له ۱۳۶۰ هـ. ل. کال نه د وزيرانو د شورای او د پلان جوړولو د کميټې مشر.
- له ۱۳۶۱ هـ. ل. کال نه تر ۱۳۶۷ هـ. ل. کال د وزيرانو د شورای مشر.
- له ۱۳۶۷ هـ. ل. کال نه د سياسي بيرو غړی او د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند د مرکزي کميټې منشي.
- د ۱۳۶۷ هـ. ل. کال د کب له مياشتې د وزيرانو د شورا د اجرايوي کميټې مشر.
- د ۱۳۶۹ هـ. ل. کال د غبرگولي له مياشتې تر تلې تر مياشتې د ولسمشر لومړی مرستيال.
واک اخيستنه له Unknown څخه |
د صنايع او معدنونو وزير 1960 - 1972 |
واک سپارنه و Unknown تـــه |
واک اخيستنه له Unknown څخه |
د پلان وزير 1978 |
واک سپارنه و Unknown تـــه |
واک اخيستنه له حفيظ الله امين څخه |
د لومړي وزير مرستيال 1980 - Unkown |
واک سپارنه و Unknown تـــه |
واک اخيستنه له Unknown څخه |
د پلان وزير 1981 |
واک سپارنه و Unknown تـــه |
واک اخيستنه له ببرک کارمل څخه |
د افغانستان لومړی وزير June 11, 1981-May 26, 1988 |
واک سپارنه و محمد حسن شرق تـــه |
واک اخيستنه له محمد حسن شرق څخه |
د افغانستان لومړی وزير February 21, 1989-May 8, 1990 |
واک سپارنه و فضل حق خالقيار تـــه |
واک اخيستنه له حاجي محمد څمکنی څخه |
Vice President of Afghanistan 1990 – 1991 |
واک سپارنه و عبدالرحيم حاتف تـــه |
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- د افغانستان لومړي وزيران
- د ۱۹۳۵ زېږېدنې
- ژوندي خلک
- افغان کمونستان
- افغان سياستپوهان
- په افغانستان کې د روس پلوې جگړې ښکېل خلک
- د افغانستان د خلق ډيموکراټيک گوند سياستپوهان
- د شمالي ټلوالې غړي
- د افغانستان د کمونيست پرچم ډلې سياستوال
- افغان کميونيسټي واکمنان
- د افغانستان د پرچم ډلې سياستوال