محمد حسن شرق
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
زدکړنځی | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین |
محمد حسن شرق (زوکړه: د ۱۹۲۵ زکال د جولای ۱۷مه) پخوانی افغان سیاستوال دی چې تر ډېره پورې د افغانستان په کمونېستي دولت کې فعال و. نوموړی د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت د واکمنۍ پر مهال د وزیرانو د شورا مشر و. دی په ۱۹۸۷ زکال کې د لویې جرګې له خوا د نوي اساسي قانون له تصویب کېدو وروسته د ملي مصالحې مشر وټاکل شو، په داسې حال کې چې د هغه دفتر د محمد نجیب الله د ولسمشرۍ د دفتر په وړاندې ډېر لږ واکونه لرل. [۱]
سیاسي ژوند
شرق د افغانستان د پاچاهي نظام پر مهال د لومړي وزیر محمد داوود خان تر مشرۍ لاندې د کابینې ویاند و. هغه مهال چې سردار محمد داوود خان د لومړي وزارت، د ملي دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت واګې په خپل لاس کې واخیستې، شرق یې د مرستیال لومړي وزیر په توګه وګماره. همدارنګه یې له ۱۹۷۵ زکال څخه تر ۱۹۷۶ زکال پورې د داوود خان په کابینه کې د مالیې د وزیر په توګه خدمت وکړ. د دغو دندو په خوا کې ده د لومړي وزیر محمد داوود خان او د هغه د ملي غورځنګ ګوند ویاندويي هم کوله. [۲]
د ۱۹۸۶ زکال په مارچ میاشت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل خان د مجاهدینو مشران، پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او د افغانستان د پخوانیو حکومتونو وزیران راوبلل څو د ملي یووالي په حکومت کې ونډه واخلي. په ۱۹۸۹ زکال کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتو له پیل او د جینوا د هوکړې له اجرایي کېدو دوه اونۍ وروسته د افغانستان نوې ملي شورا د ۱۹۸۹ زکال د مۍ په ۳۰مه نېټه جوړه شوه چې ولسي جرګې یې ۱۸۴ او مشرانو جرګې یې ۱۱۵ څوکۍ لرلې. د ولسي جرګې ۶۲ او د مشرانو جرګې ۸۲ څوکۍ د مقاومت ډلې (مجاهدینو) ته خالي پرېښودل شوې. ولسمشر نجیب الله هم شرق د ملي مصالحې د مشر په توګه د سلطان علي کشمند پر ځای د وزیرانو د شورا نوی مشر وټاکه. د دغې ټاکنې موخه هم دا وه څو وښيي چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند نه غواړي هېواد نور هم په کړکېچ کې ښکېل وي او غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي. خو له دې سره هم د افغانستان نوي اساسي قانون ډیری واکونه ولسمشریزې ماڼۍ ته پرېښودل چې ولسمشر نجیب الله په کې مرکزي رول درلود. [۳]
شرق له دې وړاندې د ۱۹۸۷ زکال له جون میاشتې راهیسې د وزیرانو د شورا د مرستیال او له هغو وړاندې هم په هند کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه خدمت کړی و. د افغانستان د کمونېست ګوند له پرچم ډلې سره د شرق اړوندتیا چې د شهید داوود خان مهال ته اړوندېده دغه موضوع یې بې معنا کړه چې ګویا هغه له خلق دیموکراتیګ ګوند سره اړیکه نه لري. په همدې ترتیب هغه مهال چې نوموړي د جون میاشتې په اوومه نېټه خپله کابینه اعلان کړه په دغو کې ۱۱ نوو وزیرانو او ۱۰ پخوانیو وزیرانو شتون درلود چې په واقعیت کې ډیری دغو وزیرانو په پخوانیو رژیمونو کې په لوړ څوکیو خدمت کړی و؛ همدا و چې دغې چارې د هغه د نوو وزیرانو د نه اړوندتیا اعتبار کمزوری کړ. سربېره پر دې د دولتي امنیت او بهرنیو چارو وزارت واکمن وزارتونه د خلق دیموکراتیک ګوند په ولکه کې پاتې شول. د هغه په هڅو کې یوه استثنا دا وه چې ده د مقاومت ډلې یو درناوي وړ تقاعد شوي جنرال ته د ملي دفاع وزارت څوکۍ جلا کړه، خو بالاخره دغه څوکۍ په اګست میاشت کې د پوځ لوی درستیز شهنواز تڼي ته ورکړل شوه چې د کمونېست ګوند خلق ډلې ته اړوند و. [۴]
له همدې امله ډاکټر نجیب الله ونشو کولای د ۱۹۸۷ زکال په جنوري میاشت کې د خپلې ملي مصالحې د سیاست له اعلان وروسته تر دوه کلونو پورې د مقاومت د ډلې یوه اصلي څېره او افغان کډوال په خپل دولت کې جذب کړي. د ۱۹۸۸ زکال پر مهال دوه نوي ولایتونه – په شمال کې سرپل او په شمال ختیځ کې نورستان – هغوی ته د څېرمو ولایتونو څخه د یو شمېر برخو په جلا کولو جوړ شول. په دواړو مواردو کې داسې ښکاري چې د دغې چارې موخه یې د یو نوي داسې موجودیت رامنځته کول وو چې په یوه کې یې هزاره لږکی قوم او په بل کې هم نورستاني لږکی قوم واک ولري. دغه نوي بدلون په نوي جوړ شوي پارلمان کې دغو قومونو ته د څوکیو ورکړه تضمین کوله. همدغه مهال د شرق تر مشرۍ لاندې حکومت هغه ځانګړې ادارې او وزارتونه لغو کړل چې د شوروي پر سبک یو لړ مفاهیم یې لرل. شرق د ۱۹۸۹ زکال په فبروري میاشت کې د ډاکټر نجیب الله له دولت څخه استعفا ورکړه، هغه ګام چې د ملي مصالحې د حکومت په جوړولو کې یې د افغان دولت او وګړو د ماتې څرګندويي کوله. دی د افغانستان د لویدیځ فراه ولایت اصلي اوسېدونکی دی او له ۱۹۸۶ زکال څخه یې تر ۱۹۹۰ زکال پورې د ولسمشر محمد نجیب الله په دولت کې د لومړي وزارت پر څوکۍ کار کړی.
سرچينې
- ↑ Profile of Mohammad Hasan Sharq
- ↑ "Historical dictionary of Afghanistan - PDF Free Download". epdf.pub.
- ↑ Ed 2002 43rd, Taylor & Francis Group (2003). The Europa World Year Book 2003. Taylor & Francis. ISBN 978-1-85743-227-5. نه اخيستل شوی 2009-03-23.
- ↑ Ed 2002 43rd, Taylor & Francis Group (2003). The Europa World Year Book 2003. Taylor & Francis. ISBN 978-1-85743-227-5. نه اخيستل شوی 2009-03-23.
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- د افغانستان لومړي وزيران
- د شورای نظار غړي
- د شمالي ټلوالې غړي
- افغان کمونيستان
- د افغانستان د کمونيست پرچم ډلې سياستوال
- د افغانستان د پرچم ډلې سياستوال
- افغان سفيران