منځپانگې ته ورتلل

محمد نور احمد اعتمادي

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد نور احمد اعتمادي
محمد
محمد نور احمد اعتمادي
محمد نور احمد اعتمادي
محمد نور احمد اعتمادي

د افغانستان لومړی وﺯير
د شخص معلومات
اصلي نوم محمد نور
پيدايښت ۲۲ فېبروري ۱۹۲۱
کندهار، افغانستان
مړینه ۱۶ سېپتمبر ۱۹۷۹ (۵۸ کال کلن)
کابل   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال ،  ډیپلوماټ   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ

محمد نور احمد اعتمادي د افغانستان پخوانی لومړی وزير، سیاسي څېره او ډیپلوماټ وو. نوموړي له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۷۱ پوري د افغانستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

ژوند او سیاست

اعتمادي په کندهار ښار کي زېږېدلی وو. نوموړی سیاست ته له داخلېدو سره سم له ۱۹۶۴ نه تر ۱۹۶۵ پوري پاکستان ته د افغانستان د استازي په توګه ولېږل سو. ورپسې په ۱۹۶۵ کال کي د بهرنیو چارو وزیر وټاکل سو او د ۱۹۶۷ د نومبر پر ۱ نېټه یې د افغانستان د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه. اعتمادي د اقتصادي ستونزو په حل باندي د نه توانېدلو له امله د ۱۹۷۱ کال د جون په ۹ نېټه له دواړو دندو لیري کړل سو او دا ځل یې په ایټالیا کي د افغانستان د سفیر په توګه چاري په لاس کي واخیستې.

اعتمادي د ډېرو هغو سیاستوالو پر خلاف چي د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال مشهوره وه، د ۱۹۷۳ کال تر کودتا وروسته هم په واک کي پاته سو، او کله چي د محمد داوود خان تر مشرۍ لاندي جمهوري نظام رامنځته سو، نوموړي ایټالیا پرېښوده او تر ۱۹۷۶ پوري د شوروي اتحاد لپاره د افغانستان سفیر وټاکل سو. تر یادي دندي وروسته دویم ځل بیا پاکستان ته د سفیر په توګه ولېږل سو، او دا دوره یې د ۱۹۷۸ تر کمونستي کودتا پوري وغځېده.[۱]

وژنه

تر کمونسټي کودتا وروسته اعتمادي، بېله دي چي د کمونسټانو په اصلیت ځان پوه کړي، بېرته افغانستان ته ستون سو. هلته له رسېدو سره سم په ۱۹۷۹ کال کي د محمد ظاهر شاه او داوود خان د حکومتونو له ګڼو نورو چارواکو سره چي پخوانی لومړی وزیر محمد موسی شفیق هم پکښي شامل وو، د دار تختې ته پورته کړل سو.

کورنۍ

نور احمد اعتمادي د غلام احمد زوی او د اعتماد الدوله سردار عبدالقدوس لمسی وو، او تر ځان وروسته یې درې اولادونه پرېښودل.

دا هم وګورئ

سرچینې

  1. http://www.afghan-dic.com:8080/_layouts/15/mobile/dispforma.aspx?List=b19c7912-0db6-41db-9e8f-c6718172067c&View=d314d832-864f-460d-ba80-53cbc94e5cf3&ID=230&wdFCCState=1[مړه لينکونه]