حفيظ الله امين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حفيظ الله امين
حفيظ الله امين
د افغانستان درېيم هېوادمشر
نور محمد ترکی
ببرک کارمل
د شخص معلومات
پيدايښت ١ د اگست، ١٩٢٩
پغمان
مړینه ۲۷ د دېسمبر، ١٩٧٩
د مړینې لامل مرمۍ زخم  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د خلق ډموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

حفيظ الله امين (۱۳۰۸ ل - ۱۳۵۸ هجري لمريز کال د مرغومي ۶)، (١ د اگست]] ، کال ١٩٢٩ - ٢٧ ډېسمبر ۱۹۷۹) (په انگرېزي: Hafizullah Amin) د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی تر نور محمد تره کي وروسته د افغانستان په کچه درېيم هېوادمشر ، د مارکسيسېزم-لېنينېزم تيورۍ پلوی او د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت دويم مشر پاتې شوی. داسې ويل کېږي چې حفيظ الله امين د امريکا پلوی وو او تر مړينې وروسته بيا روسانو او د ده نورو مخالفو ډلو غړو دی د سي ای اې (CIA) د جاسوس په تور هم ياد کړی. اړینه ده وویل شي ، چې له امریکا او له سي ای اې سره د حفیظ الله امین د پټو اړېکو په اړه کوم اسناد شتون نه لري او داسې احساسیږي ، چې دا خبره د ده د سیاسي مخالف لوري، په تېره بیا په لومړي سر کې د ستمي او بيا پرچمي کړيو غړي ببرک کارمل لپاره یوه داسې پلمه وه چې شورویان د ده له منځه وړلو ته نور هم راولمسوي . د حفيظ الله امين د حکومت په ١٠٤ ورځنۍ موده کې، پرته د يوې ناکام پوځي بغاوت او بلوا څخه بل کوم داسې سرغړونه او د ده په وړاندې ولاړېدنه نه ده تر سترگو شوې.

مخينه زده کړې او دندې[سمول]

حفيظ الله امين د حبيب الله زوی د ۱۳۰۸ لمريز لېږدېز کال د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو د کلي په يوه روښانده کورنۍ کې زېږېدلی او د يوه دولتي مامور زوی وو. امين لا کوشنی وو، چې پلار يې په حق ورسېد . د ده پلار د خپل ټول ماموریت پر مهال تر ۷ رتبې پورته نه وو تللی . حفيظ الله امين د پلار تر مړينې وروسته د خپل مشر ورور عبدالله، چې هغه مهال د يوه لومړني ښوونځي ښوونکی وو، تر پالنې او روزنې لاندې ونيول شو . ده خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په لومړني ښوونځي کې پای ته ورسولې . منځنۍ زده کړې يې د کابل په دارالمعلمين کې ترسره کړې . تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د شمېر پوهنې او پنځپوهنې (رياضي او فيزيک) په څانگو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او بيا يې بری ليک ترلاسه کړ . د ساينس پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته يې لومړی د کابل په دارالمعلمين کې د ښوونکی په توگه، بيا وروسته د ابن سینا لېسې د مدير مرستيال په توگه او ورپسې د ابن سينا ليسې د مدير په توگه دندې ترسره کړې . پر ۱۳۳۶ لمريز (١٩٥٧ ز) کال د ښوونې او روزنې د ادارې په څانگه کې د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ته واستول شو . هلته کولمبيا پوهنتون کې د روزنپوهنې په زده کړو بوخت شو . د زده کړو د بشپړېدو په پایله کې يې د ماسټرۍ پوهنيزه درجه واخيسته او هېواد ته راستون شو . هېواد ته تر راستنېدو وروسته د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د پوهنيارۍ په پوهنیزې درجې سره د استاد په توگه په کار وگومارل شو . تر دې وروسته يو ځل بيا د ابن سينا لېسې د مدير په توگه او ورپسې د کابل د دارالمعلمين د مدير په توگه دنده ترسره کړه . دا مهال يې له نور محمد تره کي سره اړيکي ټینگ شول . امين په دارالمعلمين کې تر څه مودې دندې سرته رسولو وروسته د ښوونې او روزنې وزارت کې د ښوونکي د روزنې د نوي جوړ شوي مديريت پر دنده وگومارل شو . پر ۱۳۴۱ ل (١٩٦٢ ز) کال په کانکور ازموينه کې تر بري وروسته د دوکتورا د اخيستو په نيت يو ځل بيا امريکا ته ولاړ . دی پر ۱۳۴۲ لمريز کال په امريکا کې د افغان زده کړيالو په کالنۍ غونډه کې د افغان زده کړيالو د ټولنې د مشر په توگه وټاکل شو . دا ځل دی له هېواد څخه د باندې د افغانستان د زده کړيالو په ټولنه کې د لومړی ځل لپاره په سياست کې ننوت او په سياسي کارندتياوو يې پيل وکړ. د زده کړې په وختونو کې چې کله نوموړی د لنډمهال لپاره د کولمبيا پوهنتون په انگړ کې د زده کوونکيو نړۍ کې اوسېده، دا هماغه مهال وو چې حفيظ الله امين د مارکسيزم سره لېوالتیا ومونده، که څه هم چې د شپېتو لسيزه د گډوډۍ لسيزه وه چې هر څوک د سياست په ډگر کې نه پرېښودل کېدل، خو د کولمبيا پوهنتون له پلوه کوم داسې خنډ نه وو.

حفيظ الله امين پر ۱۳۴۴ لمريز (١٩٦٥ ز) کال پرته د دوکتورا له اخيستلو بېرته خپل هېواد ته راستون شو، له نور محمد تره کي سره تړاو ټینگ کړ او د گوند په سپارښتنه يې د پارالمان په ۱۲ دوره کې ولسي جرگې ته له پغمان ولسوالۍ څخه ځان د وکيل په توگه نوماند کړ، خو پاتې راغی . تر دې وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې يو کال د ښوونکی په توگه او بيا ورپسې يې درې کاله په ابتدايي تدريساتو رياست کې دنده ترسره کړه . نوموړی ډېر ژر د افغانستان د خلک دیموکراتیک گوند غړی شو، او د همدغه گوند يو ډېر وتلی لوړ پوړی مارکسيست خلقی شو.

حفيظ الله امين دافغانستان پارالمان ته د ټاکنو په ۱۳ دوره کې ځان ولسي جرگې ته نوماند کړ او هغه مهال د پغمان ولسوالۍ د خلکو د استازي په توگه په ټاکنو کې بريالی شو او ۴ کاله د پغمان ولسوالۍ د وکيل په توگه پاتې شو . نوموړی پر ۱۳۵۲ ل کال په افغان وسله وال پوځ کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پازوال په توگه ددغه گوند په گټه تبليغ او ترويج زيات او لا کارنده کړ، چې وروسته يې د ۱۳۵۷ ل کال د غويي د مياشتې پر ۷ نېټه د هېوادمشر محمد داود پرضد او د هغه د واکمنۍ د راپرزولو په خاطر په وسله وال پاڅون کې ډېره مرسته ورسره وکړه .

د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي د ۷ نېټې پاڅون[سمول]

د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر ۶ سردار محمد داود نور محمد تره کی او د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند يو شمېر نور جگپوړي غړي ونيول او بنديان يې کړل . پر دې بله ورځ يانې د غويي پر ۷ حفيظ الله امين پر هېوادمشر سردار محمد داود باندې د کودتا مشري پر خپله غاړه واخيسته او د پوځ ځینو پوځي ټولگيو ارگ کلابند کړ .

د سردار محمد داود خان د مړينې نه وروسته نو بيا د خلق ډيموکراټيک گوند د افغانستان واکمن گوند شو او په همدې توگه نور محمد ترکی چې په هغه وخت کې د گوند مشر وه، ولسمشر وټاکل شو او حفيظ الله امين او ببرک کارمل د ولسمشر د لومړي وزير مرستيالان شول. په همدغه وختونو کې په هېواد کې د مارکسيستي او لېنېني اصلاحاتو د پلی کولو په غبرگون کې ډېر خلک ددوی مخې ته ودرېدل او د خلکو لخوا گڼ شمېر بلواگانې وشوې.

د ١٩٧٩ کال په فبروري مياشت کې د متحده آيالاتو سفير آډولف ډبس په کابل کې ووژل شو او په همدې توگه د خلق گوند په پرچم گوند باندې برلاسي موندلې وه. کارمل چې د پرچم گوند غړی وه نو د افغانستان نه دباندې اروپا ته ولېږل شو. د ١٩٧٩ کال د مارچ د مياشتې تر پای پورې حفيظ الله امين ښکاره کنټرول يې تر لاسه کړی وه چې بيا د ترکي لخوا د لومړي وزير دنده ورکړل شوه خو ترکی لا تر اوسه پورې خپله دنده درلوده.

په هېواد کې گډوډۍ همداسې روانې وې او همدغه نوي رژيم د روسيې مرستو ته اړ وه. دا د ترکي او د ليونېد برېژنف تر مېنځ د ليده کاته وه چې د حفيظ الله امين د گوښه کېدو پرېکړه وشوه.

د ترکي وژنه[سمول]

حفيظ الله امين

وروسته له دې چې نور محمد ترکی بېرته کابل ته راستون شو نو د حفيظ الله امين نه يې وغوښتل چې د هغه سره وگوري. د حفيظ الله امين شرط دا وه چې که چېرته د روسيې سفير الېکساندر پوزانوف د ده د ژوند ضمانت وکړي نو دی به د ترکي سره به وگوري. دا ضمانت هغه ته ورکړ شوی وه خو د ايماندارۍ له مخې نه وه ورکړ شوی. کله چې حفيظ الله امين د خلکو ماڼۍ ته راغی نو په دغه وخت کې ډزې وشوې. امين جوړ روغ د دې ځای نه په تېښته بريالی شو، بيا لږه شېبه وروسته حفيظ الله امين د خپلو پلويانو سره ماڼۍ ته راستون شو او د ماڼۍ يو ساتندوی ته يې امر وکړ چې ترکی بندي کړي.

په ۱۴ د سېپټمبر, ١٩٧٩ کال کې امين د حکومت واک په خپل لاس کې ونيوه. يو څو ورځې وروسته د حفيظ الله امين حکومت داسې اعلان وکړ چې ترکی د يوې "ناجوتې ناروغۍ" له امله مړ شو.

د افغانستان د جمهوريت ولسمشر ( سېپتمبر ١٩٧٩ – ډېسمبر ١٩٧٩)[سمول]

د حفيظ الله امين د ولسمشرۍ په وخت کې د افغانستان د خلق د ډيموکراټيک گوند بېرغ.

د روسانو يرغل[سمول]

د روسانو له خوا د حفيظ الله امين وژل کېدل[سمول]

حفيظ الله امين د خپلو هم گونديانو سره

د دسمبر میاشتې په ۲۲ مه، روسۍ سلاکارانو افغان وسله والو ځواکونو ته مشوره ورکړه ترڅو د تانکونو او نورو مهمو تجهیزاتو څخه د ساتنې لپاره لاس په کار شي. په همدې حال کې، له کابل څخه د باندې سیمو ته مخابراتي اړیکې د شلیدو په حال کې وې او په دې توگه د پلازمینې مخابراتي اړیکې د هیواد له نورو سیمو سره پرې شوې. ددې حالت په لیدو، امین د ولسمشری دفتر د تاج بیگ ماڼۍ ته ولیږدوه او په دې فکر کې وو چې دا ځای به د نیواک په وخت کې په اسانی سره وساتل شي. پنځه ورځې وروسته د دسمبر په ۲۷ مه، د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارې (KGB)د ځانگړو ځواکونو د (Alpha Group)چې د افغاني سرتیرو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید وکړ او د لږ تلفاتو په زغمولو سره یې ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه ۲۰۰ ساتونکي ووژل. پر همدغه ورځ يې په تاج بېک ماڼۍ کې حفيظ الله امين او د ده جگپوړيو چارواکو ته په خواړو کې زهر ورکړل . ددې ترڅنگ د شوروي ځانگړو ځواکونو (Spetsnaz) د کابل د تیلي کمونیکیشن یا مخابراتو مرکز په چاودنه کې له منځه یووړ او په دې توگه د افغانستان وسله وال ځواکونه فلج شول او تر هغه جوخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو کې یې د کورنیو چارو وزارت هم ونیوه. په ترمز کې د شوروي پوځي قومانداني د امین تر نیول کیدو پورې انتظار ونه ایست او سمدلاسه یې د کابل رادیو له لارې د ببرک کارمل یو غږیز پیام چې له وړاندې ثبت شوی وو او په هغه کې ویل شوي وو چې افغانستان نور د امین له واکمنۍ څخه خلاص شوی دی، خپور کړ. د شوروي د کمونست گوند سیاسي بیرو وویل چې هغو دا کار یوازې ددې لپاره ترسره کړ ترڅو د افغانستان او شوروي ترمنځ د ۱۹۷۸ کال هغې معاهدې ته چې د ولسمشر تره کي له خوا د دوستۍ د معاهدې، همکارۍ او ښه گاوندیتوب په موخه لاسلیک شوی وو، خپله وفاداري په ډاگه کړي. د شورویانو له قوله د حفیظ الله امین وژل کیدل د افغانستان د انقلابي شورا پریکړه وه. شورویانو وروسته ببرک کارمل چې تر دې وړاندې له چکوسلواکيا څخه شوروي اتحاد ته تللی وو، په مسکو کې اوسېده او بيا تر کودتاه څه موده مخکې شورویانو د بگرام هوايي ډگر ته له ځان سره بېولی او هلته يې له ځینو نورو جگپوړيو گونديانو سره پټ ساتلی وو، د افغانستان د هېوادمشر په توگه د کابل پر پلاز کېناوه .

د سي آی اې CIA د جاسوسۍ تور[سمول]

د لومړي ځل لپاره د روسيې حکومت او رسنيو په حفيظ الله امين د سي آی اې د جاسوس تور ولگاوه، دا يو داسې تور و چې په امريکا او په نوره نړۍ کې ېې شک سره ورته کتل . ددغې ادعا په وړاندې يو بل قوي دليل دا و چې حفيظ الله امين تل په خپلو رسمي غونډو کې او نورو ځايونو کې د روسيې د سوسياليستي هېواد سره دوستانه اړيکې څرگندولې . او بيا وروسته د هغه د مړينې څخه او د هغه د دوه ځامنو د مړينې څخه، د حفيظ الله امين د ښځې له قوله داسې ويل کېدل چې هغې غوښتل خپل د بچيانو سره د روسيې پخواني هېواد ته ولاړه شي، ځکه چې د هغې خاوند تر پايه پوې د روسيې اتحاد ته وفاداره و .

واک اخيستنه له
نور محمد تره کی
څخه
د افغانستان لومړی وزير
March 1979 – December 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه
واک اخيستنه له
None - Position Created
څخه
د اگسا مشر
اپرېل 1978 – September 1979
واک سپارنه و
اسد الله امين

(د کام د ريس په توگه)
تـــه

واک اخيستنه له
محمد اسلم وطنجار
څخه
د دفاع وزير
جولای 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
جنرال محمد رفيع
تـــه
واک اخيستنه له
نور محمد ترکی
څخه
د افغانستان ولسمشر
سېپتمبر 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه
واک اخيستنه له
نور محمد تره کی
څخه
General Secretary of the People's Democratic Party of Afghanistan
سېپتمبر 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه
واک اخيستنه له
نور محمد تره کی
څخه
د انقلابي شورا ريس
سېپتمبر 1979 – ډېسمبر 1979
واک سپارنه و
ببرک کارمل
تـــه

باندنۍ تړنې[سمول]

نورې لوستنې[سمول]

  • Red Flag Over Afghanistan: The Communist Coup, the Soviet Invasion, and the Consequences - Thomas T. Hammond - ISBN 0-86531-444-6