تاج بېګ ماڼۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تاج بېګ ماڼۍ
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځای
اداري سیمه
هېواد
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۲۷′۱۷″شمال ۶۹°۰۶′۴۸″ختیځ / 34.454828°شمال 69.113344°ختيځ / 34.454828; 69.113344 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map

د تاج بېګ ماڼۍ د افغانستان په پلازمینه کابل کي د دارالامان په سیمه کي یوه مشهوره ماڼۍ ده. [۱] یاده ماڼۍ شاوخوا ۱۶ کیلومتر (۹٫۹ ميل) د ښار له مرکز څخه سویل لویدیز لوري ته موقعيت لري. [۲] تاج بېګ ماڼۍ د غرونو په منځ کي د یو کنډک په سر کي پرته ده.

د تاجبیګ ماڼۍ په اصل کي په ۱۹۲۰ لسیزه کي د افغان شاهي کورنۍ د استوګنې لپاره جوړه سول او د دارالامان یوه له خورا په زړه پورې ځایونو څخه ګڼل کېده. دا هغه سیمه وه چي د امان الله خان په دوره کې د اروپا د معمارانو د یوې ډلې لخوا د افغانستان د عصري کولو د هڅو په جریان کي جوړه سول. تاج بېګ ماڼۍ تر کمونسټي اوښتون وروسته د خلقي واکمن حفیظ الله امین د استوګني په توګه کارول کېده. دغه ماڼۍ په ۱۹۹۰ لسیزه کي د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړه سول خو په ۲۰۲۱ کال کي ( د اشرف غني د واکمنۍ پرمهال ) په بشپړه توګه بیرته ورغول سوه [۱]

تاریخ[سمول]

په 1987 کي تاج بیګ ماڼۍ.
په 2007 کي د ماڼۍ حالت.

د (تاج بیګ غونډۍ) څخه لیري پرته سیمه چي د تیموریانو د ملکې لپاره جوړه وه ډیر پخوا موندل سوې وه. په یاده سیمه کي د تیموریانو او مغولانو لخوا د چت درلودونکي باغ ډیزاین جوړ او نن ورځ یې ځینې کنډکونه هم پاتي دي. تیموریانو او د هغوی ځای ناستو مغولانو د ابدالي دراني او وروسته د یوسفزیو له پښتنو قبیلو سره د خپلوۍ اړیکې ټینګي او پراخي کړې. د احمد خان ابدالي نږور (د تیمورشاه دراني میرمن) د عالمګیر دوهمه لور کېدل.

د ځینو تاریخ پوهانو په وینا د تاج بېګ ماڼۍ په ۱۷۹۵ (۱۲۱۰ هـ ق) کې د زمان شاه دراني له خوا بیا ورغول سوه، چي وروسته په پوځي جګړو کې ویجاړه سول او د لرغونو زمانو کنډوالي یې اوس هم پاتي دي. په افغانستان کي د ايساف بهرنيو سرتېرو په دې اړه د پخوانۍ کلا د کنډوالو ځیني اسناد مستند کړي دي. [۳]

نوې ماڼۍ په ۱۹۲۰ لسیزه کي د افغان شاهي کورنۍ د اوسېدو لپاره جوړه سوه. د سویډن یادګاري لیکواله اورورا نیلسن ( د رورا عاصم خان په نوم هم پیژندل کیږي) چي په 1926-27 کي یې په افغانستان کي له خپل افغان خاوند سره ژوند کاوه، په خپلو یادونو کي بیانوي چي څنګه هغه د ملکې ثریا لخوا ماڼۍ ته وربلل سوې وه ترڅو ملکې او د پاچا مور ته د لویدیځ ژوند او طرز بیان کړي.

د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۷ نېټه شوروي اتحاد په افغانستان کي خپله فوځي مداخله پیل کړه. په همدغه ماښام شوروي پوځ د طوفان-333 عملیات پیل کړل او ددغه فوځ د الفا ګروپ او زینت ګروپ څخه د 54 KGB سپیټسناز سپیشل فورس عسکرو په ګډون شاوخوا 700 سرتیرو پر تاج بېګ ماڼۍ برید وکړ چي په پایله کي یې د PDPA عمومي منشي حفیظ الله امین ((چي د دسمبر راهیسي هلته استوګن وو)) وواژه. 20. [۴]

د شوروي – افغان جګړې په جریان کې ماڼۍ د شوروي د 40 مې اردو د مرکزي دفتر په توګه کار کاوه. تاج بېګ ماڼۍ له افغانستان څخه د شوروي له وتلو وروسته هغه مهال سخته زیانمنه سوه، کله چي په ۱۹۹۲ کال کي د PDPA د مشر محمد نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته د افغان مجاهدینو بېلابېلو ډلو د کابل د کنټرول لپاره جګړه ترسره کړه.

د اسلامي جمهوريت په راتګ سره افغان حکومت د جرمني له حکومت سره په ګډه د دې ماڼۍ د بیارغاوني پلانونه طرحه کړل چي د رسمي استفادې لپاره یې د شتمنو افغانانو شخصي بسپنې ته اړتیا ولیدل سوه. یاد پلان تر نامعلومې مودې پوري په ټپه ولاړ وو ځکه چې افغان حکومت د سولي او ثبات د رامنځته کولو په لټه کي وو. ورته پلان د نږدې دارالامان ماڼۍ لپاره هم تصویب سوی وو چي د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کي د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ په بشپړه توګه ترمیم او د خلکو پر مخ پرانیستل سوه.

په 2021 کي تاج بېګ ماڼۍ په بشپړه توګه بیا ورغول سوه. [۱] [۵]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ . قصر تاج‌بیگ پس از بازسازی (Tajbeg Palace after reconstruction). Voice of America
  2. . 8 September 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  3. http://afghanistanmylasttour.com/tag/tajbeg-palace/ Archived 2015-01-09 at the Wayback Machine. 14th century Mongol ruins, the historical Taj Beg Palace
  4. Humanitarian Invasion: Global Development in Cold War Afghanistan by Timothy Nunan
  5. . August 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)