د خلق ډموکراتيک ګوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند د افغانستان لومړی ډيموکراټيک ولسواک ګوند وو، چې د ۱۹۶۵ د جون په لومړۍ نېټه د نور محمد تره کي له خوا رامنځته شو. دا ګوند په ډېر لږ وخت کې پرمخ لاړ، د خلق ډيموکراټيک ګوند د يو ايډيالوژيک او په هره برخه کې د پښتون قوم او په ځانګړې ډول د افغانستان د پرمختګ لپاره جوړ شو.

د خلق ډيموکراټيک ګوند د برياليتوب او واکمنۍ وروسته پښتون قوم له پخوا سره ډېر توپير احساس کړ. په پښتون توکم کې ډېر ناوړه عادتونه لکه؛ پر ښځو ظلم، ښځې په پيسو پلورل او داسې نور ناوړه رواجونه له مېنځه لاړل. د استاد نور محمد تره کي ټوله تمرکز او هڅه دا وه چې پښتون توکم د نړۍ د نورو توکمونو په څېر شعور او پرمختګ ولري.

People's Democratic Party of Afghanistan
د افغانستان د خلق ډموکراټیک ګوند
مشروروستی مشر ډاکټر محمد نجيب الله
جوړښت۱ جون ۱۹۶۵
تحليل کولمارچ ۱۹۹۲
برياليتوبد وطن ډيموکراټيک ګوند
مرکزي دفترکابل، د افغانستان دموکراتیک جمهوریت
ورځپاڼهخلقي (۱۹۶۶)
پرچمي (۱۹۶۹)
ځوانانوتنظيمد افغانستان ډيموکراټيک ځوانانو سازمان
غړيتوب۵۰٬۰۰۰ (ډيسمبر ۱۹۷۸ – جون ۱۹۷۹)
۱۶۰٬۰۰۰ (لسيزه ۱۹۸۰)
نظرياتناسيونالیسم
سوسیالیزم
سيکولريزم
مارکسيزم
کمونيزم
د گوند بيرغ

تاريخ[سمول]

د خلق ديموکراتيک ګوند بنسټ په ښکاره ډول د ۱۹۶۵م ز کال د جنورۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د نور محمد تره کي په کور کې کېښودل شو. دا يې په ښکاره ډول د راټولېدو لومړنی ځای وو.

په پورته ذکر شوې نېته، د ګوند لومړنۍ غونډه جوړه شوه، چې نورمحمد تره کي پکې د ګوند د عمومي منشي او ببرک کارمل په کې دويم منشي وټاکل شو. همداسې د ګوند مرکزي کمېټه هم د اوو کسانو نه جوړه شوه. د همدې کال په وروستيو کې وه، چې د ګوند لخوا د خلق په نوم يوه جريده نشر شوه، په دې جريده کې د ګوند اساسي موخې خپرې شوې وې.

خو، د ګوند له ښکاره رامنځته کېدو نه ډېره موده لا نه وه تېره شوې، چې ګوند په دوه ډلو خلق او پرچم باندې ووېشل شو.

د خلق ډلې مشري تره کي او د پرچم ډلې مشري ببرک کارمل په لاس کې ونيوه. د دوی دا دوې برخې کېدلو ډېر لاملونه درلودل؛ خو د ټولو ليکوالو پر دې يوه خبره اتفاق دی، چې د ګوند دننه د ګوند د مشرۍ پر سر اختلافات موجود ول، عبدالقدوس غوربندي ليکي، چې د ګوند دننه دوه داسې کسان (امين او کارمل) ول، چې د يوه بل نه پخلا کېدونکي دښمنان ول. غوربندي په خپل کتاب کې د ګوند د وېش پړه په کارمل اچوي او هغه ځان غوښتونکی او ځای غوښتونکي بولي، چې د ده دغه خبره يو شمېر نور ليکوالان هم تأييدوي.

د دوی تر منځ دغه اختلاف نږدې لس کاله دوام وکړ، د ۱۹۷۷م ز کال په اوږدو کې دواړه ډلې بيا د محمد داود پر ضد سره يو ځای شوې. د ثور له کودتا وروسته، چې واک د خلق ډلې په لاس کې وه؛ نو د خلق ډلې مشرانو په حکومت کې د پرچم ډلې ته ځای نه ورکاوه. اقبال وزيري ليکي، چې د شوروي مشرانو په غوښتنه او ټينګار سره پرچميانو ته په حکومت کې ځای ورکړل شو. د دواړو تر منځ بيا هم اختلافات رامنځته شول، چې پايله له واکه د پرچميانو لرې کول شول.

لرې کړای شوي غړي نورو هېوادونو ته د سفيرانو په توګه واستول شول، د نيولو او له واکه لرې کولو کې يې د امين رول ډېر زيات وه. کارمل په کې چکسلواکيا ته ولېږل شول، جنرال لياخوفسکي ليکي، چې کارمل خپلو ملګرو ته ويلي ول، چې (حتماً هېواد ته راستېږم او له سره بېرغ سره يو ځای). له دې وروسته د پرچم د ډلې ځينې غړي نيول کيږي. جنرال عمرزی، چې د پرچم د ګوند پټ غړی وه، هغه په خپل کتاب کې د خپلو نيولو په اړه ښه وضاحت ورکړی دی.

کله، چې تره کی په امين باندې بد ګمانه کيږي او اقبال وزيري د دغو ټولو پلان شويو پېښو پړه په کې،جي،بي ور اچوي؛ نو تره کی د مسکو له راتګ نه وروسته غواړي، چې امين ووژني؛ خو امين تښتي او امين په دې بريالی کيږي، چې تره کی ووژني او واک په خپل لاس کې واخلي. امين درې مياشتې واکمني کوي او لکه څرنګه چې کارمل ويلي، چې بيا به د سره بېرغ سره هېواد ته راځي، هماغسې وشي او د ۱۹۷۹م ز کال د دېسمبر په ۲۷ مه د روسانو په ټانک سپور کابل ته راشي، شوروي کوماندويان توانېږي، چې امين د تاج بېګ په ماڼې کې ووژني.

په دې ډول واک د پرچم ډلې ته انتقاليږي. په ۱۹۸۶م ز کال کې کارمل په زور سره د شورويانو لخوا ګوښه کيږي او نجيب چې دی هم د پرچم د ډلې غړی وه، د حکومت واګې ور سپارل کيږي. درې کاله وروسته شوروي ځواکونه له افغانستانه وځي. نجيب د ګوند نوم بدلوي او د (وطن ګوند) نوم پرې ږدي، د ملي روغې جوړې سياست پېلوي او هغه خلقيان، چې د پرچم لخوا بنديان شوي ول، له زندانه راخلاصوي، دواړه ډلې سره بېرته يو ځای کيږي؛ خو د کارمل پلويان، بيا د نجيب سره مخالفت کوي او مزدک، کاوياني، بريالی، نادري او يو شمېر مجاهدين سره يو ځای کيږي. د غوربندي له مخې، چې همدوی د نجيب د حکومت د ړنګېدو اصلي لامل شو. نجيب استعفاء کوي او په دې سره د خلق ديموکراتيک ګوند د دوو ډلو (خلق او پرچم) حکومتونه پای ته رسيږي.

ايډيالوژي[سمول]

خلقيان او پرچميان مسلمانان وه، خو ډيموکراټيک فکر يې درلود، دا په دې مانا نه ده چې دوی د روسيې يا بل چا فکر درلود. دوی د اسلامي ارزښتونو سره هېڅ مخالفت نه درلود بلکې د پراختيا لپاره يې لا هڅې او پروژې درلودلې. خو دين يې په سياست پورې نه اړوند کاوه.


د خلقيانو لومړيتوب هېواد او توکم وو، د ډيورنډ کرښې باندې يې هم ډېر جديت درلود. د انګرېزانو سره يې هم ډېر مخالفت درلود. دوی د لوی افغانستان د جوړولو لپاره ډیرې هڅې وکړې.

دا چې پاکستان نه غوښتل لوی افغانستان رامنځته شي، افغانستان يو پرمختللی هېواد واوسي، نو په افغانستان کې يې د تل په څېر مداخلې او لاسوهنې زياتې کړې. د افغانانو عقيده یې بدله کړل، او خلقيان او پرچميان يې خلکو ته سوچ کافران معرفي کړل.

اوس چې کوم خلک د خلق يا پرچمي نوم اوري فکر کوي دا کافران يا شورويان دي. مګر په اصل کې د '''خلق''' مانا خلګ دي. او د پرچم مانا بيرغ دی.

موږ و زيار ايستونکيو او افغانانو ته ډوډۍ غواړو، دا د خلقيانو شعار وو. او همدا شعار يې عملي کړی هم وو. هغه مهال د هېواد اقتصاد ډېر پياوړی وو.

اړوند ليکنې[سمول]

نور محمد تره کی

ډاکټر نجيب الله احمدزی

ببرک کارمل

حفيظ الله امين

د افغانستان دموکراتیک جمهوریت

سرچينه[سمول]

اسحاق عزيزي

ځينې ماخذونه:

 "Internal Refugees: Flight to the Cities". Library of Congress. Archived from the original on 12 December 2012. Retrieved 18 October2017.^ a b "Afghanistan". publishing.cdlib.org.^https://apps.dtic.mil/dtic/tr/fulltext/u2/a187795.pdf^ Archived 2021-09-20 at the Wayback Machine. "Afghanistan: Blood-Stained Hands: II. Historical Background". www.hrw.org. Archived from the original on 6 January 2019. Retrieved 12 January2018.^ "Babrak Karmal Biography". Afghanland.com. 2000. Archived from the original on 29 December 2013. Retrieved 22 December 2013.^ Thomas Ruttig. "Islamists, Leftists – and a Void in the Center. Afghanistan's Political Parties and where they come from (1902–2006)" (PDF). Konrad Adenauer Siftung. Archived (PDF) from the original on 27 March 2009. Retrieved 20 March 2009.^ Khan, Lal. "Is misery Afghanistan's destiny?: The story of Afghanistan's Saur Revolution". www.marxist.com. Archived from the original on 16 March 2013. Retrieved 11 April 2013.^ Amstutz, J. Bruce (1 July 1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing. p. 65. ISBN 9780788111112. Retrieved 15 March 2014.^ Marchevsky, Alejandra; Theoharis, Jeanne (2006). Not Working: Latina Immigrants, Low-wage Jobs, and the Failure of Welfare Reform. New York University Press. p. 386. ISBN 9780814757109. Archived from the original on 30 June 2014. Retrieved 15 March2014.^ Amstutz, J. Bruce (1 July 1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing. p. 70. ISBN 9780788111112. Retrieved 15 March 2014.^ a b c Runion, Meredith L. (2007). The History of Afghanistan. Greenwood Publishing Group. p. 106. ISBN 9780313337987. Archived from the original on 30 June 2014. Retrieved 15 March2014.^ Arnold, Anthony (1 January 1983). Afghanistan's Two-party Communism: Parcham and Khalq. Hoover Press. ISBN 9780817977931. Archivedfrom the original on 30 June 2014. Retrieved 15 March 2014.^ "The Setami Milli Faction" (in Russian). Lib.rus.ec. Archived from the original on 20 December 2013. Retrieved 22 December 2013.^ "The Splinter of Afghanistan's Communists". Newscentralasia.net. 19 April 2012. Archivedfrom the original on 21 December 2013. Retrieved 22 December 2013.^ John Kifner (2 December 1987). "Man in the News; A Tough Ox For Afghans: Najibullah". The New York Times. Archived from the original on 23 April 2009. Retrieved 20 March 2009.^ a b c Anthony Arnold (June 1985). Afghanistan, the Soviet invasion in perspective. ISBN 978-0-8179-8212-6. Archived from the original on 3 October 2011. Retrieved 20 March 2009.^ "Daoud's Republic". Countrystudies.us. Archived from the original on 7 August 2011. Retrieved 22 December 2013.^ Saikal, Amin; Farhadi, Ravan; Nourzhanov, Kirill (28 November 2006). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival. I. B. Tauris. p. 181. ISBN 9781845113162. Archived from the original on 30 June 2014. Retrieved 15 March2014.^ a b "Daoud's Republic, July 1973 - April 1978". Country Studies. Archived from the original on 7 August 2011. Retrieved 20 March 2009.^ Arnold, Anthony (1985). Afghanistan, the Soviet Invasion in Perspective. Hoover Press. p. 51. ISBN 9780817982126. Archived from the original on 30 June 2014. Retrieved 15 March2014.^ "King Mohammed Zahir Shah and the Soviet Union". Robinsonlibrary.com. Archived from the original on 24 December 2013. Retrieved 22 December 2013.^ Agwan, A. R.; Singh, N. K. (2008). A – E. Global Vision Publishing Ho. p. 109. ISBN 9788187746003. Archived from the original on 30 June 2014. Retrieved 15 March2014.^ Yury V. Bosin (2009). "Afghanistan, 1978 Revolution and Islamic Civil War". In Immanuel Ness (ed.). International Encyclopedia of Revolution and Protest (PDF). Blackwell Publishing. pp. 13–15. Archived (PDF) from the original on 24 December 2013. Retrieved 22 December 2013.^ Tomsen, Peter (2011).