محمد نجيب الله

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Najibulah.jpg
د زېږېدو نېټه اگست، ١٩٤٧
د زېږېدنې ځای کندهار, افغانستان
د مړينې نېټه ٢٧ د سېپتمبر، ١٩٩٦
د مړينې ځای کابل
د کار موده نومبر ١٩٨٦ – اپرېل ١٩٩٢
مخکينی ولسمشر ببرک کارمل
وروستنی ولسمشر صبغت الله مجددي

ډاکټر نجيب الله (١٩٤٧سېپتمبر ٢٧, ١٩٩٦) د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت په کمونېسټي وختونو کې څلورم او وروستنی مارکسيست او لننيسټپال ولسمشر وه. ده د خپل د حکومت په شپږو مسلسلو او بدلېدونکو ناکراريو کې مقاومت وښود ، خو د نړېوالو په ملاتړ د افغان مجاهدينو برسېره ېې د حکومت دننه پوځي کړيو ناکراريو ، بډوالي او د فشارله کبله حکومتي چارې له لاسه ووتلې .خو ددې تر څنگ ډېری افغان اکاډميک روڼ اندي او د سياسي پوهنې څېړونکي په هغه دا نيوکه لري چې د حکومت په منځ کې ېې فاشيست عناصر لکه عبدالرشيد دوستم د عوامو د ډار لپاره ساتلي و او سيکولر نظام چې په ټولنه کې د مذهبي افکارو غندنه او ترې واټن نيولو په مانا ده ورته ېې د افغانستان په نالوستې او دودپالې ټولنې کې لومړیتوب ورکاوه چې ېې واک او ځواک نور هم ټکني شول .

هغه د ثور انقلاب د لومړۍ ورځو ټول ريفارمونه باطل کړل او د پرچميانو مارکسيستي مفکوره يې په هېواد کې پياده کړې وه. که څه هم چې د نوموړي حکومت پوځي برلاسي درلودله خو د اسلام پالو جنگياليو فشار ته يې حکومت ټينگ نه شو او همدا وه چې په (١٩٩٢ کال کې) يې واک له لاسه ووت او ډېر ژر کورنۍ جگړې پيل شوې.

زده کړې

نوموړي په ١٣٣١ کال کې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د ده افغانانو په لومړني ښوونځي کې پيل او په ١٣٤٢ کال يې د کابل د «حبيبيې» لېسې څخه په اعلی درجه بکولريا لاس ته راوړه.
په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون په «M.P.C.B» کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړېدو وروسته په پوهنځي کې شامل شو.

پخواني وختونه، شخصي او سياسي ژوند

د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.

ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د مياشتې په ١٥ نېټه د کابل په «مراد خانيو» کې په يوی مسلمانه دينداری پښتنې کورنۍ کې زېرېدلی دی. ډاکټر نجيب الله په کابل کې د احمدزيو غلزي پښتنو کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپلې زده کړې د حبيبيې په لېسه کې پای ته رسولي او وروسته بيا د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ کې ومنل شو او په ١٩٧٥ کال کې د هماغه پوهنځي نه طبيب وواته.

نوموړی په ١٩٦٥ کال کې د افغانستان د پرچم گوند غړی شو، سره له دې چې دی يو ډېر پوه سړی وه خو د خپلو نورو ملگرو په مېنځ کې د تکړه جوسې له مخې د نجيب گو په نامه مشهوره شوی وه. په ١٩٧٨ کال کې چې کله خلقيانو او پرچميانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړله او خلقيان د واک خاوندان شوه نو ښاغلی نجيب الله يې د هېواد نه دباندې ايران ته ولېږه او دی هلته په تهران کې د افغانستان سفير شو. خو بيا وروسته ډاکټر نجيب الله يې د دندې نه گوښه کړ او نوموړی د روسانو تر راتگ پورې په اروپا کې اوسېده.

سياسي ډگر

په ١٩٧٧ کال کې ډاکټر نجيب الله د مرکزي کميټې غړی شو او په ١٩٧٨ کال کې د انقلابي شورا غړيتوب يې واخيست. کله چې د خلقيانو سياسي فشار پر پرچميانو زيات شو نو د هماغه وخت حکومت پرېکړه وکړه چې ډاکټر نجيب الله د هېواد څخه دباندې واستوي او په همدې توگه يې نوموړی ايران ته د سفير په توگه ولېږه. او ډېرې لنډې مودې وروسته هغه د سفير له دندې نه گوښه او په همدې توگه د افغاني طابعت نه هم بې برخې کړای شو.

کله چې روسانو په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ نو پدغه وخت کې ډاکټر نجيب الله هم بېرته کابل ته راستون شو. په ١٩٨٠ کال کې د خاد د ريس په توگه وټاکل شو. داسې وييل کېږي چې د خاد رياست، د ډاکټر نجيب الله د مشرتابه په وختونو کې ډېر کسان بندي کړل او په زرگونو شمېر افغانان يې په زندانونو کې وزورول او په اعدام يې محکوم کړل. بيا په ١٩٨١ کال کې نوموړي ته د سياسي بېرو بشپړ غړيتوب ورکړ شو.

په ٤ د مۍ، ١٩٨٦ زېږيز کال کې ببرک کارمل خپل د دندې نه لاس په سر شو او پر ځای يې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر شو. که څه هم چې کارمل د يو څه مودې لپاره د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست وو خو ډاکټر نجيب الله ته د ولسمشرۍ واک ورسپارل شوی وو.
د شوروي لخوا نه د ډاکټر نجيب الله د ولسمشر کېدلو ټاکل په ښکاره توگه د خاد په رياست کې د هغه د کاميابه رياست نتيجه وه، په هغه وختونو کې د خاد څارگره اداره په ټول افغانستان کې يوه واکمنه او برلاسې اداره وه.

د افغانستان جمهوريت ولسمشر ( د ١٩٨٧ نوامبر – د ۱۹۹۲ ز کال اپرېل)

د ډاکټر نجيب الله په وخت کې د افغانستان د ډيموکراتيک جمهوري دولت بېرغ. د بېرغ په نښان کې سور ستوری لېرې شوی، ماشيني غاښۍ بېرته لاندې ځای شوې او د لمر لاندې زرغون افق هم پکې څرگندې نوې نښې دي.

د ١٩٨٦ کال په نومبر مياشت کې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر وټاکل شو او په همدې توگه د افغانستان لپاره يوه نوې بنسټيزه کړنلاره (اساسي قانون) هم جوړه شوه. بيا په همدې وخت کې ځينې نوي ابتکارونو او زياتونو په اساسي قانون کې د افغانستا سياسي ډگر د يو گونديز نظام نه څو گونديز حکومتي نظام جوړ کړو، په بنسټيزه کړنلاره کې د بيان آزادۍ د ساتلو او د يو اسلامي قانون يا شرعيت پر بنسټ خپلواک قضايي نظام جوړ شو.

که څه هم چې ددغو اصلاحگانو سره سره ولسمشر چې د لوی واک او برلاسۍ خاوند وه چې د پوځ او د پوليسو د امر واکدار و خو دغه انډول د حزب وطن يا د وطن گوند بې توله کاوه او ددغه گوند د کنټرول نه پرته يې هېڅ نه شو کولی. حزب وطن يا د وطن گوند په ١٩٨٨ زېږيز کال کې جوړ شوی وه. په سېپټمبر د هماغه کال ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسيون جوړ کړ، او ددغه کميسون دنده دا وه چې د حکومت ضد جنگياليو سره اړيکې ټينگې کړي او د حکومت او د حکومت ضدو جنگياليو ترمېنځ سوله راولي. په دغو وختونو کې څه د پاسه ٤٠٠٠٠ جنگياليو سره اړيکې ونيول شوې او هغوی د حکومت بلنې ته هرکلی وويل.

په همدې توگه نجيب الله په سيمه کې خپل سياسي حيثيت ټينگ وساته تر هغه حده پورې چې مسکو يې دې ته اړ کړ چې خپل پوځونه د هېواد نه وباسي او په ٢٠ د جولای ١٩٨٧ زېږيز کال کې د افغانستان له خاورې د روسيې د وروستي سرتېري د وتلو خبر خپور شو.

دا د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ وختونه وه کله چې په ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کې په افغانستان کې د جړې ډگر ډېر تود وه. په همدغه کلونو کې روسي پوځونو د پاکستان پولې ته څېرمه د مجاهدينو پر ضد خپل تر ټولو لوی او گټور عمليات پيل کړي وه. د همدغو عملياتو په پايله کې په هرات او کندهار کې هم مجاهدينو دفاعي عمليات ترسره کړل.

د سياسي ژوند پيل

په ١٣٤٤ کال کې کله چې لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سياست ته يې ودانگل. د همدغه کال په بهير کې ؤ چې د همدې کورس د درې سؤو څخه زياتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکېچ په هکله چی د عقرب د مياشتې د درېيمې ورځې په پايله کې پيدا شوی ؤو، د کانديدولونه وروسته وټاکه. په دغه وخت کې نجيب الله لا د هېڅ يوه سياسی بهير غړی نه وو. وروسته بيا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په مياشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتيک گوند غړيتوب تر لاسه کړ.

د خپل گوند په نمايندگئ يې په مظاهرو، غونډو او ميټنگونو کې فعاله ونډه اخيسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو يو پياوړی او سر اېستلی وياند ؤ. په پښتو او دري ژبو يې روانې خبری کولې او په انگليسی او اردو ژبو هم پوهېده. د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکټر نجيب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مينه يې ورسره لرله.

له يو شمېر نورو محصلينو سره يې د ١٣٤٨ کال په اوله نيمايي کې په سياست کې د فعالې برخې اخيستنې له امله څلور مياشتې بندي شو. ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري.

بندي کېدل

يو ځل بيا نجيب الله له يو شمېر نورو محصلينو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په مياشت کې له دې کبله پوره ٩ مياشتې بندي شو چې د کابل د ځينو ښاريانو له خوا د امريکې د جمهور رئيس ريچارډ نېکسن د معاون سپيرو اگنيو په موټر چې د افغانستان د حکومت مېلمه ؤ; د خوسا هگيو گوزارونه ترسره کړي و او د هغه مخې ته ېې د امريکی رپی (بيرغ) سوی و.
دوه ځله بندي کېدلو هغه د نورمال تحصلي بهير څخه درې کاله شاته وغورځاوه. په ١٣٥٤ کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې يې د قرغې د احتياطو د ضابطانو په غنډ کې ٦ مياشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.
د ١٣٥٦ کال د اسد په مياشت کې يې د افغانستان د خلک د دموکراتيک گوند د مرکزي کوميټې غړيتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري گوندي کوميټی مشر وټاکل شو.

شخصي ژوند

په ١٣٥٣ کال کې يې واده کړی او درې لوڼی د هيلې، اونۍ او موسکا په نومونو لري. هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د مياشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د گوندي کميټی منشی ؤ، د کابل ولایت دولتی کميټی مسئوليت يې هم په غاړه درلود. له رژيم سره د سياسی اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په مياشت کې په ايران کې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د لوی سفير په حيث وگمارل شو او وروسته بيا د همدغه کال د تلې د میياشتې په نيمايي کې له رژيم سره د سياسي اختلاف د ژوروالي له امله د سفارت له دندې څخه گوښه کړی شو. د همدې اختلاف له مخې اول يوگوسلاويې بيا (فرانسې) او بيا بېرته يوگوسلاويې ته ولاړ. شهيد نجيب الله د ١٣٥٨ کال د جدي د مياشتې په ٢١ مه نېټه بېرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتي خدمتونو د اطلاعاتو (خاد = خدمات امنيت دولتي) د رئيس په توگه وټاکل شو او د دې تر څنگ يې د قبائيلي چارو د سمون د کميسيون مسئوليت هم په غاړه درلود.

د ١٣٦٠ کال د زمري په مياشت کې يې د گوند د مرکزي کميټی په يوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سياسي دفتر غړيتوب تر لاسه کړ.

سياسي وړتوبونه

د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.

ډاکتر نجيب الله دخپل دوران يو سر ايستلی وياند او سياست پوه ؤ . دده په وينا عام خلک ښه پو هيدل او په خلکو کی يی ژوره جاذبه لرله. نجيب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او د يو پيش بين او نوښت گر شخصيت خاوند ؤ. هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته يی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرايطو څخه يی زده کړه هم کوله . دهمدغی زده کړی په نتيجه کی ؤ چې هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعينی کرکتنې او تجزيې نه وروسته ځان ته معينی طرحی او نظريه پيدا کړی وه . دغه نظريه چې وروسته بيا په گوند او خلکوکې په يو فکري خط بدله شوه - دايديولوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او په عمل کې دتيرو تپل شوو ايديالوژيکي چوکاټونو پريښؤول، په سوله ايز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې دښکيلو خوا و تر مينځ د ديالوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه د شوروي دنظاميانو دوتلو دپاره زمينه برابرول، دسياسي پلوراليزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظريه دډاکتر نجيب الله له خوا دگوند دسياسی دفتر په غونډو کې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خيزه ډول توضېح شوی وه او همدا راز يې دشوروي دوخت مقاماتو ته په ښکاره ويلي ؤ چې دغه نوی سياسی دريځ به د اړينو بدلونونو سره غبرگ د دواړو هېوادونو په گټه وي .

نجيب الله د١٣٦٤ کال دحوت دمياشتې په پيل کې ددولتي خدمتونو له اطلاعاتي ادارې نه گوښه کړی شو او د دې سره د گوند د مرکزي کميټې د دارالانشاء د منشي په توگه او بيا د ١٣٦٥ کال د ثور دمياشتې په ١٤ مه نېټه د گوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې د گوند دعمومي منشي په توگه وټاکل شو. د دې نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم د گوندي او دولتي سياست لور بدل شو . ډاکتر نجيب الله وروسته له دی چې د گوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو د غوښتنو او د گوند په ليکو کې د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او دهېواد د عينی واقعيتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقيقت کې دشخړو د هوارؤلو نوې لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جگړې نه د افغانانو د ژغورولو او دتلپاتې سولې ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د ١٣٦٥ کال د مرغومي دمياشتې په ١٣ مه نېټه په گوندي جلسه کې د يو ستراتيژيک هدف په توگه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډی دگډونکو له خوا تصويب شوه، او دهمدغې ورځې د غرمې نه وروسته په يوې درنې افغاني غونډه کې چې سرايستلي گوندي او غېرگوندي مشران په کې راټول شوي وه، د ملي روغې جوړې دغه رغنده نوښتگر سياست د ډاکتر نجيب اله له خوا رسماً اعلان شو. او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د مرغومي په ٢٥ مه نېټه يو اړخيز اوربند ېې اعلان او د دغې انساني مشی پلي کېدل يې پيل کړل. همدا ډول د نوي سياست څخه په پيروي د همدغه کال د دسلواغې د مياشتې په لومړۍ نېټه دسياسي بنديانو دآزادولو په هکله د ډاکتر نجيب الله له خوا دبښنې عمومي فرمان صادر شو، چې دهغه په اساس په زر گونو بنديان خوشې کړی شول. د ملي روغې جوړې سياست هغه وخت په لاندنيو څلورو ستنو ولاړؤ  :

  1. له پوځي پلوه په ټول افغانستان کې دسولې بسيا کېدل (يعنې د وسلې ټولول او يوې قانوني افغاني مرجع ته ورسپارل .)
  2. په سياسي ډگر کې اېتلاف ، سياسي پلوراليزم، دموکراسي او پراخ بنسټه حقوقي اداره جوړول .
  3. له اقتصادي اجتماعي پلوه د اقتصاد دټولو ډولونو همزمان ممکنه وده او پر مختيا او د آزاد بازار د اقتصادي سيستم غښتنوالی .
  4. د ملي روغې جوړې په خپرونه کې درې مسئلې دړومبني عملي اقدام په توگه په گوته شوي وې
  5. يو شپږ مياشتنی يو اړخيز اوربند .
  6. د وسله وال اپوزيسون په گډون « دملي وحدت حکومت » جوړول.
  7. تقريباً دپنځه ميليونو په شاوخوا کې دافغاني مهاجرينو له پاکستان او ايران نه بېرته خپل هیواد ته ستنېدل .

ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانو تر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست دپلي کولو په پایله کې وؤ چې دنوی اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي.

څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه . همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو .

ملي روغه جوړه

دملی روغی جوړی دسیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال دحمل دمیاشتی په ٢٤ مه نیټه دژنیو دتړونونولاسلیک کؤل ؤ چې دهغو په بنسټ دپخوانی شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته دبشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه . نجیب الله د دلوې دمیاشتې ٢٧مه نېټه چې دافغانستان څخه دروسي پوځيانو دوتلو د ورځې سره برابره وه د ملی نجات ورځ اعلان کړه. ډاکټر نجيب الله د١٣٦٩ لمريز کال دسرطان دمياشتې په شپږ مه نېټه دگوند ددويمې کنگرې په ترڅ کې د گوند دعمومي منشي په توگه يوځل بيا وټاکل شو . په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلارې اوگوندي ژوندکې ژور بدلونونه رامنځ ته شول. گوند د کلېشه يي او د وچو ايډيولوژيکي شعار ونو څخه دوطن دخلکو دغوښتنو په بنسټ، دريښتنې ډېموکراسۍ، د جگړې د عملي ختمېدو او ملي مصلحت د پلي کولو په لور گوزار ورکړ . دگوند نوم د وطن گوند تصويب شو او دغه گوند نور د تل لپاره دبنياد گرۍ او غير عملي شعارونو سره مخه ښه وکړه . ١٣٧٠کال د نجيب الله او د هغه د ملي روغې جوړې د سياست دپلويانو لپاره د سختو ازمويښتونوکال ؤ . ډاکتر نجيب الله پراخ، نوښتگر ،او هدفمن اقدامات تر سره کول. په گوند کې يې د روغې جوړې تگلاره په نوی روحیی سره سمبال کړه، دملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت دویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی دبری لورته سترگی په لاره ؤ . ډاکتر نجیب الله دملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان دپنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه دگوښه کیدو او دقدرت دلیږدولو دژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال دحوت دمیاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب دملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول. شهید ډاکتر نجیب الله دملی روغی جوړی دسیاست اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان دپوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ . څو دملی روغی جوړی لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی

د روسانو وتل او کورنۍ جگړه

ډاکټر نجيب الله د روسانو د وتلو نه وروسته د افغانستان ملي جرگې ته د وينا پر مهال.

وروسته د سمدلاسه روسي پوځونو د وتنې څخه نجيب الله په حکومت کې د يوې ډلې گډ واک له منځه يووړ او هغه بېړنی حالت اعلان کړ . هغه د حسن شرق په نوم وزير سره سره ېې نور ناسياسي حکومتي غړي هم له کابينې څخه لرې کړل. همدا رنگه د وخت متحدې روسيې د نجيب الله حکومت ته په ډېرو وټه ييزو او پوځي مرستو ورکولو کې اوږه ورکوله . په دوو ډېر سختو د ژمي موسمونو کې ېې کافي خواړه او تېل ورته چمتو کول . د ختيخې اروپا د روسي واک لاندې سيمو څخه ډېر زيات پوځي اوزار د افغانستان په لور د کښتيو له لارې ولېږدول شوه . په هغو کې د افغان هوايي ځواک لپاره داسې اوزار و چې د امريکايي سټنگرو د ناڅاپي بريدونو د ځواب په موخه ورلېږل کېدل . داسې مزايل توغوندي چې د يو ښار څخه ېې بل ښار ويشتلای شو . همدا رنگه منځينۍ کچې واټن مزايل توغوندي ، په ځانگړي توگه د سکوډ په نوم ، چې د کابل څخه په بريالي توگه د جلال اباد په جگړې کې د دفاع په خاطر وتوغول شوه .د نښې د ويښتلو واټن ېې ۱۴۵ کيلو مټره و .

واک پرېښوول او د ده پرضد کودتاه

پدی ترتيب يې دافغانستان دحاکميت په دننه کې يو شمېر پوځي جنرالان او دوطن گوند په سياسي دفتر کې معلوم الحاله اخيستل شوی افراد د «مجاهدينو» دقومندانانو د يو شمېر وگړو او ډلو په مرسته په يو گډ پلان کې يو ځای د ١٣٧١ کال د وري مياشتې په وروستيو ورځو کې د نجيب الله او د ملگروملتونو دپنځه فقره ايز پلان په ضد يوه غلې کودتا تر سره کړه . په دغه کودتاه کې دې لاندې حکومتي او گوندي جگپوړو چارواکو برخه درلوده: د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړي فرید احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسی بیرو غړي محمود بریالي ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړي نجم الدین کاویاني د افغانستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بیرو غړي عبدالوکيل ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې غړي شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنگین اوځینې نور . په دغه کودتاه کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزویون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، د ۵۳ فرقې پخوانی بولندوی جنرال عبدالرشيد دوستم ، ډگر جنرال نورالحق علومي ، د دفاع وزارت ستر درستیز جنرال اصف دلاور ، تورن جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال عبدالحق علومي ، د امنیت وزارت مرستیالانو جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین ، د ځانگړي گارډ بولندوی سید اعظم سید ، د هوايي او مدافع هوايي ځواکونو بولندوی جنرال فتاح ، جنرال امیر محمد ، جنرال مومن او جنرال جعفر نادري هم په کودتاه کې کارنده برخه درلوده. ډاکتر نجيب الله په مرگ تهديد شو او د هغو گواښونو له کبله ېې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته په کابل کې د هغوی دفتر ته پناه يوړه. پوره څلورنيم کاله يې دملگرو ملتونو په دفترکې تېر کړل او بلاخره د ١٣٧٥ لمریز کال د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه کابل ته د طالبانو دلښکرو د ننوتلو سره سم د وخت د سخت دريځه ډلې لخوا په ناپوښتلي حالت کې پرته له محاکمې په غيراخلاقي او غيراسلامي توگه له خپل ورور شاهپور احمدزي سره يوځای مړ کړای شو .

د کابل نيول او د ده وژل کېدل

په ١٩٩٦ کال کې چې کله طالبانو کابل ونيو، نو ډاکټر نجيب الله يې وواهه، وټکاوه، په گولۍ يې وويشته او وروسته يې بيا په سولۍ وځړاوه.

ډاکټر نجيب الله غوښتل چې د کابل نه وتښتي، خو د عبدالرشيد دوستم لخوا يې مخه ونيول شوه . په ١٧م د اپرېل نوموړي په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر ته پناه يووړله. همدا رنگه برهان الدين رباني چې د وخت زورواکی و ، د ډاکټر نجيب الله له افغانستان څخه د وتنې مخنيوی وکړ ، خو هېڅ کله يې د هغه د نيولو او بندي کولو هڅه هم و نه کړه .
په کومه ورځ چې سروبي د طالبانو تر ولکې ورغله، ډاکټر نجيب الله ملگرو ملتونو ته په اسلام آباد کې يو پېغام ولېږه. په پيغام کې ېې له هغوی څخه د خپل او د خپل د ورور شاهپور احمدزي او دده د ځينو ساتونکو د ژغورنې او تخليې د مرستې غوښتنه وکړه، خو په دې مسله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی-اس-آی د لاسوهنې په سبب د ملگرو ملتونو دفتر هېڅ کوم ځواب ورنه کړ.
د ډاکټر نجيب الله ښځه فتانه او د هغه درې لورگانې د ١٩٩٢ کال نه په نوي ډېلي کې ژوند کاوه. هغه خپل د ژوند پاتې شپې ورځې په نظر بندۍ کې تېرولې او تر سېپتمبر ١٩٩٦ پورې کله چې طالبانو کابل ونيول هماغلته وو.
احمد شاه مسعود، د برهان الدين رباني د پوځي قطعاتو آمر خپل يو لوړپوړی جنرال ده ته ورلېږلی وه او د هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې ددوی د جنگياليو سره يوځای مخ پرشا ولاړ شي، او د شمال پر لورې يې د خوندي تگ ژمنه کړې وه، خو ډاکټر نجيب الله ورسره نه وه منلې. ځينې خلک داسې انگېري چې هغه نه غوښتل د تاجکانو جنگي ډلگۍ سره ولاړ شي دا ځکه چې هغه د پښتنو د غبرگون څخه وېرېده ، ځينې هم داسې انگېري چې ډاکټر نجيب الله ځکه د احمد شاه مسعود غوښتنه ونه منله ښايي احمدشاه مسعود به د پرچميانو د ډېرو جنرالانو سره پټې ليدنې کتنې او تړونونه درلودل چې له مخه ېې د ډاکټر نجيب الله څخه د ملاتړ تمه درلوده .
نجيب الله د وروستي ځل له پاره په اسلام آباد کې د ملگرو ملتونو دفتر ته خپل بې سيمه پيغام واستاوه او د مرستې غوښتنه يې وکړه. خو دا ځل ډېر ځنډ شوی و. داسې وييل کېږي چې د طالبانو په نوم د پاکستان د آی اس آی د کسانو له خوا يو ٥ کسيزه ډله چې ددې دندې لپاره په ځانگړي توگه گومارل شوي و، او په وسلو سمبال و، د ملگرو ملتونو دفتر ته ورننوتل. ډاکټر نجيب الله يې د ملگرو ملتونو د دفتر څخه دباندې په زور راووېسته. هغوی لومړی دی ډېر وکړاوه او هڅه يې دا وه چې د نوموړي ولسمشر څخه د ډيورنډ د کرښې د رسمي منلو په کاغذونو باندې لاسليک ترېنه واخلي. بيا يې د ولسمشر ورور او دی دواړه په ټويټا موټر پسې وتړل او د ولسمشر تر ماڼۍ پورې يې په موټر پسې راوکاږل. هغوی ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور په گولۍ وويشتل او په آخر ه کې يې دواړه د ملگرو ملتونو د دفتر څخه يو څو مټره لرې د ولسمشر د ماڼۍ مخې ته په ټرافيکي ستنه وځړول. دا هغه ځای و چې ښاغلي ولسمشر د جلال آباد په جگړه کې د پاکستان په ښکېلتيا سخته نيوکه کړې وه.
پدې وخت کې بيا ملا محمد رباني چې د کابل د نيولو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د مرستيال ولسمشرۍ دنده ور په غاړه شوه دا انگېرنې کولې چې ډاکټر نجيب الله ته د مړينې سزا د طالبانو له خوا ورکړل شوې او دا دليل يې وړاندې کړ چې هغه يو وژونکی او کمونېسټ و. او ښايي بيا ملا محمد رباني د پخواني ولسمشر د مړي پر خښولو هم بنديز د خپلو همغاړو په فتوا ولگولی و .
د پخواني افغان ولسمشر د مړينې د خبر په خپرېدو سره نړېوالو او په ځانگړي توگه د اسلامي نړۍ اړونده هېوادونو د طالبانو دې غير اسلامي کړنو باندې خواشينی وښود . تر اوسه پورې د ډېرو پلويانو له خوا ېې تلين په بهرنيو هېوادنو کې نمانځل کېږي . همدا رنگه ډېری افغانان د دغه پخواني ولسمشر په ناسوبه کړاؤ سره مړينه غندي او غير اسلامي عمل ېې گڼي همدا رنگه د دغې کړنې پړه د ملگرو ملتونو په بې پامه استازو لکه بنن سېوان اچوي . د ملگرو ملتونو استازي بنن سېوان چې په بډو وهلو عراق کې گير شو ، همدا رنگه ېې افغانستان کې خپله دنده په صداقت نده تر سره کړې خو د ملگرو ملتونو لخوا په بې پرېوالي سره ندی پوښتل شوی او يوازې ېې له کار څخه گوښه کړی . د نړېوال قانون له مخې د هاگ په ستره محکمه کې د دغسې ډپلوماټنو څخه هم گروېږنې کېږي . بنن سېوان اوس دا وخت په قبرس ټاپو کې ژوند کوي. ماخذ . د هغه مړی بيا د پکتيا ولايت مرکز گردېز ته څېرمه د احمدزيو د ټبر له خوا ولېږدول شو او کوم ځای کې چې زوکړه کړې وه هماغلته خاورو ته وسپارل شو.

انځورتون

Preceded by:
حاجي محمد څمکنی
د افغانستان ولسمشر
September 1987 – April 1992
Succeeded by:
صبغت الله مجددي
Preceded by:
اسد الله امين

(د کام مشر)

د خاد ريس
1980 – می 1986
Succeeded by:
جنرال غلام فاروق يعقوبي
Preceded by:
ببرک کارمل
د افغانستان د خلق دېموکراتيک گوند عمومي مرستيال
می 1986 – اپرېل 1992
Succeeded by:
هېڅوک نه - گوند له منځه ولاړه
Preceded by:
ببرک کارمل
د انقلابي شورا ريس
می 1986 – نومبر 1987
Succeeded by:
None - انقلابي شورا په رياستي شورا بدله شوه

دا هم وگورئ

  • [[]]

اخځونه

  1. http://entezar14.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=55082
  2. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56
  3. http://www.youtube.com/watch?v=MN5BcKT1HV0&feature=share
  4. http://www.hezbe-watan.com/dokumente/aziz%20asas.html
  5. http://manager8909.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=48301

باندنۍ تړنې