منځپانگې ته ورتلل

محمد يوسف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد يوسف
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹۱۷ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۳ جنوري ۱۹۹۸ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
زدکړنځی
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ډاکټر محمد يوسف خان

ډاکټر محمد يوسف خان (۱۹۱۷ - ۲۳ د جنوري، ۱۹۹۸ ز.) له ۱۰ د مارچ ۱۹۶۳ ز. کال نه تر ۲ د اکتوبر، ۱۹۶۵ ز. کال پورې د افغانستان لومړی وزير او د باندنيو چارو وزير پاتې شوی. هغه يو ټېکنوکرات ؤ چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په حکومت کې په دندې گومارل شوی ؤ. یوسف د افغانستان لومړنی لومړی وزير ؤ چې د افغانستان د شاهي کورنۍ سره يې اړيکې نه وې. نوموړي په ۲۹ د اکتوبر، ۱۹۶۵ ز. کال کې د خپلې دندې استعفاء وکړه.

تر محمد يوسف وروسته محمد داوود خان د افغانستان د لومړي وزيرۍ پر دندې وگومارل شو، او په ۱۹۵۰ ز. کالونو کې يې محمد يوسف د کانونو او صنايعو د وزير په توگه په دندې وگوماره.

لومړی ژوند او زدکړي

محمد یوسف په ۱۲۹۳ لمریز کال (۱۹۱۴ ز) کي په کابل کې زېږېدلی وو. د نوموړي پلار محمد حسن نومېدی او نیکونو یې د سدوزي واکمنۍ پر مهال د افغانستان له (ماوراءالنهر) څخه کابل ته کډوال سوي وخ. د محمد یوسف پلار د حسابدارۍ د دولتي ادارې په برخه کي کار کاوه.

محمد یوسف لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړي په کابل کي بشپړي کړې او د نجات له لیسې څخه فارغه سو. ورپسې تر دویمې نړیوالي جګړې وړاندي د لوړو زده‌کړو لپاره جرمني ته لاړ او د فزیک په برخه کي یې له ګوټینګن پوهنتون څخه دکتورا ترلاسه کړه.

افغانستان ته تر راستنېدو وروسته محمد یوسف د کابل پوهنتون د علومو پوهنځي (د ساینس فاکولتې) ښوونکی وټاکل سو، او په ۱۳۲۲ لمریز کال کي یې د دې پوهنځي د سرپرست (قایم‌مقام) دنده په لاس راوړه. نوموړي ددې ترڅنګ په کابل پوهنتون کي د فزیک او ریاضیاتو تدریس ته هم دوام ورکړ.[۲]

دندي او ماموریتونه

په ۱۳۲۶ لمریز کال کي محمد یوسف د افغانستان د معارف وزارت د مسلکي تدریساتو ریاست پر غاړه واخیست. ورپسې د ۱۳۲۸ څخه تر ۱۳۳۱ پوري د تعلیم او تربیې وزارت معین وټاکل سو، او تر هغه وروسته د افغانستان د فرهنګي اړیکو د رئیس په توګه اروپا ته لاړ. په ۱۳۳۲ کال کي لومړی د افغانستان د معادن او صنایعو وزارت د قایم‌مقام (سرپرست) په توګه وټاکل سو، او له هغه وروسته د ۱۳۳۴ څخه تر ۱۳۴۱ لمریز کال تر پایه پوري د سردار محمد داوود خان په کابینه کي د معادن او صنایعو وزیر پاته سو.

د میر محمد صدیق فرهنګ په وینا: «څرنګه چي محمد یوسف یو زیارکښه او لوستونکی سړی وو، او ورسره یې د بشري علومو په برخه کي هم پراخ معلومات ترلاسه کړي وه، نو ځکه یې په دولتي نظام کي د یو فعال او وړ وزیر په توګه رول ولوباوه.»[۳]

لومړی وزیر

کله چی سردار محمد داود د لومړي وزارت له دندي استعفا ورکړه، ډاکټر محمد يوسف د محمد ظاهر شاه له خوا د لومړی وزیر یا صدراعظم په توګه د کابینې جوړولو ته وټاکل سو. نوموړی لومړنی افغان صدراعظم وو چي د محمد ظاهرشاه له شاهي کورنی سره یې تړاو نه درلود.

ډاکټریوسف د ۱۹۶۳ کال د مارچ په ۱۳ نیټه کی خپله کابینه اعلان کړه، او د نوي حکومت یو لوی کار یې د اساسي قانون بیاکتني نوي کمېټه وه. په افغانستان کې د ډاکتر یوسف د صدارت د سترو لاسته راوړنو څخه د نوي اساسي قانون تدوین او جوړښت وو چي د ده د صدارت په لومړیو وختونو کی پیل او وروسته په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال کي د لویي جرګې لخوا تصویب او د محمد ظاهرشاه لخوا لاسلیک سو.

د پارلماني ډموکراسۍ په دې قانون کي د سیاسي گوندونو جوړولو آزادي او په یودیرشمه ماده کي د خلکو نورو اساسي حقونو او آزادیو، د سانسور څخه پرته خپرونو او دخپرونو آزادنه ویش تضمین سو.

زیات شمیر د نظرخاوندان او پوهان په دې باور دي چي دا اساسي قانون په سیمه کي یو له خورا جامع او عصري اساسي قوانینو څخه دی چي پکښي د انفرادي حقونو او ازادیو تضمین ورکړل سوی وو. همدارنګه د ټولنو آزادي او ګوندونه په قانوني توګه تصویب سوي وه، او د شکنجې، جلاوطني او نورو څیزونو څخه پکښي منع راغلې وه.

څرنګه چي ډاکټر یوسف یو علمی شخصیت وو  او د خلکو سره یې پراخي ټولنیزي اړیکی نه درلودې، نو ځکه د یوازیوالي له امله د قانون په پلي کولو کي پاته راغی.

په ۱۹۶۵ میلادي کال کي محمد ظاهرشاه، ډاکټریوسف د دوهم ځل لپاره دکابینې جوړولو ته مؤظف کړ. د اساسی قانون سره سم صدراعظم او کابینې یې باید د ولسي جرگې اکثریت د باور رایې ترلاسه کړی وای.

د ۱۳۴۴ لمریز کال د لړم د میاشتی په دریمه نیټه کله چي ډاکټر يوسف د خپلي نوي کابینې سره ملي شورا یا ولسي جرګې ته د باور رایو د لاسته راوړلو لپاره پارلمان ته دننه سو، یو شمیر لاریون کوونکو وغوښتل چي په زور د ولسي جرګې تالار ته ننوځي او په غونډه کي ګډون وکړي. امنیتي ځواکونو ددې کسانو د مخنیوي لپاره زور ته لاس واچاوه، او په پایله کي یې درې تنه مړه او یو شمیر نور بندیان سول.

پورتنۍ پیښي د هیواد سیاسي چاپیریال ډیر ګډوډ کړ او ډاکټر یوسف څو ورځي وروسته له وزارت څخه استعفاء ورکړه.[۴]

مړینه

ډاکټر يوسف د افغانستان د لومړي وزارت څخه تر استعفا وروسته د جرمني په بن کي د افغانستان د سفير په توګه وټاکل سو، چي دغه دنده یې د ۱۹۷۳ کال تر وروستیو وختونو پوري ترسره کړه.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غویي د اومي نیټې له کودتا وروسته ډاکتر یوسف د لویدیځ جرمني هیواد ته کډوال سو او د کمونسټي رژیم خلاف یې مبارزه پیل کړه.

ډاکټر محمد یوسف د ۱۹۹۸ ز کال د جنوري په ۲۳ نېټه د جرمني په “بن” ښار کي له نړۍ سترګې پټي کړې.

سرچينې

  1. Peter Tomsen (۲۰۱۳). "The Wars of Afghanistan: Messianic Terrorism, Tribal Conflicts, and the Failures of Great Powers". PublicAffairs. p. 86.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  2. https://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2009/05/blog-post_4565.html?m=1
  3. میر محمد صدیق فرهنګ، ج۲، ۷۷۷ مخ
  4. https://mariadaro.com/archives/23142