Jump to content

سردار محمد هاشم خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار محمد هاشم خان
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸۸۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۶ اکتوبر ۱۹۵۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
وروڼه او خويندې

سردار محمد هاشم خان (۱۸۸۵ ز. - ۱۹۵۳ ز.) (په انگرېزي:Sardar Mohammad Hashim Khan) په افغانستان کې د شاهي نظام يو ديپلومات او د افغانستان لومړنی لومړی وزير و.

مخينه

سردار محمد هاشم خان د سردار محمد يوسف خان زوی، د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه تره او د محمد نادر شاه، د سردار شاه محمود خان او سردار شاه ولي خان ورور و. هغه د محمد نادر شاه لخوا د جوړ شوو تگلارو پلوی و د هغه د حکومت په وخت کې د افغانستان د دولت بنسټيزه موخه د افغان پوځ د پياوړي کولو تر څنگ د افغان وټيز نظام پرمختگ او غوړېدنه وه. د سردار محمد هاشم خان د حکومتولۍ په وخت کې د افغانستان لېږد رالېږد نظام او د مخابراتو بنسټ ايښودل شوی و. د افغان حکومت تر ډېره حده په باندنيو مرستو ولاړ و. دا چې سردار محمد هاشم خان نه غوښتل چې افغانستان يوازې د روسيې او برتانيې مرستو ته اړتيا ولري نو پدې وخت کې يې پام جرمني ته واړاوه او د ۱۹۳۵ ز. کال له پيل نه يې گڼ شمېر جرمني کارپوهان او سوداگران افغانستان ته بلنه ورکړه چې هغوی په افغانستان کې يو شمېر فابريکې او برېښناکوټونه جوړ کړل. د محمد هاشم خان د واکمنۍ په وخت کې جاپان او اټاليا افغان حکومت سره د يو شمېر مرستو لپاره ژمن شول. نوموړی له ۱۴ د نومبر، ۱۹۲۹ ز. کال نه تر مۍ، ۱۹۴۶ ز. کال پورې د افغانستان د شاهي نظام لومړی وزير و.

سرچينې