Jump to content

افغاني ادبیات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغاني ادبیات یا د افغانستان ادبیات هغو آثارو ته ویل کېږي چې په ننني افغانستان کې چې د مرکزي او سویلي اسیا نښلونکی هېواد دی، تولیدیږي. د دې هېواد دوه اصلي ژبې دري او پښتو ده، خو ځینې سیمه ایزې ژبې لکه ازبکي، ترکمني، بلوچي او پشه يي هم خپل ادبیات لري. که څه هم افغانستان ګڼ ژبنیز هېواد دی، خو پورته دوه ژبې په معمول ډول د افغان لیکوالو له خوا په ویلو او لیکلو کې کارول کېږي او درسي نصاب هم په همدغو ژبو باندې جوړ شوی دی.  د افغانستان ادبیات په پراخه کچه د عربي او فارسي ادبیاتو تر اغېز لاندې دي. [۱][۲][۳]

د افغانستان د پراخو ادبیاتو په تاریخ کې لرغونې دوره او نننی افغانستان شاملیږي. ادبي آثار په لومړیو وختونو کې په شفاهي بڼه سره لېږدیدل. د افغانستان د ادبیاتو لیکلی سیستم له تاریخي اړخه د عربي له رسم الخط سره تړاو لري. د افغانستان د ادبیاتو د تر ټولو پخوانیو اسنادو قدامت، چې باور کېږي د نبطیانو د ارامي الفبا یوه څانګه ده، له میلاد څخه وړاندې پنځمې او شپږمې پېړۍ ته رسیږوي. سره له دې هم، دغه ادبیات په اصل کې خپله ریښه په لومړنیو اسلامي پېړیو کې لري.

د لرغون پېژندنې هغه څېړنې چې له ۱۹۲۲ ز کال را هیسې تر سره شوي دي، ښیې چې عالي هنري آثار له اسلام څخه وړاندې لیکل شوي دي. د دې هېواد ادبیات په اصلي ژبه لیکل شوي او بیا وروسته عربي الفبا ته اوښتي دي، دا چاره د دې لامل ګرځېدلې تر څو دغه ادبیات له اسلام نه د وړاندې لیکنو بډایه میراث ولري، یعنې د عربي الفبا له راتګ وړاندې موجود و چې د مسلمانانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته پکې شاراډا، خروشتي، یوناني او براهمي ژبې وي. همداشان له اسلام وړاندې باختري ژبه هم په کې موندلای شو. [۴][۵]

معاصر ادبیات

[سمول]

د افغانستان معاصر ادبیات په ژوره توګه د شفاهي ادبیاتو په غني میراث او دودیزو لیکلو ادبیاتو کې رېښه لري. د افغانستان اصلي خلک چې په هېواد کې دننه او بهر ژوند کوي، هغوی په معمول ډول پښتو او دري ژبه کاروي. دغه دوه ژبې د افغانستان د ۳۲ میلیونه وګړو له خوا کارول کېږي. د افغانستان ادبیات له تاریخي اړخه د شاعرانو او لیکوالو له خوا ثبت شوي دي. فرانسوي لیکوال، جیمز ډارمستتر په ۱۸۸۶ ز کال کې د افغانستان د ادبیاتو د تاریخ او د شاعرانو د رول په اړه لیکنه کړې ده.

زمینه

که غواړو چې پوه شو، چې افغان څوک دی، نو راځئ ټول کتابونه یوې خوا ته پریږدئ او د هغه د محبوبو شاعرانو شعرونه د هغه په ناخوداګاه اعتراف سره یې وپېژنو.

استدلال کېږي چې پښتنو شاعرانو لکه د شیرزمان طایيزی کتاب د ډګر (۱۹۸۸) تر عنوان لاندې په ادبیاتو کې د پام وړ رول درلودلی دی. په عصري زمانه کې، افغان شاعران او د لنډو کېسو لیکوالان په فعاله توګه د شعر په لیکلو باندې بوخت دي، چې د ادبیاتو یوه مشخصه حوزه جوړوي. [۶]

د منځنیو پېړیو د دورې ادبیات

[سمول]

د افغانستان ادبیات د پېړیو لپاره د ایران، چین او هند له تمدنونو سره تړون لري. د دې هېواد هنري کارونه په اسلامي عصر کې په تیره بیا په لسم تر دولسمې پېړۍ پورې د غزنویانو او غوریانو په دوره کې چې په معمول ډول یې له فارسي څخه استفاده کوله وغوړېدل.

دا چې افغانستان یو غني ادبي هویت لري، نو فولکور او دودیزې سندرې یې د لرغونو پېړیو نه تر اوسنيو معاصرو ادبیاتو ښکارندوی ده. د منځنیو پېړیو په درشل کې، ادبیات په اصل کې په دري، پښتو، عربي او ترکي ژبو لیکل کېدل. د سامانیانو، غزنویانو، تیموریانو او مغول ستراواکۍ په پراخه کچه سره له فارسي ادبیاتو څخه اغېزمنې وي. هغوی هغه مهال د رومي، جامي، رودکي، فردوسي او خواجه عبدالله انصاري په څېر لیکونکي هڅوول.

په دغه دوره کې یوازینۍ ژبه چې حماسي شعرونه په کې لیکل کېدل، هغه دري ژبه وه. فردوسي د شاهنامې شعرونه ولیکل، چې په کې شپیته زره هم قافیه لرونکي بیتونه شامل و. مولانا جلال الدین محمد بلخي هم زیات شعرونه لیکلي چې زیاتره یې بیا په انګریزې وژباړل شول.

استعماري ادبیات

[سمول]

په شپاړسمه او اتلسمه پېړۍ کې نورو هېوادونو ته د پراخو مهاجرتونو له امله، د ارمانونو د بیان ډول او له هېواد څخه بهر د لومړي ځل لپاره د ادبي ادارو او روزنیزو چاپېریالونو رامنځته کول، همدا بهرنۍ ټولنې زیاتره د لومړنۍ افغان ادبي مرکزونو په توګه ګڼل کېږي. د همدې پېړیو په درشل کې، دې هېواد بې شمېره ادبي شخصیتونه په ناوېشل شوې ملت کې ثبت کړل، خو د مغولو او صفویانو د سترواکیو تر منځ د دې هېواد په وېشل کېدو سره، ګڼو شاعرانو له هغې جملې خوشحال خان خټک دغو ادبي مرکزونو ته ورغی. خوشحال خټک چې د اولسمې پېړۍ شاعر او جګړه مار و د هندوکش په غرونو کې یې ژوند کاوه. د نولسمې پېړۍ تر پایه پورې، هغه پښتانه چې د هېواد له وېشل کېدو وړاندې یې په دې هېواد کې ژوند کاوه، هغوی به په معمول ډول د پاچا په دربار کې د اردو ژبې د یوه کلاسیک ژانر یعنې غزل په قالب کې شعرونه ویل.

افغاني، ترکي او پښتو ادبیات ورته دودونه لري چې په ټوله کې د فارسي ادبیاتو په نوم پېژندل کېږي. که څه هم افغاني ادبیات د نورو هېوادونو په څېر بېل ادبیات لري، چې خپل دودونه او د لیکلو ډولونه لري په تیره بیا په شفاهي-قالي ترکیب کې.

مدرن ادبیات

[سمول]

کابل د افغانستان پلازمېنه، په شلمه پېړۍ کې د ادبي شخصیتونو او د ادبي آثارو د خپرولو په مرکز واوښت. محمود طرزی، چې یو سمون غوښتونکی و، د سراج الاخبار د لومړني مدیر مسؤل په توګه یې کار پیل کړ، دا ورځپاڼه د کابل لومړدنۍ ادبي ورځپاڼه وه چې له ۱۹۱۱ تر ۱۹۱۹ پورې خپرېده. نوموړی زیاتره د مدرن ادبي چاپېریال د پراختیا له امله ستایل کېږي. افغانستان په تیرو څو لسیزو کې ګڼ شمېر ادبي شخصیتونه لرل چې له هغې جملې کولای شو خلیل الله خلیلي او سیدبهاوالدین مجروح یاد کړو. په معاصر ادبیاتو کې خلیلي د خپل اغېز لرلو له امله د «رنسانس کس» په نوم یادیږي. [۷]

محمود طرزی په فعاله توګه د یوې ملي ژبې په توګه د پښتو ژبې په دودولو کې ښکېل و او تل به یې د سراج الاخبار له لارې معلومات او خبرونه خپرول. په دغه دوره کې سراج الاخبار د افغاني ټولنې په عصري کولو کې د خپلو مقالو له لارې د پام وړ نقش درلود. له هغه سربېره، یو فرانسوي رومان لیکونکی د ژول ورن په نوم افغاني آثار په بهرنیو ژبو ژباړل. هغه لومړنی کس و چې په خپلواک افغانستان کې یې خپاره [۸]شوي کتابونه خپرول.

د شعرونو زیاتوالی

[سمول]

د افغانستان شعر او کلتور، په عمومي توګه یو اوږد تاریخ لري او لرغونتیا یې د تصوف رامنځته کېدو ته ورګرځي. شعرونه په بېلابېلو ژبو کې خو په ګده سره په فارسي، دري، پښتو او لږ یې په اردو ژبه کې لیکل شوي دي. د بهرنیو ژبو شعرونو لکه انګریزې او ترکي هم د افغانستان پر شعر باندې د پام وړ اغېزې درلودي. د افغانستان شاعري په هېواد کې دننه د بېلابېلو معنوي دودونو منعکسوونکې ده. په مشخصه توګه، زیاتره افغان شاعرانو له اسرارو ډکو او تصوفي تجربو څخه الهام اخیستی. شاعري د ادبیاتو تر ټولو زړه بڼه ده او د ویلو او لیکلو بډایه مخینه لري. په افغانستان کې شعر له پېړیو را پدیخوا شته. مولانا جلال الدین محمد بلخي هغه نامتو افغان شاعر و چې ټول عمر یې دري شعرونه لیکلي دي. نورو شاعرانو هم په دري ژبه شعرونه لیکل. له دې سره، ګڼ شمېر نور شاعران د فارسي، پښتو او عربي ژبې تر اغېر لاندې وو. د نن ورځې افغان شاعرانې په معمول ډول د افغانستان د یوه ډول دودیز شعر پر لیکلو بوختې دي چې دوه هم قافیه لرونکي بیتونه لري او په پښتو ژبه کې ورته لنډۍ (landay) وايي. [۹][۱۰][۱۱]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Pillalamarri, Akhilesh. "Afghanistan's Persian Linguistic Identity". thediplomat.com.
  2. Widmark, Anders. "The View from Within: An Introduction to New Afghan Literature". Words Without Borders.
  3. "What Languages Are Spoken In Afghanistan?". WorldAtlas.
  4. "Afghanistan Literature". Afghanistan's Web Site. 9 May 1984. بياځلي په 7 July 2020.
  5. "Afghanistan – The arts and cultural institutions". Encyclopedia Britannica.
  6. Widmark, Anders. "The View from Within: An Introduction to New Afghan Literature". Words Without Borders.
  7. "ARTS AND CULTURE". English. 31 December 2016.
  8. "Afghanistan: The emergence of modern Afghan literature". web.archive.org. 4 May 2005. بياځلي په 6 December 2021.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  9. "FEATURE: In Western Afghanistan, an ancient love of poetry thrives again". UN News. 5 October 2017. بياځلي په 7 July 2020.
  10. Mashal, Mujib (25 October 2019). "In a Quiet Corner, an Old Afghan Poet Polishes 'the Heart's Mirror'" – via NYTimes.com.
  11. "Ancient Afghan Poetry Form Adapts to Tell Story of Modern Life and Conflict". Pulitzer Center. 19 June 2013.