کابل سيند
د کابل سیند یا د کابل سیند (په پښتو: کابل سيند; سنسکرت: कुभा) یو ۷۰۰ کیلومتره اوږد سیند دی چې د هندوکش په غرونو کې د سرچشمه له درې پیلېږي او د پغمان د غره په اونۍ دره کې د هلمند له سیند څخه جلا کېږي ، د ميدان د جلګي خړوبولو وروسته له چهاردهي ولسوالۍ څخه کابل ښار ته داخلیږي. دا سیند په چهلستون کې د پغمان له سیند او د لوګر له سیند سره په شنېنه کې او بیا د پنجشیر له سیند سره د سروبي جلګې له سیند سره یو ځای کېږي وروسته ورسره د لغمان سيمه ييزو سيندونو اوبه يوځای کيږي او د جلال اباد لوري ته بهېږي. په جلال اباد کې د بهسودو (اوسني جلال اباد ښار اتمه ناحيه) ميرانو سيمه کې له کونړ سيند سره يوځای کيږي.
په پای کې، دا سیند ابا سیند ته بهیږي.
د کابل سیند ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۴۶۰ کیلومتره یې د افغانستان دننه بهیږي. دغه سیند ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت لري. دا د جلال آباد او لغمان ځمکې خړوبوي، چې د حاصلخیزو ځمکو څخه دي.
په اوړي کې د کابل سیند اوبه کمېږي، خو په ژمي کې ډېرې اوبه لري. دا سیند د پاکستان او افغانستان تر منځ شاوخوا ۲۵ کیلومتره ګډه پوله جوړوي. د کونړ سیند د نورستان په سیمه کې د مستوچ له سیند سره یو ځای کیږي، چې د چترال د چنتر غره ګلیشیرونه ترې سرچینه اخلي. دا د جلال اباد په ولسوالۍ کې د کابل سیند سره یوځای کیږي. د پاکستان حکومت له پېښور ښار څخه شل کیلومتره لرې پر دغه سیند د ورسک په نوم یو بند جوړ کړی دی. دا د اټک په برخه کې د سند سیند سره یوځای کیږي.