منځپانگې ته ورتلل

د مرکزي استخباراتو اداره (CIA)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مرکزي استخباراتو اداره (CIA)
Central Intelligence Agency (انگليسي)[۱][۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
مرکز
غړی د
ادرس
1000 Colonial Farm Rd, McLean, VA 22101 (انگليسي)[۵][۶]
2430 E. Street, N.W. Washington, D.C. (انگليسي)[۷] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
هېواد
ځایناستی د
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
نور اړين مالومات
برخې
جوړښت
بنسټګر
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
cia.gov (انګليسي ژبه) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

د مرکزي استخباراتو اداره یا په لنډه توګه ( انګليسي ژبه: CIA ) د متحده ایالاتو د فدرالي حکومت اړوند اصلي استخباراتي او نړیواله اداره ده. ددې ادارې مرکزي دفتر په لانګلي، فییرفیکس کاونټي، ویرجینیا سیمه کي د پوټوماک سیند په اوږدو کي موقعیت لري او کارمندان یې د متحده ایالاتو په سفارتونو او د نړۍ په بیلابیلو نورو سیمو کي کار کوي. [۹] یاده اداره د متحده ایالاتو د یوازینۍ خپلواکي استخباراتي ادارې په توګه د ملي استخباراتو مشر ته راپور ورکوي.

د مرکزي استخباراتو اداره درې اصلي چاري سرته رسوي، چي د بهرنیو حکومتونو، شرکتونو او اشخاصو په اړه د معلوماتو راټولول، د دې معلوماتو تحلیل او څېړنه او د متحده ایاالتو د نورو استخباراتي ادارو لخوا راټول سوي معلومات ګڼل کیږي.

د ملي امنیت معلوماتو ارزولو او د متحده ایاالتو لوړ پوړو پالیسي جوړونکو ته د وړاندې کولو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په غوښتنه باندي یاده اداره د خپلو کارمندانو، د متحده ایاالتو اردو، یا نورو شریکانو لخوا پټ فعالیتونه او ځیني تاکتیکي عملیات ترسره او یا هم څیړي.


په 2013 کي واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چي سي آی اې د متحده ایالاتو د استخباراتي ټولنو تر منځ ترټولو لویه بودیجه درلوده. ویل کیږي چي د سي آی اې یوه لویه څانګه یا د معلوماتي عملیاتو مرکز خپل تمرکز له تروریزم سره د مبارزې و سایبیري عملیاتو ته اړولی دی.

د FBI برعکس CIA د قانون پلي کولو فعالیت نه لري او په ابتدايي توګه په بهر کي د استخباراتو په راټولولو او یوازي د محدودو کورني استخباراتو دنده په غاړه لري. CIA د متحده ایالاتو د استخباراتي ټولني په اوږدو کي د بشري استخباراتي فعالیتونو د همغږي کولو د ملي رییس په توګه دنده ترسره کوي او یوازینۍ اداره ده چي په قانوني توګه د ولسمشر په غوښتنه د پټو کړنو د پلي کولو او نظارت کولو واک لري. دې ادارې د پلان جوړوني، همغږي کولو، د شکنجې روزني او تخنیکي ملاتړ په ګډون ډیری بهرنیو سیاسي ډلو او حکومتونو ته ملاتړ چمتو کړی دی، او د بېلابیلو رژیمونو په ډیری بدلونونو، ترهګریزو بریدونو او د بهرنیو مشرانو په پلان سوي وژنو کي یې برخه اخیستې ده.

له 2004 را وروسته سي آی اې د ملي استخباراتو د ریېس تر دفتر لاندي اداره وګڼل سوه او ځیني واکونه یې د ملي استخباراتو مشر ته لیږدول سوي دي، دا ځکه چي د سپتمبر د 11 د بریدونو په ترڅ کي د CIA د نفوذ اندازه پراخه سول.

  1. 1 2 "USA.gov". ترلاسه‌کېدو نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. 1 2 3 4 5 "National Archives Identifier". National Archives Catalog.
  3. سرچينې تړی: https://www.cia.gov/legacy/headquarters/. بياځلي سمون: ۱۰ جولای ۲۰۲۱.
  4. ويل شوي په: GeoNames. ځمکنومونو پېژند: 4751791. بياځلي سمون: ۱۰ جولای ۲۰۲۱. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۵.
  5. 1 2 ويل شوي په: ګوګل مېپس. Google Maps CID: 1568645537478573961. بياځلي سمون: ۱۰ جولای ۲۰۲۱.
  6. سرچينې تړی: https://www.osha.gov/ords/imis/establishment.inspection_detail?id=1654142.015. بياځلي سمون: ۲ سېپتمبر ۲۰۲۴.
  7. سرچينې تړی: https://www.cia.gov/readingroom/docs/CIA-RDP80R01731R000800090033-3.pdf. بياځلي سمون: ۲ سېپتمبر ۲۰۲۴.
  8. "GRID" (in انګليسي ژبه). ترلاسه‌کېدو نېټه ۶ جولای ۲۰۲۰.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. Kopel، Dave (28 يوليو 1997).