هري ایس ټرومن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هري ایس ټرومن
(انګلیسي: Harry S. Truman)[۱][۲][۳][۴]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هري ایس ټرومن
هري ایس ټرومن

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ مې ۱۸۸۴[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲][۴]
مړینه 26 ډيسمبر 1972 (88 کاله)[۵][۲۰][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کانزاس سیټي[۲۱][۱][۳][۲۲][۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل[۳]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱][۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 175 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند[۲][۴]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت سینه بغل[۳]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 1 [۳]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د متحده ایالاتو ولسمشر (33 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۲ اپرېل ۱۹۴۵  – ۲۰ جنوري ۱۹۵۳ 
فرانکلین ډیلانو روزولټ 
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱][۴]
قاضي[۴]
سوداگر[۴]
پوځي افسر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۶][۲][۳][۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جگتورن
ډګروال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هري ایس ټرومن
هري ایس ټرومن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هري ایس ټرومن (د ۱۸۸۴ز کال د مې ۸مه – د ۱۹۷۲ ز کال د ډسمبر ۲۶مه) یو امریکایي سیاستوال و، چې له ۱۹۴۵ز کال نه تر ۱۹۵۳ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۳م ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې. د ډیموکرات ګوند د دایمي غړي په توګه یې له ۱۹۳۵ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د میسوري ایالت نه د امریکا په مشرانو جرګه کې د سناتور او ۱۹۴۴ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د بر حاله ولسمشر، فرانکلین ډی روزولټ د مرستیال په حیث کار کړی دی. ټرومن په ۱۹۴۵ز کال کې د مرستیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د ولسمشر روزولټ تر مړینې پورې یې چې څه کم درې میاشتې کېدې په دغه پوست پاتی شو. ټرومن د ولسمشر په توګه د لوېدیځې اروپا د اقتصاد د بیا رغولو لپاره مارشال پلان پلي کړ او د کمونیزم د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د ټرومن نظریه او د ناټو سازمان جوړ کړ.

ټرومن د میسوري ایالت په اندپیندنس سیمه کې لوی شوی او د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت کې د توپچې ځواکونو قوماندان و. نوموړی په ۱۹۳۴ز کال کې د میسوري ایالت نه د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته بریالی شو او د جګړې د وخت په قراردادونو کې د ضایعاتو او بې کفایتۍ کمولو د کمېټې د مشر په توګه یې ملي شهرت ترلاسه کړ. ټرومن ولسمشرۍ ته تر بریالیتوب وروسته د لومړي ځل لپاره په ​​​​جګړه کې د اټومي وسلو د کارولو اجازه ورکړه. د ټرومن اداره په نړیواله بهرنۍ تګلاره کې ښکېله وه او انزوایزم (Isolationism) یې پرېښود. هغه د ۱۹۴۸ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې  د توماس ای ډیوي په وړاندې نه منونکې بریا ترلاسه کړه. د سړې جګړې له پیل نه وروسته، ټرومن په ۱۹۴۷ز کال کې د برلین هوایی لېږد او د مارشال پلان څارنه وکړه. کله چې شمالي کوریا په ۱۹۵۰ز کال کې پر سویلي کوریا برید وکړ هغه د کوریا په جګړه کې د لاسوهنې لپاره پرته له دې چې د امریکا له کانګرس نه د تاییدي غوښتنه وکړي، له ملګرو ملتونو نه يې اجازه واخیسته. په دې ډول د جګړې له کړکېچونو سره هغه خپل محبوبیت هم له لاسه ورکړ، خو د هغه ادارې په بریالیتوب سره په متحده ایالاتو کې  اقتصادي ستونزې چې اقتصادي ناورین ته یې لاره هواروله مدیریت کړې. په ۱۹۴۸ز کال کې نوموړي د مدني حقونو لومړی جامع قانون وړاندیز کړ، خو  تصویب نه شو نو هغه د دغو قوانینو پر ځای د ۹۹۸۰او۹۹۸۱ اجراییوي فرمانونه صادر کړل ترڅو په فدرالي ادارو او پوځ کې  نژادي برابرۍ پلې کړي.

د ټرومن په اداره کې فساد د ۱۹۵۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مرکزي کمپاین مسئله شوه. که څه هم ټرومن د ​​۱۹۵۲ز کال ټاکنو ته د نوماندۍ چانس درلود ، خو پریکړه یې وکړه چې په ټاکنو کې ګډون نه کوي. جمهوري غوښتونکي ډوایټ ډي ایزنهاور د ټرومن پر وړاندې ټاکنې وګټلې او ولسمشر شو او ټرومن تقاعد ته سوق شو. د اوږدې مودې لپاره داسې فکر کېده چې ټرومن د تقاعد پر مهال له مالي ستونزو سره مخ و، تر هغه چې کانګرس د پخوانیو ولسمشرانو لپاره تقاعد ته رایه ورکړه، خو وروسته کافي شواهد تر لاسه شول چې له ولسمشرۍ وروسته نوموړي د پام وړ شتمنۍ راټولې کړې وه. کله چې هغه له دندې ګوښه شو، د ټرومن پر ولسمشرۍ سختې نیوکې وشوې، که څه هم د هغه د ولسمشرۍ انتقادي بیا ارزونې د تاریخپوهانو او عامو خلکو ترمنځ د هغه شهرت بېرته تر یو بریده ښه کړ.[۲۴]

مارشال پلان، سړه جګړه او چین[سمول]

ټرومن د یو انټرنشنلست په توګه، د ملګرو ملتونو د جوړولو په برخه کې د روزولټ له تګلارې ملاتړ وکړ او د ملګرو ملتونو لومړۍ عمومي غونډې ته په پلاوي کې یې ایلانور روزولټ شامل کړ. کله چې شوروي اتحاد د ختیځې اروپا له لارې خپل نفوذ پراخ کړ، ټرومن او د هغه د بهرنۍ تګلارې سلاکارانو هم د شوروي اتحاد په وړاندې سخت دریځ خپل کړ.[۲۵][۲۶]

که څه هم ټرومن په ​​​​بهرنیو چارو کې لږ تخصص درلود، خو تر ډېره بریده یې د خپلو لوړ پوړو سلاکارانو په ځانګړې توګه جورج مارشال او ډین اچسن مشورو ته غوږ نیوه. نوموړي د ټرومن د نظریې،  چې د شوروي د نفوذ د د مخنیوي په اړه وه او د مارشال پلان، چې موخه یې له جګړې وروسته د اروپا د بیا رغونې ملاتړ و.[۲۷][۲۸][۲۹]

په ۱۹۵۲ز کال کې ټرومن په پټه د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) په جوړولو سره د متحده ایالاتو کریپټوولوژیکي عناصر پیاوړي کړل. له بلې خوا په چین کې د  ملتپالو او کمونیسټانو تر منځ په لویه کچه جګړه روانه وه، چې نه پوهېده چې د دغه کړکېچ په اړه څه وکړي. جنرال جورج مارشال د ۱۹۴۶ز کال ډېره برخه وخت په چین کې تېر کړ تر څو د ملتپالو او کمونیستانو د جوړجاړي په اړه خبرې اترې وکړي، خو ناکام شو. مارشال، ټرومن قانع کړ، چې ملتپال به هېڅ کله په یوازې دا جګړه و نه ګټي او د کمونیستانو د مخنیوي لپاره د متحده ایالتو مداخله به په اروپا کې د شوروی اتحاد پر وړاندی د امریکا موقف کمزوری کړي. په ۱۹۴۹ز کال کې، د ماو زیډونګ په مشرۍ کمونستانو په چین کې یاده کورنۍ جګړه وګټله او په دې ډول متحده ایالاتو په اسیا کې یو نوی دښمن پیدا کړ. ټرومن د چین د له لاسه ورکولو له امله د محافظه کارانو له خوا تر سختو نیوکو لاندې راغی.[۳۰][۳۱][۳۲]

د برلین هوایی لېږد[سمول]

د ۱۹۴۸ز کال د جون په ۲۴مه شوروي اتحاد د لوېدیځ برلین تر ولکې لاندې دریو برخو ته لاس رسی بند کړ، خو جنرال لوسیوس ډي کلی، چې په المان کې د متحده ایالاتو د اشغال شوي زون قومندان و د شوروي زون په اوږدو کې یې لوېدیځ برلین ته د یو لوی زغره وال قطار د لېږلو وړاندیز وکړ، تر څو د برید پرمهال د خپل ځان دفاع وکړي.

ټرومن باوري و، چې دا به د جګړې خطر زیات کړي ځکه یې د ارنسټ بیوین پلان، چې د شوروي له خوا کلابند شوو سیمو ته به د هوا له لارې اکمالات کوي، تصویب کړ او په دې ډول د جون په ۲۵مه برلین ته هوایی لېږد پیل شو، په دې ماموریت کې په پراخه پیمانه خوراکي توکي، د ډبرو سکاره او نور اکمالات شامل وو چې د پوځي الوتکو په مرسته ترسره کېده . داسې ماموریت تر دې پخوا هېڅکله نه و ترسره شوی او هېڅ یو ملت نه په لوژیستیکي او نه په مادي توګه د دې وړتیا درلوده، چې داسې یو ستر ماموریت سرته ورسوي. د هوایي لېږد عملیات بریالۍ شول او د ۱۹۴۹ز کال د می په ۱۱مه یو ځل بیا ځمکنۍ لارې پرانیستل شوې. د برلین هوایي لېږد د ټرومن د بهرنۍ تګلارې له سترو بریاوو شمېرل کېږي، چې د ۱۹۴۸ز کال په ټاکنیز کمپاین کې یې له ټرومن سره د پام وړ مرسته وکړه.[۳۳]

د اسراییلو په رسمیت پېژندل[سمول]

ټرومن له ډېرې مودې راهیسې د منځني ختیځ له تاریخ سره لېوالتیا درلوده او له هغو یهودانو سره یې خواخوږي درلوده، چې په فلسطین کې یې د خپلې لرغونې جغرافیې د بیا جوړولو په لټه کې وو. د سناتور په توګه، هغه د صهیونزم ملاتړ وکړ. په ۱۹۴۳ز کال کې هغه د هغو یهودانو لپاره، چې له نازي رژیم نه ژوندي پاتې شوي وو د جلا هېواد د جوړولو غوښتنه وکړه، خو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي زړه نازړه وو او دا په داسې یوه لویې کلتوري سیمی کې، چې د عربو تر ولکې لاندې وه د یهودي دولت د جوړولو مخالفت وکړ. د امریکا د دفاع وزیر جیمز فارسټل،  ټرومن ته د جګړې په صورت کې د سعودي د تیلو د اهمیت په اړه خبرداری ورکړ، خو ټرومن یې په ځواب کې وویل، چې هغه به خپله تګلاره د عدالت پر بنسټ پلي کړي نه د تیلو پر بنسټ. [۳۴][۳۵]

ټرومن د بهرنیو چارو د وزیر جورج مارشال د اعتراض له امله د اسراییلو په رسمیت پېژندلو پریکړه وکړه مارشال وېره درلوده، چې دا به له عربي هېوادونو سره اړیکې زیانمنې کړې او باوري و، چې متحده ایالاتو ته ترټولو لوی ګواښ شوروي اتحاد دی او د جګړې په صورت کې ممکن متحده ایالات د عربو تېل له لاسه ورکړي. هغه ټرومن ته خبرداری ورکړ، چې متحده ایالات « له اور سره لوبې کوي، چې هېڅ شی د دی اور له منځه وړلو لپاره نه لري».ټرومن د ۱۹۴۸ز کال د مې په ۱۴مه یوولس دقیقې وروسته له دې، چې اسراییل ځان د  یو جلا ملت په توګه اعلان کړي، د اسراییلو دولت په رسمیت وپېژاند. [۳۴][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500444733 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n79029742 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳ — دوتنه: Library of Congress
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ ۳٫۶ ۳٫۷ ۳٫۸ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6776605 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ۴٫۵ ۴٫۶ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/T000387 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ پیوستون : 118624210  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120318266 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Harry-S-Truman — subject named as: Harry S. Truman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bg2mzh — subject named as: Harry S. Truman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1043 — subject named as: Harry S. Truman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32316.htm#i323153 — subject named as: Harry S. Truman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/808084 — subject named as: Harry S. Truman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Harry S. Truman — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/6c042e392096488e802f85ea40e35b89 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/truman-harry-s — subject named as: Harry S. Truman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0067790.xml — subject named as: Harry Swinomish Truman — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=truman — subject named as: Harry S. Truman
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=harry;n=truman — subject named as: Harry Truman
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=62542 — subject named as: Harry S. Truman — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ https://cs.isabart.org/person/126256 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000119 — subject named as: Harry S. Truman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  20. پیوستون : 118624210  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Трумэн Гарри — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  21. پیوستون : 118624210  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  22. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1043 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳
  23. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/40529507
  24. Hamby, Alonzo L. (October 4, 2016). "Harry S. Truman: Life in Brief". Miller Center of Public Affairs. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Dallek 2008، صص. 56–57.
  26. Roosevelt 1961.
  27. James M. McCormick, and Eugene R. Wittkopf. "Bipartisanship, partisanship, and ideology in congressional-executive foreign policy relations, 1947–1988." Journal of Politics 52.4 (1990): 1077–1100.
  28. Freeland 1970، ص. 90.
  29. Roberts 2000.
  30. May, Ernest R. (2002) "1947–48: When Marshall Kept the U.S. out of War in China." Journal of Military History 66#4: 1001–1010. online
  31. Holsti 1996، ص. 214.
  32. Dallek 2008، صص. 62–63.
  33. Truman Library 1988a.
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ McCullough 1992، ص. 599.
  35. McCullough 1992، صص. 595–597.
  36. Baylis, Thomas. How Israel was Won: A Concise History of the Arab-Israeli Conflict, p. 55 (Lexington Books, Rowman and Littlefield, 1999).
  37. Holmes, David. The Faiths of the Postwar Presidents: From Truman to Obama, pp. 16–17. (U. Georgia Press, 2012).
  38. Ottolenghi 2004، صص. 963–988.