فرانکلین ډیلانو روزولټ
| فرانکلین ډیلانو روزولټ | |
|---|---|
| [[language|]]: Franklin D. Roosevelt[۱] | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Franklin Delano Roosevelt[۱] |
| پيدايښت | ۳۰ جنوري ۱۸۸۲[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] |
| مړینه | 12 اپريل 1945 (63 کاله)[۱۴][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] |
| استوګنځای | نيويارک |
| تابعیت | |
| قد | 189 سانتي متره ، 188 سانتي متره |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند |
| روغتيايي څرنګوالی | ګوزڼ |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | قانونپوه ، سکرين ليکوال [۱۵] |
| مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۱۶]، جرمني ژبه ، فرانسوي ژبه ، امریکايي انګرېزي |
| پوځي خدمت | |
| وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
فرانکلین ډیلانو روزولټ ( د ۱۸۸۲ز کال د جنوري په ۳۰مه زېږېدلی او د ۱۹۴۵ز کال د اپریل په ۱۲مه مړ شوی) ډېری وختونه د خپل نوم د لومړیو تورو (FDR)په نوم پېژندل کېږي. نوموړی یو امریکایي سیاستوال او د مجلس استازی و، چې له ۱۹۳۳ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې تر خپل مړینې پورې د متحده ایالاتو د ۳۲م ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله. هغه له ډیموکرات ګوند نه څلور ځلې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. روزولټ دلوی اقتصادي ناورین پر مهال د فدرالي حکومت مشري پر غاړه واخیسته، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو لوی اقتصادي ناورین ګڼل کېږي. د یاد ناورین د له منځ وړلو لپاره روزولټ د (New Deal domestic agenda) پلې کړه. د هغه د ولسمشرۍ درېیمه او څلورمه دوره د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې وه، چې په خپل د کار دفتر کې دهغه له مړینې وروسته ډېر ژر پای ته ورسېده.
روزولټ د نیویارک ایالت په هایډ پارک سیمه کې په روزولټ کورنۍ کې زېږېدلی، له غبرګو ګروټون ښوونځي او هاروارډ کالج نه فارغ او د کولمبیا د حقوقوپوهنځي کې یې زده کړې وکړې، خو وروسته له هغې چې نوموړې نیویارک ښار کې د وکالت ازموینه کې بریالی شو، د کلمبیا دحقوقو پوهنځۍ یې پرېښود. په ۱۹۰۵ز کال کې هغه له ایلانور روزولټ سره واده وکړ، چې د روزولت د شپږو ماشومان مور وه. هغه په ۱۹۱۰ز کال کې د نیویارک ایالت مشرانو جرګې ټاکنې وګټلې او بیا یې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د ولسمشر ووډرو ویلسن په مشرۍ د سمندري ځواکونو د معاون سکرتر په توګه دنده ترسره کړه. د ۱۹۲۰ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې روزولټ د ډیموکراټ ګوند غړي جیمس ایم کاکس مرستیال و، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند وارن جی هارډینګ له خوا یې ماتې وخوړه. په ۱۹۲۱ز کې روزولټ په فلج ناروغۍ اخته شو، چې ګمان کېده ګوزڼ به وي او پښې یې د تل لپاره فلج شوې. په داسې حال کې چې د خپل حالت نه د ښه کېدو هڅه یې کوله، روزولټ د جورجیا په ګرم سپرینګز سیمه کې د پولیو د بیارغونې مرکز جوړ کړ. که څه هم، هغه له مرستې پرته تګ نه شو کولی، خو په ۱۹۲۸ز کال کې د نیویارک د والي په توګه وګمارل شو. هغه له ۱۹۲۹ز کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې د والي په توګه دنده ترسره کړه. روزولټ د خپلې ولسمشرۍ پرمهال د متحده ایالاتو اقتصادي ناورین له منځ وړلو لپاره ډېر پروګرامونه طرح او پلي کړل.
د ۱۹۳۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې روزولټ د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند هربرټ هوور ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه. نوموړی په داسې وخت کې واک ته ورسېده چې امریکا له لوی اقتصادي ناورین سره لاس او ګریوان وه. د متحده ایالاتو د ۷۳مې کنګرې او د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو ۱۰۰ورځو کې روزولټ بې ساري فدرالي قوانین تصویب کړل. هغه د (New Deal)پروګرام د پلې کولو لپاره پراخ اجرائیوي فرمانونه توشیح کړل کوم چې د هوساینې، بیارغونې او اصالاحاتو د رامنځته کولو لپاره ځانګري شوی وو. هغه له ملي بیارغونې ادارې او نورو ادارو سره د اقتصادي بیا رغونې په لټه کې د بیکارانو او بزګرانو لپاره د مرستې ډېری پروګرامونه رامنځته کړل؛ د مالیې، مخابراتو او کار پورې اړوند لوی تنظیمي اصلاحات یې رامنځته او پر اقتصاد سربېره د مخ په زیاتېدونکو جرمونو د مخنیوي اړوند یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.[۱۷]
د روزولټ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا اقتصاد له ۱۹۳۳ز کال نه تر ۱۹۳۶ز کال پورې په چټکۍ سره وده وکړه او روزولټ په ۱۹۳۶ز کال کې په پراخ توپیر بیا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. له ټاکنو وروسته، هغه د ۱۹۳۷ز کال د قضایي طرزالعملونو د اصلاحاتو قانون تصویبولو غوښتنه وکړه، خو یاد قوانین د نوي جوړ شوي محافظه کار ائتلاف له خوا بند شو او هم د (New Deal domestic agenda) په ترڅ کې د نورو قوانینو رامنځته کولو د مخنیوي په لټه کې هم و، چې په پایله کې له ۱۹۳۷ز کال نه تر ۱۹۳۸ز کال پورې د لوې اقتصادي ناورین لامل شو. د ۱۹۳۰لسیزې نور اړین قوانین او ادارې، چې د روزولټ د ولسمشرۍ پر مهال پلي شوي دا دي؛ د امنیت او تبادلې کمیسیون، د کار ملي اړیکو قانون، د فدرالي زېرمو د بیمې شرکت، ټولنیز امنیت، او د عادلانه کار معیارونو قوانین.
روزولټ د ۱۹۴۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د درېیمې دورې لپاره بیا وټاکل شو او په دې ډول هغه د متحده ایالاتو یوازینی ولسمشر شو، چې له دوو دورو نه زیات خدمت کوي. په ۱۹۳۹ز کې دویمه نړیواله جګړه په پیلېدو وه، چې متحده ایالات یې د یو لړ قوانینو د تصویبولو او د لاسوهنې ردولو غبرګون ته وهڅاوه. له دې سره سره ولسمشر روزولټ، چین، بریټانیا او شوروي اتحاد ته قوي ډیپلوماټیک او مالي ملاتړ ورکړ. د ۱۹۴۱ز کال د ډسمبر په ۷مه په پیرل هاربر باندې د جاپان له برید وروسته، هغه له کانګرس نه د جګړې اجازه ترلاسه کړه. د ډسمبر په ۱۱مه د جاپان متحدینو، نازي جرمني او فاشیستې ایټالیا د متحده ایالاتو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. په ځواب کې امریکا رسماً له متفقینو سره یو ځای شوه او په دې توګه د اروپا د جګړې ډګر ته ننوته. روزولټ د خپل لوړپوړي همکار هیري هاپکنز په مرسته او له قوي ملي ملاتړ سره هغه د بریټانیا له لومړي وزیر وینسټن چرچیل، د شوروي عمومي منشي جوزف سټالین او د چین له جنرال الیسیمو چیانګ کای شیک سره د متحدینو په وړاندې د متفقینو قدرتونو په رهبرۍ کې له نږدې کار وکړ. روزولټ د جګړې د هڅو د ملاتړ لپاره د متحده ایالاتو د اقتصاد د بسیج څارنه هم کوله، چې د اروپا لومړۍ ستراتیژی یې پلي کړه او د جرمني ماتې ته یې د جاپان د ماتې په پرتله لومړیتوب ورکړ. د روزولټ ادارې د پنټاګون څارنه کوله او د نړۍ په کچه یې لومړۍ اټومي بم جوړ کړ او د نورو متفقینو له مشرانو سره یې د ملګرو ملتونو او د جګړې وروسته د نورو بنسټونو د جوړولو لپاره لاره هواره کړه. د روزولټ په مشرۍ د جګړې پر مهال امریکا د نړۍ په کچه په یوه لوی زبرځواک بدل شو.
روزولټ له جګړې وروسته، د ۱۹۴۴ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا رغونې په پلیټ فارم کې بیا ځلې ټاکنې وګټلې. د هغه فزیکي روغتیا د جګړې په وروستیو کلونو کې په خرابېدو و او په دې ډول د څلورمې دورې نه لږ تر لږه درې میاشتې وروسته د ۱۹۴۵ز کال د اپریل په ۱۲مه مړ شو. مرستیال ولسمشر هیري ایس ټرومن د ولسمشر په توګه واک تر لاسه کړ او د متحدینو د تسلیمۍ په لټه کې شو. د روزولټ ځینې کړنې، لکه د جاپاني امریکایانو بندي کول له نیوکو سره مخامخ شو.روزولټ د ځینو محققانو، سیاست پوهانو او تاریخپوهانو له خوا د امریکا د درېیو ځواکمنو ولسمشرانو: جورج واشنګټن او ابراهیم لینکن سره په یوه پوړکې ډلبندي کېږي
د فرانکلین ډي روزولټ ادارې بهرنۍ تکلاره (۱۹۳۳ز کال نه تر ۱۹۴۱ز کال پورې)
[سمول]د روزولټ د لومړۍ دورې د بهرنۍ تګلارې اصلي نوښت د ښه ګاونډیتوب تګلاره وه، چې د لاتینې امریکا په اړه د متحده ایالاتو د تګلارې بیا ارزونه وه. وروسته له هغه چې روزولټ واک ترلاسه کړ، هغه له هایټي نه د متحده ایالاتو ځواکونه واېستل او له کیوبا او پاناما سره یې نوي تړونونه لاسلیک کړل. د ۱۹۳۳ز کال په ډسمبر کې روزولټ د ایالتونو د حقوقو او دندو په اړه د مونټیویډیو کنوانسیون لاسلیک کړاو د لاتینې امریکا هېوادونو په چارو کې د یوې اړخیزې لاسوهنې حق یې رد کړ. روزولټ له شوروي اتحاد سره هم اړیکې عادي کړې، ځکه متحده ایالاتو له۱۹۲۰لسیزې راهیسې په رسمیت نه وپېژندلی. هغه هیله درلوده چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د روسیې د پورونو په اړه بیا خبرې پیل کړي، چې سوداګریزې اړیکې پرانیزي، خو په دواړو مسئلو کې یې هېڅ پرمختګ ونه کړ.[۱۸][۱۹][۲۰]
کله چې د ۱۹۳۹ز کال په سپټمبر کې دویمه نړیواله جګړه په پولنډ او بریټانیا باندې د المان له برید سره او د فرانسې له خوا په المان باندې د جګړې اعلان وروسته پیل شوه، روزولټ له بریټانیا او فرانسې سره د پوځي مرستو لپاره لارې لټولې، خو انزوا غوښتونکو مشرانو لکه چارلس لیندبرګ او سناتور ویلیم بوره د روزولټ د وړاندیز شوي بې طرفۍ قانون لغوه کولو سره مخالفت وکړ، خو روزولټ د وسلو د پلور په اړه د کانګرس تصویب ترلاسه کړ. هغه هم د ۱۹۳۹ز کال سپټمبر کې د بریټانیا د لوی درستیز، وینسټن چرچل سره منظم پټ لیکونه پیل کړل او په دې ډول روزولټ له چرچیل سره نږدې شخصي اړیکې ټینګې کړې، چې د می په ۱۹۴۰ز کال کې د بریټانیا لومړی وزیر وټاکل شو. د ۱۹۴۰ز کال جون کې د فرانسې له سقوط سره د امریکا ولس ټکان وخوړ او د بی طرفې احساس هم لږ شو.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د ۱۹۴۰ز کال په جولای کې روزولټ دوه مداخله کوونکي جمهوري غوښتونکي مشران، هینري ایل سټیمسن او فرانک ناکس په ترتیب سره د جګړې او سمندري سکرترانو په توګه وټاکل. دواړو د امریکا د پوځ د چټکتیا لپاره د هغه د پلانونو ملاتړ کاوه، خو انزوا غوښتونکو خبرداری ورکړ چې روزولټ به امریکا له المان سره غیر ضروري جګړې ته یوسي او دا به د پوځ شمېر د ۱۹۳۹ز کال په پای کې له ۱۸۹۰۰۰کسانو نه د ۱۹۴۱ز کال په نیمایي کې ۱.۴میلیونو کسانو ته لوړ کړي.
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118602551 — خپرېدونېټه: ۴ فېبروري ۲۰۲۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119835923 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pc30cw — سکالو پېژند: Franklin D. Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/897 — سکالو پېژند: Franklin Delano Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p12668.htm#i126674 — سکالو پېژند: Franklin Delano Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Franklin D. Roosevelt — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/39a5713e43e94c6db2234c5457478083 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/roosevelt-franklin-delano — سکالو پېژند: Franklin Delano Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Franklin_D._Roosevelt — سکالو پېژند: Franklin D. Roosevelt — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=rooseveltfd — سکالو پېژند: Franklin D. Roosevelt
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=franklin+delano;n=roosevelt — سکالو پېژند: Franklin Delano Roosevelt
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/117379 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000090 — سکالو پېژند: Franklin D. Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Oorlogsbronnen ID: https://www.oorlogsbronnen.nl/person/772b0fc0-f514-40be-b9b5-94e8762011d3 — سکالو پېژند: Franklin Delano Roosevelt — خپرېدونېټه: ۲۲ فېبروري ۲۰۲۵
- ↑ chapter: 1 — ليکوال: John Lewis Gaddis — سرليک: The Cold War: A New History — نسخهلومړی — پاڼه: 10 — خپروونکی: Penguin Books — ISBN 978-0-14-303827-6
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0740483/ — خپرېدونېټه: ۱۴ سېپتمبر ۲۰۲۳
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/36978019
- ↑ https://www.cato.org/sites/cato.org/files/pubs/pdf/pa157.pdf.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ Doenecke او Stoler 2005، م. 18.
- ↑ Smith 2007، مم. 341–43.
- ↑ Leuchtenburg 1963، مم. 203–10.
- ↑ "Roosevelt and Churchill: A Friendship That Saved The World". National Park Service.
- ↑ Gunther 1950، م. 15.
- ↑ Smith 2007، مم. 436–41.
- ↑ Black 2005، مم. 503–06.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1945ز مړينې
- 12 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: bare URL
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

