گوزڼ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Polio sequelle.jpg

گوزڼ یا پولیو (poliomyelitis) یوه انتاني ناروغي ده چی عصبي سیستم اغیزمن کوي او کله کله د فلج سبب گرځي. د پولیو ویروس د منتنو خوړو، د څښاک اوبو، ډکو متیازو او د لمبا ډنډونو له لیاری انسان ته انتقال مومي.

په سلو کې ۹۰ د پولیو په ویروس اخته ناروغان هیڅ ډول نښی نښانی نه ښکاره کوي. په سلو کې ۵ ناروغان د منتن کیدو څخه ۲۱ ورځی وروسته ځینی نښی نښانی ښيي لکه کانگی، زړه بدوالی، سرخوږی او د گیډی درد. دغه ستونزی یواځی ۲-۳ ورځی دوام کوي.

په سلو کې ۱ په ویروس اخته ناروغانو کې کیدای شي پورته یاد شوي نښی نښانی ډیری شدیدی وي او پدوی کې د اورمیږ شخوالی د لاسونو او پښو د عضلاتو شخوالی هم منځته راتلای شي چی دا د فلجي پولیو په نامه یادیږي.

د فلجي پولیو د منځته راتگ خطر په هرو ۱۰۰۰ ناروغانو کې ۱ ښودل شوی. پدوی کې کیدای شي یوه عضله او یا د عضلاتو یو گروپ اخته شي. که چیری د عضلاتو یو گروپ په ناروغی اخته شي نو ژوند د گواښ سره مخامخ کولای شي د بیلگی په ډول تنفسي عضلات، د مری عضلات، د مثانی او کولمو عضلات. فلج کیدای شي د شپږو میاشتو په موده کې ښه شي خو ځیني ماشومان په تل پاتي گوزڼ اخته کیږي.

هغه وگړي په ناروغی اخته کیږي چی له وړاندی معافیت نه وي ترلاسه کړی، پدی مانا چی واکسین شوي نه وي. د نړی نژدی ټول هیوادونه د پولیو د واکسین له برکته د لدی ویروسه پاک دي پرته له څلورو هیوادونو څخه چی پکې افغانستان، پاکستان، هند او نایجیریا شامل دي.

واکسین ددغی ناروغی د مخنیوي لپاره یواځنی اغیزمنه لاره ده.

درملنه

د پولیو د ناروغی پر وړاندی کومه ځانگړی درملنه نشته یواځی نښی نښانی او اعراض د ناروغ د تکلیف د کمولو لپاره درمل ورکول کیږي.

سرچينې