منځپانگې ته ورتلل

د امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دیموکراتیک گوند په متحده ایالاتو کې له دوو لویو او معاصرو گوندونو نه یو دی. د دغه گوند بنسټ د ۱۸۲۸ ز کال په شاوخوا کې د اندرو جکسون د ملاتړو له خوا کېښودل شو، چې په نړۍ کې یو له پخوانیو فعالو سیاسي گوندونو نه دی. له ۱۸۶۰ مې ز لسیزې راهیسې یې اصلي سیاسي سیال جمهوري غوښتونکی گوند دی.[۱]

دیموکراتیک گوند له ۱۸۶۰ ز کال وړاندې د محدود دولت او ایالتي حاکمیت نه ملاتړ کاوه او د ملي بانک او لوړو تعرفو مخالف و. په ۱۸۶۰ ز کال کې د غلامۍ پر سر په دوو برخو ووېشل شو او له ۱۸۶۰ ز کال نه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې دوه ځلې ولسمشرۍ ته ورسېد. د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې یې، هماغه ډول له لوړو تعرفو سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ او د سرو زرو د معیار اړوند یې کلک داخلي بحثونه درلودل. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې سپینې ماڼۍ ته په ۱۹۱۲ او ۱۹۱۶ ز کال کې د ویډرو ویلسون (د امریکا ۲۸ ولسمشر و) په بریا سره له مترقي اصلاحاتو ملاتړ او له امپریاليزم سره یې مخالفت وکړ.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د فرانکلن ډي. روزولټ له واکمنۍ او په ۱۹۳۲ ز کال کې د نیوډیل په نامه اقتصادي او ټولنیز پروگرام وروسته، دیموکراتیک گوند د ټولنیزې آزادۍ یا ټولنیز لیبرالیزم د سیاسي ایدیالوژي چوکاټ رامنځ ته کړ. نیوډیل پروگرام په ښارونو کې د گڼ شمېر کاتولیک اروپايي کډوالو د ملاتړ جلبولو لامل وگرځېد، خو د دغه گوند د کار اوکسب ملاتړې محافظه کارې څانگې د کمزوري کېدو لامل وگرځېد. د ۱۹۶۴ ز کال کې د مدني حقونو او د ۱۹۶۵ ز کال د رایو ورکولو د حقونو له قوانینو وروسته د دواړو گوندونو اصلي بنسټونو بدلون وموند، په دې ډول چې په ولسمشریزو سیاستونو کې سويلي ایالتونو په جمهوري غوښتونکي گوند باور وکړ او شمال ختیځ ایالتونه بیا په باور وړ توگه دیموکرات شول. د کارگري اتحادیې عناصر چې یو مهال ځواکمن و له ۱۹۷۰ مې لسیزې وروسته کوچني شول، په داسې حال کې چې کارگره طبقه د دیموکراتو بنسټونو مهمه پایه پاتې شوه. ښځې، هغه وگړي چې په ښاري سیمو کې یې ژوند کاوه، ځوانو امریکایانو او د کالجونو فارغینو ډېری جنسي، مذهبي او نژادي لږه کیو  لېوالتیا لرله، څو له دیموکراتیک گوند نه ملاتړ وکړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د دیموکراتیک گوند د معاصر لیبرالیزم فلسفه، د مدني آزادیو او ټولنیز مساوات مفاهیم د گډ اقتصاد نه په ملاتړ له یو بل سره ترکیب کوي. دغه گوند په کانگرس کې له معتدلو، محافظه کارو او مترقي څانگو نه جوړ لوی ائتلاف لري. مشارکتي اصلاحات، د چاپېریال خوندیتوب، له سازمان یافته کاري قوې ملاتړ، د ټولنیزو چارو پراختیا، د کالج په اندازه فیس، د روغتیا پالنې اصلاحات، برابرې موکې او له مصرف کوونکو ملاتړ، د دغه گوند د اقتصادي اجنډا هسته جوړوي. په ټولنیزه برخه کې بیا په ټاکنیزو مبارزو کې له مالي اصلاحاتو، د همجنس پالو له حقونو، جنايي عدالت، د کډوالۍ له اصلاحاتو، په وسلو له سختو قوانینو، د سقط له حقونو، د اعدام سزا له لغوه کولو او د مارجیوانا (چرسو) له قانوني کولو ملاتړ کوي.[۲۳]

د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په گډون، شپاړسو دیموکراتانو، د امریکا د ولسمشر په توگه خدمت کړی. له ۲۰۲۲ ز کال نه د فدرال دولت اکثریت د دغه گوند په لاس کې دی (د دغه هېواد ولسمشري او په کانگرس او سنا دواړو کې اکثریت په واک کې لري)، ۲۲ ایالتي والیان، ۱۷ ایالتي قانون جوړوونکې جرگې، په ۱۴ ایالتونو کې حکومتي اکثریت (په دواړو حکومت او قانون جوړوونکو جرگو کې) او د لویو ښارونو ښاروالۍ په واک کې لري. د متحده ایالاتو د سترې محکمې له نهو قاضیانو نه درې یې د د دیموکراتیکو ولسمشرانو له خوا ټاکل شوي. د ثبت شویو غړو له مخې، دیموکرات گوند په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی او د نړۍ درېیم لوی گوند دی.[۲۴]

تاریخچه

[سمول]

د دیموکراتیک گوند چارواکي، ډېری مهال د دغه گوند رېښه د توماس جفرسن، توماس مډیسون او فدارلیزم ضد نورو مخکښو کسانو له خوا په ۱۷۹۲ ز کال کې د جوړ شوي دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي گوند نه بولي. یاد گوند، د وېگ گوند او معاصر جمهوري غوښتونکي گوند الهام بخښونکی دی. له سازماني پلوه، په حقیقت کې دغه گوند په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې د اندرو جاکسون په ټاکل کېدو سره رامنځته شو. په ۱۸۹۶ ز کال کې د ویلیام جیننگز برایان له نوماندۍ راهیسې، دغه گوند په عمومي ډول د جمهوري غوښتونکي گوند د اقتصادي مسائلو پر وړاندې کیڼ لوری نیولی دی. دیموکراتان له ۱۹۴۸ ز کال راهیسې، د مدني آزادیو اړوند تر ډېره آزادي پلوه اولیبرال و، په داسې حال کې چې د همدغه گوند محافظه کارې ډلې تر ۱۹۶۰ مې لسیزې پورې په سوېل کې له دغه چارې سره مخالف و. د بهرني سیاست په برخه کې دواړو ډلو څو ځله خپل لیدلوري بدل کړي.[۲۵][۲۶]

نوم او نښانونه

[سمول]

په ۱۸۲۴ ز کال کې دیموکراتیک -جمهوري غوښتونکی گوند په لنډ مهالي جمهوري غوښتونکي ملي گوند او جاکسوني خوځښت ووېشل شو، چې په ۱۸۲۸ ز کال کې په دیموکراتیک گوند بدل شو. په جکسوني دوره کې د «دیموکراسي» اصطلاح، د دغه گوند له خوا کارول کېده، چې په پایله کې د «دیموکراتیک گوند» نوم ورباندې کېښودل شو او په ۱۸۴۴ ز کال کې یې دغه نوم رسمیت وموند. د دغه گوند غړو ته «دیموکراتان» یا «دیموکرات» ویل کېږي.[۲۷][۲۸]

په عامیانه (سیمه ییزه) بڼه ورته «دیموکرات گوند» هم ویل کېږي، خو له ۱۹۵۲ ز کال راهیسې د مخالفو ډلو له خوا د سپکاوي کوونکې اصطلاح په توگه ورته کارول کېږي.

د دغه گوند تر ټولو مشهوره د شگون نښه خر یا نارینه خر دی. د اندرو جاکسون مخالفینو په هغه باندې د ملنډې وهلو په موخه، هغه د «جکاس (نر خره)» په نوم له دې امله چې یو سخت سری او احمق حیوان دی، یادوه. خو له دې سره دیموکراتانو عامه مفاهیم خوښول او هغه یې انتخاب هم کړ، له همدې امله دغه انځور دوام راوړ او وده (تکامل) یې وکړه. د دغه نښان په ټاکلو کې ډېر اغېز په هارپر اونیزه کې له ۱۸۷۰ کال وروسته د توماس نست کارتونونو درلود. کارتون جوړوونکي د نست پر قدم لاړل او خر یې د دیموکراتانو او فیل یې د جمهوري غوښتونکو په استازولۍ په خپلو کارتونونو کې کاراوه.[۲۹][۳۰]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په انډیانا، کنټاکي، اوکلاهاما او اوهایو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو د باز پر خلاف د دیموکراتیک گوند سنتي نښان چرگ و. دغه نښان (سمبول) تر اوسه پورې د اوکلاهاما، کنټاکي، انډیانا او لویدیځې ویرجینیا په رای پاڼو کې کارول کېږي. چرگ د ملي دیموکراتیک گوند د رسمي نښان په توگه ومنل شو. په نیویارک کې د دیموکراتیک گوند نښان پنځه ټکي لرونکی ستوری دی.[۳۱][۳۲][۳۳]

په داسې حال کې چې دواړه لوی گوندونه (او نور کوچني گوندونه) سور، سپین او آبي دودیز امریکايي رنگونه په خپلو تبلیغاتو او نندارونو کې کاروي، د ۲۰۰۰ ز کال کې د ټاکنو د شپې راهیسې شین رنگ د دیموکراتیک گوند د پېژندل کېدونکي رنگ په توگه گڼل کېږي چې سور بیا د جمهوري غوښتونکي گوند د پېژندلو رنگ دی. په دغه شپه، د لومړي ځل لپاره ټولو لویو تلویزیوني شبکو، همدغه رنگونه په ټاکنیزه نقشه کې وکارول: شنه ایالتونه د الگور لپاره (دیموکراتیک نوماند) او سره ایالتونه د جورج ډبلیو بوش لپاره (د جمهوري غوښتونکو نوماند). له دغه مهال وروسته شین رنگ په پراخه کچه د دغه گوند د څرگندولو په موخه کارول کېږي. دا د متحده ایالاتو نه بهر د مروجې رویې پر خلاف دي، چېرې چې شین عنعنوي رنگ د ښي اړخه او سور د کیڼ اړخه ډلې لپاره کارول کېږي. د بېلگې په توگه: په کاناډا کې سور رنگ د آزادي پلوې یا لیبرال ډلې او شین رنگ د محافظه کارې ډلې استازولي کوي. [۳۴]

ددودیزې ترانې (سرود) په توگه د دغه گوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ په کنوانسیون کې د ارون کوپلنډ «Fanfare for the Common Man» سرود د دیموکراتیک گوند د ملي کنوانسیون په سر کې غږول کېږي.[۳۵]

سرچینې

[سمول]
  1. "The Democratic Party, founded in 1828, is the world's oldest political party" states Kenneth Janda; Jeffrey M. Berry; Jerry Goldman (2010). The Challenge of Democracy: American Government in Global Politics. Cengage Learning. p. 276. ISBN 9780495906186.
  2. Arnold, N. Scott (2009). Imposing values: an essay on liberalism and regulation. Oxford University Press. p. 3. ISBN 9780495501121. خوندي شوی له اصلي څخه په October 2, 2020. بياځلي په April 28, 2020. Modern liberalism occupies the left-of-center in the traditional political spectrum and is represented by the Democratic Party in the United States.
  3. Grigsby, Ellen (2008). Analyzing Politics: An Introduction to Political Science. Cengage Learning. pp. 106–107. ISBN 9780495501121. خوندي شوی له اصلي څخه په October 2, 2020. بياځلي په April 28, 2020. In the United States, the Democratic Party represents itself as the liberal alternative to the Republicans, but its liberalism is for the most part the later version of liberalism—modern liberalism.
  4. Prendergast, William B. (1999). The Catholic Voter in American Politics: The Passing of the Democratic Monolith. Washington, D.C.: Georgetown University. ISBN 978-0-87840-724-8.
  5. Marlin, George J. (2004). The American Catholic Voter: 200 Years of Political Impact. South Bend, Indiana: St. Augustine. ISBN 978-1-58731-029-4. خوندي شوی له اصلي څخه په October 2, 2020. بياځلي په April 28, 2020.
  6. Michael Corbett et al. Politics and Religion in the United States (2nd ed. 2013).
  7. "How Asian Americans Became Democrats". The American Prospect. خوندي شوی له اصلي څخه په سېپتمبر 26, 2018. بياځلي په اکتوبر 22, 2016.
  8. Brownstein, Ronald (May 21, 2019). "The Democratic Party is being transformed. These House votes show how". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په May 21, 2019. بياځلي په May 22, 2019.
  9. "Women More Likely to Be Democrats, Regardless of Age". Gallup.com. June 12, 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په June 14, 2010. بياځلي په June 17, 2010.
  10. Larry E. Sullivan. The SAGE glossary of the social and behavioral sciences (2009). p. 291: "This liberalism favors a generous welfare state and a greater measure of social and economic equality. Liberty thus exists when all citizens have access to basic necessities such as education, healthcare, and economic opportunities."
  11. Allott, Daniel (2020-11-14). "Biden could lose Georgia Senate races all by himself". The Hill (in انګليسي). بياځلي په 2020-11-16.
  12. Goodnough, Abby; Kaplan, Thomas (June 28, 2019). "Democrat vs. Democrat: How Health Care Is Dividing the Party". The New York Times. بياځلي په 22 July 2020.
  13. Levy, Jonah (2006). The State after Statism: New State Activities in the Age of Liberalization. Harvard University Press. p. 198. ISBN 9780495501121. In the corporate governance area, the center-left repositioned itself to press for reform. The Democratic Party in the United States used the postbubble scandals and the collapse of share prices to attack the Republican Party ... Corporate governance reform fit surprisingly well within the contours of the center-left ideology. The Democratic Party and the SPD have both been committed to the development of the regulatory state as a counterweight to managerial authority, corporate power, and market failure.
  14. U.S. Department of State. "A Mixed Economy: The Role of the Market". About.com. خوندي شوی له the original on January 18, 2017.
  15. "Democratic Party on Government Reform". Ontheissues.org. خوندي شوی له اصلي څخه په April 30, 2016. بياځلي په January 19, 2015.
  16. "Democratic Platform Endorses Gay Marriage". All Things Considered. Npr.org. September 4, 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په October 5, 2013. بياځلي په October 2, 2013.
  17. Chammah, Maurice (July 18, 2016). "Two Parties, Two Platforms on Criminal Justice". The Marshall Project. خوندي شوی له اصلي څخه په May 31, 2019. بياځلي په May 22, 2019.
  18. "Preventing Gun Violence". Democrats.org. خوندي شوی له the original on نومبر 4, 2018. بياځلي په می 22, 2019.
  19. "Democratic Party on Abortion". OnTheIssues.org. خوندي شوی له اصلي څخه په September 11, 2020. بياځلي په August 5, 2020.
  20. "PROTECTING COMMUNITIES AND BUILDING TRUST BY REFORMING OUR CRIMINAL JUSTICE SYSTEM". Democratic Party. خوندي شوی له the original on 22 November 2021. بياځلي په 30 November 2021.
  21. "The 2016 Democratic Platform". Democrats.org. خوندي شوی له the original on سېپتمبر 27, 2018. بياځلي په می 22, 2019.
  22. "State government trifectas". Ballotpedia. خوندي شوی له اصلي څخه په March 28, 2018. بياځلي په January 13, 2018.
  23. Arnold, N. Scott (2009). Imposing values: an essay on liberalism and regulation. Oxford University Press. p. 3. ISBN 9780495501121. خوندي شوی له اصلي څخه په October 2, 2020. بياځلي په April 28, 2020. Modern liberalism occupies the left-of-center in the traditional political spectrum and is represented by the Democratic Party in the United States.
  24. Arthur Paulson, Realignment and Party Revival: Understanding American Electoral Politics at the Turn of the Twenty-First Century (2000) pp. 46–72.
  25. The party has claimed a founding date of 1792 as noted in S.2047 which passed in the United States Senate in 1991. 102nd Congress (1991), S.2047 – A bill to establish a commission to commemorate the bicentennial of the establishment of the Democratic Party of the United States.{{citation}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link) “[I]n 1992, the Democratic Party of the United States will celebrate the 200th anniversary of its establishment on May 13, 1792.”
  26. Appleby, Joyce (2003). Thomas Jefferson. p. 4. ISBN 978-0-521-64841-7. خوندي شوی له اصلي څخه په October 2, 2020. بياځلي په April 28, 2020.
  27. "Democratic Party". Encyclopædia Britannica. 
  28. see "History of the Democratic Donkey"
  29. John William Ward (1962). Andrew Jackson: Symbol for an Age. Oxford Up. pp. 87–88. ISBN 9780199923205.
  30. "Barbour County, West Virginia General Election Ballot" (PDF). November 4, 2008. خوندي شوی له the original (PDF) on October 24, 2008.
  31. Seidman, Steven (June 12, 2010). "The Rooster as the Symbol of the U.S. Democratic Party". Ithaca College. خوندي شوی له the original on October 24, 2017.
  32. Lopez, Tomas (October 23, 2014). "Poor Ballot Design Hurts New York's Minor Parties ... Again". Brennan Center for Justice. خوندي شوی له the original on February 7, 2017. بياځلي په February 6, 2017.
  33. Farhi, Paul (November 2, 2004). "Elephants Are Red, Donkeys Are Blue". Washington Post. p. C01. خوندي شوی له the original on May 9, 2008. بياځلي په October 11, 2016.
  34. Trotter, Bill (February 11, 2008). "Obama sets sights on November battle". Bangor Daily News. خوندي شوی له the original on February 28, 2008. بياځلي په February 12, 2008.