لویدیځه جبهه (لومړۍ نړیواله جګړه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لویدیځه جبهه د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د جګړې له اصلي صحنو څخه وه. د ۱۹۱۴ کال په اګست کې د المان پوځ پر لوکزامبورګ او بلجيم له برید سره لویدیځه جبهه پرانیسته او ورپسې يې په فرانسه کې د مهمو صنعتي سیمو پوځي کنترول ترلاسه کړ. د المان پرمختګ د مارن له جګړې سره ودول شو. تر سمندر پورې سیالۍ په نوم یرغل وروسته دواړو لورو د سیمې په اوږدو کې پیاوړي سنګري خندقونه وکیندل چې له شمالي سمندر څخه یې له فرانسې سره د سوئیس تر سرحد پورې دوام درلود، چې موقعیت یې د ۱۹۱۷ کال له لومړیو او بیا له ۱۹۱۸ کال پرته چندان بدلون ونه کړ.

په دغه جبهه کې د ۱۹۱۵ او ۱۹۱۷ کلونو تر منځ څو بریدونه وشول. دغې بریدونو له پراخو توپخانه‌یي بمباریو او د پليو پوځيانو له پراخو پرمختګونو څخه کار اخیست. سنګرونو، د ماشیني وسلو ځای پرځای کولو، اغزنو تارونو او توپخانو څو ځله د بریدونو او ځوابي بریدونو په بهیر کې سخت زیانونه پېښ کړل او هېڅ د پام‌وړ پرمختګ په کې ونه شو. د دغو بریدونو تر منځ تر ټولو ډېر لګښت لرونکو بریدونو له ډلې څخه په ۱۹۱۶ کال کې د ورډون جګړه چې د ګډو تلفاتو شمېر یې ۷۰۰۰۰۰ تنه و، په ۱۹۱۶ کال کې د سومه جګړه چې د تلفاتو شمېر یو ملیون تنه و او په ۱۹۱۷ کال کې د پساندل جګړه چې د تلفاتو شمېر یې ۴۸۷۰۰۰ و یادولی شو.

په لویديځه جبهه کې د مورچل جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړو لورو د زهرجن ګاز، الوتکې او ټانګ په ګډون نوې تېکنالوژي امتحان کړه. د غوره تخنیکونو غوره کول او په لویدیځ کې د پوځيانو متراکمه کمزوري په ۱۹۱۸ کال کې د خوځښت د بېرته راستنېدو لامل شوه. د المان پسرلني عملیات په ۱۹۱۸ کال کې له بریست-لیتوفسک تړون سره ممکن شول چې د روسیې او رومانیا پر وړاندې یې په ختيځه جبهه کې د مرکزي قدرتونو جګړه پای ته ورسوله. د المان پوځ د لنډو او سختو «توپاني» بمباریو او نفوذي تخنیکونو له کارولو سره نږدې ۱۰۰ کیلومتره (۶۰ مایله) د لویدیځ لور ته حرکت وکړ چې له ۱۹۱۴ کال څخه د دواړو لورو تر ټولو ژور پرمختګ و، خو پایله یې پرېکنده نه وه. [۱][۲]

د ۱۹۱۸ کال د سل ورځنیو عملیاتو په جریان کې د متحدینو نه ودرېدونکي پرمختګ د المان د لښکر د ناڅاپي سقوط لامل شو او الماني قومندانان یې په دې قانع کړل چې ماته حتمي ده. د المان دولت د ۱۹۱۸ کال د نوامبر د ۱۱مې په اوربند کې تسلیم شو او د سولې شرایط په ۱۹۱۹ کال کې له ورسای تړون سره حل او فصل شول.

۱۹۱۴[سمول]

د جګړې پلانونه- د سرحدونو جګړه[سمول]

لویدیځه جبهه هغه ځای وه چې د فرانسې، آلمان او اروپا تر ټولو ځواکمن پوځي ځواکونه هلته سره مخامخ شول او هلته د لومړۍ نړیوالې جګړې پرېکړه شوې وه. د جګړې په پیل کې د المان پوځ په لویدیځ کې له اوو ساحوي لښکرو او په ختيځ کې له یو لښکر سره د شلیفن پلان تعدیل شوې نسخه پلې کړه، چې د بې‌پرې بلجیم له طریقه د مشترک سرحد په بهیر کې له چټک حرکت سره د فرانسې له دفاعي کرښو څخه تېر او ورپسې پر فرانسې د یرغل لپاره بېرته راوګرځېد او د المان په پوله کې یې د فرانسوي پوځ د محاصرې او په لومه کې اچولو هڅه وکړه. د بلجیم بې‌طرفي په ۱۸۳۹ کال کې د لندن تړون تضمین کړې وه. دا چاره د دې لامل شوه چې بریتانیا د اګست په ۴مه په نیمه شپه کې د خپل ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره جګړې ته مخه کړي. د الماني جنرالانو الکساندر فون کلارک اوکارل فون بولو په قومانده کې لښکرو د ۱۹۱۴ کال د اګست په ۴مه پر بلجیم برید وکړ. لوکزامبورګ له مخالفت پرته د اګست په ۲یمه اشغال شوی و. په بلجیم کې لومړنۍ جګړه لیاژ وه دا هغه محاصره وه چې د اګست له ۵ څخه تر ۱۶مې پورې یې دوام وکړ. لیاژ له دفاعي پلوه ښه پیاوړی و او د بولو په قومانده کې الماني پوځ يې د خپل مقاومت له سطحې سره حیران کړل. د المان درندې توپخانې وکولی شوی د څو ورځو په بهیر کې اصلي کلاوې ونړوي. د لياژ تر سقوط وروسته د بلېجیم ډېری ساحوي پوځ انتویرپ ته پوځي په شا تګ وکړ او د نامور ګارنیزیون یې منزوي کړ او د بلجیم پلازمېنه بروکسیل د اګست په ۲۰مه د المانیانو لاس ته ورغی. که څه هم د المان پوځ له انتویرپ څخه تېر شو خو لا هم د هغوی د جناح لپاره یو ګواښ بلل کېده. یوه بله محاصره په نامور کې وڅارل شوه چې د اګست له ۲۰ تر ۲۳ پورې يې دوام وکړ.  [۳][۴][۵][۶]

فرانسویانو په پوله کې پنځه لښکر ځای پر ځای کړل. د الزاس لوران د ولکه کولو لپاره د فرانسې ۱۷م پلان په پام کې نیول شوی و. د اګست په ۷مه اووم لښکر د مولهاوس او کولمار د ولکه کولو لپاره په الزاس برید وکړ. اصلي برید د اګست په ۱۴مه د ساسبورګ-مورهنګ د لومړي او دویم لښکر له بریدونو سره په لورن کې پيل شو. د شلیفن له پلان سره سم المانيانو په ورو ورو په شاتګ وکړ او په ورته حال کې یې فرانسویانو ته سخت زیانونه واړول. د فرانسې درېیم او څلورم لښکر د سار په لور پرمختګ وکړ او هڅه یې وکړه چې ساربورګ هم ولکه کړي او په بري او نوفشاتو یې برید وکړ خو په شا وتمبول شول.د فرانسې اووم لښکر د اګست په ۷مه او بیا د اګست په ۲۳مه تر یوې لنډې نښتې وروسته مولهاوس ولکه کړ، خو د المان احتیاطي پوځیان د مولوز په جګړه کې ښکېل شول او فرانسويان یې دوه ځله په شاتګ ته اړ کړل.  [۷][۸][۹][۱۰]

د المان پوځ له بېلجیم څخه په چټکۍ تېر شو چې ملکیان یې اعدام او کلي يې ونړول. د ملکي وګړو پر وړاندې «د ګډ مسولیت» پلي کولو متحدین نور هم پیاوړي کړل. ورځپاڼو د المان یرغل د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی وباله او د شتمنیو ویجاړول یې وغندل، دا پېښه پر بلجیم د جنسي تېري په نوم پېژندل کېږي. المانیانو د بلجیم، لوکزامبوګ او اردن له طریقه د فرانسې د شمال لور ته پرمختګ وکړ او هلته د ژوزف ژفر په مشرۍ د فرانسې له پوځ او د فېلډ مارشال ښاغلي جان فرېچ په مشرۍ د بریتانیا له اکتشافي پوځي لښکرو سره مخامخ شو. د سرحدونو د جګړې په نوم د نښتو یوه ټولګه پیل شوه چې د شارلوا او مونس جګړې په کې شاملې وې. په مخکینۍ جګړه کې د فرانسې پنځم لښکر د المان د دویم او درېیم پوځ په واسطه تقریباً له منځه لاړ چې وروستي د المان پرمختګ يوه ورځ ځنډنی کړ. ورپسې د متحدینو عمومي په شاتګ د لي کټیو په جګړه او د سینټ کوینټین په محاصره (د ګیس د لومړۍ جګړې په نوم هم یادیږي) کې د ډېرو نښتو لامل شو. [۱۱][۱۲]

د مارن لومړۍ جګړه[سمول]

د المان پوځ د پاریس ۷۰ کیلومترۍ ته ورسېد، خو د مارن په لومړۍ جګړه (د سېپټمبر له ۶-۱۲) کې بریتانیوي او فرانسوي سرتېرو وکولی شوی د لومړي او دویم لښکر تر منځ له رامنځته شوې فاصلې څخه په ګټې اخیستنې سره المان په شاتګ ته اړ کړ. پوځ فرانسې ته د المان پرمختګ پای ته ورساوه. د المان پوځ د ایسن په شمال کې په شاتګ وکړ او هلته یې کیندنې وکړې او د یوې درېدلې لویديځې جبهې پیل یې رامنځته کړ چې د اټکل له مخې یې باید تر درېیو نورو کلونو پورې دوام کړی وی. د المان د دغې په شاتګ په دوام مخالفو ځواکونو متقابلې مانورې ترسره کړې چې تر سمندر پورې سیالۍ په نوم پېژندل کېدې او په چټکۍ يې خپل سنګري سیستمونه د سوئیس له پولې څخه د شمال تر سیند پورې وغزولې. د المان په اشغال کې خاورې د فرانسې د خامې -اوسپنې ۶۴ سلنه، د پولادو د تولید ۲۴ سلنه او د ډبرو سکرو د صنعت ۴۰ سلنه برخه په واک کې لرله چې د فرانسې صنعت ته یې سخت زیان واړوه. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Liddle 1997، صص. 45–58.
  2. Edmonds 1991، صص. 361–363.
  3. Griffith 2004، ص. 9.
  4. Griffiths 1986، صص. 22–24, 25–26.
  5. Hamilton او Herwig 2003، ص. 159.
  6. Stevenson 2005، صص. 44–45.
  7. Smith، Audoin-Rouzeau او Becker 2003، ص. 33.
  8. Griffiths 1986، صص. 29–30.
  9. Griffiths 2003، ص. 30.
  10. Hamilton او Herwig 2003، ص. 254.
  11. Terraine 2002، صص. 78–175.
  12. Horne او Kramer 2001، صص. 1–608.
  13. Strachan 2001، صص. 242–262.
  14. Griffiths 1986، صص. 31–37.
  15. Kennedy 1989، صص. 265–266.