ډوایټ ډیویډ ایزنهاور
| ډوایټ ډیویډ ایزنهاور | |
|---|---|
| [[language|]]: Dwight D. Eisenhower | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: David Dwight Eisenhower |
| پيدايښت | ۱۴ اکتوبر ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰] |
| مړینه | 28 مارچ 1969 (79 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۲۱][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰] واشنګټن ډي سي [۲۲][۱۹][۲۰] |
| د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
| تابعیت | |
| قد | 180 سانتي متره ، 179 سانتي متره |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
| روغتيايي څرنګوالی | د زړه حمله (ناروغي) عفونيت (په ناروغۍ اخته کېدل يا د ناروغۍ سرايت) |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي (۱۴ جون ۱۹۱۱–۱۲ جون ۱۹۱۵) |
| کار/مسلک | سياستوال [۲۳]، ليکوال ، پوځي افسر [۲۴]، پوځي ځواک [۱۶] |
| مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۳][۲۵] |
| د کړنې څانګه | د متحده ایالاتو سیاسي نظام |
| پوځي خدمت | |
| وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، دويمه نړېواله جګړه [۲۴]، د کوريا جګړه ، سړه جګړه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور (د۱۸۹۰ز کال د اکټوبر له ۱۴مې نه، د ۱۹۶۹ ز کال د مارچ تر ۲۸ مې) یو امریکایي پوځي افسر او سیاستوال و، چې له ۱۹۵۳ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې د متحده ایالاتو ۳۴م ولسمشر پاتې شوی دی. د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې هغه په اروپا کې د متحدینو د ځواک د ستر قوماندان په توګه دنده تر سره کوله اود جنرالۍ پنځه ګونو ستورو رتبه یې هم ترلاسه کړې ده. هغه له ۱۹۴۲ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ډیوې(مشعل) په عملیاتو کې په شمالي افریقا د برید او د لوېدیځې جبهې له خوا(۱۹۴۴ز کال نه تر ۱۹۴۵ز) پر نورماندي د بریالي برید پلان او څار پر غاړه درلود.
ایزنهاور د ټیکساس ایالت په ډینیسن سیمه کې زېږېدلی او د کنساس ایالت په ابیلین سیمه کې په یوه الماني نسبه کورنۍ کې رالوی شوی. د هغه کورنۍ د مذهبي تندلارۍ مخینه لرله، خو ایزنهاور تر۱۹۵۲ز کال پورې له کومې کلیسا سره تړاو نه درلود. ایزنهاور په ۱۹۱۵ز کال کې له ویسټ پوینټ نه فارغ شو او وروسته یې له مامي داود سره واده وکړ، چې له هغې نه یې دوه زامن هم وزېږېدل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې، په اروپا کې د نوموړي د خدمت کولوغوښتنه رد شوه او د یوې قطعې قومانده یې پر غاړه واخیسته، چې د ټانکونو کارونې لپاره یې خلک روزل. ایزنهاور په ۱۹۴۱ز کال کې له بېلابېلو جنرالانو سره دندې تر سره کړې او په دې توګه یې د برید جنرالۍ رتبه هم ترلاسه کړه. دویم نړیوال جنګ ته د متحده ایالاتو له ننوتلو وروسته، ایزنهاور د شمالي افریقا او سیسلي د بریدونوقومانده پر غاړه درلوده. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته هغه د پوځ د لوی درستیز په توګه (۱۹۴۵ز-۱۹۴۸ز)، د کولمبیا پوهنتون د رییس په توګه (۱۹۴۸ز-۱۹۵۳ز) او د ناټو د لومړي ستر قوماندان په توګه (۱۹۵۱ز-۱۹۵۲ز) هم دندې تر سره کړې ده.
په ۱۹۵۲ز کال کې ایزنهاور د جمهوري غوښتونکو له ګوند نه په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته اوغوښتل یې د سناتوررابرټ ای ټافت د انزوا کوونکې بهرنۍ تګلارې مخه ونیسي. د یادونې وړ ده چې سناتوررابرټ ای ټافت د ناټو مخالفت کاوه او نه یې غوښتل چې امریکا کومه بهرنۍ ښکېلتیا ولري. ایزنهاور دغه ټاکنې او د ۱۹۵۶ز کال ټاکنې په لوی توپیر وګټلې او دواړه ځلې یې دویم اډلای سټیونسن ته ماتې ورکړه. د ولسمشرۍ پر مهال د ایزنهاور اصلي موخې د کمونیزم د خپراوي مهارول او د فدرالي کسر کمول یاد شوي دي. په ۱۹۵۳ز کال کې هغه د کوریا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اټومي وسلو په کارولو فکر کاوه او غوښتل یې په دي توګه چین ته هم د اټومي برید ګواښ وکړي که چېرې د اوربند خبرې ژر نتیجې ته ونه رسېږي. چین موافقه وکړه او په یو اوربند سره صلاح شول چې عملي بڼه یې هم واخیسته. هغه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د هري ایس ټرومن هغې تګلارې ته دوام ورکړ، چې تایوان د چین د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني او د فورموسا پر پریکړه لیک یې د کانګرس تصویب هم ترلاسه کړ. د هغه ادارې د اندوچینا په لومړۍ جګړه کې د فرانسې په ګټه د ویتنامي کمونیسټانو سره د مبارزې لپاره ډېرې مرستې وکړې او د فرانسې له وتلو وروسته یې د جنوبي ویتنام د نوي دولت قوي مالي ملاتړ وکړ.
هغه په ایران او ګواتیمالا کې د رژیم بدلونې لپاره د هغې پوځي کودتا ملاتړ وکړ، چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال تنظیم شوې وه. د ۱۹۵۶ز کال د سویز کړکېچ په لړ کې هغه په مصر باندې د اسرائیلو، بریټانویانو او فرانسویانو یرغل وغانده او هغوی یې وتلو ته اړ کړل. نوموړي د ۱۹۵۶ز کال د هنګري د انقلاب پر مهال د شوروي یرغل وغانده خو د دغه انقلاب پر وړاندې یې هېڅ اقدام ونه کړ. وروسته له هغه چې شوروي اتحاد په ۱۹۵۷ز کال کې سپوږمکۍ فضا ته واستوله، ایزنهاور د ناسا د جوړولو اجازه ورکړه، چې د فضايي سیالۍ لامل شو. هغه د ۱۹۵۸ز کال د لبنان د کړکېچ پر مهال ۱۵۰۰۰عسکر دغه هېواد ته واستول. کله چې د متحده ایالاتو یوه جاسوسي الوتکه د شوروي اتحاد په خاوره کې وویشتل شوه، ایزنهاور د خپلې ولسمشرۍ په پای کې له شوروي سره په خبرو اترو کې پاتې راغی . هغه د (Bay of Pigs Invasion)عملیات تصویب کړ کوم، چې جان ایف کینیډي ته د ترسره کولو لپاره پرېښودل شوی و.
د هغه ترټولو لویه برنامه د ایالتونو تر منځ د لویو لارو سیسټم و. د ایزنهاور په دواړو دورو کې په ۱۹۵۸ز کال کې له یوه کوچني کساد پرته بې ساري اقتصادي سوکالي ولیدل شوه. ملت ته یې په خپلې مخه ښه وینا کې؛ د پراخو پوځي لګښتونو، په ځانګړې توګه د کسري لګښتونو او خصوصي پوځي شرکتونو ته د دولتي قراردادونو د خطرونو په اړه اندېښنهڅرګنده کړه. د هغه د ولسمشرۍ تاریخي ارزونې ته په کتو نوموړی د امریکا د قوي ولسمشرانو په ردیف کې راځي.
د ډوایټ ډي ایزنهاور ولسمشري (۱۹۵۳ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې)
[سمول]ایزنهاور د لوړې مراسمو نه دمخه په پیرل هاربر کې د مشاورینو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال مهمو مسایلو ته اشاره وکړه او د بودیجې پر توازن، د کوریا جګړې پای ته رسونې، د اټومي مخنیوي له لارې د حیاتي ګټو دفاع او د نرخونو او معاشونو کنټرول د نوموړي د ولسمشرۍ بنسټیزې موخې وټاکل شوې. هغه د ۱۹۵۲ز کال په وروستیو کې د کابینې لومړۍ غونډه ترسره کړه او په دغه غونډه کې یې د کمونستې روسیې ضد تګلارې په ډاګه کړې، همدارنګه د هغه پرانستونکې وینا بهرنۍ تګلارې، بهرنۍ سوداګرۍ او ملګرو ملتونو ته د ژمنتیا لپاره ځانګړې شوې وه. [۲۶][۲۷][۲۸]
ایزنهاور د نورو پخواني ولسمشرانو په پرتله له مطبوعاتي کنفرانسونو نه ډېره ګټه پورته کړه او د خپلو دوو دورو په لړ کې یې نږدې ۲۰۰مطبوعاتي کنفرانسونه ترسره کړل. هغه له مطبوعاتو سره د ښو اړیکو په ګټه پوهېده او دا یې د امریکا له خلکو سره د نېغو اړیکو ټینګولو او پاللو وسیله ګڼله.[۲۹][۳۰][۳۱]
ایزنهاور په پیل کې یوازې د یوې مودې لپاره د ولسمشر کېدو پلان درلود، خو وروسته یې وویل که چېرې مخکښ جمهوري غوښتونکي وغواړي، هغه به بیا په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخلي. ایزنهاور د ۱۹۵۵ز کال د سپټمبر په وروستیو کې د زړه له حملې نه روغ ووت. نوموړي د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندیدانو د ارزولو لپاره له خپلو نږدې سلاکارانو سره مشوره وکړه او دې پایلې ته ورسېد چې د ۱۹۵۶ز کال په فبروري کې په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا برخه اخلي.[۳۲][۳۳]
ایزنهاور په ښګاره توګه د مرستیال په توګه د نیکسون له ټاکلو خوښ نه و، دا ځکه چې د نوموړي د زړه ناروغۍ ته په کتلوسره دا مسئله مهمه وه. هغه شخصاً د رابرټ بيانډرسن، چې یو ډیموکرات و د مرستیال په توګه ملاتړ وکړ، خو هغه دا وړاندیز رد کړ، نو ایزنهاور پریکړه وکړه، چې دغه موضوع د ګوند واک ته پرېږدي.[۳۴][۳۵]
د ۱۹۵۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ایزنهاور، بیا له اډیلا سټیونسن سره سیالۍ ته ووت، چې د ۵۳۱ ټاکنیزو رایو نه د ۴۵۷رایو په ترلاسه کولوسره یې ټاکنې وګټلې او بیا ځلې ولسمشر شو. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118529668 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0252032/ — خپرېدونېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12052736w — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6z60mkn — سکالو پېژند: Dwight D. Eisenhower — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7379 — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/315 — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32298.htm#i322973 — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32298.htm#i322973 — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Eisenhower, Dwight David (14 October 1890–28 March 1969), U.S. Army general and thirty-fourth president of the United States — خپور کړی: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0700094
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ سکالو پېژند: Dwight D. Eisenhower — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/55b8f23d5fb54ec995fa1cce39617fec — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/eisenhower-dwight-david-ike — سکالو پېژند: Eisenhower, Dwight David, »Ike« — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023635.xml — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=eisenhower — سکالو پېژند: Ike Eisenhower
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=dwight;n=eisenhower — سکالو پېژند: Dwight Eisenhower
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19324 — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=17267 — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/78887 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117016 — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: Dwight David Eisenhower
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000190 — سکالو پېژند: Dwight D. Eisenhower — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ Oorlogsbronnen ID: https://www.oorlogsbronnen.nl/person/8a5650d9-ec87-4c6c-9aef-1f80a2d6f82c — سکالو پېژند: Dwight D. Eisenhower — خپرېدونېټه: ۲۲ فېبروري ۲۰۲۵
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Anne Frank House person ID: https://research.annefrank.org/en/personen/3a0da6f3-f473-4b8f-8c9a-fbb83900a057/ — خپرېدونېټه: ۱ اکتوبر ۲۰۲۵ — سرليک: Dwight D. Eisenhower — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Dwight_David_Eisenhower — سکالو پېژند: Dwight David Eisenhower — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ پیوستون : 118529668 — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Bekendmaking aan het Nederlandsche volk. De koninklijke Nederlandsche regeering brengt het volgende ter kennis van het Nederlandsche volk. I. Al naarmate het gebied van het Koninkrijk der Nederlanden van den vijand wordt bevrijd, wordt, volgens de voorsch — خپرېدونېټه: ۱۴ جولای ۲۰۲۱
- ↑ ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Nuremberg Trials Project
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7592547
- ↑ Ambrose 1984, p. 14
- ↑ Ambrose 1984, p. 24
- ↑ Ambrose 1984, pp. 20–25
- ↑ Ambrose 1984, p. 32
- ↑ Ambrose 1984, p. 43
- ↑ Ambrose 1984, p. 52
- ↑ Black, Allida; Hopkins, June; et al., eds. (2003). "Teaching Eleanor Roosevelt: Dwight Eisenhower". Eleanor Roosevelt National Historic Site. خوندي شوی له the original on January 5, 2007. بياځلي په November 26, 2011.
- ↑ David Eisenhower; Julie Nixon Eisenhower (October 11, 2011). Going Home To Glory: A Memoir of Life with Dwight D. Eisenhower, 1961–1969. Simon and Schuster. p. 126. ISBN 978-1439190913.
- ↑ Ambrose 1984, p. 220
- ↑ Miller, James A. (November 21, 2007), An inside look at Eisenhower's civil rights record, Boston Globe, خوندي شوی له the original on January 7, 2012
- ↑ Ambrose 1984, p. 297
- ↑ Ambrose 1984, pp. 321–325
- ↑ Ambrose 1984, pp. 285–288
- ↑ Jean Edward Smith (2012). Eisenhower in War and Peace. Random House. pp. 674–683. ISBN 978-0679644293. خوندي شوی له اصلي څخه په March 18, 2015. بياځلي په June 27, 2015.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1969ز مړينې
- 28 مارچ مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په هالنډي

