عفونيت (په ناروغۍ اخته کېدل يا د ناروغۍ سرايت)
د يو ژوندي موجود په نسجونو باندې د ناروغې زېږونکو لاملونو بريد او د ناروغۍ زېږونکو لاملونو او د دوی له خوا توليد شويو سمومي لاملونو په وړاندې د کوربه نسجونو غبرګون عفونيت بلل کېږي. عفوني نارغي چې د ساري ناروغۍ يا لېږدېدونکې ناروغۍ په نوم هم پېژندل کېږي، هغه ناروغي ده چې د عفونيت په پايله کې منځ ته راځي.[۱]
عفونيتونه د پراخه لړۍ پيتوجينونو (هغه کوچني موجودات چې د ناروغۍ لامل ګرځي) په مټ منځ ته راتلای شي چې ډېر پیاوړي يې باکتریاوې او وايرسونه دي. کوربانه کولای شي چې د خپل دفاعي نظام په مټ د دې عفونيتونو سره مقابله وکړي. تي لرونکي کوربانه په طبيعي ځواب سره غبرګون ښيي چې ډېر ځله پکې التهاب ښکېل وي او له هغې وروسته طبيقي غبرګون ښيي. [۲]
د عفونيت د درملنې لپاره په ځانګړو درملنو کې انټي بيټيک، د وايرس ضد، انټي فونګل، انټي پروټوزول او انټي هيلمينټيکس (د چینجيو ضد) شامل دي. [۳]
په ۲۰۱۳ز کال کې عفوني ناروغۍ د ۹.۲ ميلیونه (د ټولو مړينو نژدې ۱۷٪) مړينو لامل ګرځېدلی. د درملنې هغه څانګه چې په عفونيتي ناروغيو تمرکز لري عفونيتي ناروغۍ بلل کېږي.[۴][۵]
ډولونه
[سمول]عفونيت د عفوني لاملونو/ ايجنټانو/استازو (پاتوجينز) (ايجنټان يعنې هغه استازي چې دا ناروغۍ منځ ته راوړي) له امله منځ ته راځي، چې لاندې انواع پکې شامل دي:
- باکتريا (لکه، مايکوباکتریوم توبرکوزيس، سټافيلیوکوکوس اوريوس، اشريشيا کلي، کلستريديوم، بولتولينوم، او سالمونلا).
- وايرسونه او د هغې اړوند لاملونه لکه وايرويدونه (لکه، ايچ ای وي، راينوويروس، ليسا ويروسونه، لکه ريبيز وايرس، ايبولا وايرس او سخت تنفسي نښې کرونا وايرس ۲).
- فونګي، چې دا بيا په نورو فرعي ډلبنديو وېشل شوي دي، کوم چې په دې ډول دي:
- اسکوميکوټا، چې په دې کې پړسوب پيدا کونکي شامل دي لکه کانديدا (کوم چې تر ټولو زيات عام فونګي عفونيت دی)؛ فيلامينټيوس فونګي (ځنځيري يا لړيز) لکه سپرجيليوس؛ پنوموسيستيس انواع؛ او درماتوفيټونه، کوم چې د ژوندیو موجوداتو يوه ډله ده چې په انسانانو کې د پوستکي او نورو سطحي جوړښتونو د عفونيت لامل ګرځي.[۶]
- باسيډيومايکوټا، د انسان لپاره د ناروغۍ زېږونکي جينونو کرپټوکوکس په ګډون.[۷]
- پرازيتونه کوم چې عموماً په لاندې ډول سره وېشل کېږي:[۸]
- یو حجروي ژوندي موجودات (لکه، ملريا، ټاکسوپلازماو بيبيشيا)
- ميکروپراسايټس (غټ طوفيليات) (چینجي يا هيلمينتس) چې په دې کې نيماټوډس شامل دي لکه پرازيتي ګرد چينجي او نري چينجي، ټيپ چينجي (سيسټوډس) او فلکس (سوري لرونکي چينجي) (ټريموټوډس، لکه سکسټوسوم). هغه ناروغۍ چې لامل يې هيلمينتس وي کله کله د بريد له امله زېږېدلې ناروغۍ بلل کېږي، خو کله کله بيا عفونيت بلل کېږي.[۹]
- ارتروپودونه (هغه ژوي چې ګڼې ځنځيري پښې لري) لکه ګونګټې، سپږۍ، ورږې او سپږې هم د انسان د ناروغۍ لامل ګرځي چې د معنا له اړخه دا هم عفونيت ته ورته دي، خو د دې سترو طفيليانو له خوا د انسان يا ژوي پر بدن بريد عموماً د ککړتيا په نوم نومول کېږي.
- پريونونه (که څه هم دوی سموميت «زهرجن والی» نه خوشې کوي)
نښې او علامات
[سمول]د عفونيت نښې او علامات (ښکارندويې) د ناروغۍ تر بڼې پورې اړه لري. د عفونيت خينې نښې په ټوليز ډول ټول بدن اغېزمن کوي، لکه ستړتيا، د اشتها له لاسه ورکول، د وزن کمېدل، تبه، د شپې له مخې خوله کېدل، يخ وهل، خوګ او دردونه. ځينې نور يې بيا د بدن تر ځانګړو برخو پورې خاص دي، لکه د پوستکي ننکۍ (خارښت)، ټوخی يا د پوزې بهېدل.[۱۰]
په ټاکلو حالاتو کې، عفونيتي ناروغۍ (ساري ناروغۍ) کېدای شي په يو ځانګړي کوربه کې زيات يا ان په ټول جريان کې داسې وي چې نښې ونه لري. په وروستي حالت کې، شونې ده چې دا ناروغي په هغو کوربنو کې يواځې د ناروغۍ په ډول تعريف شي (چې په تعريف سره ناروغتيا/بيماري بلل کېږي) کوم کوربانه چې په بل حالت کې د هغو لېږدونکو سره له اړيکې وروسته ناروغيږي چې نښې نه لري. عفونيت د عفوني ناروغۍ سره يو شان نه دی، ځکه چې ځينې عفونيتونه په کوربه کې د ناروغۍ لامل نه ګرځي.[۱۱]
باکتريايي يا وايرسي
[سمول]له دې امله چې باکتريايي يا وايرسي عفونيتونه دواړه کېدای شي د يو ډول نښو لامل وګرځي، دا ستونزمنه ده چې توپير وکړای شي کوم يو د ځانګړي عفونيت لامل دی. د دواړو تر منځ توپير خورا مهم دی، ځکه چې د وايرسي عفونيت درملنه د انټي بيوټيک په واسطه نه شي کېدای په داسې حال کې چې د باکتريايي عفونيت کېدای شي.[۱۲][۱۳]
| ||
|
|
|
Typical symptoms
عامې نښې |
|
|
|
|
|
پاتوفيزيولوژي (د ناروغۍ فيزيولوژي)
[سمول]د پېښو داسې يوه عمومي لړۍ شته چې په عفونيتونو عملي کېږي، کله کله ورته د عفونيت ځنځير نوم اخستل کېږي. د پېښو په دې لړۍ کې ګڼ ګامونه ښکېل دي- په کومو کې چې عفونيتي (ساري) لاملونه (استازي)، زېرمه ځای، په حساس کوربه کې داخلېدل، بيا له دې وتل او نوي کوربه ته داخلېدل شامل دي. د عفونيت د ودې لپاره د هرې اړيکې لپاره اړینه ده چې په یو تاریخي ترتيب کې موجود وي. په دې پړاونو پوهېدل د روغتيايي پاملرنې له کار کوونکو سره مرسته کوي چې عفونيت په نښه کړي او په لمړي ځای کې د هغې د منځ ته راتګ مخنیوی وکړي.[۱۷][۱۸]
ځای پر ځای کېدل
[سمول]عفونيت هغه مهال پيليږي کله چې يو ژوندی موجود په برياليتوب سره په يو بدن کې ننوځي، وده وکړي او بيا زیات شي. دې ته ځای پر ځای کېدل (مستعمره کېدل) ويل کېږي. ډېری انسانان په اسانۍ سره نه عفوني کېږي. هغه خلک چې کمزوري يا د کمزوري مدافعتي نظام لرونکي وي د عفونيت په وړاندې په پرله پسې دول يا په خپلواک ډول زيات حساسيت لري. هغه خلک چې مدافعتي نظام يې تر فشار لاندې وي، هغوی په ځانګړي ډول د موکه پالو عفونيتونو ښکار ګرځي. په يو کوربه کې د کوربه د سطحې د پيتوجين له لارې داخلېدل، عموماً د خولې د تشې، پوزې، سترګو، تناسلي الې، مقعد يا همدا جراثيم د پرانيستو زخمونو له لارې داخلېدای شي. په داسې حال کې چې شونې ده يو شمېر يوندي موجودات د داخلېدو په لومړۍ سيمه کې وده وکړي، ډيری يې له لومړي ځايه بل ته ځي او په بېلا بېلو غړو کې د عفونيت لامل ګرځي. ځينې پيتوجينونه د کوربه په حجرو کې وده کوي (بين الحجروي) په داسې حال کې چې نور يې په ازادانه ډول د بدن په مايعاتو کې وده کوي.
د زخم ځای پر ځای کېدلو څخه موخه د زخم په داخل کې نه لېږدېدونکي مایکروجينيزمونه دي، په داسې حال کې چې په عفوني شويو زخمونو کې (اغېزمنو شويو زخمونو) لېږېدونکي ژوندي موجودات وي او نسج زخمي کېږي. ټول ګڼ حجروي ژوندي موجودات تر يو بريده د بهرنيو يونديو موجوداتو په مټ ځای پر ځای کېدونکي دي او د دوی غوڅ اکثريت يې له کوربه سره په دوه اړخيز ډول يا شریکه اړيکه کې موجود وي. د لومړي ډول بېلګه يې د بې هوا باکتریا بڼې دي، کومې چې د تي لرونکو په کولمو کې ځای پر ځای کېږی، او د دويم ډول بېلګې يې د بېلا بېلو «ستافيلوکوک» بڼې دي، کومې چې د انسان په پوستکي موجود وي. دا دواړه ډولونه ځای پر ځای کېدل عفونيت نه بلل کېږي. د عفونيت او ځای پر ځای کېدلو تر منځ توپير ډېر ځله يواځې د شرايطو موضوع وي. شونې ده چې غېر پيتوجيني ژوندي موجودات په ځانګړو شرايطو کې پيتوجيني وګرځي، ان تر دې چې ډېر خطرناک ژوندي موجودات هم ځينو خاصو حالاتو ته اړتيا لري تر څو د خطرناک عفونيت لامل وګرځي. د Corynebacteria sp او viridans streptococci په ځېر ځينې ځای پر ځای کېدونکي باکترياوي، د پیتوجیني باکتریاوو د نښتلو او ځای پر ځای کېدو مخه نيسي او په دې ډول له کوربه سره د يو ځای اوسېدو اړيکه لري، د عفونيت مخه نيسي او د زخم په جوړېدو کې چټکتيا راولي.[۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Definition of "infection" from several medical dictionaries – Retrieved on 2012-04-03
- ↑ Sehgal, Mukul; Ladd, Hugh J.; Totapally, Balagangadhar (2020-12-01). "Trends in Epidemiology and Microbiology of Severe Sepsis and Septic Shock in Children". Hospital Pediatrics (in انګليسي). 10 (12): 1021–1030. doi:10.1542/hpeds.2020-0174. ISSN 2154-1663. PMID 33208389. S2CID 227067133.
- ↑ "Antiprotozoal Drugs". TheFreeDictionary.com. بياځلي په 2022-04-22.
- ↑ GBD 2013 Mortality and Causes of Death, Collaborators (17 December 2014). "Global, regional, and national age-sex specific all-cause and cause-specific mortality for 240 causes of death, 1990–2013: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study". Lancet. 385 (9963): 117–71. doi:10.1016/S0140-6736(14)61682-2. PMC 4340604. PMID 25530442.
{{cite journal}}
:|first1=
has generic name (help)CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ "Infectious Disease, Internal Medicine". Association of American Medical Colleges. خوندي شوی له the original on 2015-02-06. بياځلي په 2015-08-20.
Infectious disease is the subspecialty of internal medicine dealing with the diagnosis and treatment of communicable diseases of all types, in all organs, and in all ages of patients.
- ↑ "Types of Fungal Diseases". www.cdc.gov (in American English). 2019-06-27. بياځلي په 2019-12-09.
- ↑ Mada, Pradeep Kumar; Jamil, Radia T.; Alam, Mohammed U. (2019), "Cryptococcus (Cryptococcosis)", StatPearls, StatPearls Publishing, PMID 28613714, بياځلي په 2019-12-09
- ↑ "About Parasites". www.cdc.gov (in American English). 2019-02-25. بياځلي په 2019-12-09.
- ↑ Brown, Peter J. (1987). "Microparasites and Macroparasites". Cultural Anthropology. 2 (1): 155–71. doi:10.1525/can.1987.2.1.02a00120. JSTOR 656401.
- ↑ "Runny Nose: Symptoms, Causes & Treatment". Cleveland Clinic. بياځلي په 2022-04-22.
- ↑ Ryan KJ, Ray CG, eds. (2004). Sherris Medical Microbiology (4th ed.). McGraw Hill. ISBN 978-0-8385-8529-0.
- ↑ Robert N. Golden; Fred Peterson (2009). The Truth About Illness and Disease. Infobase Publishing. p. 181. ISBN 978-1438126371.
- ↑ "Bacterial vs. Viral Infections – Do You Know the Difference?" National Information Program on Antibiotics
- ↑ "Bacterial vs. Viral Infections – Do You Know the Difference?" National Information Program on Antibiotics
- ↑ "Infection". Rencare. خوندي شوی له the original on March 5, 2012. بياځلي په 4 July 2013.
- ↑ "Bacterial vs. Viral Infections – Do You Know the Difference?" National Information Program on Antibiotics
- ↑ Understanding Infectious Diseases Archived 2009-09-24 at the Wayback Machine. Science.Education.Nih.Gov article – Retrieved on 2010-01-21
- ↑ Infection Cycle – Retrieved on 2010-01-21 Archived May 17, 2014, at the Wayback Machine.
- ↑ Negut, Irina; Grumezescu, Valentina; Grumezescu, Alexandru Mihai (2018-09-18). "Treatment Strategies for Infected Wounds". Molecules. 23 (9): 2392. doi:10.3390/molecules23092392. ISSN 1420-3049. PMC 6225154. PMID 30231567.