د متحده ایالاتو فدرالي حکومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو فدرالي حکومت (د متحده ایالاتو حکومت) د متحده ایالاتو ملي حکومت دی، چې د شمالي امریکا په لویه وچه کې کې د یوه فدرالي جمهوریت په توګه ګڼل کېږي او له ۵۰ ایالتونو، یوې فدرالي ولسوالۍ (د کولمبیا ولسوالۍ، چې په کې حکومت پروت دی)، له پنځو لویو ځان واکه سیمو او د څو ټاپوګانو له ملکیتونو نه جوړ شوی دی. فدرالي حکومت له درېو جلا قواوو: مقننه، اجرائیه او قضایه  نه را منځ ته شوی چې واکونه یې په ترتیب سره د متحده ایالاتو د اساسي قانون پر بنسټ په کانګرس، ولسمشر او فدرالي محکمو کې ټاکل شوي دي. د دې قواوو واکونه او دندې، د اجرائیوي ادارو او د سترې محکمې تر چتر لاندې د محاکمو د را منځ ته کېدو په ګډون، د کانګرس د قوانینو پر مټ لا نور هم روښانه شوي دي.  

نوم اېښودنه[سمول]

د نوموړي جمهوریت بشپړ نوم "د امریکا متحده ایالات یا United States of America " دی. بل هېڅ نوم په اساسي قانون کې نه دی په ګوته شوی او دا هغه نوم دی چې په پیسو، تړونونو او هغو قانوني قضیو کې چې دا هېواد یې یو اړخ وي (د بېلګې په توګه د چارلس ټي. شینک قضیه د متحده ایالاتو په وړاندې)، څرګندېږي. د "Government of the United States of America" یا د  "United States Government"  چې پښتو ژباړه یې "د متحده ایالاتو حکومت" دی، هغه اصطلاحات دي چې ډېری په رسمي اسنادو کې کارول کېږي، چې له فدرالي حکومت نه استازیتوب کوي او د ایالتونو له مجموعي ټولګې نه توپیر لري. په ورځنیو خبرو یا لیکنو کې، ډېری د "Federal Government"  یا  "فدرالي حکومت" اصطلاح کارول کېږي او د "National Government"  یا  "ملي حکومت" اصطلاح لږ کارول کېږي. د "فدرالي" او "ملي" اصطلاحات په دولتي ادارو یا پروګرامونو کې عموماً د فدرالي حکومت سره تړاو (د بېلګې په توګه: د تحقیقاتو فدرالي اداره، د سمندر او اتموسفیر ملي اداره، د ملي پارکونو چوپړتیاوې) په ګوته کوي. لکه څرنګه چې د حکومت چوکۍ په واشنګتن ډي سي کې ده، "واشنګټن" معمولاً د فدرالي حکومت لپاره د میتونیم یا مجاز مرسل نوم په توګه کارول کېږي.

تاریخچه[سمول]

د متحده ایالاتو حکومت د فدرالي پلوه او جمهوریت پلوه اصولو پر بنسټ ولاړ دی، چې واک په کې د فدرالي حکومت او ایالتي حکومتونو ترمنځ وېشل کېږي. د دې اصولو تفسیر او اجرا او دا چې فدرالي حکومت له کومو واکونو نه باید برخمن وي او له دې واکونو نه څرنګه ګټه واخستل شي، د اساسي قانون له تصویب راهیسې، د بحث موضوعات دي. ځینې کارپوهان د پراخو فدرالي واکونو ملاتړي دي، په داسې حال کې چې نور د انفرادي، ایالتي، یا نورو پیژندل شویو ادارو په پرتله د مرکزي حکومت لپاره د ډېرې محدودې ونډې ملاتړ کوي. 

د امریکا له کورنۍ جګړې نه را په دې خوا، د فدرالي حکومت واکونه په عمومي توګه ډېر پراخ شوي دي، که څه هم له هغه مهال راهیسې، داسې وختونه شتون لري چې مقننه قوه برلاسي وه (د بېلګې په توګه، له کورنۍ جګړې نه سملاسي وروسته لسیزې) یا داسې وختونه چې د ایالاتي حقونو پلویان د مقننه کړنو پر مټ، یا د محاکمو له خوا د اساسي قانون د تفسیر پر مټ توانېدلې چې فدارلي واک یا اجرائیوي امتیاز محدود کړي. [۱][۲]

د متحده ایالاتو د اساسي قانون یو تیوریکي ستون، د امریکایی حکومت د درېو قواوو: اجرائیه، مقننه او قضایه د واکونو او مسؤلیتونو ترمنځ د "کنترول او انډول" مفکوره ده. د نمونې په توګه: لکه څرنګه چې مقننه قوه (کانګرس) د قانون د وضع کولو واک لري، د ولسمشر ترمشرۍ لاندې اجرائیوي قوه کولای شي، هر قانون ویتو یا رد کړي، چې دا ډول قانون په خپل وار سره، د کانګرس له خوا هم لغوه کېدای شي. ولسمشر د هېواد تر ټولو لویې قضایې ادارې، یعنې سترې محکمې ته نوماند قاضیان معرفي کوي، خو دا نوماندان باید د کانګرس له خوا رایه ترلاسه کړي. ستره محکمه، په خپل وار سره کولای شي، د کانګرس له خوا د اساسي قانون خلاف تصویب شوي قوانین باطل کړي. [۳]

سرچینې[سمول]

  1. Ford, Henry Jones (1908). "The Influence of State Politics in Expanding Federal Power". Proceedings of the American Political Science Association. 5: 53–63. doi:10.2307/3038511. JSTOR 3038511. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Judge Rules Favorably in Pennsylvania BRAC Suit (Associated Press, August 26)[مړه لينکونه]
  3. 'The Legislative Branch' "The Legislative Branch". whitehouse.gov. د لاسرسي‌نېټه جنوري 20, 2013 – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Retrieved on January 20, 2013