منځپانگې ته ورتلل

پامير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پامير
اړوند
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۵۰۰ كيلومتر پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
برداروالۍ
۳۰۰ كيلومتر پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
د ځای کچه
۱۲۰٬۰۰۰ كيلومتر مربع پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۹°شمال ۷۲°ختیځ / 39°شمال 72°ختيځ / 39; 72 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

پامیر (په تاجیکي کې: Помири، په قرقیزي کې: Памир، په پارسي کې: پامیر، په چینایی کې: 帕米爾高原 - Pàmǐěr gāoyuán) د غرونو لړۍ ده چې په مرکزي آسیا کې د هندوکش، قراقرم او تیان شان (په چینایی کې:天山) د غرونو په منځ کې پرته ده. مساحت یی ۱۲۰،۰۰۰ کلومترو مربع ده. پامیر د نړۍ دریم لویه د غرونو لړی ده او قونگور (په چینایی کې:公格尔山) د پامیر تر ټولو لوړ غر دي. پامير د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده. د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي. د پامير د غرونو څو سلسلې کرغزستان او د پاکستان په گلگت بلتستان کې هم شته. په جنوب کې دا د واخان په سيمه کې د هندو کش د غرونو لړۍ سره يو ځاې شي. په ختيځ کې دا د چين په خاوره هم غزېدلي دي. د دې غرونو لوړې څوکې ټول کال په واورو پټ وي، پکې سخت ساړه وي او هلته چې واورې ويلي کېږي، د څاروو څر ځايونه لري. د دې غرونو نه سکاره ويستل کېږي خو نورمنرالونه هم لري چې يوه يې د لاجوردو ډبره ده. د شپږم ميلادي پېړۍ راهيسې د چين بوداي راهبان هند ته د تلو لپاره دپامير د يوې خوا نه بلې ته اوړېدل او د ورېښمو شمالي لاره د پامير په غرونو کې د کاشغر نه خوجند ته تللې وه. د افغانستان دوه ولايتونه واخان او بدخشان د پامير په غرونو کې دي او د “سر کل” ډنډ د امو سيند يوه سرچينه ده. د دې غرونو په درو کې اوسېدونکي خلک ” پاميري ژبې” وايي چې وخي، مونجي، شغني، سنگلاچي، اشکاشمي او ونجي د يادولو وړ دي.

دا هم وګورئ

سرچینې

د خپرېدو نېټه ۱۸ جولاي - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2100#sthash.iHdUXq3K.dpuf