سترگه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سترگه د انسان بدن دویم پېچلی غړی دی. له دوه میلویونو ډېرې متحرکې برخې لري، د بېلګې په توګه که سترګه کمره وی نو اټکل کېده ۵۷۶ میګاپیکسله کیفیت به یې درلود. یوه سترګه د ۱۰۷ هجرو درلودونکې ده چې ټول یې له رڼا سره حساسیت لري.

انساني سترگه
انساني سترگه

سترگي د انسان د پنځو حواسو څخه یو ډېر مهم حس دی . سترگي دمخ په دو کندو کي تر تندي لاندي ځائ لري . سترگي د دو زېږمو (کښته، پورته) په مرسته چې باڼوگان ورباندي دي ،د دوي په رپېدو سره ساتل کېږي . بر سېره پردې چې سترگي په ځانگړي توگه د ليدو کتو او لېمو لپاره دي؛ خو سترگي په مخ کي د انسان د ښکلا، ښایست او زړه وړو او میني لپاره هم ستر رول لوبه وي . سترگي په یوه وازگین ځائ کي پره تې دي . بهرنې خوا د سترگو په شپږو وړکو د عضلو په سپڼ سيو سره داسي تړلي دي، چې بېله کومه ربړه هري خواته په ډېره آسانتیا سره خوځېږي . په ليدو کي دواړي سترگي په گډه آغېزه لري .

د سترگي جوړښت

د سترگي غټی چې په لاتیني ورته (Bulbus oculi) وائي، دغه فورم یو زيږ کلک پوټکی چې په لاتینې ژبه ورته (Sclera) واي جوړه وي . دغه زيږ کلک پوټکی پر یوه ښیښه ئي اوبړین جسم (corpus vitreum)باندي راتاو سوی او ټینگ ئي نیولی دی . د دغه زیږ کلک پوټکي سره د سترگي سپین پوټکی چې دایو سپین شفاف پوټکی دی دسترگي د مخ خواته سپین ښکاري، سره پیوند دی . د زیږمي دننه سور لوند پوټکی دی، چې د زیږمي څخه بیا د سترگي د سپین تر څنډي پوري اوپر شا او خوائي را څرخېدلی دی . څه لوړ تر سترگي د وریځي سره دټېک خواته د اوشکو ځائ سته،چې واړه مرغړي ئي اوښکي جوړه وي کله چې زېږمه رپېږي په اوښکو د سترگي ټول غټی (Bulbus oculi) لندیږي . په دې گون سره سترگه تل لنده ساتل کېږي . د سترگو د کونجانوسره و پزي ته نږدې وړوکي رگونه سته،چې دهغو په مرسته د سترگي نوري اوبه د پزي تشو ځایو ته وربهه وي . دغه اوبه د سترگي د سپین لیده سمه وي او چټکتيا ورکوي، پره دي توکي له سترگي نه ایسته کوي، سترگه تل تازه ساتي او مکروب ایسته کوي .

د سترگي سپین پوټکی څرنگه چې شفاف دی د سترگي پر تور کړۍ چې په یوناني ورته (Iris) وائي غوړېدلی . د سترگي د تور پوټکي او سپین پوټکي ترمنځ یو خالي ځائ سته، چې اوبه پکښې شته؛ دغه اوبه د وړکو رگونو په مرسته د وینو رگو ته ورځي . په دغه تش ځائ کي د اوبو جوړېده او د اوبو بهېده په سم توازون سره کار کوي، چې د سترگي دننه فشار ثابت پاته سي . د سترگي تور (Iris) لکه یوه کړۍ چې منځ ئي سوری وي دسترگي پر کسي باندي پرته ده . د دغي کړۍ دسوري څخه کسی په انگلیسي ورته (lens)وائي ښکاري .دغه سوری د رڼا پر مهال ځان وړوکی کوي او د تیارې پر مهال ځان غټه وي . ودغه ځائ ته د سوري په لاتیني (Pupille) یاني دلیدو سوری وائي . دغه کړئ او کسی دواړه یو پر بل باند پر یوه ښيښه ئي اوبړین غټي په لاتیني ورته (Corpus vitreum) وائي، ټینگ پاراته دي .

د سترگي جالیز پوټکی چې (Retina) ورته وائي د سترگي له دننه خوا څخه د سترگي پر اِحساسي هجرې ا و پر اوبړین ښیښه ئي غټي باندي کلک را چأر پېر دی . د ټول پوټکو پاي لکه نري تارونه سره يوزاي کېږي اومنځ ئي خالي دی،چې دسترگي د ليدو عصب پکې تېریږي . دغه ټوله بیا د سترگي د غټې و شاته پراته دي .

  1. قرنیه د بدن یوازینۍ هجره ده چې د وینو له رګونو سره مخامخه اړیکه نه لري.
  2. شبکیه له ۱۰ پوټکو څخه جوړه سوې ده چې عصبي هجرې، د وینو رګونه او رڼا نیونکي په نوم د میله او مخروط په کې شامل دي.
  3. صلبیه، د سترګې په جوړښت کې کابلو ۸۰ سلنه برخه لري.

د سترګې خوښې(عضلات) د بدن تر ټولو غوښو ډېرې فعالې دي.

د انسان سترګې کولی سي کابو ۱۰ میلیونه بېلابېل رنګونه وپېژني.

یوازینۍ هجرې چې زموږ له زېږېدو څخه تر مړینې پورې ژوندۍ پاتې کېږي زموږ په سترګه کې دي.

سرچینه

له خوست ټکی نیټ څخه