د نزول لاملونه(قرآن)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د قرآني ایتونو د نزول او رالېږدېدو لاملونه د نړۍ له اسمان څخه په نبي عليه السلام د وحې نزول د جبرييل عليه السلام په واسطه د اړتيا په وخت، د غوښتنې سره سم، د غوښتنې په اندازه، د خلكو د غوښتنواو د پېښو په رامنځته كېدو سره به كېده. د وحې د نزول په موده كې اسلامپوهان لږ څخه اختلاف لري: ځينې وايي، چې د وحې د نزول موده ۲۰ كاله وه، ځينې وايي چې ۲۳ كاله وه، او ځينې وايي چې ۲۵ كاله وه. او ددې اختلاف اصلي وجه دا ده، چې نبي عليه السلام په مكه معظمه كې څو كاله تېر كړي، څوك وايي چې ۱۰ كاله، څوك وايي ۱۳ او ځينې وايي چې ۱۵ كاله. خو لدې ټولو څخه هماغه منځنۍ لار سهي ده، چې قرآن كريم پكې رانازل شوي، او هغه د ۲۳ كلو موده ده.