پيسې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

پيسې هر هغه څه چې په عام ډول سره د اداينې په توگه ومنل شي او د اومتوکو او د خلکو د لاس رسي او د پور د اداینې جوگه وي پیسې بلل کیږﺉ.

پيسې څه ته وايي؟

پیسې (Money):

پيسو ته په انګرېزي ژبه کې Money وايي چې د لاتيني ژبې له Moneta  څخه اخېستل شوی دی. مونيټا د روم د جونو د الهې نوم دی چې په خپل معبد کې يې د پيسو سکې (Coins) جوړولې.

تعريف:

د تبادلې وسيله او د بيو او پورونو د اظهارولو معياري واحد ته پیسې ويل کېږي.

د پيسو منځ ته راتګ

پيسې څه وخت منځ ته راغلې دې؟

له کله چې انسانانو د ځمکې پر مخ ژوند پيل کړی، پيسو په يونه يو شکل شتون درلود. د پيسو ډول د هر وخت د ژوند کولو له معيارونو سره سم تغير کړی او ورځ تربلې يې پرمختللي بڼه خپله کړې ده. د ښکار په عصر کې د وحشي حيواناتو پوستکي د پيسو په توګه کارول کېدل، د مالدارانو ټولنو پسونه او بېلابېل حيوانات د پسو په توګه کارول، د کروندګرو ټولنو تخمونه، غنم، او نور کرنيز توليدات د پیسوپر ځای کارول. يونانيانو سکې د پيسو پر ځای کارولې.

د پيسو د تاريخ پنځه مرحلې

1.     د توکو پيسې (جنسي پيسې)؛ د انساني تمدن له پيل څخه د توکو او اجناسو بېلابېل ډولونه د پیسو په څېر کارول شوي دي. د انساني ژوند په لومړيو پړاوونو کې قېمتي ډبرې، پوستکي، تنباکو، چای، د کب نېونې وسايل، غېشي او جنګي وسایل، د ښکار وسايل او ګڼ شمېر نور توکي او وسايل د پيسو په ډول کارول کېدل.

2.     فلزي پیسې؛ د تمدنونو په پرمختګ او د ځمکني او بحري تجارت په ودې سره فلزي پیسو د جنسي پيسو ځای ونيو. ګڼ شمېر ملتونو او ټولنو د سپينو زرو، طلا، نقرې او نورو قېمتي فلزاتو څخه پيسې (سکې) جوړې کړې.

3.     کاغذي پيسې؛ کله چې له فلزي پيسو په ځانګړې توګه له طلا څخه جوړو شويو پيسو څخه ګټه اخېستنه زياته شوه، د لندن ګولډسميث کمپنۍ د خلکو د طلاوو د ساتنې په موخه ډېر خوندي او محفوظ ساتنځايونه جوړ کړل. د نړۍ ګڼ شمېر لويو تجارانو خپلې طلاوې د ساتنې په موخه په ګولډسميث کې وساتلې. ګولډسميث له هر تجار څخه د طلاو له ترلاسه کولو وروسته هغوی ته ځانګړي کاغذي سندونه ورکول چې وروسته بيا تجارانو همدا سندونه د طلاوو پر ځای يو پربل پلورل او پېرل چې په دې سره د کاغذي پيسو د رامنځته کولو مفکوره هم رامنځ ته شوه چې په پای کې يو شمېر هېوادونو په ګولډ سميث کې د طلاوو له خوندي وروسته د خپلې طلا په اندازه کاغذي پيسې چاپ کړې.

4.    کرېډيټ پیسې؛ په اوسنۍ عصري نړۍ کې د پيسو يو نوی ډول هم رامنځته شو چې بانکي چک ورته ويل کېږي. چک هم د بانک نوټونو په څېر دنده تر سره کوي خو دا چې چک د يوې ځانګړې مودې له پوره کېدو وروسته د کارونې وړ نه وي او د يوې ټاکلې اندازې پیسو د تاديې لپاره کارول کېږي، ځکه نو چک ته بانکنوټ نشو ويلای. اوس مهال د پيسو د لويې کچې لېږد رالېږد لپاره چک او د کوچنيو معاملاتو د اداينې لپاره نغدې پيسې کارول کېږي.

5.     نژدې پیسې (Near Money)؛ د پيسو د رامنځته کېدو وروستۍ مرحله د تبادلې وړ اسنادو رامنځته کېدل دي چې د بيه لرونکو اسنادو، اسهامو، ونډو او نورو په نومونو سره يادېږي. دا چې ياد ډولونه د پيسو تر ټولو نژدې عوض دي ځکه نو ورته نژدې پيسې ويل کېږي. دا ډول پیسې سياله شتمني ګڼل کېږي او له همدې امله پيسې غيرقابل لمس شتمني ده او ملکيت يې يوازي د ثبت په کتاب کې په ليکلو سره له يوه شخص څخه بل شخص ته انتقالېدلای شي.

د پیسيو جوړښت:

پيسې په ټوله کې له دوو برخو جوړې دي، يوه برخه يې حقيقي ارزښت يا ترکيبي جوړښت(Bullion) ده او بله برخه يې اسمي يا ظاهري ارزښت ده.

ترکيبي جوړښت: هغه طلا، نقره يا مس چې د بانک نوټونو د چاپولو په بدل کې د بک اپ (تضمين) په ډول اېښودل کېږي يا سکې ورڅخه جوړېږي، حقيقي ارزښت يا ترکيبي جوړښت ورته وايي.

اسمي ياظاهري جوړښت: هغه مقدار چې د نوټ يا سکې پر مخ ليکل شوی او د تبادلې په وخت کې د يوه ځانګړي مقدار په حيث کارول کېږي، اسمي يا ظاهري جوړښت ورته وايي. د بېلګې په ډول کومه طلا چې د لسو افغانيو د نوټ يا سکې د جوړلو لپاره کارول شوې يا د تضمين په ډول ساتل شوې، حقيقي ارزښت او د لس افغانيو ارزښت ته چې يو نوټ يې لري، اسمي يا ظاهري جوړښت ويل کېږي.

د کاغذي پيسو تر رامنځته کېدو وړاندې د حقيقي او اسمي ارزښتونو تر منځ کوم توپير نه وو خو دکاغذي پيسو اوسکو له رامنځته کېدو وروسته د حقيقي او اسمي ارزښتونو تر منځ توپير رامنځته شو تر څو له پيسو په ځانګړې توګه له سکو څخه د تجارتي موادو په توګه کاروانخېستل شي. ځکه نو مرکزي بانکونو د سکو په جوړښت کې پر طلا برسېره مس او سرپ هم ورګډ کړل او د هغوی اسمي ارزښت يې تر حقيقي ارزښت زيات وټاکه چې خلک ورڅخه يوازي د تبادلې د وسيلې په توګه واخېستلای شي، نه د طلا او نقرې په توګه.

کاغذي پيسې او خيالي پيسې

کاغذي پیسې هغه پيسو ته ويل کېږي چې په پوره توګه تضمين شوې او د غوښتنې پر مهال د بدلېدو وړ وي. لکه ټول عادي بانک نوټونه او سکې.

خيالي پيسې: هغه پيسو ته ويل کېږي چې هيڅ تضمين ونلري او يوازي د حکومتي اعتبار درلودونکې وي. د غوښتنې پر مهال يې په بدل کې بهرني اسعار يا توکي د حکومت له لوري ورکول کېږي.

قانوني او غيرقانوني (اجباري او غيراجباري)نوټونه

قانوني (اجباري) نوټونه هغه نوټونه ته ويل کېږي چې هر شخص يې بايد د پېر اوپلور پر مهال وکاروي، لکه عادي بانک نوټونه.

غيرقانوني(غیراجباري) نوټونه هغه دي چې هر شخص يې په تر لاسه کولو يا کارولوباندي اړ نه وي. لکه بانکي چيکونه چې يوازي هغه کسانو ته ورکول کېدای شي چې پخپله خوښه يې غوښتنه وکړي.

د پيسو ځانګړتياوې(خواص):

په اوسني عصر کې اقتصاد پوهانو د پيسو لپاره يو شمېر معيارونه ټاکلي او هر هغه شی چې دا معيارونه پوره کړي، د پيسو په توګه کارول کېدای شي:

1.     د ټولو خلکو له لوري د منلو وړ وي؛ هر شخص بايد د پيسو کارولو ته چمتو وي او په ورځنيو چارو کې يې د تبادلې د وسيلې په توګه ومني. طلا او نقره د پيسو تر ټولو غوره ډولونه دي چې په بېلابېل ډول کارېدای شي او ټول خلک يې د تبادلې د وسيلې په توګه مني.  کاغذي پيسې هغه وخت ټولو ته د منلو وړ وي چې مرکزي بانک چاپ کړې او اجباري نوټونه وبلل شي. چک له دې امله پيسې نه بلل کېږي چې ټول خلک يې د پیسو په توګه نه مني.

2.     د جريان وړ/ دوامدار وي؛ پيسې بايد د يوې مناسبې دورې لپاره د کارولو وړ وي. حيوانات او زړېدونکي اجسام ځکه پيسې نشي کېدای چې د جريان وړ او دوامدار نه دي. هغوی د يوې لنډې مودې لپاره پاتې کېدای شي او وروسته مړه کېږي يا تخريب او له منځه ځي. کاغذي پيسې که څه هم د ډېرې اوږدې مودې لپاره نشي کارول کېدای، خو بيا هم پيسې ګنل کېږي ځکه چې اجباري نوټونه دي.

3.     د لېږد رالېږد وړ وي؛ پيسې بايد له يوه ځای څخه بل ځای ته د لېږد وړ وي. که يې ارزښت هرڅومره زيات هم وي، خو حجم يې بايد کم او په اسانۍ سره له يوه ځای څخه بل ځای ته او له يوه شخص څخه بل شخص ته د لېږد وړ وي.

4.    په اسانۍ سره د پېژندلو وړ وي؛ پيسې بايد داسي شی وي چې هر شخص يې په ليدلو يا لمس کولو سره وپېژندلای شي. د سکو او بېلابېلو ارزښتونو لرونکو نوټونو څرګند او اسانه توپير د ښو پيسو بېلګه بلل کېږي.

5.     په اسانۍ سره د وېش وړ وي؛ پيسې بايد لوی او کوچني نوټونه دواړه ولري او د اړتيا پر مهال يې غټ نوټونه په اسانۍ سره په وړو نوټونو تبادله کړل شي او د هر ډول بيو او قېمتونو لپاره پوره واحد لرونکې پيسې شتون ولري.

6.    کميابه (کم پيدا) وي؛ پيسې بايد کميابه وي او په اسانۍ سره تر لاسه نکړای شي.

7.     ثبات لرونکې وي؛ د پيسو قېمت او ارزښت بايد نسبتا ثابت وي او هره ورځ کښته او پورته نشي ځکه پيسې د ارزښت او قېمت د اندازه کولو وسيله ده. ځکه نو بايد پیسې تل ثابت ارزښت ولري. طلا او نقره د دې ځانګړتيا په درلودلو سره تر ټولو غوره پيسې کېدای شي خو حکومتونه هڅه کوي چې کاغذي پیسې وکاروي ځکه هغه ارزانه او اسانه چمتو کېږي. حکومتونه دکاغذي پيسو د ارزښت د ثابت ساتلو په موخه د پيسو عرضه کول کنټرولوي او د اړتيا پر مهال زياتې پيسې مارکېټ ته عرضه کوي او يا يې د عرضې مخه نيسي تر څو د پيسو ارزښت ثابت وساتي.

8.     يوشان والی؛ د پيسو هر نوټ بايد له بل سره مساوي ارزښت ولري. د بېلګې په ډول د پنځوسو افغانيو ټول نوټونه بايد له مساوي ارزښت څخه برخمن وي، داسي نه چې يو نوټ لږ او بل ډېر ارزښت ولري.

د پيسو دندې/وظايف

د پېسو دندې په څلورو بېلابېلو برخو کې تر بحث لاندې نېول کېږي: 

1.     اساسي/اصلي دندې: د تبادلې د وسيلې او د ارزشي واحد په توګه کارېدل د پيسو اصلي دندې ګڼل کېږي.

1.1.1.     د تبادلې د وسيلې په توګه: د پيسو دا دنده له مهمو او اساسي دندو څخه ګنل کېږي ځکه چې د دې دندې په اساس له پيسو څخه د منځګړي په توګه کاراخېستل کېږي او د معاملاتو پر مهال د دوه اړخيزه قناعت لامل ګرځي. دا چې په بارټر (جنس په جنس تبادله) سيسټم کې يوازي او يوازي د يوه ځانګړي جنس په وړاندي تبادله ترسره کېدای شوه، خو د پيسو له امله د بارټر سيسټم ناخوالې له منځه ولاړې او هر کس کولای شي د پيسو په مټ د خپلې خوښې وړ توليدات په هر ځای کې وپېري. د پيسو په وسيله موږ اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړې او کولای شو د نړۍ په هر ګوټ کې پېراو پلور، پانګونه او په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه تجارت وکړو.

1.1.2.     د ارزشي واحد په توګه: د پیسو دويمه دنده د ارزشي واحد په توګه کارکول دي. په بارټر سيسټم کې موږ اړ وو چې د يوه جنس د ارزښت د ټاکلو لپاره د هغه اوږدوالی، پلنوالی، وزن او نورې ځانګړتياوې په پام کې ونيسو خو د پيسو په وسیله يو داسي معياري واحد رامنځته شو چې د هر جنس لپاره يو ځانګړی ارزښت پرې ټاکل کېدای شي. د پيسو په وسيله موږ د مڼو بيه د پيسو په شکل سره ټاکلای شو، پداسي حال کې چې په بارټر سيسټم کې مو بايد د مڼو بيه د مالټو په شکل سره ښوولې وای. پيسې همداراز د حسابي واحد په توګه هم کارول کېږي. د يوې کټګورۍ اړوند ټوله دارايي، ټوله پانګه، ټول عوايد،  او ټول لګښتونه د پولي واحدونو په بڼه ښودلای شو. پيسې د حسابي واحد په توګه د اقتصادي ارزښتونو په حسابولو کې هم کارول کېږي. د بېلګې په ډول د قېمتونو، عوايدو، مصارفو، ګټې، زيان، ملي عوايدو، اقتصادي ودې او نورو برخو محاسبه هم په پولي ډول تر سره کېږي.

2.     فرعي دندې: پيسې درې فرعي دندې ترسره کوي؛ د بېلابېلو اداينو معيار، د ارزښت خونديتوب، او د ارزښت انتقال

2.1.  پېسې د بېلابېلو اداينو (تادياتو) د معيار په توګه: د پيسو درېيمه دنده دا ده چې د بېلابېلو ځنډول شويو تادياتو د معيار په توګه کارول کېږي. پيسې اوسنۍ (فعلي) ارزښت له راتلونکي ارزښتونو سره وصلوي.  ټول پورونه دپيسو په شکل اخېستل کېږي او بايد بېرته په هماغه کچه پيسې تاديه کړل شي. په بارټر سيسټم کې د جنس په پور کې بېرته بل جنس ورکول کېده خو ستونزه دا وه چې د داسي جنس پيدا کول چې له پخواني جنس سره سل سلنه مشابهت ولري، ناممکن وو، ځکه نو د پور د اداينې پر وخت ستونزې رامنځته کېدې او پورورکوونکی له زيان سره مخ کېدی، خو د پيسو په رامنځته کېدو سره دا ستونزه حل شوه.

2.2.  د ارزښت خونديتوب: د پيسو بله فرعي دنده د ارزښت خوندي کول دي. پيسې د بېلابېلو موخو له امله د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي. که څه هم د پيسو پر ځای نور اجناس هم د ډېرې مودې لپاره ساتل کېدای شي لکه طلا او نقره يا هم بېلابېل تجارتي توکي، خو د هغو پر ساتلو باندي د ګدام، استهلاک (فرسايش)، او نه سياليت لګښتونه راځي. پيسې د اجناسو په پرتله له کوم لګښت پرته ساتل کېدای شي او د اړتيا پر مهال په اساني په اصلي جنسونو بدلېدلای شي (له سياليت څخه برخمنې دي).

2.3.  د ارزښت  لېږد (انتقال): له يوه شخص څخه بل ته او له يوه ځای څخه بل ځای ته د ارزښت لېږدول د پيسو بله فرعي دنده ګڼل کېږي. پيسې برسېره پردې چې ټولو خلکو ته د منلو وړ او د ارزښت ساتونکې دي، د ارزښت د لېږد دنده هم ترسره کوي. يو شخص کولای شي چې خپل تجارتي اموال په يوه ښار کې و پلوري او د نورو د پېرلو لپاره پيسې بل ښار ته ولېږدوي.

3.     پېښکي (Incidental/Contingent) دندې:

3.1.  پېسې د شتمنۍ د ټولو ډولونو په پرتله تر ټولو سياله شتمني: پيسې د اشخاصو او ادارو د شتمنيو د ټولو ډولونو تر ټولو سيال ډول دی. د اشخاصو او ادارو شتمني کېدای شي چې د نغدو پيسو، بانکي حساب، سپما، بيه لرونکو اسنادو، نوټونو، سکو، لنډ مهاله او اوږدمهاله دولتي سکوريټي او نورو په بڼه شتون ولري چې ټول سيال (ژر تبادله کېدونکي) دي، خو پيسې د تولو په پرتله ډېرې سيالې دي او ډېر ژر په پورتنيو شتمنيو بدلېدلای شي.

3.2.  پيسې د کريډيټ سيسټم (پورونو) د بنسټ په توګه: ټولي تجارتي معاملې په نغدو پيسو يا په پور (کريډيټ) سره ترسره کېږي. د پورونو لپاره د پيسو شتون اړين دی. تجارتي بانکونه د تجارانو کريډيټي معاملات هغه وخت اجرا کوي چې تجاران په خپلو بانکونو کې پيسې ولري. که پيسې نه وي، کريډيټي معاملات نشي ترسره کولای.

3.3.  د ملي عوايدو د اندازه کولو د وسيلې په توګه: د يوه هېواد د ټولو داخلي توليداتو ارزښت يوازي د پيسو په وسيله اندازه کېږي.

3.4.  پيسې همداراز د تصميم نيولو او د پيسو د مارکېټ او سرمايې د مارکېټ ترمنځ د توازن ساتلو د وسيلې په توګه هم دنده ترسره کوي.

د پيسو ډولونه:

پيسې د ترکيبي موادو او وسايلو له رويه پر دوه ډوله وېشل شوې دي، فلزي او کاغذي پيسې.

1.     فلزي پيسې: هغه ډول پيسې دي چې له يوه ځانګړي فلز څخه جوړې شوې وي. لکه د طلا، نقرې او مسو سکې.

فلزي پيسې پر درې ډوله دي: معياري پيسې، ټوکن پيسې، او سبسايډري پيسې

1.1.1.     معياري پيسې: اصلي پيسو ته ويل کېږي او پر څلور ډوله دي:

·       د يوګونې فلزي پيسو سيسټم: هغه دي چې سکې له يوه فلز څخه جوړې شوې وي.

·       د دوه ګونو فلزي پيسو سيسټم: هغه سيسټم دی چې سکې يې له طلا څخه جوړې شوې وي.

·       د سپينوزرو يوګونی فلزي سيسټم: هغه دی چې سکې يې يوازي له سپينو زرو څخه جوړې شوې وي.

·       بای ميټاليزم Bi-Metalism : هغه سيسټم دی چې سکې يې له سپينو او سروزرو دواړو څخه جوړې شوې وي.

1.2.  ټوکن: هغه پيسې دي چې د اصلي پيسو پر ځای کارول کېږي او له سپکو او ټيټې بيه لرونکو فلزاتو څخه جوړې شوې وي. د دې ډول پيسو حقيقي ارزښت تر اسمي ارزښت کم دی.

1.3.  سبسايډري پيسې: هغه ډول پيسې دي چې د کوچنيو تادياتو په موخه جوړې شوې او له ارزانه فلزاتو څخه جوړې شوې وي. د امريکا په متحده ايالاتو کې دا ډول سکې له يو ډول ځانګړو کاغذونو څخه جوړې شوې دي.

2.     کاغذي پيسې: هغه ډول پيسې دي چې له کاغذ څخه جوړې شوې وي او پر درې ډوله دي، استازولي کوونکې پيسې، د تبادلې وړ پيسې، او غيرقابل تبادله پيسې.

2.1.  استازولي کوونکې (استازې) پيسې: هغه ډول پيسې دي چې د حکومت له لوري يې د طلا او نقرې په بدل کې تضمين شوی وي. په لومړيو وختونو کې د قيمتي فلزاتو د ضايع کېدو او ورکېدو د مخنيوي په موخه کاغذي سکه رامنځته شوه چې وروسته بيا حکومتونو د کاغذي پيسو د چاپ لپاره طلا او نقره د تضمين په توګه اېښودلې.

2.2.  د تبادلې وړ پيسې: هغه ډول پيسې دي چې هر مهال په سکو او قيمتي فلزاتو د بدلېدلو وړ وي.

2.3.  غيرقابل تبادله پيسې: هغه ډول پيسې دي چې په سکو يا قيمتي فلزاتو د بدلېدو تضمين ونلري.


د پيسو عرضه، تقاضا او مارکېټ

پيسې هغه شتمني ده چې عام خلک يې د خپلو ورځنيو اړتياوو، کاروبار او تجارت لپاره ساتي او ترلاسه کوي. پيسې هم د شتمنۍ د نورو ډولونو په څېر عرضه، تقاضا او مارکېټ لري.

د پيسو تقاضا د عام ولس له لورې کېږي، عرضه يې د حکومتونو او بانکي سيسټم له لوري کېږي او د پيسو مارکېټ له عرضه کوونکو او تقاضاکوونکو (خلکو او حکومت) څخه تشکيلېږي.

د پيسو د تقاضا، عرضې اومارکېټ مطالعه له دې امله اړينه ده چې د تقاضا او عرضې زياتوالی او کموالی د قيمتونو، د سود کچې او عوايدو پر کچه باندي تاثير کوي.

کله چې خلک د کاروبار او ورځنيو چارو د سمبالولو لپاره شتمني (دارايي) ساتي او د اړتيا پر مهال ورڅخه کار اخلي. د بېلګې په ډول ځيني کسان او ادارې د طبيعي پېښو لپاره خوراکي او نور اړين توکي ساتي خو يو شمېر نور يوه ټاکلې اندازه پيسې ساتي او د اړتيا پر مهال ورڅخه کار اخلي. همداراز د ټولو ورځنيو عادي او تجارتي کارونو د ودې او د ستونزو د حل په موخه خلک پرېکړه کوي چې د شتمنۍ کوم ډول له ځان سره ولري، پيسې که توکي او وسايل.

همدا د شتمنۍ د ډول په اړه پرېکړه کول چې د شتمنۍ څومره برخه د پيسو په بڼه وساتو او څومره برخه د شتمنۍ د نورو ډولونو په بڼه وساتو، د پيسو تقاضا بلل کېږي.

د پيسو او بانکداري مضمون د پيسو د تقاضا تيوري په ژور او علمي ډول څېړي او ټول هغه عوامل چې پيسو ته د خلکو د اړتيا او لېوالتيا لامل ګرځي، تر بحث لاندي نيسي. د دې موضوع د لاروښانتيا په موخه لازمه ده چې د پيسو د تقاضا فکټورونو او لاملونه تشرېح کړو.

ولي خلک د پيسو تقاضا کوي؟ why people hold money

د پيسو د تقاضا عوامل په دوو ډولونو تشرېح شوي دي، کلاسيک تيوري او د کېنز تيوري.

1.    د پيسو د تقاضا کلاسيک تيوري:

د تقاضا کلاسيکه تيوري د پيسو په پخوانۍ مقداري (کمي) تيوري کې وړاندې شوې او دوې تګلارې لري، د فېشر نظريه او د کمبريج نظريه.

·       د فيشر نظريه: د فيشر په اند خلک پيسو ته د معاملاتو لپاره اړتيالري. کومې پيسې چې خلک له ځان سره ساتي، يوازي ددې لپاره دي چې د تبادلې د وسيلې په توګه ورڅخه کارواخلي. ځکه نو د پیسو غوښتنه يوازي د معاملاتو لپاره وي او کچه يې د ټولو هغو معاملاتو له جملې څخه ټاکل کېږې، چې په يوه ټاکلې دوره کې ترسره شوې وي. د نوموړي په اند د پيسو د تقاضا کچه د پيسو د چلند په چټکتيا پوري هم اړه لري. يعني کله چې د پيسو د چلند کچه او چټکتيا زياته وي، ډېر معاملات صورت نيسي او د پيسو د تقاضا کچه هم ورسره زياتېږي يعني PT=MV .  د فيشر په نظريه کې د پيسو د تقاضا ميخانيکي اړخ تعريف شوی دی او نور هغه عوامل چې د پيسو پرتقاضا اغېز لري، په پام کې نه دي نيول شوي. Md= PT

Md: د پيسو تقاضا، T: د يوې ټاکلې مودې په ترڅ کې د ترسره شويومعاملاتو مجموعه

P: د بيو (قېمتونو) کچه.

·       د کېمبريج نظريه: د کيمبريج اقتصاد پوهانو د فيشر د نظريې پر خلاف د نغدو پيسو د توازن اړخ ته نظر کړی او ويلي يې دي چې خلک پيسې يوازي ددي لپاره نه ساتي چې په نورو اجناسو يې تبديل کړي، بلکه بېلابېل فکټورونه (هڅوونکي) خلک د پیسو ساتلو ته هڅوي.

د دوی په اند د پيسو غوښتنه هغه څوک کوي چې اړتيا ورته لري، د بېلګې په توګه هغه څوک د کور تقاضا کوي چې کور نه لري او غواړي پکښې و اوسېږي، او هغه څوک چې د تجارتي موخو لپاره يې تقاضا کوي، اصلا تقاضا نه ګڼل کېږي. ځکه نو د دوی په اند د پيسو تقاضا په اصل کې د نغدو پيسو تقاضا ته ويل کېږي او لاندي عوامل د پيسو پر تقاضا تاثيراچوي:

                                                     I.           معاملات: خلک د تجارتي معاملاتو لپاره نغدې پيسې ساتي چې د اړتيا پر مهال يې په اجناسو او خدماتو تبديل کړي.

                                                  II.           احتياط: خلک پيسې په احتياطي ډول د ناوړه او غيرمترقبه پېښولپاره ساتي.

                                                III.           د معاملاتو او احتياطي ډول د پيسو ساتلو په نظر کې نيولو سره، د نغدو پيسو ساتل د خلکو په عايد او شتمني پوري اړه لري. شتمن خلک ډېر معاملات ترسره کوي،او ډېرې نغدې پيسې په احتیاطي ډول ساتي.

                                                IV.           پرعوايدو او شتمنۍ برسېره، د پيسو تقاضا له (Oppurtunity Cost) سره هم تړاو لري. د سود نرخ، د حقيقي سرمايې Yield او انفلاسيون هغه عوامل دي چې د شتمنۍ د نورو ډولونو په پر تله د پيسو د غوره کولو په صورت کې د اپورچونيټي کاسټ په توګه رامنځته کېږي.

                                                   V.           د کمبريج نظريې د اقتصادپوهانو په اند نور عوامل چې د پيسو پر تقاضا تاثيرات اچوي، له اشخاصو عادتونه، د تادياتو سيسټم، د پيسو د عوضي توکو شتون(Substitutes)، د نفوسو کثافت، د اطلاعاتو سيسټم، او داسي نورو څخه عبارت دي.

د پورتنيو عواملو او فکټورونو له تشخيص وروسته، د کمبريج نظريې پوهانو د پيسو د تقاضا تابع په لاندي ډول وړاندې کړه Md=KPY چې Md د پيسو تقاضا، K يوConstraint  نسبت (Proportion)، او PY د پيسو عوايد (Money Income) په نښه کوي. او يا Md=f(y)

د K  قېمت ثابت دی ځکه Determinants يې په اوږدمهال کې تغیر کوي. که ياده تابع د ساده والي په موخه د فېشر د تابع PT=MV په بڼه وليکو، نو يوازي K  ته د V معکوس قېمت ورکوو ترڅو تابع لاندي شکل ونيسي: PT=M/V

2.   د کېنز تيوري

کېنز په خپل مشهور کتاب (کار، سود او پيسې ۱۹۳۶) کې د پيسو د تقاضا تيوري وړاندې کړه. د نوموړي په اند د پيسو تقاضا د پيسو د سياليت له امله رامنځته کېږي. په پيسو باندي د يوه جنس يا توکي د بدلېدو وړتیا ته سياليت وايي. کېنز په دې باور وو چې هرهغه جنس يا وسيله چې ډېر سيال وي، تقاضا يې هم زياته وي او دا چې پيسې د شتمنۍ د نورو ډولونو په پرتله ډېر سياليت لري، ځکه يې تقاضا هم زیاته ده. له همدې امله د کينز د پيسو د تقاضا تيوري د سياليت خوښونې د تيوري په نوم نومول شوې ده. کېنز د پيسو د تقاضا يا د سياليت خوښونې لپاره دې عمده لاملونه يا هڅوونکي (Motives) په نښه کړل، لومړی د ورځنيو اړتياوو او معاملاتو ترسره کول، دویم د پېښو په وړاندي احتياطي تدبيرنيونه، او درېيم د Speculative motive.

      I.           د ورځنيومعاملاتو د ترسره کولو فکټور: دا چې پيسې د تبادلې وسيله ده، ځکه نو لومړنۍ اړتيا ور ته د ورځنيو تجارتي معاملو په برخه کې رامنځته کېږي. د هر شخص يا کاروبار عوايد په مقطعي او مصارف په دومدار شکل رامنځته کېږي. د ورځنيوستونزو د حل او د توليد ددوام په موخه اشخاص او توليدوونکي اړ دي چې هره ورځ پيسې مصرف کړي خو عوايد عموما په نامعلومو نېټو کې لاس ته راځي، لکه په اونۍ کې يو ځل، په دوو اونيو کې يوځل او يا هم په مياشت کې يو ځل. ځکه نو مصارف د عوايدو په پرتله زيات او دوامدار وي او اشخاص او شرکتونه د معاملاتو د تداوم په موخه هر وخت نغدو پيسو ته اړتيا لري. کېنز د معاملاتي فکټور په بحث کې دوه نور فرعي فکټورونه هم څېړلي چې له ترکيب څخه يې معاملاتي فکټور رامنځته کېږي. دا فکټورونه له (د عوايدو فکټور) او (د کاروبار فکټور) څخه عبارت دي.

1.1.1.     د عوايدو فکټور: دا فکټور په کورنيو پوري تړاو لري. کورنۍ اړې دي چې د خپلو عوايدو د ترلاسه کولو تر وخته پوري د ورځنيو اړتياوو د رفع کولو په موخه يوه اندازه پيسې وساتي.

1.1.2.     د کاروبار فکټور: کاروباري ټولنه د خپلو ورځنيو مصارفو د پوره کولو موخه نغدو پيسو ته اړتيا لري. د بېلګې په ډول معاشات، د خامو موادو خريداري کول، ټرانسپورت، او داسي نور چې که چېري د عوايدو دترلاسه کولو ترنېټې پوري انتظار کوي، معاملات يې په ټپه درېږي. همدا لامل دی چې د عوايدو او مصارفو تر منځ يو زماني شکسته ګي/ لېرې والی رامنځته کېږي.

پورتنيو توضېحاتو ته په کتو سره ويلای شو چې د اشخاصو او ټولنې  د عوايدو راغونډول او د مصارفو تادیات د ټولنې د اساسي اداري قوانينو او رواجونو تر مستقيم تاثیر لاندي دي، ځکه نو معاملاتي فکټور د شخصي عايد او تجارتي ګټې تابع دی، او د سود بيه په دې تابع کې هيڅ رول نلري.  Lt=Kt(Y)  او يا Md=f(y)

Lt د پيسو تقاضا د معاملاتو لپاره، Kt د پيسو هغه ثابته اندازه چې د عوايدو او مصارفو تر منځ د لېرې والي له امله يې ټولنه د پيسو په بڼه ساتل غواړي. او Y د پيسو له عوايدوڅخه عبارت دی. دا چې د عوايدو په راټولولو کې عموما د اداري طی مراحل کولو، ټکنالوژيکي وسايلو اونورو عواملو له امله ځنډ رامنځته کېږي او دا عوامل په لنډ مهال کې له منځه نشي وړل کېدلای، ځکه نو د K  قېمت ثابت دی.

2.     د احتياطي تدابيرو د نيولو لپاره د پيسو تقاضا: له تجارتي معاملو پرته هم خلک د غيرمترقبه، طبيعي او تخنيکي پېښو او ستونزو درامنځته کېدو لپاره يوه اندازه پيسې ساتي. د اشخاصو لپاره ناروغي، ترافيکي پېښې، بېکاري او داسي نور عوامل د پيسو د تقاضا لامل ګرځي. د پيسو د تقاضا دا فکټور د آينده (مستقبل) د نا باوري توب له پر اساس رامنځته کېږي.  LP=KP(Y) 

LP: احتياطي تدابيرو فکټور، Kp (ثابت)، او Y  له عايد څخه عبارت دی. بايد يادونه وشي چې دا فکټور هم د سود له بيې سره هيڅ تړاونلري. او يا په لنډه توګه Md= f(y)

کېنز هغو پيسو ته چې د معاملاتي او احتياطي فکټورونو په اساس ساتل کېږي، اکټيف بېلانس (Active Balance) وبلل. ځکه نو د اکټيف بېلانس تقاضا د عوايدو ثابته تابع ګڼل کېږي او په لاندي ډول ليکل کېږي: Li=Lt+Lp= Kt(y)+Kp(y)  

3.    د خيالي/آينده عوايدو فکټور (Speculative Motive):

کېنز د لومړي ځل لپاره د پيسو د تقاضا په فکټورونو کې يو بل فکټور هم ور زيات کړ چې همدا د خيالي/آينده عوايدو لپاره د پيسو د تقاضا فکټور بلل کېږي.

Md= f(i) Interest rate….

کلاسيک اقتصاد پوهان په دې اند وو چې خلک يوازي د معاملاتي او احتياطي فکټورونو له امله پيسې ساتي، خو کېنز د دوی له نظريې څخه نور هم وړاندې ولاړ او د خيالي پيسو يا خيالي فکټور په ور زياتولو سره يې هغه پيسې چې خلک يې پر پورتنيو دوو فکټورونو برسېره د احتمالي ګټې په موخه له ځان سره ساتي.

د پيسو د تقاضا هغه فکټور چې خلک دآينده وخت لپاره د اسهامو او سيکيوريټي له پېر اوپلور څخه د ګټې اخېستنې په منظور د پيسو ساتلو ته هڅوي، خيالي فکټور ګڼل کېږي. دا فکټورد اسهامو او سود له بيو سره مستقيم تړاو لري. کله چې خلک د راتلونکي لپاره پيسې ساتي، دوی پرېکړه کوي چې خپله شتمني د پيسو او که د اسهامو په بڼه وساتي، دوی د سود اوسنۍ بيه له راتلونکې احتمالي بيې سره مقايسه کوي او دهغې پر اساس پرېکړه کوي. کله چې د سود بيه ټيټه وي (د اسهامو بيې لوړې وي) او تمه کېږي چې په راتلونکې کې دسود بيه لوړېږي (د اسهامو بيې ټيټيږي)، د خيالي/آينده فکټور پر اساس د پیسو تقاضا زياتېږي او خلک هڅه کوي چې نغدې پيسې وساتي او په راتلونکې کې کله چې د ونډو بيې ټيټېږي او د سود بيه لوړېږي، دوی خپلې پيسې په سود ورکوي.  

د پيسوعرضه Money Supply:

هر هغه شی چې خلک يې د تادياتو لپاره کاروي او د پيسو په توګه يې مني، پيسې بلل کېږي. د پېړيو په اوږدو کې له سروزرو نېولې تر کاغذي بانکنوټونو او بانکي چيکونو پوري بېلابېلو توکو د پیسودنده ترسره کړې ده. له دې امله د پیسو هيڅ يو تعريف په دقيق ډول نشي ويلای چې کوم شيان (توکي) پيسې بلل کېږي او کوم شيان نه بلل کېږي. ځکه نو لازمه ده چې د پيسو د تعينولو او اندازه کولو لپاره ځانګړی تعريف ولرو. په همدې اساس د افغانستان بانک په دې اړه بېلابېلې څېړنې کړې او د پيسو د پېژندلو او اندازه کولو لپاره يې دوه تعريفونه رامنځته کړي دي. دا چې د بېلابېلو مالي او پولي توکو منځته راتګ دا چاره ډېره سخته کړېده، او له بل لوري په افغانستان کې لا تر اوسه ياد نوښتونه ندي پلي شوي، ځکه نو د نړۍ د نورو هېوادونو په خلاف، د افغانستان مرکزي بانک د پيسو لپاره يوازي دوه تعريفه کړي دي.

لومړی:

(M1 يا د افغانستان بانک د پيسو لومړی تعريف):

د پیسو دا تعريف درې برخې په بر کې نيسي چې په مټ يې د افغانستان بانک د ټولو موجودو پيسو مجموعه (عرضه) اټکل کېږي.

1.      ټولې غير بانکي پيسې (بانکنوټونه او فلزي سکې)، دا هغه پيسې دي چې له بانکونو څخه بهر د تجارتي او شخصي کارونو لپاره کارول کېږي او له خلکو او سازمانونو/شرکتونو سره نغدې پرتې وي يا هره ورځ تبادله کېږي. د بېلګې په ډول هغه پیسې چې خلک يې د ورځنيو اړتياوو لپاره په جېبونو يا د دوکانونو په دخلونو کې لري.

د دې پيسو د اندازه کولو لپاره مرکزي بانک په لاندي ډول محاسبه کوي:

ټولې موجودې پیسې + نوې چاپ شوې پيسې ـ فرسايش شوې پيسې – هغه پیسې چې د بانکونو په الماريو او ګدامو کې د ذخيرې په ډول ساتل شوې دي او د تجارتي فعاليتونو لپاره نه کارول کېږي.

2.      ټولې هغه بانکي پيسې چې په بانکونو (تجارتي بانکونو) کې دي او د چيک په وسيله د انتقال وړ وي. C/A, S/A, F/A 

ټولې هغه بانکي پيسې چې سمدلاسه په بانکنوټونو بدلېدلای شي او له بانکي حسابونو څخه را اېستل کېدای شي لکه جاري حسابونه، د سپماحسابونه، دايمي حسابونه، توزېع کړل شوي چيکونه، د ATM پيسې، ....

3.      ټول هغه بانکي حسابونه چې د غوښتنې پر مهال سمدلاسه په نغدو پيسو بدلېدلای شي (Demand Deposits) او مخکې له مخکې خبرتيا ته اړتيا ونلري.  Current Accounts

هغه بانکي حسابونه چې د قرارداد پر اساس بايد د اوږدې مودې لپاره پیسې پکښې پرتې وي او د را ايستلو لپاره يې بايد مخکې له مخکې (مثلا درې مياشتې مخکې) خبرتيا اړينه وي، په Demand Deposits کې نه راځي ځکه د اړتيا پرمهال په لنډه موده کې په نغدو پیسو نشي بدلېدلای.

په لنډه توګه د پيسو لومړنی تعريف چې M1 ورته ويل کېږي، په لاندې ډول ليکلای شو:

M1 = Currency in circulation + Demand Deposits + Checkable Deposits

د پیسو دوهم تعريف (M2):

د پيسو دا تعريف د لومړني تعريف په پرتله پراخ مفهوم لري او پر پورتنيو پيسو برسېره يو شمېر هغه توکي او حسابونه چې پيسې ندي خو د پيسو په څېر دنده ترسره کولای شي او د اړتیا پر مهال ژر په پيسو بدلېدلای شي، هم په بر کې نيسي. دا تعريف  له دوو برخو جوړ دی:

1.      M1 چې پورته تشرېح شو.

2.      Other Deposits / نور پولي حسابونه چېtime deposits  او saving deposits په بر کې نيسي.

Time Deposits: هغه حسابونه دي چې د يوې ټاکلې مودې لپاره د سود/ګټې او سرمايه ګذارۍ لپاره پکښې پيسې ساتل کېږي. لکه په کوچنيو پانګه اچونو او پور ورکولو کې  او د پيسو د اېستلو لپاره يې بايد د قرارداد پر اساس د ټاکل شوې مودې مخکې خبر ورکول شي. د ټاکل شوې مودې څخه مخکې د پيسو د اېستلو په صورت کې جرمانه يا اضافي ټيکس ورڅخه اخېستل کېږي.  

Saving Deposits: د سپما هغه حسابونه دي چې په پیسو د بدلولو لپاره يې مخکې له مخکې خبرتيا ته اړتيا نه لري.

يادونه

په M2 کې ټول هغه حسابونه راځي چې تر 100000  سل زره امريکايي ډالر زياتې پيسې پکښې وي او د پيسو دې ډول (M2) ته په افغانستان کې Broad Money وايي.

په ګڼ شمېر هېوادونو کې د پیسو تعريف تر دې هم پراخ شوی او د هماغه هېوادونو د مالي او پولي توکو د شتون او کارونې مطابق m3 او حتی M4 هم رامنځته شوي دي، خو دا چې په افغانستان کې پيسو ته ورته مالي او پولي توکي تر اوسه کم دي او ډېر نه کارول کېږي، ځکه نو يوازي په همدې دوو تعريفونو بسنه شوې ده.

په مجموع کې د افغانستان مرکزي بانک د پیسو د مقدار ټاکلو لپاره له M1  او M2 څخه کار اخلي.