لوی اقتصاد
وټپوهنه |
![]() |
وتې د سیمو له مخې |
وټه |
---|
کوچنی وټه · لویه وټه |
ټولیزه وټپوهنه |
وټيزه تگلاره · وټ اټکلونه |
ډگرونه او څېرمه ډوگرونه |
چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي |
لړونه |
د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه |
لوی اقتصاد ((په انگرېزي: Macro Economy) ) داقتصاد دعلم د یوې څانگې اقتصادي قانون مندۍ مسئلې او کړنې په کلي توگه په یو پراخ لید سره څیړي، او د ټولنه مادي حالت د یوه کل په توگه بیانوي. مجموعي عرضه (مالي تولید) کلي غوښتنې (تقاضاوې) د ټولنې د تورم نرخ، د بېکارۍ انډول ملي پانگې اچونې او داسې نور هغه موضوعات دي چې د لوی اقتصاد موضوعگانې جوړوي. په همدې توگه د یوه هیواد ټول لگښتونه، صادرات، د ملي گټې وټې (عاید) د ټاکلو نظریې، اقتصاد پورې اړه لري. په ټولیز ډول وټپوهنه په دوو برخو وېشل کیږي چې لویه وټه او کوچنی وټه ده او لویه وټه د بېلابېلو وټیزو اړیکو لکه: تولید، لگښت، پانگونه، سپما، عاید، وټیزپرمختگ، پاړسوب او دې ته د ورته چارو څېړنه او زده کړې ده. او یا په بله مانا لویه وټه په ټولیز ډول سره د وټیزو چارو څېړل دی، د لوېې وټې لمن ډېره پراخه ده چې د مالي سیاستونو او د پیسو پراختیا، بهرنی سوداگري، د دولت پورونه او لگښتونه او د یوه هیواد وټیزه وړاندوینه دا ټول په لویې وټې پورې اړه لري.
د لوی او کوچنی اقتصاد ترمیځ توپیر
اخځلیکونه
مربوط موضوعات
- REDIRECT کينډۍ:کينډۍ:کوچنۍ کينډۍ