کوچنی اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کوچنی وټه نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
وټپوهنه
GDP PPP Per Capita IMF 2008.svg
وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

کوچنی اقتصاد د اقتصاد د علم يوه څانګه ده، چې د محدودو سرچينو د تخصيص په پام کې نيولو سره د اشخاصو او شرکتونو په پریکړو کولو کې د هغوی سلوک او د همدې اشخاصو او شرکتونو ترمنځ عکس العملونه څېړي. کوچنی اقتصاد د شخصي مارکېټونو، سکتورونو يا صنعتونو په څېړنه باندې تمرکز کوي، چې په ټوله کې د ملي اقتصاد (چې په لوی اقتصاد کې څېړل کېږي) برعکس دی. [۱][۲][۳]

د کوچني اقتصاد يوه موخه د هغو ميکانيزمونو ارزول دي، چې د توکو او خدمتونو تر منځ اړوند بيې رامنځته کوي او د متبادلې ګټې اخيستو تر منځ محدودې سرچينې ځانګړې کوي. کوچنی اقتصاد، هغه حالتونه ښيي چې تر لاندې يې وړيا مارکېټونه د تمې وړ تخصيص ته لارښوونه کوي. کوچنی اقتصاد، د مارکېټ ناکامي (چې مارکېټونه په کې د ګټورو پا‎يلو په توليدولو کې پاتې راځي) هم تحليلوي.

دا چې کوچنی اقتصاد په اشخاصو او شرکتونو باندې تمرکز کوي، لوی اقتصاد د اقتصادي فعاليت په جمله مجموعه باندې تمرکز کوي او د ودې، انفلاسيون او بېکارۍ مسئلو او په دې مسئلو پورې تړلو ملي کړنلارو سره سروکار لري. کوچنی اقتصاد د کوچني اقتصاد په سلوک باندې د اقتصادي کړنلارو، لکه: (د ماليې د کچې بدلون) له اغېزو سره او د همدې له امله د اقتصاد له مخکينيو ذکر شوو اړخونو سره سروکار لری. د لوکاس د انتقاد (Lucas critique) په ساتلو يا احيا کې په ځانګړي ډول د لوی اقتصاد زياتره معاصرې نظريې، د کوچنيو بنسټونو له مخې جوړې شوې دي. د بېلګې په ډول: د کوچنۍ کچې سلوک په اړه د بنسټيزو مفروضاتو پر بنسټ. [۴]

مفروضات او تعريفونه

د کوچني اقتصاد (microeconomics) له يوناني (μικρό) نه چې د کوچني معنا او (οικονομία) نه چې د اقتصاد معنا لري، اخيستل شوی دی. د کوچني اقتصاد څېړنه په تاريخي ډول د عمومي تعادل نظريې له مخې تر سره شوې ده، د ليون والراس (leon Walras) په واسطه، په ۱۸۷۴ ز کې د خالص اقتصاد په عناصرو (Elements of Pure Economics (1874)) کتاب کې وده ورکړل شوې او د پلوي يا قسمتي تعادل نظريه په ۱۸۹۰ ز کې د الفرد مارشال له خوا په اقتصادي بنسټونو (Principles of Economics) کې معرفي شوه.

د کوچني اقتصاد نظريه په نمونه يي ډول د يوه مفرد عقلي او د شخصي ګټورتوب د لويوالي په څېړلوسره پيل کېږي. د اقتصادپوهانو لپاره د معقوليت (rationality) د يوه شخص د پړاوونو د ثابت غوراوي معنا لري، چې بشپړ او د لېږد وړ وي.

هغه تخنيکي فرضيه چې غوره شوې اړيکې جاري وي، د يوې ګټورې دندې د شتون د باوري کولو لپاره اړينه ده. که څه هم د کوچني اقتصاد نظريه له دې فرضيې نه پرته هم دوام کولی شي، دا نظريه به پرتليز ثبات ځکه ناممکن کړي، چې د پايلې ګټورې دندې د تشخيص وړ اوسېدلو په اړه هېڅ ضمانت نه شته.

د کوچني اقتصاد نظريه، د يوې سيالې بودېجې مجموعې (competitive budget set) په تعريفولو سره پرمخ ځي، چې یاد شوې ټولګه، د مصرف د مجموعې (consumption set) يوه فرعي برخه ده. په دې ځای کې اقتصادپوهانو، هغه تخنيکي فرضیه جوړه کړه، چې غوراوي يا ترجيحات په سيمه یيز ډول غير مشبوع شوي دي. د LNS (Local Non-Satiation) فرضيې نه پرته ۱۰۰% تضمين نه شته، مګر په شخصي ګټورتوب کې به يو منطقي لوړوالی وي. د ګټورتوب د لوړوالي ستونزه (utility maximization problem (UMP)) په خپل ځای کې د اړينو توکو او فرضيو له مخې رامنځته شوې ده.

د ګټورتوب د لوړوالي ستونزه، د مستهلک د نظريې (consumer theory) زړه دی. د ګټورتوب د لوړوالي ستونزه د مصرفوونکي په غوراوي ( ترجيحاتو) باندې د ښکاره حقيقتونو په تحميلولو سره د عمل اصل (حقيقت) (action axiom) د تشرېح کولو هڅه کوي او وروسته بيا په رياضيکي ډول يې پايلې نمونه او تحليلوي. د ګټورتوب د لوړوالي ستونزه نه يوازې د مستهلک د نظريې د رياضيکي بنسټ په توګه عمل (خدمت) کوي، بلکې د دې د ماوراء طبيعت (له طبيعت نه پورته) تشرېح په توګه هم عمل کوي. په همدې ډول، د ګتورتوب د لوړوالي ستونزه د اقتصادپوهانو له خوا نه يوازې د اشخاصو د څه او څنګه ټاکنو د تشرېح کولو لپاره، بلکې د «ولې غوره کولو يا ټاکلو» د تشرېح کولو لپاره کاروي.

د ګټورتوب د لوړونې ستونزه، يوه تحميلي ګټورونه (constrained optimization) ستونزه ده، چې يو شخص په کې د يو بوديجوي جبر يا تحميل (budget constraint) په اړه هڅه کوي چې ګټورتوب لوړکړي. اقتصادپوهان د زيات ارزښت تيوري نه ګټه پورته کوي، چې د دې تضمین وکړي چې د ګټورتوب د لوړونې د ستونزې يو حل شته. د همدې له مخې، دا چې د بوديجې جبر (budget constraint) احاطه شوی او تړلی (بند) دی، د ګټورتوب لوړونې ستونزې ته يو اواری شته. اقتصادپوهان د ګټورتوب د لوړونې د ستونزې دې حل ته د والراس د غوښتنې دنده (Walrasian demand function) يا ځواب وينه وايي.

د ګټورتوب لوړونې ستونزې، د همدې له امله د مصرفوونکي د پخوانيو يا لرغونو په توګه د ذوقونو د معلومولو په واسطه، لکه:(د مصرفوونکي ګټورتوب) پرمختګ کړی دی. که څه هم د کوچني اقتصاد د پرمختګ لپاره يوه متبادله لاره د لرغوني په توګه د مصرفوونکي د ټاکنې اخيستلو په واسطه ده. د کوچني اقتصاد د نظريې دا نمونه، د څرګندې ترجېح (revealed preference) نظريې ته راجع شوې ده.

د سرچينې او غوښتنې (تقاضا) نظریه، په عادي ډول ادعا کوي چې مارکېټونه په بشپړ ډول سيال ( رقابتي) دي. دا استنباطوي چې، په مارکېټ کې زيات پيرودونکي او پلورونکي شته او هېڅ يو يې د دې ظرفيت نه لري، چې د شيانو او خدمتونو بيې په اړين ډول اغېزمنې کړي. د ريښتني ژوند په زياتره معاملاتو کې فرضيه ځکه ناکامېږي، چې ځينې انفرادي اخيستونکي او خرڅوونکي د بيو د اغېزمنولو وړتيا لري. ډېر ځله د يوې ښې نمونې د تقاضا، سرچينې (demand-supply) په تعادل د پوهېدلو لپاره په لوړه کچه يوې ارزونې ته اړتيا ده. که څه هم ذکر شوې نظريه، په هغو حالتونو کې د دې فرضیو په تر لاسه کولو کې په سمه توګه کار کوي.

د اقتصاد علم اصلي لوری ( مسير) د يوه مخکېوالی (a priori ) ادعا نه کوي، چې مارکېټونه د ټولنيزو سازمانونو نورو بڼو ته د غوراوي وړدي. په حقيقت کې په دې اړه زيات تحليلونه شوي دي، چې د مارکېټ ناکامي د سرچينو تخصيص رهبري کوي، چې فرعي مطلوب دی او ستره ضايع رامنځته کوي. د فرعي مطلوبې سرچينې د تخصيص يوه پخوانۍ بېلګه، يو عمومي جنس دی. په دې ډول قضيو کې اقتصادپوهان کېدای شي، د هغو کړنلارو د موندلو هڅه وکړي، چې د ضايعاتو مخه نيسي. کېدای شي د ضايعاتو دا مخنيوی، په مستقيم ډول د حکومت د ادارې په واسطه وشي، په غير مستقيم ډول د هغو اصولو په واسطه وشي، چې د مارکېټ ګډونوال له مطلوبې هوساينې سره ثابت په يوه سلوک کې عمل کولو ته هڅوي يا د ضايع کېدونکو مارکېټونو په جوړولو سره وشي، چې ګټورې سوداګرۍ ته توان ورکوي چې ، له دې مخکې بله هېڅ داسې سوداګري نه وه.

دا د ډله یيز يا اشتراکي عمل (collective action) په برخه او عامه ټاکنې په نظريه (public choice theory) کې څېړل کېږي. غوره هوساينه «Optimal welfare» په عادي يو پارتي (Paretian) معيار په پام کې نيسي، چې د کالډور – هيکس د مېتود (Kaldor–Hicks method) يو رياضيکي کاريال دی. دا د ګټورتوب پلوو موخې د ګټورتوب د لوړوالي نه ځکه بېلېدلی شي، چې دا د خلکو تر منځ د توکو وېش په پام کې نه نيسي. په مثبت اقتصاد (کوچني اقتصاد) کې د مارکېټ ناکامي په لاسته راوړنو (پايلو) کې د اقتصادپوهانو د باور او د هغوی د نظريې له ګډولو پرته محدوده شوې ده.

د اشخاصو په واسطه ګڼو توکو ته تقاضا د يوه ګټورتوب د لوړونې د پړاو د پايلې په توګه يو عمومي فکر دی، چې هر شخص هڅه کوي، د يو بوديجوي ثبات او مصرف د يوې ورکړل شوې (ټاکلې) ټولګې له مخې خپل ګټورتوب لوړ کړي.

تاریخچه

اقتصادپوهان په عام ډول ځانونه د لوی يا کوچني اقتصاد پوهان بولي. د لوی او کوچني اقتصاد تر منځ توپير احتمالاً د ناروي اقتصاد پوه راګنر فريچ (Ragnar Frisch) په واسطه په ۱۹۳۳ ز کې معرفي شو. نوموړي يه ۱۹۶۹ز کې د اقتصاد په علم کې د نړيوال څلي د جاېزې همکار تر لاسه کوونکی و. که څه هم فريچ په اصل کې د کوچني اقتصاد  وییکی ونه کاراوه، بلکې د کوچنۍ محرکه قوې (micro-dynamic) او لويې خوځنده قوې (macro-dynamic) تر منخ توپيرونه يې په داسې طريقه تحليل کړل، چې د اوسني لوی او کوچني اقتصاد د لغاتونو له څرنګوالي سره ورته وو. د کوچني اقتصاد لومړنی پېژندل شوی استعمال، په ۱۹۴۱ ز کې د پيټر ډي اوولف (Pieter de Wolff) په وسیله په يوه خپره شوې مقاله کې و. نوموړي د کوچني متحرک اصطلاح، کوچني اقتصاد ته پراخه کړه. [۵][۶][۷][۸]

اخځلیکونه

مربوط موضوعات

  1. REDIRECT کينډۍ:کينډۍ:کوچنۍ کينډۍ
  1. Marchant, Mary A.; Snell, William M. "Macroeconomics and International Policy Terms" (PDF). University of Kentucky. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۸ مارچ ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Economics Glossary". Monroe County Women's Disability Network. مؤرشف من الأصل في ۰۴ فبروري ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Social Studies Standards Glossary". New Mexico Public Education Department. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Glossary". ECON100. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اپرېل ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Frisch, R. 1933. Propagation problems and impulse problems in dynamic economics. In Economic essays in honour of Gustav Cassel, ed. R. Frisch. London: Allen & Unwin.
  6. Varian, Hal R. (1987). "Microeconomics". The New Palgrave Dictionary of Economics. د کتاب پاڼي 1–5. doi:10.1057/978-1-349-95121-5_1212-1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-95121-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Varian H.R. (1987) Microeconomics. In: Palgrave Macmillan (eds) The New Palgrave Dictionary of Economics. Palgrave Macmillan, London.
  8. De Wolff, Pieter (April 1941). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Income Elasticity of Demand, a Micro-Economic and a Macro-Economic Interpretation"]. The Economic Journal 51 (201): 140–145. doi:10.2307/2225666.