اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له وټه نه مخ گرځېدلی)
وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

یوه وټه د یوه هیواد یا سیمې د وټیز غونډال (اقتصادي نظام)څخه جوړ دی، کوم چې د دې سیمې کار، پانگه او ځمکنې سرچینې، او وټیز عوامل د توکو په تولید، تبادله، ویشنې او مصرفونې کې برخه اخلي. چې وروستی پایلې ته په کتو سره وټه یو بهیر دی د تکنالوژیکي ودې، تاریخ او د هغه ټولنیز سازمان، او همدارنگه جغرافیې، طبعي سرچینو او د ژوند چاپیریال په گډون، چې دا ټول د وټې د اصلي لامل په ټوگه پیژندل کیږی.

مخینه

لرغونی پېر

له ډیرې پخوا څخه د انسانانو په منځ کې په انفرادي ډول سره د توکو تولید، ویشنې او د خدمتونو چارو دود درلود، چې دا چارې پخپله د وټې ځیني ډولونه دی. خو په همدې ډول سره د ټولنو په پراخیدلو او د ورځینو اړتیاوو په ډیریدلو سره وټیزې چارې هم پرمختللې کیدلې . چې په لمړني ځل سومر یانې 1696 – 1654 کاله مخکې له میلاده (د بابلیانو لرغونی دور) د راگړې ورکړې او پیسو پر بنسټ په لمړۍ ځل وټیز پرمختگ رامنځ ته کړ او تر هغه وروسته بیا بابلیانو او ورسره شاوخوا نورو نږدی څنگ ته ښاریانو یې له دوی نه وروسته زوړ وټیز غونډال نور هم پراخه کړ. چې نن زمونږ په اند قواعد او قوانین، په پورونو او نورو وټیزو کړنو کې بلل کیږي، او په سوداگریزو کړنو او خصوصي ملکیتونو پورې اړوند حقوفي قراردانونه او قانوني کودونه.[۱]

Greek drachm of Aegina. Obverse: Land turtle / Reverse: ΑΙΓ(INA) and dolphin. The oldest turtle coin dates 700 BC

بابلیانو او ورسره گاونډیو ښاري ایالتونو یی د وټه بڼه د اوسنو مدني ټولنو (قانون) د مفهوم د پرتلې ترکچې پورې لوړه کړه. [۲] هغوی لمړۍ تدوین شویو قوانینو او پازوالیزو (اداري) غونډالونو ته پراختیا ورکړه او بیا یې په محکمو، زندانونو او دولتي سوابقو کې پلې کړل څو پیړۍ وروسته د میخي لیک په رامنځته کیدو سره، او د لیکنو په کارلو سره لکه پور/ اداینه او شته توکي دا په لمړۍ ځل کابو ۲۶۰۰ کاله مخکې له میلاده د پیغامونو او لیکونو استول تاریخ ،افسانه، شمېرپوهنه ، ستورپېژندنه او په نورو حرفوي مخینو کې، لارې چې خصوصي ملکیتونه وویشي کله چې وغواړي... په پور باندې د گټې شمیر... د مالکیت او مالي تاوان د جبران اړوند قوانین کله چې توکو زیان یا کس ته فزیکي ضرر ورسیږي... جریمه د سرغړونو په صورت کې... او د پيسو د تاوان جبران کول او نورې سر غړونې چې دا په تاریخ کې لمړنۍ کره قانون وو.[د کره سرچينې اړتيا]

منځنی پېر

د منځنیو پیړیو پر مهال، څه چې نن مونږ ورته وټه وایو د پایښت له کچې څخه ډیره لرې نه وه. او هغه مهال د ټولنیزو ډلو تر منځ ډیر بدلونونه تر سترگو شوي دی. چې د دوی په سر کې ستر مطرح فاتحانو ته یی له خطره ډکه پانگونه وه یانې د مالي سرچینو د تر لاسه کولو لپاره، چې له مخې یی باید چې پانگه بیرته د هغو توکو په بدل چې دوی نوې نړۍ ته راورد کړي ورکړل شي. او سوداگرو لکه ژاکوب فوگر (1459–1525) او جوواني دې بیتشي دې میدیشي (1360–1428) دوی لمړنۍ بانک جوړ کړ. او همدا ډول د مارکوپولو (1254–1324)، کرسټوفیر کولمبوس (1451–1506) او د واسکو دې گاما (1469–1524) لڅاوونو (discoveries)لمړنۍ نړیواله وټه رامنځ ته کړه. چې په دغه وخت کې وټه د لمړنۍ سوداگرۍ په نوم یادیږي

نوی پېر

صنعتي انقلاب

صنعتی انقلاب له اتلسمی پېړې څخه رانيولې بیا تر نولسمې پیړۍ پورې هغو سترو بدلونونو ته ویل کیږي کوم چې د کرنې، توليد، کان ایستنې او لېږد چارو په برخه کې رامنځته شول او په ټولنیز اقتصاد او فرهنگي حالاتو یی هم ژور اغیز درلود، چې پیل یی له انگلستان څخه وشو.

کاپيټاليزم او کمونيزم

د دوهمې نړېوالې جگړې وروسته

دا هم وگورۍ

پای یادښتونه

  1. Sheila C. Dow (2005), "Axioms and Babylonian thought: a reply", Journal of Post Keynesian Economics 27 (3), p. 385-391.
  2. Charles F. Horne, Ph.D. (1915). "The Code of Hammurabi : Introduction". Yale University. د اصلي آرشيف څخه پر September 8, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

سرچېنې

  • Aristotle, Politics, Book I-IIX, translated by Benjamin Jowett, Classics.mit.edu
  • Barnes, Peter, Capitalism 3.0, A Guide to Reclaiming the Commons, San Francisco 2006, Whatiseconomy.com Archived 2009-02-27 at the Wayback Machine.
  • Dill, Alexander, Reclaiming the Hidden Assets, Towards a Global Freeware Index, Global Freeware Research Paper 01-07, 2007, Whatiseconomy.com Archived 2009-02-22 at the Wayback Machine.
  • Fehr Ernst, Schmidt, Klaus M., The Economics Of Fairness, Reciprocity and Altruism - experimental Evidence and new Theories, 2005, Discussion PAPER 2005-20, Munich Economics, Whatiseconomy.com Archived 2009-02-27 at the Wayback Machine.
  • Marx, Karl, Engels, Friedrich, 1848, The Communist Manifesto, Marxists.org
  • Stiglitz, Joseph E., Global public goods and global finance: does global governance ensure that the global public interest is served? In: Advancing Public Goods, Jean-Philippe Touffut, (ed.), Paris 2006, pp. 149/164, GSB.columbia.edu
  • Where is the Wealth of Nations? Measuring Capital for the 21st Century. Wealth of Nations Report 2006, Ian Johnson and Francois Bourguignon, World Bank, Washington 2006, Whatiseconomy.com Archived 2009-02-27 at the Wayback Machine.



  1. REDIRECT کينډۍ:کينډۍ:کوچنۍ کينډۍ