حلب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حلب (انگليسي: Aleppo) د سوريې تر ټولو لوی ښار او د حلب ولايت مرکز دی. حلب د دې هېواد تر ټولو گڼ‌مېشتی ولایت دی چې اوسېدونکي یې د ۲۰۰۴ د رسمي سرشمېرنو له مخې ۲۱۳۲۱۰۰ ته رسېږي. همدا ډول، حلب د شام (Levant) یو له لویو ښارونو څخه دی. له پېړیو راهیسې، دا د سوریې تر ټولو لوی او تر قسطنطنیې او قاهرې وروسته د عثماني ټولواکمنۍ درېیم لوی ښار وو.