ابن سينا بلخي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د ختيځ فيلسوف
منځنی پېر
ابن سينا محمد بلخي.jpg
نوم: ابو علي سينا محمد بلخي (ابن سينا بلخي)
زېږېدنه: نژدې 980 زپ / 370 AH[1]
مړينه: 1037 زپ / 428 AH[1]
ښوونځی/دود: شيعه
اهمې لېوالتياوې: مېټافېزيک, منطق, اخلاق, طب, فيزيک, شمېرپوهنه, ستوري پېژندنه, دينيات
د ياد وړ کارونه: د ابن سينا کتابونه تر ډېر وخت پورې په اروپايي طبي زده کړوځايونو کې کارېدل
اغېزمن شوی له: ارسطو, نوی افلاتونيزم, الفارابي
اغېزمن کړي: ابن رشاد, عمر خيام, توماس اکويناس, البرټوس مگنوس

ابو علي سينا چې له آره د اوسني افغانستان د بلخ ولايت دى، اصلي نوم يې حسين، پلار يې عبدالله او د نيکه نوم يې سينا ؤ. دې په درې سوه اويا هجري سپوږميز کال، چې د ۹۸۰زېږيز کال سره سمون خوري، د سامانيانو د واکمنۍ په دوره کې د بخارا د افشنې په کلي کې وزېږېد. سينا څه کم و زيات ۱۱۵- ټوکه کتابونه ليکلي چې په بېلابېلو علومو کې دي، زياتره کتابونه يې د فلسفې او رنځپوهنې امورو کې دي. ابن سينا د اسلامي نړۍ نوموتې فلسفي دى چې اسلامي فلسفې ته يې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي. د ابن سينا مشهور کتاب (کتاب القانون) نومېږي چې په رنځپوهنه کې يې ليکلې دى.

ژوند

د ابو علي سينا بلخي اصلي نوم حسين دى، پلار يې عبدالله او د نيکه نوم يې سينا ؤ. دې په ۳۷۰ درې سوه اويا هجري سپوږميز کال د سامانيانو د واکمنۍ په دوره کې د بخارا د افشنې په کلي کې وزېږېد. دده کورنۍ له آره د بلخ ولايت وه. عبدالله ابن سينا د ابو علي ابن سينا پلار د سامانيانو د حکومت د يوه مامور په توگه په بخارا کې کار کاوه. وروسته يې هلته واده وکړ، او د دوه زامنو پلار شو، چې لوى زوى يې همدغه حسين ابن سينا ؤ. دې په ۴۲۸ څلور سوه اته ويشت هجري سپوږميز کال په همدان، چې په هغه وخت کې د افغانستان يو ښار ؤ وفات شو. ابن سينا يو نوموتې عالم، فلسفي او رنځپوه ؤ چې په ځينې کتابونو کې د ابو علي سينا، ابن سينا او بوعلي سينا په نومونو سره ياد شوې دى. په ځينو سرچينو کې يې نوم له لقبونو سره داسې راغلې دى: حجه الحق شرف الملک شيخ الرئيس ابو علي حسين بن عبدالله بن حسن ابن علي بن سينا البخاري. ابن سينا د ډېرو ليکنو څښتن دى، چې شفا په فلسفه او منطق کې او د قانون کتاب يې په رنځپوهنه کې د يادولو وړ دي. ابن سينا په فلسفه او منطق کې د فارابي ځايناستې گڼل کېږي، هغه ددې لپاره چې ابن سينا زياره افکار او آرا له فارابي څخه اخيستې دي، ده تل دا هڅه کړې، چې په هغه څه چې د ارسطو او افلاتون له کتابونو څخه پرې ندې پوهېدلې د خپل ښوونکي ابي نصر الفارابي له ليکنو څخه گټه پورته کړي. ډېرو ځايو کې د فارابي نظريات او راى مبهمې او نامالومې دي، چې د ابن سينا د لوړو افکارو په واسطه يې شننه شوې او په عامه ژبه نورو پوهانو ته وړاندې کړي دي. لکه څرنگه چې ابن رشد د ارسطو د ښوونځي د فلسفې شننونکې دى، همدارنگه ابن سينا هم د فارابي د اسلامي فلسفې شنونکې دى. زياتره فلسفيان د فارابي د افکارو تحليل د ابن سينا د ليکنو په رڼا کې کوي، ځکه چې ددواړو اسلامي فلسفيانو په نظرياتو او افکارو کې ډېر زيات نږدېوالې شته، لکه څرنگه چې فارابي د پېر او وخت له امله مخکې تېر شوې، دارنگه ابن سينا د بيان او يو څه په روښـانولو کې له هغه څخه مخکې دى. همدارنگه په اسلامي تمدن کې د حکمت او فلسفې له ټولو څخه ستر استازې شمېرل کېږي. دده اهميت د اسلامي فلسفې په تاريخ کې ډېر زيات دى ځکه چې دده تر وخته پورې هېڅ يو مسلمان فلسفي ونشواى کړاى ترڅو د فلسفې ټولې برخې چې په هغه پېر کې د ټولو علومو مور گڼل کېده په خپلو ليکنو کې په ساده او روښانه سبک سره تر غور او څېړنې لاندې راولي. دې لومړنې او ستر مسمان فلسفي ؤ چې دا کار يې ترسره کړ. د ابن سينا په زده کوونکيو کې د ابو عبيد جوزجاني، ابو الحسن بهمنيار، ابو منصور طاهر اصفهاني او د ابو عبدالله محمد بن احمد المعصومي نومونه چې هريو يې د خپل وخت او پېر نوموتي پوهان ول، د يادولو وړ دي.


د ابن سينا ژوندليک د جوزجاني له خولې

پلار مې عبدالله د بلخ څخه ؤ، چې د ساماني واکمن نوح د منصور د زوى په پېر کې بخارا ته راوکوچېد، چې په هغه وخت کې د اسلامي تمدن زانگو وه. پلار مې ساماني واکمنۍ په ديواني دفتر کې کار پېل کړ او د افشنه په نامه کلي کې يې زما مور ځانته په نکاح کړه. د مور نوم مې ستاره وه. زه د صفرې په مياشت کال ۳۷۰هجري لمريز کال له خپلې مور څخه وزېږېدم. نوم يې راباندې حسين کېښود. پلار مې څه موده پس بخارا ته وکوچېده، په هغه ځاى کې يې زه ښوونکيو ته وسپارلم ترڅو قرآن کريم او ادب زده کړه. د ژوند لسم کال په پاى ته رسولو سره مې قرآن کريم او ادب کې لوړ مقام ته ورسېدم تردې بريده چې زما ښوونکي زما پوهې ته اريان پاتې شول. په هغه وخت کې د ابو عبدالله په نامه يو کس بخارا ته راغې، او د هغه وخت علوم يې زياتره زده ول. پلار مې دا سړې خپل کورته راوست ترڅو وکړاې شم له هغه څخه يوڅه زده کړم. کله چې نوموړې زموږ کور ته راغې نو ما د اسماعيل زاهد څخه فقه زده کوله چې د هغه د غوره زده کوونکيو څخه وم، او په بحث او جدل کې چې د هغه وخت د پوهانو صفاتو څخه ول پوره برلاسې درلود. نوموړي عالم ماته منطق او هندسه را زده کړه، او د اساغوجي مشهور منطقي کتاب مې ورڅخه زده کړ.نو څرنگه چې يې زه په زده کړه کې ښه وليدم، نو زما پلار ته يې سپارښتنه وکړه چې له زده کړې څخه پرته يې په بل کوم کار ونه لگوي. او پرما يې هم تاکيد وکړ چې له زده کړې څخه پرته بل کار غور نکړم. ما خپل فکر په هغه څه چې زما ښوونکي ماته ويل مصروفاوه او خپل ذهن به مې د هغه څه په څېړنه اچوه. او هغه څه چې به مې ښوونکي ماته راښودل له هغه څخه ښه زده کول تردې چې منطق مې د هغه څخه زده کړ، او په دې فن کې له خپل ښوونکي څخه برلاسې شوم. کله چې زما ښوونکې له بخارا څخه ولاړ نو ما د الهياتو او طبعياتو علومو په زده کړه لاس پورې کړ. او لږ څه وروسته د رنځپوهنې علم ته مې لاس واچاوه. هغه څه چې مخکينيو حکيمانو ليکلي ول، ټول مې په دقت سره ولوستل. څرنگه چې د طب علم له ستونزمنو علومو څخه نه ؤ، نو په لږه موده کې لوړو پوړيو ته ورسېدم، ان تردې چې د رنځپوهنې زياتره لويو لويو پوهانو ماته ماته مخ راواړاوه او له ما څخه يې زده کړې پېل کړې. ما به ناروغانو درملنه کوله او يونيم کال مې پدې دنده کې تېر کړ. پدې موده کې لږې شپې به تېرې شوې وي چې په ويښه مې نه وي تېرې کړې، او لږې ورځې به تېرې شوې وي، چې له لوست پرته مې په بل کار تېرې کړي وي. د ابن سينا قبر لدې وروسته مې الهياتو ته مخه کړه او د ارستو د مابعد الطبيعه په نامه کتاب مې ولوست، مگر چندان پرې پوه نشوم. په همدې ډول مې نوموړې کتاب ۴۰ ځلې ولوست او په يادو مې زده شو، مگر د نوموړي کتاب په مطلب پوه نشوم. له ځان څخه نااميده شوم، او ځان ته به مې ويل چې ولې پدې پوه کې لاس رسې نه لرم. يوه ورځ ماذيگر د کتابپلورلو په بازار کې گرځېدم، کتاب خرڅوونکې مې وليد چې څو کتابونه يې په لاس کې نيولي ول، او اخيستونکي پسې گرځېده. زما څخه يې وغوښت ترڅو ورڅخه کتابونه واخلم. ما هم ورڅخه د ابو نصر فارابي مابعد الطبيعه نومې کتاب واخيست. کله چې کور ته ورسېدم بې له ځنډه مې په لوستلو پېل وکړ، او د مابعد الطبيعه چې مخکې پرې نه پوهېدم او له کړاوونو سره مخ ؤم حقيقت ته ورسېدم. د لوى توفيق په نصيب کېدو سره ډېر خوشاله ؤم، نو سبا ورځ مې د څښتن تعالى په لار کې ښه پرېمانه صدقه ورکړه. پدې وخت کې زه ۱۷ کلنۍ ته داخل شوې ؤم چې له ۳۸۷هجري لمريز کال سره يې سمون کله چې زه ۱۸ کلنۍ ته ننوتم نو د منصور زوى نوح سخت ناروغه شو، د وخت رنځپوهان يې له درملنې څخه عاجزه شول، نو څرنگه چې ما په رنځپوهنه کې ښه نوم گټلې ؤ زه يې دربار ته وروستلم او د نوح په درملنه مې پېل وکړ. ما د نوح درملنه وکړه او روغ رمټ شو. له هغه څخه مې وغوښتل ترڅو اجازه راکړي د هغه په کتابتون کې څېړنه وکړم. ډېر کتابونه مې هلته وليدل، چې د ډېرو يې چا نوم هم نه ؤ اورېدلې او ما هم ترهغه وخته نه ؤ ليدلي، و ددې کتابونو له مطالعې څخه مې ډېره گټه ترلاسه کړه.

څه موده پس مې پلار لدې نړۍ وکوچېد. او زما ژوند يې له کړاوونو سره مخ کړ. له بخارا څخه د خوارزم گرگانج ته ولاړم. څه موده هلته په عزت سره واوسېدم. د هغه ځاى د امير ته مې لار پېدا کړه. او د څو کتابونو په ليکلو برلاسې شوم. مخکې لدې مې هم په بخارا کې څو ټوکه کتابونه ليکلي وه. پدې وخت کې د نړۍ حالات خراب شوې وه. نو ناچاره له گرگانج څخه بهر راووتم، او يو څه موده هسې اخوادېخوا وگرځېدم. گرگان ته ورسېدم او يو څه موده هورې پاتې شوم، او يو څو کتابونه مې وليکل. ابو عبېد جوزجاني په گورگان کې زماڅنگ ته راغې.

ابو عبيد جوزجاني وايي: دا وه هغه څه چې زما ښوونکي د خپل تېر حال په اړه ماته ويلي ول. څرنگه چې زه د په هغه خدمت کې شوم. او د ژوند ترپايه همهغه سره وم. ډېر شيان مې له هغه څخه زده کړل. او د هغه ډېر کتابونه مې وليکل. ښوونکې مې پس له څه مودې رې ته ولاړ او د مجد الدوله په خدمت کې چې د هغه ځاى واکمن ؤ او د تورې ټوخلې په ناروغۍ اخته ؤ درملنه وکړه. وروسته لدې څخه د قزوېن په لور وخوځېد او له هغه ځاى څخه د همدان په لور وخوځېد او د يوه اوږدې مودې لپاره هورې پاتې شو. په همدې ښار کې ؤ چې د شمس الدوله ديلمي د وزارت په منصب ونازاوه. په همدې موده کې يې د (قانون) په نامه کتاب وليکه او د شفا په نامه ست کتاب يې هم زما په غوښتنه وليکه. کله چې شمس الدوله له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې نو د هغه زوې يې ځايناستې شو، ابن سينا د هغه د وزارت څوکۍ ونه منله، نو لدې کبله يې پدې پهانه چې هغه د اصفهان له واکمن سره اړيکې لري زندان ته واچول شو او ۴ مياشتې موده يې هلته تېره کړه. او په زندان کې يې ۳ کتابونه وليکل. له زندان څخه راوتو څخه وروسته يوڅه موده په همدان کې پاتې شو تردې چې د دروېشانو په جامه کې له ښاره بهر راووت او د اصفهان په لورې وخوځېد. زه، د هغه ورور او دوه کسه نور ورسره د لارې ملگري وو. وروسته له ډېرو کړاوونو اصفهان ته ورسېدو. د اصفهان واکمن علاء الدوله زما ښوونکي ته په گرمۍ سره ښه راغلاست ووايه او د هغه پلونه يې ډېر د قدر وړ وگڼل. او تل مدام به يې هغه له ځان سره په هر حال سفر، حضر، جگړه، او سولې کې له ځان سره ساته. سينا په همدې ښار کې د شفاء کتاب بشپړ کړ او په ۴۲۸هجري لمريز کال د هغه سفر په ترڅ کې چې له علاء الدوله سره يې د همدان په لورې کاوه ناروغ شو او د همدان په ښار کې يې له دې نړۍ سترگې د تل لپاره پټې او په همهغه ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

سينا د نورو فلسفيانو په اند

علامه شهرستاني د ابن سينا په اړه داسې وايي: ابن سينا په فلسفه کې ډېر ژور لرليد لرولو، او د ناقدانه رائى لرونکې ؤ. امام غزالي بيا هغه په پوهه ذيرکۍ کې د فارابي انډول گڼي. ډي اولېري ابن سينا د ختيزو فلسفيانو له ټولو څخه ستر فلسفي گڼي . الفرېډ هيوم په خيال له ابن رشد څخه مخکې ابن سينا د عربو د فلسفي افکارو غوره استازې گڼل کېږي. چارج سارټن وايي چې ابن سينا د مسلمانانو نوموتلې فلسفي او غوره رنځپوه دى. دانگه د مصر مشهور فلسفي لطفي جمعه د ابن سينا په اړه داسي وايي: ابن سينا د فلسفې د عقل لپاره راپېدا شوې دى.

د ابن سینا ليکنې

ابن سينا د يو ويشتو کلو په عمر په ليکنو پېل وکړ، د زياتره تاريخ ليکونکو د رواياتو له مخې ده تر سل ټوکه زيات کتابونه او کتابگوټي ليکلي دي. د کابل چاپ د اريانا دايره المعارف ليکلي دي چي د پوهانو د هغه اثار ۲۲۰ کتابونه او کتابگوټي ښودلي چې د هغې له جملې څخه سل ټوکه خطي او چاپي اثار اوس هم موندل کېږي. لدې وجې چې د ابن سينا د اوسېدو په پېر کې عربي ژبه د علم او پوهې ژبه وه، نو ځکه د نوموړي رنځپوه زياتره ليکنې په عربي ژبه ليکل شوي دي، چې وروسته بيا نورو ژبو ته ژباړل شوي دي. د ابن سينا ليکنې په لاندې ډول ډلبندي کوو:

ساپوهنه

کله چې ابن سينا په خپلو ليکنو کې د اروا (نفس) کلمه استعمالوي مراد يې روح دى.

  • د ناطقې نفس پېژندنه
  • د اروا (نفس) په اړه د خلکو اختلاف
  • د بدن سره د اروا اړيکې
  • اروا پوهنه (عمل النفس)
  • د اروايي قواوو څېړنه

فلسفه

  • الحکمه: دا کتاب د منطق، ختيزو فلسفو او تصوف اړه دى.
  • شفا: دا کتاب چې ۱۸ ټوکه لري پر څلورو لويو برخو لکه منطق، طبيعيات، رياضيات او الهياتو وېشل شوې دى چې په حقيقت کې يو لوى فلسفيي دايره المعارف دى.

دا کتاب د ابن سينا په ليکنو کې له ټولو څخه زيات پېژندل شوې او غوره کتاب دى، ددې کتاب موضوع مشايي فلسفه ، او ددې کتاب د ليکلو کال ۴۱۰هجري سپوږميز کال دى. د کتاب په لومړي سر کې د ابو عبېد عبدالرحمن محمد جوزجاني خبرې چې د ليکوال د موخې روښانه کوي چې د ارستو له رايو څخه اغيزمن دى يادونه شوې. د منطق څانگه په نهو او هر فن په څو مقالو کې دى. سرليکونه يې په دې ډول دي: ۱- اساسات،

۲- مقولات

۳- باري آرمنياس

۴- قياس

۵- برهان

۶- مغالطه

۷- شعر

دا څانگه د ټولگي ۴ ټوکه په بر کې نيسي.

  • نجات: دا هم فلسفي کتاب دى او د الشفاء د کتاب لنډيز بلل کېږي.
  • الاشارات والتنبیهات: چې زياتره د منطق او حکمت د کتاب لنډيز بلل کېږي.


شمېرپوهنه

  • رسالة الزاوية
  • مختصر إقليدس
  • مختصر الارتماطيقي
  • مختصر علم الهيئة
  • مختصر المجسطي
  • رسالة في بيان علّة قيام الأرض في وسط السماء، طبعت في مجموع (جامع البدائع)، في القاهرة سنة 1917م.

طبيعي

  • رسالة في إبطال أحکام النجوم
  • رسالة في الأجرام العلوية وأسباب البرق والرعد
  • رسالة في الفضاء
  • رسالة في النبات والحيوان

رنځپوهنه

قانون فی الطب
  • کتاب الأدوية القلبية
  • کتاب دفع المضار الکلية عن الأبدان الإنسانية
  • کتاب القولنج
  • رسالة في سياسة البدن وفضائل الشراب
  • رسالة في تشريح الأعضاء
  • رسالة في الفصد
  • رسالة في الأغذية والأدوية
  • قانون: دا کتاب د رنځپوهنې په اړه دى، چې په پينځه ټوکو کې ليکل شوې. په ختيز او لوديز کې يې زيات شهرت درلود. په لاتيني ژبه هم ژباړل شوې دى. دا کتاب تر نولسمې زېږيزې پېړۍ پورې په اروپايي پوهنتونو کې تدريس کېده.

ټنگټکور

  • مقالة جوامع علم الموسيقى
  • مقالة الموسيقى
  • مقالة في الموسيقى

د ابن سينا فلسفه

  1. اروا او نفس

ابن سينا اروا د انسان د جسم څخه بېله او خپلواکه بولي، چې همدا د اسلام توضېح شوې موضوع ده. ده د اروا د خپلواک وجود د اثبات په اړه يو شمېر کتابونه او کتابگوټي ليکلي چې مشهور يې دا دي: ۱- د ناطقې نفس پېژندنه.

۲- د اروا (نفس) په اړه د خلکو اختلاف.

۳- د بدن سره د اروا اړيکې.

۴- اروا پوهنه (عمل النفس).

۵- د اروايي قواوو څېړنه.

کله چې ابن سينا د اروا (نفس) کلمه استعمالوي مراد يې روح دى.

پدې دې اړه دې داسې وايي: څوک چې د يوه شي پېژندنه غواړي په لومړي سرکې بايد د هغه شي وجود ثابت کړي. که نه د صحيح او سمې لارې څخه به اووښـتې وي. ځکه نو پرموږ لازمه ده چې لومړې د اروايي قوې موجوديت ثابت کړو. وروسته يې پېژندنه محدده او څېړنه يې وکړو. ابن سينا د اروا او نفس د پاېښت د عقيدې طرفدار دى او لکه چې اسلام وايي، په هغه ډول دې هم ارا د جسم څخه بېل موجود بولي يانې کله چې انسان مړ شي، اروا يې ژوندۍ او موجوده وي. او درک کولاى شي. دې عقېده لري چې: انسان د ژوند په هره مرحله کې که څه هم نشه يا په خوب کې وي، يا د بې هوښـۍ په حالت کې وي، اروا خپل موجوديت درک کوي. ځکه نو د مرگ وروسته هم د (خوديت) درک موجود وي.

  1. واجب الوجود

څښتن تعالى واجب الوجود دى او ټول موجودات د هغه د ارادې لمخې پېدا شوېدي. څښتن تعالى د قرآن کريم د ياسين سپېڅلي سورت په آخر کې داسې فرمايي: ژباړه: هرکله چې (ځښتن تعالى) اراده وکړي (د يو شي د پېدا کولو لپاره) او وفرمايي چې (جوړ) نو هغه (جوړ) شي. سپېڅلتيا ده (الله تعالى) لره چې (د هر شي) واکمني يې په لاس کې ده، او ټول شيان هغه ته ورگرځېدونکي دي. د الفلسفه العربيه ليکوالان الفاخوري او خليل الجر د ابن سينا د کتاب (النجات) په حواله موجودات پر دوو برخو ويشلي دي: ۱- واجب الوجود ۲- ممکن الوجود

لومړې: واجب الوجود هغه موجود دى چې نه شتون يې ناشوني وي. دويم: ممکن الوجود: هغه موجود دى، چې شتون او نه شتون يې شوني وي.

د واجب الوجود شتون او وجود اړين دى، مگر د ممکن الوجود شتون کېداى شي چې وي او کېداى شي چې نه وي، يانې د ممکن الوجود شتون او نه شتون شونې دى.

ابن سينا واجب الوجود هم په دوه ډوله ويشي:

۱- واجب الوجود بالذات

۲- واجب الوجود بالغير

لومړې: واجب الوجود بالذات د خپل ځان څخه خپل ځانته وي، د نه شتون فرضيت يې ناشونې او ناممکن دى. واجب الوجود بالذات هغه لومړنۍ مبدا ده (يانې څښتن تعالى) چې هر موجود د هغه دوجود څخه وجود پېدا کوي. د واجب الوجود بالذات ټول صفات بالعرض يانې ذاتي دي، مثلا واجب الوجود بالذات (واحد) دى. ځکه چې دا جائزه نه ده چې تر يوه واجب الوجود بالذات ، زيات موجود وي. ځکه که دواړه شيا په خپل وجود کې مساوي او متلازم وي، د خپل وجود د خارج څخه يو علت ته اړتيا لري ، نو په هه صورت کې هغه دواړه واجب الوجود بالغير دي، نه واجب الوجود بالذات. ابن سينا وړاندې وايي: واجب الوجود بالذات (څښتن تعالى ) مطلق (خير) او مطلق (کمال) دى، چې هېڅکله زوال نه مومي، ځکه هغه شې چې د نيستۍ او زوال لورې ته درومي د شر او نقص څخه خالي نه وي(يانې مخلوقات). واجب الوجود بالذات په ټوله ماناى سهر حقيقت دى، ابن سينا د الله تعالىلپاره ټول هغه صفات چې په قرآن عظيم کې بيان شويدي لکه د اخلاص په سپېڅلې سورت کې اود قرآن کريم د (ليس کمثله شئ). مفهوم يا د ياسين دمبارکې سورې آخري برخې او ځينې نور آياتونه له روحيې سره برابر په فلسفي انداز بيان کړي دي. دويم: واجب الوجود بالغير:

ابن سينا وايي چې: واجب الوجود بالغيرهغه دى چې د بل شي د وجود له کبله د ( وجوب) حالت غوره کړي، د ساري په توگه: د ۴ عدد پخپل ذات کې واجب الوجود نه دى، اما د ۲+۲ په صورت کې يې د څلووالي پاېله واجبېږي. (چې همدا واجب الوجود بالغير دى).

دويم: واجب الوجوب بالغير تصوف: د ابن سينا د (الاشارات و التنبيهات) د کتاب اخرتي درې څپرکۍ د تصوف په اړه دي، چې لومړۍ برخه يې د نېکمرغۍ (سعادت)، دوهمه برخه يې (مقامات العارفين)، درېيمه برخه يې د (اسرار الآيات) چې د اولياء الله د کراماتو په اړه يې تفصيل ورکړې دى. ابن سينا د اروا او نفس د خوند (لذت) د ډولو په اړه وايي: خوند حسي خوند نه دى، ځکه چې باطني خوندونه تر ظاهري خوندونو ډېر لوړ دي او د باطني خوندونو څخه ډېر ښه عقلي خوندونه دي. هرشې چې د عقلي خوند سره وي هغه کمال دى، چې مدرک ته حاصلېږي.

ابن سينا د عارفانو په اړه داسې وايي:په دې نړۍ کې د عارفانو لپاره مقامات او درجې شته، چې يواځې دوې لپاره ځانگړې دي، او د نورو لپاره نشته، د هغو ځينې کارونه ظاهر او ځينې پټ دي. او هغه خلک چې دوي نه پېژني د ټولو څخه منکر دي. او هغه چې دوي پېژني د عارفانو کارونه لوړ بولي. ابن سينا د زاهد، عارف او عابد په منځ کې داسې توپير کوي: هغو خلکو چې د دنيا د خوښيو او شيانو څخه اعراض کړې دى زاهدان دي. هغه چې عبادت کوي، عابدان دي، هغه چې فکر يې د سپېڅلي مقام او د هغه د جلال، جمال او جبروت ته وي، او تل په دې انتظار کې وي، چې پرده باندې به د حق نور وځلېږي عارفان دي.

د ابن سيا شعرونه

ابن سينا په شعر ويلو کې هم لوى لاس درلود، چې زياتره شعرونه يې په عربي او دري ژبو يې ويلي دي. په علمي مسايلو کې يې بوللې هم ويلې دي، چې مشهوره قصيده يې د قصيده العينيه په نامه ده.

غذای روح بود باده رحیق الحق که رنگ او کند از دور رنگ گل را دق
به رنگ زنگ زداید ز جان اندوهگین همای گردد اگر جرعه‌ای بنوشد بق
به طعم، تلخ چوپند پدر و لیک مفید به پیش مبطل، باطل به نزد دانا، حق
می‌از جهالت جهال شد به شرع حرام چو مه که از سبب منکران دین شد شق
حلال گشته به فتوای عقل بر دانا حرام گشته به احکام شرع بر احمق
شراب را چه گنه زان که ابلهی نوشد زبان به هرزه گشاید، دهد ز دست ورق
حـلال بر عـقلا و حـرام بر جهـال که می‌محک بود وخیرو شر از او مشتق
غلام آن می‌صافم کزو رخ خوبان به یک دو جرعه برآرد هزار گونه عرق
چو بوعلی می‌ناب ار خوری حکیمانه به حق حق که وجودت شود به حق ملحق
روزکی چـــــند در جهان بودم بر سر خـــــاک باد پیمودم
ساعتی لطف و لحظه‌ای در قهر جان پاکــــیزه را بــــیالودم
با خرد را به طبع کردم هجو بی خرد را به طمع بـــستودم
آتـشی بر فروخــــــتم از دل وآب دیده ازو بــــــــپالودم
با هواهای حرص و شــیطانی ساعــــتی شادمـــان نیاسودم
آخر الامر چون بر آمد کار رفتـــم و تخم کشته بدرودم
کـس نداند که مــن کـــجا رفتم خود ندانم که من کجا بودم
می‌حاصل عمر جاودانی است بده سرمایهٔ لذت جوانی است، بده
سوزنده چو آتش است لیکن غم را سازنده چو آب زندگانی است، بده
دل گرچه در این بادیه بسیار شتافت یک موی ندانست ولی موی شکافت
اندر دل من هزارخورشید بتافت آخربه کمال ذره‌ای راه نیافت
مایـــیم به عفو تـو تــولاکرده وز طاعت معصیت تبرا کرده
آنجا که عنایت تو باشد، باشد ناکرده چو کرده، کرده چون ناکرده
هر هیأت و هر نقش که شد محو کنون در مخزن روزگار گردد محزون
چون باز همین وضع شود وضع فلک از پرده غیبش آورد حق بیرون
در پرده سنحق نیست که معلوم نشد کم ماند ز اسرار که مفهوم نشد
در معرفتت چو نیک فکری کردم معلومم شد که هیچ معلوم نشد

اخځليکونه

  1. 1.0 1.1 [1] [2]
  • بیهقی، پورفندق، تتمه صوان الـحکمه، بخش زندگی‌نامه خودنوشت و اضافات ابوعبید جوزجانی
  • مطهری، مرتضی، خدمات متقابل اسلام و ایران
  • اموزش و دانش در ایران
  • د مصري ښ.ډ. محمد احمد جاد درسي لېکچرونه. د فلسفې او عقيدې د څانگې رييس ، نړېوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد*اسلامي فلسفيان
  • د اسلام فلسفه، ليکوال: ډي اوليري.
  • الفلسفه الاسلاميه، ليکوال: الشيخ الکامل محمد محمد عويضه، دار الکتب العلميه، بيروت- لبنان*اسلام اور فلسفه، سعيد اختر مکتبه علم و ادب، اردو بازار- لاهور
  • [www.fa.wikipedia.org| پاړسي ویکیپېډیا]