د ساینس فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ساینس فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده چې د ساینس له بنسټ، تګلارو او کارولو سره تړاو لري. د دې څېړنې بنسټیزه پوښتنه داده چې کوم شی د ساینس په توګه وګڼل شي، د ساینسي تیوریو اعتبار تر کومې کچې دی او د ساینس وروستی هدف څه دی. دا دسپلین له میتافزیک (له طبعیت پورته بحث)، اونتولوژي (د موجوداتو علم) او ایپیستیمولوژي (معرفت پوهنې) سره څنګ په څنګ روان دی، د بېلګې په توګه: هغه وخت چې د ساینس او ​​حقیقت ترمنځ اړیکه تر پلټنې لاندې راشي. د ساینس فلسفه د ساینسي اړخونو په میتافیزیکي، معرفت پوهنې او معنایي برخو باندې بحث کوي. اخلاقي مسایل، لکه: بایواتیکس (حیات د علم اخلاق) او ساینسي بد چلند زیاتره د ساینس د فلسفې پرځای اخلاقي او ساینسي مطالعات ګڼل کېږي.

د ساینسي فلسفې د ډېری اساسي ستونزو په اړه او دا چې ایا ساینس د ناڅرګندو څیزونو په اړه حقیقت څرګندوي او ایا دا چي ساینسي استدلال د توجیه کوولو وړ دی او کنه، د فیلسوفانو ترمنځ هېڅ هوکړه نشته. په ټوله کې د ساینس په اړه په دې عمومي پوښتنو سربېره، د ساینس فیلسوفان هغه ستونزې په پام کې نیسي، چې په ځانګړو علومو (لکه بیولوژي او فزیک) کې پلي کېږي. د ساینس ځینې فیلسوفان هم په ساینس کې له معاصرو پایلو څخه کار اخلي، چې په خپله کې د فلسفې په اړه پایلې ته ورسېږي.

په داسې حال کې چې ساینسي فلسفي نظر، لږ تر لږه د ارستو تر وخته پورې لرغونوالی لري، د ساینس عمومي فلسفه یوازې په شلمه پېړۍ کې د یوه ځانګړي دسیپلین په توګه د منطقي مثبتو لیدونکو د غورځنګ په پایله کې راڅرګنده شوه، چې موخه یې د ټولو فلسفي ویناوو د باوري کولو لپاره د معیارونو را منځ ته کول او په بې ناپېیلې توګه د هغوی ارزول وو. چارلس ساندرز پیرس او کارل پاپر د مثبتې لیدنې پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکړ ، ترڅو د ساینسي تګلارې لپاره د معیارونو عصري ټولګه رامنځ ته کړي. د توماس کوهن د ۱۹۶۲ ز کال کتاب (د ساینسي انقلابونو جوړښت) هم اغېزمن و، چې د ساینسي پرمختګ نظر یې په پرله پسې توګه ګواښلی، چې د اصولي تجربې د یوې ثابتې تګلارې پر بنسټ د پوهې د یوځای حصول پر ځای یې استدلال وکړ، چې هر پرمختګ "د بېلګې یا الګو" سره اړیکه لري چې د پوښتنو، مفکورو او علومو یوه ټولګه ده، چې په یوه ځانګړې تاریخي موده کې ساینسي دسیپلین تعریفوي.  [۱]

له هغه وروسته، ساینس ته منسجم کونکي لیدلوری د وي ډبلیو کوین او نورو له خوا مشهور شو، چې په کې یوه تیوري په هغه شرط د باور وړ ګڼل کېږي چې، د یوې منسجمې بشپړې برخې په توګه د مشاهدې وړ وي.  ځینې مفکرین، لکه: ستیفن جې ګولډ کوښښ وکړچې، د ساینس بنسټ په جوتو فرضیو کې، لکه: د طبیعت یووالي را منځ ته کړې. د فیلسوفانو یوې لږه کۍ ډلې او په ځانګړې توګه پاول فییرابند استدلال وکړ چې، "د ساینسي تګلارې" په څېر هېڅ شی نشته، نو د ساینس ټولو لیدلرو ته، له طبیعت نه پورته لیدلورو په ګډون، باید اجازه ورکړل شي. د ساینس په اړه د فکر کولو بل لیدلوری، چې د ډیویډ بلور او بیري بارنس په څېر د پوهانو له خوا وړاندې شو، د ټولنپوهنې له اړخه د پوهې د را منځ ته کېدو څرنګوالی مطالعه کوي. په پای کې په قاره یي فلسفې کې یو دود، د انساني تجربې د سختې شننې د لیدلوري پر بنسټ ساینس تر څېړنې لاندې نیسي.  

د ځانګړو علومو فلسفې، د وخت د ماهیت په اړه پوښتنې چې د انشټین عمومي نسبتیت له لوري راپورته شوې، څخه نیولې د عامه پالیسۍ په برخه کې د اقتصادي علومو تر کارولو پورې تر بحث لاندې راوړې. یوه اساسي موضوع دا ده چې، ایا د یوې ساینسي تیوري شرایط د بلې شرایطو ته په خپل منځي ډول را ګرځېدای شي او دا کېدای شي او کنه. یا په بله وینا: ایا کیمیا فزیک ته را ګرځېدای شي، یا ټولنپوهنه فردي ارواپوهنې ته راګرځېدای شي؟! د ساینسۍ فلسفې عمومي پوښتنې په ځینو ځانګړو علومو کې په لویه اختصاصي بڼه راپورته کېږي، دنمونې په توګه: د ساینسي استدلال د اعتبار په اړه پوښتنه د احصایوي علومو په بنسټونو کې په بل ډول لیدل کېږي. دا پوښتنه چې څه شی د ساینس په توګه ګڼل کېږي او څه باید و نه ګڼل شي، د طب په فلسفه کې د ژوند او مرګ د درېځ په توګه راپورته کېږي. له دې سره، د بیولوژي، ارواپوهنې او ټولنیزو علومو فلسفه دا څېړي چې، ایا د انسان د طبیعت ساینسي مطالعات کولای شي، حقیقي بڼه ترلاسه کړي، یا ایا د ارزښتونو او ټولنیزو اړیکو پر بنسټ په نه انکار نه کېدونکې بڼه را منځ ته شوې دي او که نه.

پېژندنه[سمول]

د ساینس پېژند(تعریف)[سمول]

د ساینس او ​​غیر ساینس ترمنځ توپیر د یوې ستونزمنې پولې په توګه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه: ایا رواني شننه، د پیداېښت ساینس او تاریخي مادیات پلوي باید سیدوساینس (هغه چې د علم په بڼه څرګند شي، خو علمي بنسټ ونه لري) ګڼل کېدای شي؟ کارل پاپر په ساینسي فلسفه کې دا یوه بنسټیزې پوښتنه وبلله، خو د دې ستونزې په اړه هېڅ  یو واحد نظر د فیلسوفانو ترمنځ د منلو وړ نه دی او ځینې یې دا ستونزه د نه حل کېدو وړ یا غیر ضروري ګڼي. مارتین ګاردنر د پوټر سټوارد د معیار(" کله چې زه دا وینم، زه پوهېږم") په کارولو باندې سیدوساینس پېژندلو لپاره استدلال کړی دی.  [۲][۳][۴][۵]

د منطقي مثبت پلوو لومړنیو هڅو ساینس په مشاهده کې وشمېره، په داسې حال کې چې غیر ساینس يې په غیرمشاهده کې حساب کړ او له همدې امله یې بې معنا و ګاڼه. پاپپر استدلال وکړ چې، د ساینس بنسټیز خاصیت غلط ثابت کېدلو خاصیت دی، يعنې هره مؤثقه علمي ادعا، لږ تر لږه په اصولو کې د غلط ثابت کېدلوځانګړتیا لري. [۶][۷]

د مطالعې یا تفکر یوه ساحه چې د مشروعیت د هڅې لپاره د ساینس په توګه د بڼې په بدلون ځان څرګندوي او په بل ډول دا موخه نه شي ترلاسه کولای. سیدوساینس (هغه چې د علم په بڼه څرګند شي، خو علمي بنسټ ونه لري) یا حاشیوي ساینس (که څه هم ډېری وختونه د حاشیوي ساینس په عادې بڼه څرګندېږي، ان د الګو بدلون ته بدلون ورکوي) یا تقلبي ساینس ګڼل کېږي. فزیک پوه ریچارد فینمن " د محموله پرستانو ساینس" اصطلاح، د هغو قضیو لپاره رامنځ ته کړه چې، څېړونکي په دې باور دي، چې دوی ساینسي کړنې کوي، ځکه چې د دوی کړنې په ظاهري ډول داسې بڼه لري، مګر په حقیقت کې د دوی کار "د لوړې کچي حقیقت" نه لري، چې په بنسټ یې د دوی  پایلې جدي وارزول شي.[۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Encyclopædia Britannica: Thomas S. Kuhn Archived 2015-04-17 at the Wayback Machine.. "Instead, he argued that the paradigm determines the kinds of experiments scientists perform, the types of questions they ask, and the problems they consider important."
  2. Thornton, Stephen (2006). "Karl Popper". Stanford Encyclopedia of Philosophy. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Science and Pseudo-science" Archived 2015-09-05 at the Wayback Machine. (2008) in Stanford Encyclopedia of Philosophy
  4. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  5. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  6. Uebel, Thomas (2006). "Vienna Circle". Stanford Encyclopedia of Philosophy. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  8. "Pseudoscientific – pretending to be scientific, falsely represented as being scientific", from the Oxford American Dictionary, published by the Oxford English Dictionary; Hansson, Sven Ove (1996)."Defining Pseudoscience", Philosophia Naturalis, 33: 169–176, as cited in "Science and Pseudo-science" Archived 2015-09-05 at the Wayback Machine. (2008) in Stanford Encyclopedia of Philosophy. The Stanford article states: "Many writers on pseudoscience have emphasized that pseudoscience is non-science posing as science. The foremost modern classic on the subject (Gardner 1957) bears the title Fads and Fallacies in the Name of Science. According to Brian Baigrie (1988, 438), "[w]hat is objectionable about these beliefs is that they masquerade as genuinely scientific ones." These and many other authors assume that to be pseudoscientific, an activity or a teaching has to satisfy the following two criteria (Hansson 1996): (1) it is not scientific, and (2) its major proponents try to create the impression that it is scientific".
    • For example, Hewitt et al. Conceptual Physical Science Addison Wesley; 3 edition (2003) کينډۍ:ISBN, Bennett et al. The Cosmic Perspective 3e Addison Wesley; 3 edition (2003) کينډۍ:ISBN; See also, e.g., Gauch HG Jr. Scientific Method in Practice (2003).
    • A 2006 National Science Foundation report on Science and engineering indicators quoted Michael Shermer's (1997) definition of pseudoscience: '"claims presented so that they appear [to be] scientific even though they lack supporting evidence and plausibility"(p. 33). In contrast, science is "a set of methods designed to describe and interpret observed and inferred phenomena, past or present, and aimed at building a testable body of knowledge open to rejection or confirmation"(p. 17)'.Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB) as cited by Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
    • "A pretended or spurious science; a collection of related beliefs about the world mistakenly regarded as being based on scientific method or as having the status that scientific truths now have," from the Oxford English Dictionary, second edition 1989.
  9. Cargo Cult Science Archived 2013-12-01 at the Wayback Machine. by Feynman, Richard. Retrieved 2015-10-25.