طهارت یا پاکوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طهارت يا پاکوالی[سمول]

دطهارت (اودس) دواجب كيدلودليل قول دالله (ج) دی چه دقرآن شريف د المآئدة دسورت پـه شپـږم آيت كښی فـرمايى: ﴿يآيهاالذين امنوااذاقمتم الى الصلوة فاغسلووجوهكم وايد يكم الىالمرافق وامسحوبرءوسكم وارجلكم الى الكعبين﴾ يعنی ای هغوكسانوچه ايمان موراوړيدی كله چه تاسی هڅه وكړی ولمانځه ته نوووينځی مخونه خپل اولاسونه خپل دڅنګولو سره اومسح وكړی پرخپلوسروباندی اوهمدارنګه ووينځی پښی خپلی دبجولكو(پړكيو) سره . ديادونی وړده چه دمخ دوينځلواندازه دتندی دلوړى برخی څه تر زنی لاندی پوری اوږدوالی اوديوه غوږ دنرمۍ څه دبل غوږ تر نرمۍ پوری ئې پسوردی. اودس (طهارت) فرض دی ولی مصنف (رح) واجب ذكركړيدی، كه څه هم دفرضومنكركافراودواجب منكرنه كافركيږی خودعمل په ميدان كښی دواړه يودی، كه څوك عمل دفرض يادواجب ونه كړى نوددوږخ سزابه وينی. په اوداسه كښی ددرو(٣) اندامونوپريمنځل اودسرمسح كول فرض دی، كه څه هم داودس فرضونه څلوردی ولی مصنف (رح) دواړه لاسونه پريوه اندام اودوی پښی پريوه اندام شميرلی دی. پريمنځل دڅنګلواوبجلكو(پړكيو) زموږدمذهب ددرو (٣) علماوو په نيز داوداسه په فرضوكښی داخل دی يعنی كه ونه وينځل شی نواودس نه صحيح كيږی، علماءكرام زموږ دمذهب امام اعظم ابوحنيفه (رح) چه اصل نوم ئې نعمان دی، دوهم دامام صاحب شاګردقاضی القضات اولوی مجتهد ابويوسف (رح)، دريم دامام اعظم ابوحنيفه (رح) بل شاګردچه په مذهب كښی ئې ډيرلوی كتابونه تصنيف كړيدی لكه مبسوط، جامع صغير، جامع كبير، زيادات، هارونيات اوداسی نور، محمد (رح) دشيبانی (رح) زوی دی. امام زفر (رح) په پورته موضوع كښی زموږ ددرو(٣)علماوو دحكم مخالف دی، دده په نيز په اوداسه كښی دڅنګلو او بجلكو پريمنځل فرض نه دی. دسرپه مسح كولوكښی اندازه دنزلی فرض ده چه دغه نزله څلورمه دسركيږی لكه څنګه چه روايت دی له المغيره بن شعبه (رض) نه چه په تحقيق سره نبی (ص) ديوقوم د حاجت رفع كولوځای ته راغى اوهلته ئې خپل حاجت رفع كړ (بولي ئې وكړی) بيائې اودس تازه كړاومسح ئې پرمباركه نزله او پرهغوموزوباندی وكړه چه په پښوئې وی .