خوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خوب د ذهن او بدن یو طبیعي تکرار کېدونی حالت دی، چې د فهم د بدلېدو، یو څه مهار شوي حسي فعالیت، عضلاتي فعالیت په راکمېدو او د سترګو د چټک خوځښت ((REM د خوب پر مهال د نږدې ټولو ارادي عضلو د نه فعالیت او له چاپېریال سره د تعامل په کمښت مشخص کېږي. دا د بیدارۍ پر مهال د محرکاتو پر وړاندې د عکس العمل د وړتیا له کمېدو سره توپیر لري، خو د کوما او یا هم شعوري اختلالاتو په پرتله ډېر غبرګون ښکاره کوونکی حالت دی، ځکه د خوب پر مهال ګڼ شمېر مغزي فعالیتونه څرګندېږي.[۱][۲]

خوب په تکراري دورو کې رامنځته کېږي، په کوم کې چې بدن د دوو جلا حالتونو پر مهال تغيیر مومي: د سترګو د چټک خوځښت د خوب مهال او د سترګو د چټک خوځښت د نه خوب مهال. په داسې حال کې چې REM د سترګو د چټک خوځښت په معنا دی، په دغه ډول خوب کې یو شمېر نور اړخونه، لکه: د بدن مجازي فلج هم شاملېږي. د خوب یوه تر ټولو پېژندل شوې ځانګړنه د خوب(رویا )لیدل دي، چې په معمولي توګه د کیسې په توګه بیانېږي او د پرمختګ په حال کې د وېښ حالت له ژوند سره ورته والی لري، خو په معمول ډول وروسته د تصور یا ګومان په توګه پېژندل کېږي. د خوب پر مهال د بدن ډېری سیسټمونه په یوه انابولیک حالت کې وي او د وجود د محافظتي، عصبي، اسکلیټي او عضلاني سیستمونو په رغونه کې مرسته کوي؛ دا هغه حیاتي بهیرونه دي چې مزاج (خلق او خوی)، حافظه او ادراک ساتي او د بدن په اندوکراین او خوندیتوب سیسټمونو کې ستر اغېز لري. د انسان د وجود داخلي ساعت (circadian clock) د ورځې په اوږدو کې د شپې پر مهال خوب برابروي. د خوب بېلابېلې موخې او میکانیزم د پرله پسې راتلونکو څېړنو موضوع جوړوي. خوب د ټولو حیواناتو په تکامل او وده کې، تر ټولو خوندي چلن دی.[۳][۴][۵][۶]

انسانان کېدلای شي، د بې خوبۍ په ګډون د خوب بېلابېل اختلالات، لکه: کم خوبي، زیات خوب کول، د خوب برید (narcolepsy)، په خوب کې د نفس بند کېدل (sleep apnea)، په خوب کې نارامي (parasomnias) لکه: په خوب کې قدم وهل او په خوب کې د سترګو د چټک خوځښت یا رپولو د چلن اختلال، غاښ چیچل او د خوب کولو پر مهالونو کې اختلال تجربه کړي. د مصنوعي رڼا(نور) نه ګټنې په پام وړ ډول د بشریت د خوب په سیسټم کې بدلونونه راوړي. د مصنوعي رڼا تر ټولو عام منابع ځیرک ټلیفونونه او تلویزیونونه دي، چې د خوب پر روغتیا اغېز لري. آبي رڼا، د مصنوعي رڼا هغه ځانګړی ډول دی، چې د میلاتونین هورمون تولید اخلال کوي، هغه هورمون چې د خوب په راوړو کې مرسته کوي.[۷][۸]

د ټینبرګین د څلورو پوښتنو په کارولو سره د خوب بیولوژي[سمول]

خوب د ټینبرګین د څلور پوښتنو په کارولو سره د یوې ټولګې په توګه په لاندې ډول تشرېح شوی (Bode & Kuula, 2021):[۹]

  • فعالیت: د انرژي بیا ترلاسه کول، متابولیک نظم، د تودوخې تنظیم، د ایمني سیسټم پیاوړتیا، د مسمومیت دفع، د مغزو وده، د وجود د سیسټم بیا تنظیم، د مغزي رېښو پیاوړتیا، د خطر نه مخینوی.
  • فیلوژني: خوب په غیر فقاریه موجوداتو، ښکته او پورته فقره لرونکو موجوداتو کې شته دی. NREM او REM خوب د تي لرونکو او marsupialiformes موجوداتو په لویه برخه کې شتون لري او په مرغانو کې وده کوي.
  • میکانیزم: میکانیزم له خوبه پاڅېدل، د خوب پیل او خوب تنظیم کوي. په ځانګړو میکانیزمونو کې یې د عصبي پیغامونو لېږدونکي، ژنونه، عصبي جوړښت او د شپې او ورځې ریتم شاملېږي.
  • انتوجیني (وده پېژندنه): خوب په نویو زېږېدلو ماشومانو، کوچنیانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کې په بېلابېلو توپیرونو څرګندېږي. په دغو توپیرونو کې د خوب پړاوونه، د خوب مهال او جنسي توپیرونه شاملېږي.

فزیولوژي[سمول]

خوب تر ټولو ډېر څرګند فزیولوژیکي تغییرات په ماغزو کې راولي. ماغزه په پام وړ ډول د بېدارۍ د مهال په پرتله د خوب په حالت، په ځانګړې توګه د non-REM خوب په حالت کې ډېره کمه انرژي مصرف کوي. په هغو مهالونو کې چې فعالیت کم وي، ماغزه د ادینوسین ترای فاسفیت (ATP) تولیدي منابع بېرته رغوي، هغه مالیکول چې په بدن کې د انرژي د لنډ مهاله لېږد او زېرمه کولو مسئولیت لري. په آرام ویښ حالت کې مغز د وجود ۲۰ سلنه انرژي مصرف کوي، له دې امله دغه کمښت د انرژي په ټولیز مصرف د پام وړ اغېز لري.[۱۰][۱۱][۱۲]

خوب حسي آخذې پیاوړې کوي. په خوب ویده کسان ډېر کم محرکونه درک کوي، خو په ټولیز ډول کولای شي، د لوړ غږ او نورو پام وړ حسي پېښو اړوند غبرګون وښيي.[۱۳]

د لږ موج(څپې) لرونکي خوب پر مهال، د انسان د ودې هرمون ترشح کېږي. ټول مهال خوب کول، ان د ورځې پر مهال د پرولاکتین د ترشح لامل ګرځي.[۱۴]

د خوب پر مهال د خوب د څارنې او اندازې اخیستنې کلیدي لارو چارو کې د مغز د څپو الکتروانسفالوګرافي (electroencephalography) یا (EEG)، د سترګو د حرکت الکترواکولوګرافي (electrooculography) یا ((EOG او اسکلیټي عضلاتو د فعالیت الکترومایوګرافي (electromyography) یا (EMG) شاملېږي، چې د خوب په تخصصي لابراتورا کې ترسره کېدلای شي. د خوب څېړونکي د زړه د فعالیت اړوند له ساده الکتروکارډیوګرافي (electrocardiography) او د حرکي خوځښتونو لپاره له اکتیوګرافي (actigraphy) ګټنه کوي.[۱۵][۱۶]

د خوب روغتیا[سمول]

ټیټ کیفیت لرونکی خوب، له روغتیايي حالاتو، لکه: د زړه او رګونو د ناروغیو، چاغوالي او اروايي ناروغیو سره اړیکه لري. په داسې حال کې چې لږ خوب لرل، د زړه او رګونو د ناروغیو لرونکو ترمنځ په عام ډول شتون لري، یو شمېر څېړنې څرګندوي چې لږ خوب کېدای شي. د دغو ناروغیو لامل وي. له اووه ساعتونو نه لږ خوب، د زړه د کرونري ناروغیو او د زړه د کرونري ناروغیو له امله د مړینې د لوړ ګواښ لامل ګرځي. له ۹ ساعتونو ډېر خوب هم د زړه د کرونري ناروغیو، مغزي سکتې او له قلبي عروقي پېښوسره اړیکه لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ماشومانو او لویانو دواړو کې لنډ مهالی خوب د چاغوالي د ګواښ له زیاتوالي سره مل دی، چې د ګڼ شمېر څېړنو له مخې له ۴۵- ۵۵ سلنه دغه ګواښ لوړوي. د خوب د روغتیا نور اړخونه هم، له چاغوالي سره اړیکه لري، چې په کې د ورځې پر مهال چرت وهل، د خوب مهال، د خوب د مهال بدلون او د لږ خوب اغېزې شاملېږي. په داسې حال کې چې د ګڼ شمېر څېړنو پر بنسټ، د خوب مهال په چاغوالي ډېر اغېز لرونکی ښوول شوی.

په خوب کې ستونزو ته تر ډېره د اروايي ناروغیو د یوه رامنځته کوونکي لامل پر ځای د هغو د نښې په توګه کتل کېږي. په ورته مهال د اړوندو شواهدود  پام وړ زیاتوالی ښيي چې ،هغه د اروايي ناروغیو لامل او هم نښانه ده.

د خوب اړوند څېړنې د نژاد او طبقې له مخې، د خوب په کیفیت کې توپیرونه څرګندوي. لنډ مهالی خوب او کم خوبي، د سپین پوستانو په پرتله په قومي لږه کیو کې ډېره څرګندېږي. د راپورونو له مخې: افریقايي الاصله امریکایان د سپین پوستو په پرتله پنځه ځله لنډ خوب تجربه کوي، چې په ډېر احتمال سره د ټولنیزو او چاپېریالي عواملو له امله دی. د سپین پوستو ماشومانو په پرتله، د تورپوستو ماشومانو او د محرومو سیمو د ماشومانو ترمنځ د خوب پر مهال د نفس د بندېدو کچه ډېره لوړه ده چې په ډېره لږ کچه درملنه ورسره غبرګون ښوول کېږي.[۲۱]

د خوب روغتیا د ښه خوب د عادتونو په اجرا کولو سره کېدلای شي وده وکړي. د ښه خوب کولو روغتیا ستاسو د بدن د فزیکي او اروايي روغتیا سره مرسته کوي، ځکه یوازې په آرامه خوب کولو سره ستاسو د وجود اړتیا وړ ځوانښت بېرته رامنځته کېږي. یو شمېر هغې لارې چارې ستاسو د خوب له روغتیا سره مرسته کولای شي دا دي: هره شپه په ټاکلي وخت د خوب کول، د خوب په خونه کې د الکترونیکي وسایلو، لکه: د تلویزیون له کارونې نه ډډه کول، د ورځې په اوږدو کې په کافي کچه ورزش کول او له خوب وړاندې د کافینو له کارولو ډډه کول دي. د خوب د روغتیا د ښه کولو بله لار د خوب لپاره د آرامه او سکون لرونکي چاپېریال برابرول دي. په تیاره او پاکه خونه کې د سپین غږ تولیدونکو وسایلو په کارونې سره، د آرامه خوب کولو لپاره زمینه برابرېږي.[۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A quantitative statistical analysis of the submentalis muscle EMG amplitude during sleep in normal controls and patients with REM sleep behavior disorder"]. Journal of Sleep Research 17 (1): 89–100. March 2008. doi:10.1111/j.1365-2869.2008.00631.x. PMID 18275559. 
  2. "Brain Basics: Understanding Sleep". National Institute of Neurological Disorders and Stroke. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Krueger, James M.; Frank, Marcos G.; Wisor, Jonathan P.; Roy, Sandip (2015-08-28). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sleep function: Toward elucidating an enigma"]. Sleep Medicine Reviews 28: 46–54. doi:10.1016/j.smrv.2015.08.005. ISSN 1087-0792. PMID 26447948. 
  4. Krueger, James M.; Frank, Marcos G.; Wisor, Jonathan P.; Roy, Sandip (2015-08-28). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sleep function: Toward elucidating an enigma"]. Sleep Medicine Reviews 28: 46–54. doi:10.1016/j.smrv.2015.08.005. ISSN 1087-0792. PMID 26447948. 
  5. Bingham R, Terrence S, Siegel J, Dyken ME, Czeisler C (February 2007). "Waking Up To Sleep" (Several conference videos). The Science Network. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Unraveling the Evolutionary Determinants of Sleep"]. Current Biology 26 (20): R1073–R1087. October 2016. doi:10.1016/j.cub.2016.08.068. PMID 27780049. 
  7. "How Blue Light Affects Sleep". Sleep Foundation (په انګلیسي ژبه کي). 2020-11-04. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 19 September 2012 باندې). Book excerpt: How the lightbulb disrupted our sleeping patterns and changed the world. National Post.
  9. Bode, Adam; Kuula, Liisa (September 2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Romantic Love and Sleep Variations: Potential Proximate Mechanisms and Evolutionary Functions"] (in en). Biology 10 (9): 923. doi:10.3390/biology10090923. PMID 34571801. 
  10. Maquet PA, Sterpenich V, Albouy G, Dang-Vu T, Desseilles M, Boly M, et al. (2005). "Brain Imaging on Passing to Sleep". The Physiologic Nature of Sleep. د کتاب پاڼي 123–137. doi:10.1142/9781860947186_0006. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86094-557-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Brown, pp. 1118–1119: "Compared with wakefulness, sleep reduces brain energy demands, as suggested by the 44% reduction in the cerebral metabolic rate (CMR) of glucose (791) and a 25% reduction in the CMR of O2 (774) during sleep."
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Do all animals sleep?"]. Trends in Neurosciences 31 (4): 208–13. April 2008. doi:10.1016/j.tins.2008.02.001. PMID 18328577. 
  13. Van Cauter E, Spiegel K (1999). "Circadian and Sleep Control of Hormonal Secretions". In Zee PC, Turek FW (المحررون). Regulation of Sleep and Circadian Rhythms. د کتاب پاڼي 397–425. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Van Cauter E, Spiegel K (1999). "Circadian and Sleep Control of Hormonal Secretions". In Zee PC, Turek FW (المحررون). Regulation of Sleep and Circadian Rhythms. د کتاب پاڼي 397–425. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Brown, p. 1087.
  16. Peraita-Adrados R (2005). "Electroencephalography, Polysomnography, and Other Sleep Recording Systems". The Physiologic Nature of Sleep. د کتاب پاڼي 103–122. doi:10.1142/9781860947186_0005. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86094-557-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sleep Health: An Opportunity for Public Health to Address Health Equity"]. Annual Review of Public Health 41 (1): 81–99. April 2020. doi:10.1146/annurev-publhealth-040119-094412. PMID 31900098. 
  18. Jackson, Chandra L.; Redline, Susan; Emmons, Karen M. (2015-03-18). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sleep as a Potential Fundamental Contributor to Disparities in Cardiovascular Health"]. Annual Review of Public Health 36 (1): 417–440. doi:10.1146/annurev-publhealth-031914-122838. PMID 25785893. 
  19. Cespedes Feliciano, Elizabeth M.; Quante, Mirja; Rifas-Shiman, Sheryl L.; Redline, Susan; Oken, Emily; Taveras, Elsie M. (July 2018). "Objective Sleep Characteristics and Cardiometabolic Health in Young Adolescents". Pediatrics 142 (1): e20174085. doi:10.1542/peds.2017-4085. PMID 29907703. PMC 6260972. https://pediatrics.aappublications.org/content/142/1/e20174085. Retrieved 28 June 2021. 
  20. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sleep Duration and Quality: Impact on Lifestyle Behaviors and Cardiometabolic Health: A Scientific Statement From the American Heart Association"]. Circulation 134 (18): e367–e386. November 2016. doi:10.1161/CIR.0000000000000444. PMID 27647451. 
  21. Wang, Rui; Dong, Yan; Weng, Jia; Kontos, Emily Z.; Chervin, Ronald D.; Rosen, Carol L.; Marcus, Carole L.; Redline, Susan (January 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Associations among Neighborhood, Race, and Sleep Apnea Severity in Children. A Six-City Analysis"] (in en). Annals of the American Thoracic Society 14 (1): 76–84. doi:10.1513/AnnalsATS.201609-662OC. ISSN 2329-6933. PMID 27768852. 
  22. "Mental Health and Sleep". Sleep Foundation (په انګلیسي ژبه کي). 2020-09-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "CDC - Sleep Hygiene Tips - Sleep and Sleep Disorders". cdc.gov (په انګلیسي ژبه کي). 2019-02-13. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)