نفاس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نفاس عبارت له هغه وينې څخه دی چې له رحم څخه د بچي د زږېدلو يا تولد وروسته خارېجيږي .

دغه وينه په اصل کې هغه وينه ده چې د حمل نيولو په وخت کې د ښځې په رِحم کې پاتې شوي ده . کله چې ښځه زېږون وکړي دغه پاتې شوې وينه يې په تدريج سره له رِحم څخه بهيږي . همدا شان هغه وينه چې مخکې له زيږون او د زيږون د نښانو په شروع کېدو سره له ښځې څخه خاريجيږي نو همدغه د نفاس او يا د ولادت د وينې په نامه باندې ياديږي .

فقهاوو ددې وخت مخکې له ولادت څخه دوې او يا دري ورځې مقيد کړی دی غالباً د ولادت د درد په شروع سره شروع کيږي .

د نفاس موده[سمول]

 د فقهاؤ په اتفاق د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې مودې حد يې معلوم نه دی د ښځې په عادت پورې اړه لري .

دا هم وګورئ[سمول]

حیض