معتزله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معتزله يوه كلامي فرقه ده، چې د دويم هجري سپوږميزې پېړۍ په لومړيو كې د بصرې په ښار كې د واصل بن عطا پواسطه راپيدا شوه. ددې ډلې دبنسټ ډبره عقل دى، نو لدې وجې په خپلو گروهو كې عقل ته ځانگړې ځاى وركوي. او د شرعي احكامو په حلونه كې له عقل څخه كار اخلي، ددوي په گروهه لكه څرنگه چې وايي: عقل او روغ فطرت پدې توانېداى شي چې د حلالو او حرامو ترمنځ توپير وكړي.

په حقيقت كې د څښتن تعالى د يووالي په اړه معتزله ډلې گروهه هماغه د مجسمه او مشبهه په څېر، چې د څښتن تعالى د شكل او جسم د گروهې مننونكي ول، په څېر وه. د عدل اصل په جهميه باندې د تنقيد لپاره و، يانې د جبر او اختيار په اړه يو پرېكنده موقف (وعد او وعيد) چې ددې له مخې د نېكۍ جزا او د بدۍ سزا ټاكل شوې. د لوى گنا (كبيره گناه) مرتكب د خوارجو په وړاندې كافر دى، معتزله ددې نظريې په رد كې يو نوې موقف وړاندې كړې، او هغه دا چې د اسلام او كفر ترمنځ يو بل منزل (ځاى) هم شته چې ددوي په ژبه ورته (المنزله بين المزلتين) وايي. د المقفع خراساني په نامه يو كس د عباسي خليفه (مهدي)_ په پير كې را ووت. دې د اروا په تناسخ (بيا راگرځېدنه) گروهمن و. دې خراساني ډېرى خلك په خپله دې گروهه بېلارې كړي ول، او پدې توگه يې ځانته ډله جوړه كړې وه. دده د اوسېدو ځاى (ماورا النهر) و. ددې ډلې د ماتولو لپاره مهدي ډېرو ستونزو سره مخ شو، د اريانۍ خبره خو لا ده وه، چې د مقنع خراساني د اغيز راكمولو لپاره مهدي د زنديقيانو سره توره هم پدې ونتوانېدل چې ددې ډلې ملا ماته كړي، او يا يې له منځه يوسي.

معتزله يواځينۍ ډله وه چې د فساديانو مقابله يې په دېرې مېړانې وكړه، او د عقلي دلايلو په سمبالتيا يې نوموړې ډلې له منځه يوړه. د شك ټولې پردې يې له مخې لرې كړې او د هغوي بېلارې او رټل شوې څېرې يې خلكو ته راښكاره كړه، چې په پايله كې نن سبا ددې ډلې نوم و نښان هم پدې نړۍ نه ليدل كېږي.

په معتزله د نومولو سبب

ددې ډلې د نومولو كيسه څه پدې ډول ده، چې يوه ورځ حسن بصري رحمه الله د درس كړۍ (حلقه) كې د لوى گناه (كبيره گنا) په اړه د زړه كوونكو پوښتنو ته ځوابونه وركول، چې په دې ډله زده كوونكيو كې يو هم واصل بن عطا ؤ، چې د لوى گناه د مرتكب په اړه يې دا فك ښكاره كړ چې دې ( د لوى گناه مرتكب) د ايمان او كفر ترمنځ يو منزل كې دى. كله چې دده دا فكر رد شو، نو له درسي حلقې څخه بېل او د جومات يوه كونج ته ولاړ، دده په ننگه يوه ډله زده كوونكي وربېل شول او دده ملاتړ يې وكړ. هركله چې حسن بصري دا حالت وليد، نو دا لنډه جمله يې وويله، چې (اعتزل عنّا)، يانې واصل بن عطا له موږ څخه بېلتون غوره كړ. نو د زياتره تاريخليكونكيو په وينا د معتزله نوم له همدې لنډې جملې څخه اخيستل شوې دى.

ددې ډلې بنسټ اېښودونكې

د معتزله ډلې بنسټ اېښودونكې د حسن بصري زده كوونكې واصل بن عطا ؤ، او د بېلېدو اصل وجه يې هماغه د كبيره گناه مرتكب د كفر او ايمان ترمنځ گڼل ؤ. د يادولو وړ ده چې دا ډله د مخالفينو لخوا په (معتزله) نومول شوې، حال دا چې دوي ځانونه په (اهل التوحيد و العدل) يادول.

په لومړي سر كې د معتزليانو موخه دا وه چې د خوارجو او مرجۀ ړ سختدريځو نظرياتو پر ضد يوه منځلارې لار پيدا كړي، يو اړخ ته يې د خوارجو د سختدريځه موقف ردونه غوښټل، او له بل اړخه يې د مرجۀ ؤ نرمي، اسانتياخوښونه ناروا گڼل. معتزليانو ددې گروهې ښه په زور او شور سره تبليغ وكړ چې د ايمان جدا حيثيت ضرور دى، مگر اعمال په هر ډول يو لازمي شۍ دى. پدې ډول دوي د قرآن كريم پر هغو آيتونو په ځانگړي ډول ښه پام وكړ كومو كې چې د انسان ته د اختيار په قوت او د مسووليت په احساس ټينگار شوې وي.

كله چې دوي معتزليانو د خپلو گروهو د تبليغ لپاره له سختۍ څخه كار واخيست، نو


ددې ډلې نامتو پوهان

لكه څرنگه مو چې يادونه وكړه، ددې ډلې بنسټ اېښودونكې واصل د عطا زوى دى. له ده څخه پرته لاندې كسان هم ددې ډلې د گروهو په خپرولو كې د يادولو وړ دي:

عمرو بن عبيد --- ابو الهذيل العلاف --- ابراهيم بن سيار النظام --- بشر بن معتمر --- ثمامه بن اشرس --- عمرو بن بكر الجاحظ --- ابو علي الجبايي او ابو هاشم

د معتزله ډلې بنسټيزه گروهې، افكار او نظريات

معتزليانو په لومړي سر كې په يوه گروهه او فكر څخه جوړه وه، خو د وخت په تېرېدو سره پكې خلاف پيدا شو. او په همدې يوه مسئله كې هم پاتې نشول، بلكه د گروهو او افكارو د يو منظم شكل جوړونې لپاره يې منظم كار پيل كړ، چې ددې ډلې په سرليك كې پينځه بنسټيزه مشهور اصول دي، چې بايد هر معتزلي ورباندې گروهه ولري او د خپلې عقيدې بنسټيزه برخه يې وگرځوي. موږ به دا پينځه گروهې په لاندې توگه په لنډه توگه يادې كړو:


  1. التوحيد يا د څښتن يووالې: چې له دې څخه د معتزليانو موخه د د څښتن تعالى يووالې په زبات رسول او له هغه څخه د مُثل نفي كول دي. نو پدې توگه يې له څښتن تعالى څخه د هغه صفات نفي كړل. اوس دوي څښتن تعالى په لاندې اسلوب سره متصوفوي او د په اړه یې داسې وايي:

څښتن تعالى نه جوهر دى، او نه عرض، نه اوږد او نه لنډ، نه رنگ لري نه خوند، نه بوي لري او نه تودوخه، او نه سوړوالې.... او داسې نور. او هغه ثابت شوي صفات لكه علم او قدرت نو بيا دا صفتونه له څښتن تعالى څخه په لاندې دليل سره نفي كوي. دوي وايي، چې ددې صفاتو په لرغونوالي (قديموالي) سره، دا په دې مانا چې بې له څښتن څخه يو بل شې هم لرغونې او قديم شته.

  1. العدل: له عدل څخه دوي د څښتن تعالى احكام په العقل اوالحكمة سره تعبيروي، پدې توگه دوي ځيني امور له څښتن څخه نفي كوي او ځيني نور ورپورې تړي،دوي دا نه مني چې گني څښتن تعالى د مخلوفاتو د افعالو پيداكوونكې دى، دوي وايي: بندگان په خپله د خپلو افعالو او كارونو پيداكوونكي دي، كه هغه شر وي او كه خير . ابو محمد بن حزم داسې وايي:" معتزله داسې وايي: بأسرها حاشا ضرار بن عبد الله الغطفاني الكوفي ومن وافقه كحفص الفرد وكلثوم وأصحابه :::: د بنده ټول كارونه كه هغه د حركاتو څخه وي، كه اوسېدو څخه وي، كه هغه ويناوې وي، يا نورې معاملې وي، دا كارونه څښتن تعالې ندي پيدا كړي. او په څښتن تعالى يې دا واجبه كړې چې د خپل بنده لپاره ښه او صالح افعال پيدا كړي، په دې اړه الشهرستاني داسې وايي:" معتزله و پدې خبره سره يو دي، چې څښتن تعالى بې له خېر او صلاح څخه بل څه نه پيدا كوي. ، ويجب من حيث الحكمة رعاية مصالح العباد وأما الأصلح واللطف ففي وجوبه عندهم خلاف وسموا هذا النمط عدلا "، وقالوا أيضا بأن العقل مستقل بالتحسين والتقبيح، فما حسنه العقل كان حسنا، وما قبحه كان قبيحا، وأوجبوا الثواب على فعل ما استحسنه العقل، والعقاب على فعل ما استقبحه.



دا هم وگورۍ

سرچينې

بهرنۍ تړنې