واصل بن عطا
أبو حذيفة واصل بن عطاء (700 - 748)، چې په غزال سره مشهور ؤ، د حسن بصري له زده كوونكيو څخه ؤ. له خپل ښوونكي (حسن بصري) سره د لوى گناه مرتكب په اړه له جنجال څخه وروسته د هغه له ښوونيزې كړۍ څخه ووت، او ځانته حلقه يې جوړه كړه، چې د همدې بېلتون له وجې د د معتزله په نامه ونومول شول.