اشاعره
لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
اشاعره يوه كلامي ډله ده، چې د ابو الحسن اشعري لخوا يې بنسټ اېښودل شوې، او له همدې وجې ورته اشعري وايي. دې ډلې د اسلامي عقيدې او د دين د حقايقو د زبات لپاره د فلاسفه ؤ او معتزليانو سره په خپلو مناظرو او مباحثو كې له عقلي او كلامي برهان او دلايلو څخه گټه اخيستې.
بنسټ اېښودنه او نامتو غړي[سمول]
ابو الحسن الاشعري:[سمول]
پوره نوم يې ابو الحسن علي بن اسماعيل، چې د نسب لړۍ يې ابو موسى الاشعري ته رسېږي. په كال ۲۷۰هجري سپوږميز په بصرې ښار كې زوكړې دى. او په فكري ژوند كې له درېيو مرحلو څخه تېر شوې.